ددې لیکنې انګېزه دوه موضوعات دي. لومړۍ موضوع په هالنډ کې د یوې څېړنې پایلی دي، چې د لوړو زده کړو او ټيټو زده کړو لرونکو کسانو،  د ژوندانه د ډولونو ځنې توپیرونه په کې څرګند شوي دي.
دوهمه موضوع ، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر ټکنې حالت، په آزادۍ راډیو کې یو بحث دی، چې څو ورځې دمخه خپور شو.
تیره شپه د هالنډ په یوه تلویزیونې کانال کې یوه په زړه پوری خپرونه وړاندی شوه. نوموړی خپرونه د لوړو زده کړو او ټیټو زده کړو لرونکو کسانو د ژوندانه د ډول  پر عمومي توپیرونو را څرخیدله، په ځانکړی توګه په اقتصادي، ټولنیزو او روغتیایې توپیرونو.
د یوې څېړنې عمومي پایلو دا په ډاګه کړی وه،  چې د لوړو زده کړو لرونکي کسان،  د ټیټو زده کړو لرونکو کسانو په پرتله،  څه ناڅه پنځلس کاله اوږد عمر لري.
په همدی تړاو  د څو تنو نظرونه چې اقتصادي، ټولنیزه او روغتیایې سطحه یې کمزوری وه هم واوریدل شول.
داکسان زیاتره چاغ، د سګرټو په عادت روږدي، او له ټولنیز، اقتصادي او روغتیایی  حالت ناراضه وو.
ځنو یې ویل چې د ټولنیز ناوړه حالت له امله یې لوړی زده کړي نه دی ترسره کړی، له همدی امله ښه مسلکونه او دندی هم نلري. د اقتصادي حالت کمزورتیا یې ددی لامل شوي چې ښه او کیفیت لرونکي خواړه هم  نه شي تر لاسه کولای او په مغازو کې  د خوړو د کیفیت او څرنګوالي پسې زیات نه ګرځي.
د خوړو په کڅوړو اوډبو د لیکل شویو معلوماتو لوستلو ته هم دومره پام نه کوي، چې له کیفیت، ګټورتیا او زیانونو یې خبر شي.
همدارنګه منظم سپورت ته هم د اقتصادي او ټولنیزی کمزورتیا له امله وخت نه ورکوي.
لنډه دا، ټولی خبری په دی څرخېدلی چې،  غوره،  لوړی زده کړی او د ګټورو معلوماتو او پوهي ترلاسه کول نه یوازی داچې د وګړو اقتصادي او ټولنیزه سطحه جګوي، روغتیا ته یې هم ګټه رسوي.
په حقیقت کې موږ پخپله هم د لوستو او پوهو ټولنو  پرمختیاوی او سوکالۍ کتلای شو. په بیلابیلو هیوادونو کې د انسانانو د عمرونو منځنی حد هم د همدغو  اقتصادي، ټولنیزو، روغتیای او نورو عواملو له امله سره توپیر لري.
په پرمختللو هیوادونو کې د عمر منځنې حد له اویاوو کلونو پورته دی، په داسی حال کې چې په پرمختیایی هیوادونو لکه افغانستان او نورو کې د عمر منځنې حد شاوخوا پنځوسو کلونو ته رسیږي.
په دغو توپیرونو کې د استوګنې چاپیریال، شرایط او امکانات، اقتصادي او ټولنیز حالت، روغتیايی خدمات او د ژوند نوری اسانتیاوی اغیزه لري .
کومي ټولنې چې د پوهې او زده کړو لوړی سطحی ته رسیدلی دي، په هماغه اندازه یې خپلې اقتصادي، ټولنیزي او کلتوري پرمختیا او غوړیدا ته هم ځانونه رسولي دي. له خپلو زیرمو او سرچینو یي سمه استفاده کړی، داستوکنځی، خوراک، او پوښاک ستونزه نه لري. روغتیایی او د ژوند نوری ټولنیزی اسانتیاوی ورته برابری شوی دي.
اوس به راشو ددی لیکنې د انګېزې دوهمې موضوع ته:
څو ورځي دمخه د ازادۍ راډیو خبریالي ملالۍ بشیر،  په هیواد کې د نجونو د زده کړو پر حالت له طالب ویاند محمد نعیم او یوې بلې میرمنې سره خبري لرلی. 
که څه هم زموږ په هیواد کې زده کړی هیڅکله هم متوازنی او په کیفی لحاظ پر معیار برابری نه وي. خو اوس یې پر کیفیت ، څرنګوالي او مسلکي ستونزو خبری نه کوم، ما په دی هکله په تیر کې نوری لیکنی کړی دي.
دلته غواړم یوازی د طالب ویاند محمد نعیم یوه نظر ته پام راواړوم ، چې د خبریالی د پوښتنی په ځواب کې یې بیان کړی دی.
ملالۍ بشیر په هیواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو پر ټکنی حالت د طالب ویاند نظر وپوښت، هغه یې په ځواب کې څرکنده کړه چې،  موږ د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې،  د نجونو د زده کړو مخالف نه یو، د شرایطو په سمون او د زمینی په برابریدو سره به دا کار ورو ورو پیل شي. نوموړي همدارنګه  وویل چې،  دا اوس هم په ځنو شمالي ولایتونو لکه بلخ ، لویدیځو لکه هرات او ځنو مرکزی ولایتونو کې نجونې ښوونځیو ته تللی او ځي.
خبریالی او په بحث کې بلی ګډونوالی هڅه وکړه چې د طالب ویاند پام په نورو سیمو کې زده کړو ته هم  راوکرځوي او ویې پوښته چې،  که چیری کوم بندیز نه وي نو بیا خو غوره ده چې په جنوبی ولایتونو، لوی کندهار او نورو سیمو کې هم د نجونو پر مخ ښوونځي  پرانستل شي، ځکه په زده کړو کې به دوه ګونی چلند ښه نه وي. دزدکړو د حقوقو فعالی میرمنی وویل چې اوس په ګرم سیرو سیمو کې د ښوونځيو د رخصتیو وخت هم نه دی،  نو باید د نجونو پرمخ ښوونځي پرانستل شي.
ویاند دا خبره له کلتوري توپیرونو سره وتړله، همدارنګه ویی ویل چې موږ په زوره د خلکو ماشومان ښوونځیو ته نشو لیږلی او باید کلتوري توپیرونه او ارزښتونه په پام کې ونیسو. زیاته یې کړه چې په نورو سیمو کې به هم نجونی ښونځیو ته ولاړی شي، خو چې کله شرایط او مقررات تنظیم شي، او زمینه برابره شي.
که څه هم خبریالی او د بحث بلی ګډونوالی دا پوښتنه مطرح نه کړه چې، خیر که داسی وي، نو په  کابل کې کومه کلتوری ستونزه ده، دا خو د هیواد مرکز او پلازمینه ده، همداسی نوری ډیری سیمي د هیواد په بیلابیلو برخو کې شته چې اوس په کې نجونې ښوونځیو ته نه شي تلای .
د طالب ویاند ځنې  نور دلایل لکه  د نجونو د لا امنیت او مصؤنیت لپاره په نویو لارو چارو ، لوایحو او مقررو غور کول،  اقتصادي  ستونزي او داسی نور به،  تر یو وخته د منلو وي ، خو د کلتوري توپیرونو دلیل راوړل، ماته سمه نه بریښي. د یوی واکمنې ادارې یا اسلامي امارت د یوه ویاند،  دا ډول نظر په زده کړو کې دوه ګوني چلند ته لاره هواره وي.
د چارواکو او د بهرنیو مرستندویو موسساتو پام به بیا هم د تیر په څیر هغو سیمو ته ورګرځي چې، میندی او پلرونه یې زده کړو ته لیواله دي او د نجونو ښونځي په کې پرانیستي دي.
د ځنو سیمو د وګړو عمومي کلتوري ارزښتونه د نجونو د زده کړو خنډ بلل او په هکله یې عمومي  تصویر وړاندی کول،  په کور دننه او بهر ناسم ذهنیت ته لاره هواره وي.
که چيرې زده کړو ته سالم چاپیریال رامنځ ته شي او حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي پرانیزي بیا به وکتل شي چې څوک ښوونځي ته  ورځي او څوک نه ورځي.
که د کلتوري توپیرونو خبره شي، نو په هره وړه سیمه کې هم داتوپیرونه ترسرګو کیږي .
که داسی وګڼو چې کلتوري توپیرونه به هم په زده کړو کې بی اغیزی نه وي، نو بیا هم دولتونه مکلف دي، چې خپلو وګړو ته پوهاوی ورکړي او د سرتاسري پراختیا او پرمختیا لپاره اغیزمن ګامونه واخلي.
کلتوري توپیرونه په ټولو ټولنو کې شته، کلتوري رنکارنګ ارزښتونه پر خپل ځای وي ، خو دولتونه د واکمنۍ د چلولو لپاره معیارونه او نورمونه ټاکي.
زده کړي یو اصل دی،  یو نورم دی او د حکومتونو دنده ده چې د هیواد هر بچي ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
زما په فکر په ځنو  سیمو کې ښوونځیو ته د لږو ماشومانو ورتګ، په دی وروستیو کلونو کې د کلتوري توپیرونو له امله نه، اما د جګړې،  بیوزلۍ او ناسم ښوونیز چاپیریال له امله و.
ځنې سیمي په تیرو شلو،  آن څلویښتو کلونو کې د درنو جکړو کرښې او ډګرونه وو، هلته نه یوازی ښوونځي جوړ نه شول، ان وګړي یې د ژوند له ډیرو  نورو اسانتیاوو هم بی برخی وو ، معلولیت، معیوبیت، بیوزلۍ، ناروغۍ او رواني ستونزو په نوموړو سیمو کي ژوند له سخت کړاو سره مخ کړی دی.
د جګړی په سیمو کې ټولنیزی او اقتصادي پرمختیايی پروژې هم نه دي عملی شوي او ورته تخصیص شوی مالي بودجه هم هیڅکله د نا امنۍ له امله نه ده ورکړل شوي.
په تیر رژیم کې په ځنو سیمو کې د نا امنۍ، ان کله کله  د نا امنۍ په بهانه هلته د ټولنیزو او اقتصادي پرمختیا یی پروژو مخه نیول شوی وه.
اوس چې نوی حکومت د سراسري امنیت د ټینګښت او وګړو ته د اسلامي شرعیت په رڼا کې،  د عادلانه خدماتو د وړاندی کولو دعوه لري،  نو هغو سیمو ته، چې د سختو جګړو له امله زیانمنی شوي او د جګړې لومړۍ کرښې وی،  باید زیاته پاملرنه وکړي.
دا د اوسنۍ واکمنۍ او ټولو نړیوالو مرستندویو ټولنو دنده ده،  چې نوموړو سیمو ته د بیا رغاونې لومړیتوب ورکړي. هغو سیمو ته ډیره پاملرنه وکړۍ، په کومو کې چې تیرو کلونو کې د جکړو له امله لږ ټولنیز او اقتصادي کارونه ترسره شوی دي.
باید ورته زیات کار وکړي او  زیانونه یې جبران کړي.
دا ښکاره ده چې هلته ښوونیز چاپیریال برابر نه وه او د ځنو نورو سیمو په پرتله به هلته ښوونځي هم لږ جوړ شوي او رامنځ ته شوی وي.
د زده کړو مسؤل چارواکي باید د حالاتو له عادي کیدو او د سراسري زده کړو له پیل سره هم مهاله،  تیری نیمکړتیاوی هم،   چې په ځنو سیمو کې د جګړی له امله رامنځ ته شوی وی حل کړي. نا انډوله او نا عادلانه حالت باید په سمو لارو چارو له منځه ولاړ شي.
ټولو ته په یاد دي چې، په کانکور کې د ټول لوی کندهار د ګډونکوونکو شمیر،  د ځنو ولایتونو له یوی ولسوالۍ هم  کم و.  باید  په سمو تعلیمي او تحصیلي کړنلارو تیری نیمکړتیاوي هم له منځه ولاړی شي او متوازنې پراختیا او پرمختیا ته لاره هواره شي.
کیدای شي دا په تیرو څلویښتو کلونو کې لومړی ځل وي چې ځنی سیمي لومړی ځل سوله او امن تجربه کوي،  له ټوپک او جګړې ژغورل شوي، نو اړینه ده چې نور هلته د ټوپک پر ځای  قلم او د مرچل پرځای ښوونځي ته زمینه برابره شي.
یوه بله یادونه هم ضرور بولم، کلتوری توپیرونه باید زیات نه شي، کلتور مادی او معنوي اړخونه لري. که چیری ځنې سیمي له ودانیو، خدماتو،  ټولنیزو او کلتوري پر مختیاوو شاته پاته شي، دولتونه ورسره دوه ګونی چلند وکړي، نو همدا توپیرونه د ژوندانه د ډول، نظریاتو، علایقو او غوښتنو د لا توپیر او بیلتون سبب هم ګرځې. آن د هیوادونو او سیمو د بیلوالي او ویشلو لامل کیږي. له همدی امله غښتلي هیوادونه او یو موټي ملتونه وروسته پاتې او کمزوری سیمي په نښه کوي او ورسره زیاته مرسته کوي، همدارنګه د کلتوري، اقتصادي او ټولنیزو توپیرونو د را کمولو،  ملت جوړوني، کلتوري کډون او پیوستون لپاره ډول ډول کړنی هم ترسره کوي، لکه د تګ او راتګ د زمینی برابرول، د ښاري ژوند پراختیا، د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري پرمختیایې پلانونو جوړول،  عادلانه عملي کول او د وګړو له یو بل سره اشنا کول.
له نیکه مرغه زموږ د تاریخي ملت وګړي، ګډ ملي او دیني ارزښتونه لري، له پیړیو سره ګډ اوسیدلي، آن بیلابیل قومونه یو له بل سره د ویني شراکت او خپلولۍ لري، یو له بل سره ویشل کیدلای نه شي، خو د اړیکو د لاټینګښت او نیږدې کیدو لپاره یې باید تل دولتي کړنلاری هم شتون ولري او په دی هکله ډیر کار وشي.
غواړم ښاغلی محمد نعیم ته وریاده کړم، چې زموږ د هیواد ټول وګړي له زده کړو سره مینه لري.  په ختیزو ولایاتو کې له پخوا د ځنو سیمو په پرتله لوستي او روزل شوي کسان زیات وو، آن د شهید سردارداوودخان د واکمنۍ پر مهال له ختیزو ولایاتو شمالي ولایتونو لکه جوزجان او نورو ته ښوونکي په جبري توګه د دوه کلن خدمت لپاره استول کیدل، ځکه هلته ښوونکي لږ و.
په وروستیو کلونو کې په لویه پکتیا کې لکه د هیواد د نورو برخو په څیر  په ښوونځیو کې د نجونو شمیر زیات شوی دی، او کورنۍ غواړي چې پر خپلو بچیانو هلکانو او نجونو لوړی زده کړی وکړي، همداسي په نورو جنوبي سیمو لکه کندهار او نورو کې زده کړو ته لیوالتیا زیاته ده، په دی شرط که دولتونه زده کړو ته مناسب او با امنه چاپیریال رامنځ ته کړي او ښوونیز خدمات ورته ورسوي.
اوس چې په هیواد کې سراسري امنیت دی، په ځنو ولایتونو کې د سیمه ییزو چارواکو،  زده کوونکو او ښوونکو دا کړنی د ستاینی دي ، چې ښوونځي یې د نجونو پر مخ پرانستی دي، هیله ده چې د نورو سیمو زده کوونکي، ښوونکې او سیمه ییز چارواکي هم په ګډه په دی هکله د حل یوه لار و مومي او په مرکز کې له چارواکو سره په ګډه د سرتاسري زده کړو لپاره زمینه برابره کړي.
نه یوازی غوښتنی مطرح کړي، نیوکې وکړي، اما د حل لاري یې هم په ګوته کړي او ټول په ګډه هر څومره ژر چې ممکنه وي زده کړو ته زمینه برابره کړي.
      په پای کې یادونه کوم، چې پوهیږم د هیواد اقتصادي حالت کمزوری دی، ډیری سیمی جګړی ړنګی کړي او ډیری لګښتونه په جکړو کیدل. اوس  بهرنۍ مرستې د پخوا په څېر هم نشته، دا مرستی لنډ مهالی وی او د مرسته کوونکو هیوادونو له خپلو اهدافو سره مل وي. خو  هیله ده جې د وخت په تیریدو سره زموږ د هیواد اقتصادي ماشین بیا چالان شي او له خپلو عایداتي سرچینو اغیزمنه ګټه واخستل شي.
باور لرم چې که جګړه نه وي، دولت له فساده پاک وي، ټولنیز عدالت ته ژمن وي، زموږ اقتصادي او ټولنیزي ستونزي ژر هواریدلای شي او ولس مو په خپلو ملي شتمنیو،  ښیرازۍ او پرمختیا ته رسیدلای شي.
له دې امله چې  پوهه او زده کړه  اقتصادي او ټولنیزه پرمختیا رامنځ ته کوي، روغتیایی حالت ښه کوي، انسان د نېکمرغۍ خواته بیایې، د اسلام مبارک دین هم د نر او ښځي پر زدکړو ټینګار کړی، نو ځکه د هیواد ټولو وګړو ته د زدکړو د زمینې د برابرولو هیله لرم.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالنډ/ 2022/01/04