غزل
حیراني ده چې بیا هم د ژوند مجال شته
چې نه ستا نیغه شمله ،نه زما خال شته
څنګه ستا هیله مې نشي زړه کې تانده
چې جنډې پورې تړلی لا رومال شته
د ملالو کمی نیشته په دې چم کې
خو زلمو کې نه ایوب او نه خوشال شته
بنګړي زړه له مطرب وړي سیتار له جونو
په دې شرنګ او ترنګ کې ښکاري څه کمال شته
بوله مه چې زر به لاس د ژوندون ورکړو
چې تر مینځ مو د غربت لا لوی دیوال شته
اظهار تم کړه زه په څار د یو (قاسم ) یم
نن صبا کې د راتلو ېې احتمال شته
د آریوب تصویر به یوسمه ترستورو
لا مې زړه کې د سندرو زرین خیال شته
۱۲، ۱، ۲۰۰۶
له قاسم نه مراد محمد بن قاسم دی
غزل
غربت چې دې په پښو کې شرنګولي ځنځیرونه
ما هم د زړه هوس ته اچولي ځنځیرونه
ګودره، جینکۍ به نن څه ووایم چې درشي
نن بیا چې لېوني دي شوکولي ځنځیرونه
بري پسې څوک لاړ دي که له وېرې تښتېدلي؟
په لار چې ترې د کلي غورځېدلي ځنځیرونه
اظهار مې خدای خبر چې د زړګي له ښاره درشي
حیا ېې دي د دړو ټینګ تړلي ځنځیرونه
له لر کلي به را ولي سرزوری لاس تړلی
د کلي څڼیورو پسې وړلي ځنځیرونه
چې ورک د بلینډې له شنو بنګړیو دي راګونه
ښکاریږي د کوم ژڼي ژړېدلي ځنځیرونه
پېښور ، ۲ ،۳ ،۲۰۰۴