ببر سر ګريوان شليدلی راروان دی
خو بیرغ لاس کې نېولی راروان دی

پورته شوی دی لوېدلی راروان دی
د بري له جنګ راغلی راروان دی

دې مېړه ميدان نه تېښته کړې نه ده
په ټټر غشې ټومبلی راروان دی

د رقيب د ورځې څومنډې رامنډې
د اوبو په سر يو خلی راروان دی

دا ځواب لکه چې بيا په غرونو سر شي
دا چې داسې ځنګېدلی راروان دی