د قرانکریم نه دا په صراحت سره ښکاري چې په ټولو امتونو کې د نفس د وژلو د تحریم حکم بني اسرائیلو ته متوجه شو ، کوم نفس چې بې ګناه دی نو وژل یې حرام دي او جریمه یې خورا لویه او د ټول بشریت د وژلو سره برابر دی ، دا یو قراني فیصله ده چې یوازی بني اسرائیلو ته نه بلکې د ټول بشریت لپاره ده .
هغه څوک چې په ځمکه کې د فساد د خپرولو هڅې کوي ، انسانان وژني او یا یې مالونه لوټ کوي ، د هغو په هکله به په راتلونکي یو بل فصل کې پوره وضاحت وشي ، دلته یوازې د هغه چا په اړه بحث کوو چې د فساد او نفس وژنې نه په غېر یو بی ګناه انسان وژني او د ژوند په حق یې تېری کوي .
قرانکریم داسی فرمایې :
{ منْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُون } المائده ۳۲ .
ژباړه : په دی سبب وليكل مونږ په بني اسرائيلو ، دا چې ، چا په قتل ورساوه يو نفس په غېر د عوض د بل نفس نه ، او په غېر د فساد نه په ځمكه كې ، داسې دي لكه چې وژلي يې وي خلك ټول ، او هر څوك چې سبب د ژوند د چا شو ، نو دا دغسې دی لكه چې ژوندي كړي يې وي خلك ټول ، او په تحقيق سره راغلي وو دوی ته رسولان زمونږ د ښكاره نښو او دلايلو سره ، بيا زيات له دوی نه وروسته له دی نه په ځمكه كې خامخا تجاوز كونكي وو.
في ظلال القران ليكي :
له دې كبله چې په بشريت كې دغسې نمونه خلك هم شته ، چې د خېر د خلكو په وجودونو باندې تېري او تجاوز کوي ، د داسی خلکو په وجودونو باندی تیری کوي چې د شر او تجاوز هيڅ اراده ورسره نه شته ، او له دی كبله چې د شراو فساد په ځينو عناصرو باندی تحذير او وعظ هيڅ اغېزه نه لري ، مسالمت امیزه چلند او ترك الخصومت هم د هغه چا د تجاوز په وړاندی چې په وجود كې يې د شر ژورې ريښې چليدلې وي كفايت نه كوي ....
نو ځکه څښتن تعالي فرمايې چې :
د دغو وجوهاتو له كبله مونږ د قتل جريمه تر ټولو لویه و ګرځوله ، داسی چې د يو نفس د قتل جريمه د ټولو خلكو د وژلو سره برابر شوه ، او هغه عمل چې د يو نفس نه قتل دفع كړي او د يو نفس د احياء سبب و ګرځي دغه مو داسی يو لوی او ستر كار وګرځاوه لكه ټول خلك چې يې له مرګ نه خلاص كړي وي ....
او دا مو د بني اسرائيلو په شريعت كې روا وګرځول چې د يو نفس وژل _ چې د قصاص نه په غېر وي او په ځمكه كې د فساد د دفع كولو نه په غېر وي _ د ټولو خلكو د وژلو سره مساوي او برابر دي .
ځكه چې د ژوند كولو حق د هر نفس لپاره ثابت دی نو د دغو نفسونو له جملې نه د يو نفس وژل په حقيقت كې تجاوز دی په حق د ژوند باندی ، هغه حق چې ټول نفسونه په كې مشترك او ګډون لري .
همدغسی دفع كول د قتل د يو نفس نه ، چې دغه دفع د يو نفس د ژوندي كېدو سبب شي ، كه دا دفع د هغه نفس د ژوند په حالت كې وي او كه د هغه نفس د قصاص په صورت كې وي چې تېری ورباندې شوي ، تر څو نور نفسونه په دغه قصاص سره له وژلو نه خلاص كړي ، نو دا في الحقيقت د ټولو نفسونو ژوندي كول دي ، ځكه چې دا د ژوند د حق ساتنه او حفاظت دی ، كوم چې ټول نفسونه په كې ګډ او شريك دي.
تفسير القطان ليكي :
د دغه بدترين جرم له كبله چې بني ادم يې مرتكب شو، مونږ د متعدي او متجاوز سړي قتل واجب وګرځاوه ، ځكه چې هر څوك چې يو نفس د قصاص نه په غېر په ظلم اوعدوان سره و وژني ، او نه د داسې فساد له كبله چې د يوې ټولنې امن اخلالوی ( لكه د نفسونو وژل ، د مالونو چور كول او د لارو غوڅول ) نو دا داسې دی لكه چې ټول خلك يې په قتل رسولي وي .
دا په دی دليل دی چې په عمدي قتل باندی د حكم كول خورا ستر او لوی جرم دی ، يعني چا ته حكم وكړی چې دا او يا هغه ووژنه ، نو دا امر او حكم خورا ستر جرم دی .
نو د يوه نفس وژل د الله په وړاندی داسې دی لكه چې ټول خلك يې وژلي وي ، ځكه قاتل د خورا عزتمندې وينې سپكاوی كړی دی او نورو ته يې د وينو په تويولو جرائت وركړی دی .
او څوك چې د مرګ نه د يو نفس د خلاصولو سبب جوړ شي نو لكه چې ژوندي كړي يې وي خلك ټول ، ځكه چې د بشر د وينې صيانت او حفاظت يې وكړ او دا د الله په وړاندی د عظيم ثواب خبره ده .
اوس پوښتنه دا ده چې د هغه چا جزا به څه وي چې د هغه په حكم په سل ګونو او يا زرګونو بې ګناه انسانان په قتل رسول كېږي ؟
دغه قتلونه د جنګ له لارې وي ، كه د خلكو د وږي ساتلو له لارې وي او كه د هغو د ازادۍ د وژلو او سلبولو له لارې وي ( يعني چې ازادي تری واخيستل شي ) دغه هم په حقيقت كې وژل دي ؟
دغه تفسیر شریف د موضوع اهمیت ته په کتنه مسلمانان خپل حالت ته متوجه کوي او وایې چې :
نو وګورئ اي مسلمانانو !
خپل حالت ته ، او فكر وكړئ په خپلو چارو كې .
په دی هم پوه شئ چې الله سبحانه و تعالي ستاسو سره حتما نصرت او امداد كوي كه چېرته د هغه پاكې لارې ته را وګرځئ.
نو تجاوز په يو فرد په حقيقت كې تېری او تجاوز دی په ټولنه باندی ، له دی كبله فقهاء دا وایې چې :
قصاص د وينې د ولي حق دی ، كه د هغه خوښه شي عفوه دی وكړي او ديت دی واخلي ، او كه خوښه يې شوه قصاص دی واخلي .
دغه تفسیر شریف زیاتوي چې په دغه مبارك ايت كې دا ارشاد او پيغام هم شته چې :
د بشر وحدت واجب دی ، او هر يو فرد بايد د ټولنې د ټولو افرادو د ژوند د ساتلو حرص ولري .
قران عظيم الشان د امت د وحدت او يوالي حكم كوي ، الله سبحانه و تعالي خپل پيغمبران د خپلو ښكاره او واضحه دلايلو سره بشر ته را استولي دي ، خو په دی بشريت كې ډيرو خلكو تری فائده و نه اخيسته ، د هغوی پېروي يې و نه كړه ، د هغوی اخلاق په كې ښكاره نه شول ، او د دی ټولو سره ، سره يې د ځمكې پر مخ فساد ته ادامه وركړه .
تفسير ابن كثير له ابن عباس نه په روایت سره فرمايې :
چا چې په قتل ورسولو يو نفس ، چې الله سبحانه و تعالي يې قتل حرام كړی وي ، دا داسې دی لكه چې ټول خلك يې وژلي وي .
په ځانګړي ډول د یو مؤمن بنده بی ګناه وژل او په قتل رسول خو یو داسی عظیم جرم دی چې الله رب العزت سخت غصه کوي او د ټولې دنیا په ورانولو دومره نه خفه کېږي لکه څومره چې د یو مؤمن په بی ګناه وژلو خفه کېږي ، په دی اړه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم څو مبارک حدیثونه رانقل کړو :
عن البراء رضي الله عنه : أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (( لزوال الدنيا أهونُ على الله من قتل مؤمن بغير حق، ولو أنَّ أهلَ سماواته وأهل أرضه اشتركوا في دم مؤمن لأدخلهم الله النار ).
ژباړه :
د البراء رضی الله عنه نه روایت دی وایې چې :
رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي چې :
د دنیا ورانېدل او زوال الله ته ډېر اسان دي د یو مؤمن د وژلو نه په غیر د حق نه ، او که چېرته د اسمانونو اهل او د ځمکې اهل د یو مؤمن په وینه کې شریک شي نو الله به یې ټول اور ته ننه باسي .
وعن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما: أنَّ النَّبيَّ صلى الله عليه وسلم قال: (( لزوال الدنيا أهون على الله من قتل رجل مسلم )
ژباړه : د عبد الله ابن عمرو رضی الله عنهما نه روایت شوی دی چې نبي صلی الله علیه وسلم ویلي دي :
د دنیا ورانېدل ډېر اسان دي الله ته د یو مسلمان سړي له قتل نه .
بل حدیث شریف کې داسی راغلي دي :
وعن بُريدة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (( قتل المؤمن أعظم عند الله من زوال الدنيا )) .
ژباړه :
بریدة رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي : د مؤمن قتل کول د الله په وړاندی ډېر لوی دی د زوال او ورانېدلو له دنیا څخه .؟
د بی ګناه نفس د قتل د تحریم حکم بني اسرائیلو ته په کوم علت راغی ؟
یوه پوښتنه پيدا کېږي چې قران عظيم الشان خو دلته يوازی د بني اسرائيلو څخه يادونه كړېده ، ايا د دغه مبارك ايت حكم یعنی د قتل تحریم نورو امتونو ته هم شامل دی ؟
او بیا كه دغه حكم نورو امتونو ته هم شامل وي نو د بني اسرائيلو د تخصيص علت څه دی ؟
تفسير الوسې فرمايې :
قران عظيم الشان دلته بني اسرائيل تخصيص كړیدي ، دا ځكه چې د دغه فساد ( د قتل تحریم ) اصل منشاْ اوعلت حسد او كينه وه ، او دغه كينه او حسد په ټولو امتونو كې پر بني اسرائيلو زياته غلبه درلوده نو له دی كبله بني اسرائيل ځانګړي شول .
او چا داسې ويلې دي چې د نورو خلكو نه په غير يوازی د بني اسرائيلو يادونه ځكه شوېده چې تورات تر ټولو لومړی كتاب وو چې د قتل تعظيم په كې نازل شوېدی ، خو سره له دی نه به هم دوی د انسانانو په قتلونو كې خورا سخته سركشي كوله ، تر دی پورې چې انبياْء عليهم الصلوة والسلام يې هم په قتل ورسول .
لكه چې څښتن تعالي داسې ویلي وي چې د دغه ستر جرم په سبب مونږ په تورات كې په بني اسرائيلو تعظيم القتل را ولېږه او دوی مو د پوره فشار لاندی ونيول خو دوی بيا هم څه پروا نه لرله او قتلونو ته یې ادامه ورکوله .