ته دپښتون جګی شملی دشين اسمان ستوری وې
دهرافغان دزړه په  تل کې يوځلان ستوری وې

ته مو د سولې د کاروان  څاروان وي چېرې ولاړې
ژوندي ولس ته يو تل پاتې پاک وجدان ستوری وې

چې انسانيت ته يي  تل  سر د احترام   ټيټ کړی
دشرافت دلوړ مقام  عالي انسان  ستوری وی

اوس دی په وير کی خو نن ځکه ننګرها ريان ژاړي
هجره ديرو کښی  دنن   بيا ټول  افغانان   ژاړی

توره  بلا ده سمه  شوی دخو ښيو   کور   ته
چه ستا په وير کښی پښتنې پيغلې  ځوانان ژاړي

اروا دې  ښاده شه   جنت کی  دی مقا م  غواړمه
ستا  پلو يانو  ته  دخوږ  زړونو  ارام  غواړمه