غزل

دا مينه د مجنون ده  دريدلی ورته نشي
يا توره د جنون ده ټينګيدلی ورته نشي

چي بې  څار دې  کوله لېونی  ليونی  مينه
اوس بند په رواجو کې  راوتلی  ورته نشي

که هوډ د قربانۍ دې د پتنګ  په شانې نه وي
عشق بلنده  ډيوه ده کړيدلی  ورته نشي

د زړه له هره  ټپه مو  د وينو فوارې  ځي
توپان د ولولو دي خنديدلی ورته نشي

د زړه غوټۍ  چي  داسې پرهرونه  درته سپړي
د اوښکو له باران  سره کتلی  ورته نشي

                غزل

په ګلونو چې بهار شي ته به راشې
د بلبلو چې چېغار شي ته به راشې

دا په اوښکو کې لويدلې زما سترګې
چې په مينه کې خومار شي ، ته به راشې

پسرلۍ به نوې نوې مستي راوړي
چې غوټۍ غوټۍ  ګلزار شي ته به راشې

د چمن مړاوي کلونه به مسکي شي
په وربل به مې کتار شي ، ته به راشې

ما به پورته کړې د مينې  په ډولۍ کې
په خپلوانو به مې شمار شې ته به را شې