يو څوک که غرو کې ګرځي ناکراره هره شپه
زه هم ورته دوعا کړم تر سهاره هره شپه

اخير به د بنګړيو مې د راګ زړګوټی چاو د کړې
چې داسې سوی ژاړې تر سیتاره  هره شپه

بمونه يې په تن پورې تړلي تنکي ژڼي
تېرېږي ډلې ډلې په دې لاره هره شپه

ما غوږ لکه ناهيد په دېوال ايښی وي که واورم
د استا د اس ترپار ځوانه سالاره هره شپه

سبا چې به دې بيا کوم يو ژڼکی په سر ولاړ وي
په دغه اندېښنه کې ومه داره هر شپه

موده وشوه يو نظم مې بيمار دی غلی پروت دی
زه هم يې سرته ناسته يم بيداره هر شپه