توماس په خندا سره باتور ته ووییل
“ های ... دا تا سو افغانان ولي خپلو ښځو ته حق نه ورکوې؟ ”
باتور چی له څو کلو راهیسې په جرمني کی اوسیدهء، تقریباً هره ورځ به له داسی یو سوال سره مخ کیده او نه پوهیده چی څنګه به دا خلکو ته قناعت ورکړي چی دی یو عادی افغان دی او نشي کولای چی د ټولو افغانانو په نماینده ګي خبري وکړي، خندا سره ووئیل
“ والله زه نه پوهیږم... که څه هم چی زه د ښځو د حقونو پلوی یم خو دا ټولنه یی نه غواړي”
توماس بیا په غوصه شو او په جګ آواز یی ووئیل
“کومه ټولنه... په دا ټولنه کی خو ما څو کلونه تیر کړي دي. له ډیرو ښځو سره می کار کړی دی. نو آیا دا ښځې ددې ټولنې نه دي که څنګه”
“نه د دې ټولنې دي خو خلک په کلیو کی دا شی نه مني”
“زه فکر کوم چی ټول خلک به داسې نه وي... ډیر خلک غواړي چی د دوې انجونې ښوونځي ته لاړي شي ”
“ ستا خبره صحیح ده خو بلې خوا ته ډیر خلک داسې دي چی نه غواړي ”
“ نو ولې تاسو هغو ته اجازه نه ورکوې چی غواړي ښوونځي ته لاړې شي ”
“ والله دا نو زما کار نه دی نو هم زه کوم سیاستوال یم چی په دې برخه کی تصمیم ونیسم. دا زما له توانه جګه ده ”
“ نو څوک باید دا تصمیم ونیسي ”
“ ځینی وخت د کور مشران تصمیم نیسي خو ځینی وخت ملایان په کی ډیر دخیل دي”
“ نو ملایان دې خپل ملایی کوي د خلکو په برخلیک دې لوبې نه کوي. نو ته وایی چی اسلام دا کار نه مني؟ ”
“نه اسلام خو داسی نه وايي خو ملایان وایی چی ښځي او انجونې باید په پرده کی کار او ښوونځي ته لاړي شي ”
“ خو ښه خبره ده، په پرده کې دي ولاړي شي... خو اوسی هر انجلي په پرده کی د باندي ووځی بیا نو ستونزه نشته؟”
“ ستا خبره صحیح ده خو زه نه پوهیږم چی ولې ملایان لا هم انجوني نه پریږدي چی ښوونځی ته لاړي شي”
“ نو صبا چی ستاسو ښځې ناروغیږي نو بیا به یی کوم داکتر ته بیایې... نر که ښځه؟ ”
“که ضرورت وي ما ته توپیر نه کوي، خو اکثراً خلک غواړي چی د دوي ښځې او انجونې ښځینه داکترانې وویني ”
“نو چی داسې ده تاسو داکترانې له امریکا څخه راوړئ یا له روسې څخه. دا خو ډير ستونزمن دی ”
“ ستا خبره صحیح ده. خو زما او ستا خبره څوک نه مني. ”
“خو دا خلک هم له همدې ټولنې څخه دي دوې ولی دا خبره نه مني او سرتمبه توب کوي؟ ... ”
“ستا خبره صحیح ده... ”
“ که دوی له کوم بل هیواد څخه وي نو بیا خبره بله ده. او تاسو باید د دې شي غمه وخورې که نه نو وطن مو تباه کیږي ”
“ تا سو ډیره ښه خبره کوئ. زه هم ډیر وخت همداسی فکر کوم خو نه پوهیږم چی څه ووایم ”
“ ته فکر کوئ چی ستاسو وطن بیا نیول شوی دی؟ ”
“نه داسی نه ده خو د دې خلکو چی اوس په قدرت کی دي فکرونه او اعمال له نورو افغانانو څخه ډیر توپیر لري ”
“ ولی؟”
“ ځکه چی اکثراً دوی د ځینو بهرني هیوادونو په مدرسو کی تربیه شوي دي او فکرونه یی بدل شوي دی هغه په انګلیسي کی چی ورته وایی برین واش... نو دوي برین واش شوي دي. ما ته د ښځو حقوق دومره مهم نه ښکاري خو مونږ افغانان اوس ټول په اوبو کې ډوب یو او زه په دې نه ژاړم چې غرقیږو، زړه مې په دې درد کوي چی راتلونکی مو غرقیږي. نسلونه نسلونه مو یا له لوږې مړه شول، یا په ‌‌‌‌‌‌ډرون او یا په ځانمرګي برید کی. یو په یو نوم او بل په بل نوم ووژل شول، او دا وحشي لړۍ روانه ده... د څه لپاره؟ د چا لپاره؟ او هیڅوک یی نه دروي. ټول په کی خپلې ګټې لټوي....؟”
توماس چی دا خبره واوریده هغه هم حیران شو چی څه ووایی. سر یی وښوراوه او خپل د کافي ګیلاس یی واخیست او له کافی شاپ څخه ورو ورو ووتی.
پای
د جنوري څلورمه، ۲۰۲۲ کال
مونتری، کالیفورنیا