زموږهېوادوال داسې یو خوی لري، درنه به پوښتنه وکړي چې کوم پوهنځی دې لوستی یا یې لولې، چې د کمپیوټر ساینس نوم واخلې نو داسې فکر کوي ګوندې دا کمپیوټر ساینس یوازې په کمپيوټر باندې کار کول (Computer Operating) دي. درته به واي چې دا پوهنځې د څه کوه، کوم بل څه به دې لوستي وه. کمپیوټر خو په لنډمهالو کورسونو کې هم زده کولی شې. غواړم د دې لېکنې له لارې دغه دوستانو ته دا خبره روښانه کړم چې کمپیوټرساینس یوازې کمپیوټر باندې کار کول نه بلکې یو ځانګړی علم دی. که ووایو چې نن سبا داټوله نړۍ د دغه علم د ابتکاراتو پر بنسټ ولاړه ده نو مبالغه به مو نه وي کړي.
کمپیوټر ساینس د ریاضیاتو پر بنسټ ولاړ یو علم دی. خپله د کمپیوټر کلمه د انګلیسي د کمپیوټ (Compute) څخه چې معنا یې محاسبه کول دي راوتلې ده. له دې څخه دا جوتېږې چې کمپیوټر په لومړي سر کې د محاسبو دحلولو له پاره جوړ شوی وه. خو د وخت په تیریدو سره چې نړۍ پرمختللې شوه د خلکو غوښتنې هم ورسره زیاتې شوې، داسې یوه څه ته اړتیا پېښه شوه چې کاروونه په ښه شان سره په دقیقه توګه او بې له کوم ځنډه څخه په لږه موده کې سر ته ورسوي. نو د دغه اړتیاو پراساس کمپیوټر چې د پېچلو محاسبو د حل له پاره جوړ وه د پورته ذکر شویو کارونو په اسانه کولو کې ورڅخه ګټه پورته شوه.
اوس مهال له کمپیوټر په هر مسلک کې ګټه پورته کېږي او د هر مسلک لارویو ته یې کار خورا اسانه کړې دې. همدغه لاملونه او اړتیاوې وې چې خلک یې دې ته اړیستل چې دغه علم په بشپړه توګه د یو پوهنځي یا څانګې په شکل رسماً په پوهنتونو کې ولولي او تدریس شي. کمپیوټر ساینس په شلمه پېړۍ کې د یوې بشپړې څانګې په شکل رسماً وپېژندل شو او تدریس یې په پوهنتونو کې پیل شو.
لکه څرنګه مې چې پورته یادونه وکړه کمپيوټر ساینس په ریاضي ولاړ یو علم دی، د دې علم په نساب کې اتیا سلنه ریاضيکي مضمونونه ونډه لري. ځینې په کې داسې ریاضیکي مضمونه دي چې هغه یوازې د کمپیوټر ساینس علم ته ځانګړي شوي دي؛ په نورو ساینسي علومو کې نه تدریسیږي. د بېلګې په ډول زه دلته بولین الجبره (Boolean Algebra) راوړم.
بولین الجبره د الجبر یوه څانګه ده چې د یوه متغیر (Variable) د صحیح او غلط قیمت څېړنه کوي. په ریاضيکي بڼه کې یې صحیح قیمت په یو (۱) او غلط قیمت په صفر (۰) ښودل کېږي.
د کمپیوټر ساینس علم اوس لکه د یو بحر مثال لري، د دې علم په نساب کې ورګډ هرمضمون په خپل نفس یوه بشپړه موضوع ده. د دې لارې، لاروی یوازې کولی شي چې خپل تخصص یوازې او یوازې یوې موضوع ته ځانګړی کړي. تر کومه ځایه چې ما اورېدلي او ليدلي دي،
کمپیوټر ساینس کې په لاندې یادو برخو کې تخصصونه کېږي:
• سافټویر انجنیرنګ (Software Engineering)
• شبکه جوړونه (Networking)
• ډیټابیسونه (Databases)
• ډسټربیوټیډ سسټمونه (Distributed Systems)
• د موبایل له پاره د پروګرامونو جوړونه (Mobile Application Development)
• ماشینونو ته مصنوعي حس ورکول یا روبوټونه (Artificial Intelligence)
• جي ای ایس (Geographical Information System)
• ایم ای ایس (Management Information System)
• د معلوماتي ټکنالوجۍ امنیت (IT Security)
او داسي نور....
لکه پورته چې یاد شول، نن سبا په هر ډګر کې کمپیوټر ځان ورګډ کړی دی او د خلکو کارونه یې خورا اسانه کړي دي. مثلاً پخوا به یو انجینر د یوې ودانۍ نقشه په کاغذ په لاس جوړوله چې دې به ډېر زیات وخت نیوه. خو اوس چې کمپیوټر دی، د بېلابېلو پروګرامونو په مرسته یې دغه کار ډېر اسانه کړی. یو انجینر کولی شي چې په ډېرې اسانۍ سره تر لاس جوړې نقشې ډېره دقیقه او ښه نقشه په ډېر لږ وخت کې جوړه کړي. همدا رنګه طبابت او نورې څانګې هم د کمپیوټر ساینس له ابتکاراتو خالي نه دي پاتې. کولی شو موږ دلته په طبابت کې د مرسته کوونکو ماشینونو نومونه واخلو چې له ډاکټرانو سره د یوې ناروغۍ په تشخیص کې ډېره مرسته کوي. د بېلګې په ډول د ایکسرې ماشین (X-Ray Machine)، سي ټي سکین (CT Scan)، او داسې نور.
زموږ هېواد چې د ټکنالوجۍ په ډګر کې د ورسته پاتې هېوادونو په کتار کې شمېرل کېږې. هېله من یم چې درنې کورنۍ خپل اولادونه د دغه علم زده کړې ته وهڅوي، ترڅو په راتلونکې کې موږ د دې جوګه شو څو د خپلو دولتي او خصوصي ادارو تخنیکي چارې په خپله پرمخ بوزو.