
لکه چې شګې چاڼوي څوک د غمي لپاره
موږ لټولي ډېر سرونه يو سړي لپاره
پر دغه ځمکه که موږ سره ګلونه هم وکرو
په کې ټوکېږي موږ ته کاڼي له تندي لپاره
هغه تېره توره تر ملا کړه ويل يې ستوري ګټم
موږ هم لاسونه ورته جګ کړه د بري لپاره
بدبينه خلک دي، په ګل باندې يې چېرې مني
د ګل وجود نه مني بس د يو ازغي لپاره
غواړي خو ټوله بس چې غېږ ورنه راڅرخوي
خو بيا يوه خندا شي بس د لېوني لپاره
د دوی ليمو کې هم د ژوند مينې څپې وهلې
هوسۍ خو ښکار نه وي يوازې د زمري لپاره
پېښور
01.07.2007
- wiar
ژوند مو ډیر لـــــوړوژورو کـــــې راوان دیدمرګـــي په ســـوداګروکـــــــــــــې راوان دی
هتکړۍ مو په لاســــونو کـــــې شرنــــګیږيخوندترې اخلي ز وروروکــــــــې راوان دی
مولاجـان پرې له ممبره نـــــارې وکـــــــــــړيجنتــــي دی بختــــــــورو کــــــــــې راوان دی
روښان فـــکره ل...
01.07.2007
- wiar
ملالۍ ، ای قهرمانېستا عزمت مې سلام دیزما خورې ، زما مورېستا همت ته مې سلام دیستا د وخت له هر یو ژڼيزارواري شمه ، لوګی شمما اووه لټه ترې ځار کړېستا د وخت خو واړه ژڼيمیړڼي وو ، توریالي وودوئ ریښتوني پښتانه وومومنان وو ، ننګیالي ووستا ټپو سره لا نورههم په جوش د ایمان راغللنه ېې غم زړه کې هستي شوهنه دونیا، نه زندګي شوهدوئ په خپلو س...