مقالې
امت او امتیان
له ښایسته ډیرې مودې راهیسې، په خپل فکر کې کرل ریبل کوم چې آیا اسلامي امت په موزیم کې د کومې لرغونې تابلو نوم دی؛ که هغه د پرمختللو او موحدو پرګنو ستره ټولنه ده ؟ آیا وحدت المسلمین د کوم سیاسي ګوند تش تشریفاتي لقب دی که هغه د محمد (ص) د اتباعو د هویت شاخص؟ او آیا اسلامي أخوت، کومه ایماني وجیبه ده که د غم غلطولو هسې سولیدلې شعار؟ د ځینو په اصطلاح، د سیاسي اسلام پلویان ووټ او جمهوریت بهتر ګڼي او د اسلامي امارت پیروان په بیعت باندې ټینګار کوي خو دوئ یو له بل سره نه کوشیر کیږي. د اسلامي خلافت
د بیان آزادي
ما ډیر کلونه مخکې یوه مقاله د (قانوني آزادۍ او د هغو عملي امکانات) تر نامه لاندې لیکلې او په انټرنيټ او د هیواد په داخل کې مې په مطبوعاتو کې خپره کړې وه چې وروسته مې هغه په ۲۰۱۵م کال کې یو ځل بیا نشر ته وسپارله. په دې لیکنه کې د انسان آزادي د ټولنیز ژوندانه په مختلفو ډګرونو کې لکه- اقتصادي آزادي، د دين او مذهب آزادي، سیاسی آزادي، کلتوري آزادي، د لباس آزادي، د بیان آزادي، د ميډيا او مطبوعاتو آزادي، د غونډو، تشکیلاتو او سیاسی ګوندونوآزادي- تر بحث لاندې نیول شوې او په اړتیا یې بحث شوی دی. اوس چې
جمهوریت او د ځواکونو انډول
په ټولنیزو هڅو او هلو ځلو کې د خپل او مخالف لوري د ځواکونو انډول غوڅ رول لري. بلخوا دا انډول د تل لپاره ثابت او په یوه حال نه وي، بلکې هر وخت او هره شېبه تغییر خوري. د ځواکونو د انډول پوهنه د بریا، ولاړ حالت او یا ماتې برخلیک ټاکی. طبیعي ده چې نور لاملونه هم د انډول په برخلیک کې اغیزمن دي او پوهه پرې پکار ده. یو شمېر افغانان جمهوریت یوازې د ولسمشر اشرف غني د نوم سره تړلی ګڼي او د هغه د شخصي مال تر بریده يي تصور کوي. د دوی په اند ولسمشر غني یعنې جمهوریت او جمهوریت یعني اشرف غني. دوی ټولټاک
د ځمکې پر مخ تر ټولو لومړی جنایت
د قتلونو ، وژنو او وينو د تويولو لړۍ چې ، د فساد خورا ستر ډولونه دي ، د لومړي ځل لپاره د ځمكې پر مخ د انسانانو په تاريخ كې ، د ادم عليه السلام د دوه زامنو ( قابيل او هابيل ) تر منځ شروع شوه ، تر دغه وخته پورې لا انسانانو يو د بل وژل نه پېژندل . تر دغه وخته پورې د ځمكې په سر فسادونه او شرونه نه وو ، د لومړي ځل لپاره د ادم عليه السلام د دوه زامنو هابيل او قابيل تر منځ جنجال پېدا شو چې ، بالاخره د هابيل قتل ته منجر شو او د قابيل په لاس په قتل ورسېد . د قتل د دی عظیم جنایت په اړه چې قابیل
د طالب او نظارشورا ګډې موخې
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ایران له سفره واپس، د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته په څرګندونو کې د دې خبرې پخلی وکړ چې تهران کې يي د جمعیت د پخواني جنګسالار اسماعیل خان او د نظارشورا د یو سرخېل احمد مسعود سره لېده کاته کړې دي. په دې کتنه کې د جمعیت یو بل غړی حفیظ منصور هم ګډون درلود. ویل کیږي دا لېدنه د ایران د سپاه پاسداران د پوځي استخباراتي ډلې په مټ تر سره شوې. دا هم ویل شوې چې امیرخان متقي د اسماعیل خان وراره عبدالقیوم سلیماني په ایران کې د افغانستان د سرپرست
ایا د دوحا تړون طالب ته مشروعیت ورکولی شي؟
طالب امریکا سره په دوحا تړون کې د دوی په ګټه د پټو معاملو پرته، د خپل مشروعیت لپاره د هېواد او نړیوال حقوفي بنسټونو له مخې هیڅ لاسوند او دلیل نه لري. دوی چې د دوحا تړون په مټ، له پوځي لارې دولتي واک ترلاسه کړی؛ واک يي د مشروعیت د بحران سره مخ دی. نن سبا پنځه میاشتې پوره کیږي، خو د طالب واک نه په هېواد دننه مشروعیت پیداکړ او نه په نړۍ کې کوم هېواد په رسمیت وپېژاند. کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان چې د برتانوي هند د انګریز وایسرای اکټونه کوي؛ هېواد يي تر اوسه تیار نه دي چې د طالب حکوم
دغنی دسقو ط او هیاهو اجمالی تصویر
یو خواته جوړ ملي اختر دی، جوړې میلې دي بل خواته قام مې در په در دی، نارې سورې دي دې ته وخاندم که دا بل ته وژړیږم، داسې ژوند ته حیرانیږم اوس له اسلامی امارت سره ګاونډی ، د سیمې، منځنی آسیا او نړۍ نورټول هېوادونه د افغانستان په رسمیت پېژندلو کې ناغیړی کوی نړۍ هم د زاغ زنده باد لوبه کې دلته یولوری نه دی په سیاسی لحاظ داستخباراتی کړیو ، نړیواله دېبلو ماسیو او تعامل ، دنړیوال اګر مګر توطیی ،تحریمونو،پلمو اوبهانو،د سره غوایی ښه قلبه کو اوتور غوایی بده قلبه کول دی حال داچې ددواړو غویانو
ایا د ولسمشر وژنه او استعفی ګټوره وه؟
تر هر څه مخکې باید ووایم، ما د ولسمشر غني په حکومت کې هیڅ دنده نه درلوده او د دوی د حکومت په ټوله دوره کې له هېواده بهر اوسېدلی یم. ولسمشر سره مې هیڅ اړیکې نه درلودې او نن يي هم نه لرم. د ولسمشر غني د حکومت او نورو چارو په اړه زما لیکنې یوازې او یوازې زما شخصي نظر دی. زما په اند ولسمشر غني اوس هم د هېواد لپاره ګټور تمامېدای شي. نوموړی پخپلو خلکو او هېواد میین او خواخوږی شخصیت دی. زه د هغه افغانانو د نظر برعکس فکر کوم چې وايی ولسمشر غني باید په ارګ کې پاتې وای چې وژل شوی وای، تر تیښتې
یوه لنډه کیسه: وطن مو وران شو لا ورانیږي
توماس په خندا سره باتور ته ووییل “ های ... دا تا سو افغانان ولي خپلو ښځو ته حق نه ورکوې؟ ” باتور چی له څو کلو راهیسې په جرمني کی اوسیدهء، تقریباً هره ورځ به له داسی یو سوال سره مخ کیده او نه پوهیده چی څنګه به دا خلکو ته قناعت ورکړي چی دی یو عادی افغان دی او نشي کولای چی د ټولو افغانانو په نماینده ګي خبري وکړي، خندا سره ووئیل “ والله زه نه پوهیږم... که څه هم چی زه د ښځو د حقونو پلوی یم خو دا ټولنه یی نه غواړي” توماس بیا په غوصه شو او په جګ آواز یی ووئیل “کومه ټولنه... په دا
آیا زده کړي عمر اوږدولای شي؟
ددې لیکنې انګېزه دوه موضوعات دي. لومړۍ موضوع په هالنډ کې د یوې څېړنې پایلی دي، چې د لوړو زده کړو او ټيټو زده کړو لرونکو کسانو، د ژوندانه د ډولونو ځنې توپیرونه په کې څرګند شوي دي. دوهمه موضوع ، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر ټکنې حالت، په آزادۍ راډیو کې یو بحث دی، چې څو ورځې دمخه خپور شو. تیره شپه د هالنډ په یوه تلویزیونې کانال کې یوه په زړه پوری خپرونه وړاندی شوه. نوموړی خپرونه د لوړو زده کړو او ټیټو زده کړو لرونکو کسانو د ژوندانه د ډول پر عمومي توپیرونو را څرخیدله، په ځانکړی
د بی ګناه نفس وژنه
د قرانکریم نه دا په صراحت سره ښکاري چې په ټولو امتونو کې د نفس د وژلو د تحریم حکم بني اسرائیلو ته متوجه شو ، کوم نفس چې بې ګناه دی نو وژل یې حرام دي او جریمه یې خورا لویه او د ټول بشریت د وژلو سره برابر دی ، دا یو قراني فیصله ده چې یوازی بني اسرائیلو ته نه بلکې د ټول بشریت لپاره ده . هغه څوک چې په ځمکه کې د فساد د خپرولو هڅې کوي ، انسانان وژني او یا یې مالونه لوټ کوي ، د هغو په هکله به په راتلونکي یو بل فصل کې پوره وضاحت وشي ، دلته یوازې د هغه چا په اړه بحث کوو چې د فساد او نفس وژنې نه په
لویه جرګه او طالبان
پر کابل تر قبضې وروسته د طالبانو د واک پنځه میاشتې په پوره کېدو دی. د دې واک تر ټولو ګټور اقدام دا کېدای شي چې د تېرو شلو کلونو یو شمېر لنډه غر او بدماشان يي چې د افغان ولس پر برخلیک تپل شوي ول، يا يي په کور کښېنول او یا له هېواده ووتل. د پنجشیر دره چې د سپکو او درنو وسلو زیرمه او وسلتون وو، د طالب لاس ته ورغله. دا هغه وسلې وي چې نظارشورا او جمعیتیانو به پرې هېوادوال ډارول. د پنجشیر په وسلتون يي د حامد کرزي او د ولسمشر غني حکومتونه ګواښل ، مرکزي واک يي پياوړتیا ته نه پرېښود او نورو جنګسالاران
تروریزم صلیبی و یهودیزم آدم کش، همه چیز را تحریف نمودند ، حتی تاریخ میلاد عیسی مسیح را !
تروریزم صلیبی و یهودیزم آدم کش، همه چیز را تحریف نمودند ، حتی تاریخ میلاد عیسی مسیح را ! ما اکنون در سال 2027 م به سر می بریم نه در سال 2022 م ! ....................................................... قضیه ای این تحریف ازین قرار است که : رومیان باستان پیش از تقویم میلادی ، از تقویم رومی من حیث تاریخ رسمی ، استفاده می نمودند . و تقویم رومی از سال 1 بنیان گزاری شهر روم باستان که برابر با سال753 پیش از میلاد بود آغاز می گردید . و در این تقویم هر سا
د اګست د ۱۵ مې کودتا څنګه پېښه شوه!
کودتاوې، د یوې ډلې د پوځې لارې، د ټولټاکنو او د ولس له پراخ ګډون پرته، د حکومتونو او نظامونو بدلون که یوخوا نامشروع او د ولس د رایو او ارادې سره ښکاره دښمني ده؛ بلخوا که څه هم په ظاهر کې اني او فوري پېښیږي، خو پېښېدو ته يي لاملونه او شرایط تر مخکې برابریږي. کودتاوې لکه بې وریځه اسمان کې چې باران نه کیږي، پېښېدو ته يي باید تر مخکې لاملونه یو په یو برابر شوي وي. د اکست د ۱۵ مې کودتا هم که پېښېدا يي اني وه، خو شرایط ورته مخکې تر مخکې برابر شوي ول! د اګست د ۱۵ مې کودتا د نورو کودتاوو په ت
پخواني ولسمشراشرف غني مفسد وو که نه؟ قضاوت به تاریخ وکړي خو دده کړنۍ د دسوال وړ وي
1. ولسمشر غني چه دهیواد ولسمشر وو ولې یي دفساد مخه ونه شوه نیولې.2. دولسمشر غني په دوره کي په هیواد کي په ملیونونو ډالره حذف کیدل د خیالې معاشونو نه نیولي د دولت او ګمرکونو ډیره برخه پیسي شخصي جیبونو ته لویدلي.3. دده په اووه کلنه دوره کي وکیلانو او یا لوړ رتبه دولتي کارمندانو د ځان ساتلو لپاره په سل هاوو ملیشو د دولت بودیجي نه پیسي اخیستي او دقانون نه یي هم سرغړونې کولي.4. ولسمشر غني قانون ته پخپله هم نه ووپابند او په مصلحتونو یي حکومت کولو. یو ښه مثال يي دډبل عبدالله سره د حکومت
د طالبانو برید، د افغانستان پخواني ولسمشر غني له کابله د تېښتې دفاع وکړه
سرچینه : د جرمني ډېرشپیکل ویبپاڼه ژباره : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ د طالبانو بریدد افغانستان پخواني ولسمشر غني له کابله د تېښتې دفاع وکړههغه له افغانستانه وتښتېد او ولس یې طالبانو ته پرېښود. پخواني ولسمشر اشرف غني د اګسټ میاشتې په نیمایې کې له کابل څخه ووت او ولاړو، څو یوازې د وینې تو
په تیاره کې ساتل شوی ولسمشر!
له بي بي سی سره مې د پخواني ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني مصاحبه ولوسته. ډیرې خبرې مې ورپکې ولیدې. مصاحبه سوالونو ته د ځواب ورکولو تر څنګ ډیر نور سوالونه راپیدا کوي. ما نه غوښتل او نه غواړم په دې اړه ډیر څه ولیکم، ځکه چې دده د واک په وخت کې مې خپل انتقادونه او اصلاحي نظرونه او وړاندیزونه لیکلي او وړاندې کړي دي؛ خو بې له لیکلو هم سړی له داسې مصاحبې نه شي تیریدلای. نو دا لاندې لنډې یادونې به ددې لیکنې له درنو لوستونکو سره شریکې کړم. • د نړۍ دوهم متفکر به ځان بولي، د پوهنتون استاد وي او دیرش کا
د کمپیوټر ساینس په اړه د خلکو غلط نظرونه
زموږهېوادوال داسې یو خوی لري، درنه به پوښتنه وکړي چې کوم پوهنځی دې لوستی یا یې لولې، چې د کمپیوټر ساینس نوم واخلې نو داسې فکر کوي ګوندې دا کمپیوټر ساینس یوازې په کمپيوټر باندې کار کول (Computer Operating) دي. درته به واي چې دا پوهنځې د څه کوه، کوم بل څه به دې لوستي وه. کمپیوټر خو په لنډمهالو کورسونو کې هم زده کولی شې. غواړم د دې لېکنې له لارې دغه دوستانو ته دا خبره روښانه کړم چې کمپیوټرساینس یوازې کمپیوټر باندې کار کول نه بلکې یو ځانګړی علم دی. که ووایو چې نن سبا داټوله نړۍ د دغه علم د ابتکار
آخ آخ هیواد مي
افغانانو پخپله کړ خپل هیواد خوار عریب کباړ کباړ بیا وايی دا خو دپنجاب او تهران ګناه ده دوي پخپله نه پریږدي نجونۍ مکتب ته بیا وایي دا خو دعمران خان ګناه ده نه اخلي تذکري نه مني دانتخاباتو پایليبیا وايی دا خو د ګلمرجان ګناه ده پښتون چه کابل ته راشي ورنه هیره شي خپله ژبهبیا وايی دا خو د فارسي زبان ګناه ده یو پکي طالب شي بل عسکر، پریکوي دیوبل نه سربیا وایی دا خو دروس بل امریکا ایران او پنجاب ګناه ده وطن مو خ
افسانه بابا نوئل ، از تراوشات فکر عقب مانده و مرتجع غرب شرارت پیشه است
آئین مسخره مسیحیت غرب آدم کش و فرهنگ افسانه پرست و مرتجع این شرارت پیشگان ، با تنیدن افسانه بابا نوئل برای کودکان شان ، کودکان خود را از همان مرحله خرد سالی ، با افسانه گویی و خرافات پرستی و وابستگی با جهان اوهام و خرافات و تخیلات ، تربیه نموده و ذهنیت شان را برای پذیرش هر گونه چرندیات و یاوه سرایی ، آماده می کنند ! تا در آینده به هر اندازه یاوه سرایی ، چرندیات ، خرافات ، أوهام ، افسانه گویی ، شرک ، جعل ، تزویر ، دروغ ، تحریف ، تبدیل ، ارتجاع ، و ... که مسیحیت غرب جنایتکار ، این همه