د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسامه اوعمرتراړتیا پټ دي

سورګل تڼی 02.03.2008 00:58

لکه چې څرګنده ده په نړیواله کچه سیاسی اواقتصادی لوړې موخې لکه څرنګه چې دشتمنو اوبډایو دولتونو سیاستوال اواستخبارات پرمخ بیایی،دغریبو هېوادونو واکداران اوسیاستوال یی اصلأ په فکر کې هم نشی کېدلی،ځکه دغه ډول چارې دپوهانو ټیمونو،لوړې بودجې اوغټو لګښتونو باندې تر سره کیږی،په اوس وخت کې لوړاوپرمختللی تېخنیک هم ددا ډول چارو ترسره کولواړینه برخه ده.
د غریبو هېوادونو سیاستوال اوواکمن د خپلو هېوادونو دکورنیو ستونځو سره شپه اوورځ لاس په ګرېوان وی،ګاونډیانواونړیوالو ته یی یوازې اویوازې د مرستوکولو سترګې وراوړی،ددې واس نلری چې نوروته لومې واچوی اوهغوی پکې بند کړی.
ځوانان اودغریبو هېوادونو اړ وګړی تل د بډایوهېوادونو اوګاونډو له خوا داړتیاو په وختونو کې د خپلو پلارنو دولتونو پرضد او نوروهېوادونو کې د دوی دغرضونولپاره د الاتو اووسائلوپه څېر(ترور اوګډوډۍ اچولو کې) کارول شوی دی اوکیږی.
موږ نه غواړو چې د ترورېزم په تعریف کولو وغږیږو ځکه هغه هرچا په بیلو ډولونو او بیلو ذهنیتونو تعریف کړیدی.
موږ ترورېزم په دو برخو ووېشو. یو هغه څوک دی چې ددوی عقیدو،دودونو...ته سپکوی شوی او کیږی،پرحقونویی تېری شوی او کیږی،په خاوره یی تېری شویوی او اړ شویوی چې د خپلو حقونو دفاع وکړی،هغوی ته د دوی دشمنان اود دشمنانو ملاتړی ترورېستان وایی خو هغوی مجاهدین او آزادۍ خوښوونکی دی. ددې بېلګه فلسطینیان یادولی شو. اسرائل شوبلې،جنګی الوتکې،توپونه او هرډول عصری واسلې لری، د فلسطینیانو خاوره یی هم لاندې کړیده او دغه واسلې هم پرفلسطینیانو باندې استعمالوی. په مقابل کې فلسطینیان تش لاسی دی اودلسګونو مړو دغچ اخیستلو لپاره په خپل لاس جوړشوی یو بم په خېټه پورې تړی، ځان الوزوی،که کوم اسرائلی یی مړ کړلو اویا یی مړ نه کړوځان خو مړکړی.
بل ډول هغه ترورېستان دی کوم چې د ځوانۍ په خام عمریا هم د ځینو اړتیاو پر بنسټ یو شمېر کسان(دنړۍ په هر ګوټ کې چې وی)د غټو بانډونو یا استخباراتی کړیو له خوا د ټاکلو موخو لپاره د هغوی مغزه مینځل کیږی،ددوی د روزلو لپاره داسې پېښې اونندارې جوړوی چې ددوی ذهنونه اوفکرونه بیخی واړوی. د بېلګې په توګه که غواړی چې هغوی د کوم قوم پرضد وکاروی نو په هغو کې قومی جذبې د جنون او لیوانتوب برید ته لوړې کړی، که غواړی چې په مذهبی لاره کې کار ورڅخه واخلی نو مذهبی لېوالتیایی دومره اوچتوی چې هره شېبه قربانۍ او سرشیندنې ته تیاروی. موږ به د دغه وروستی ډول ترورېزم په یو شمېر عملی کړنو باندې وغږیږو.
ددې خبرې به تېر شو چې د لسګونو کالونو په اوږدو کې یو شمېرواکمنان د کورنیو اوبهرنیو سیاستونو له امله د ترورښکارشویدی.
را به شو دغې خبرې ته چې په نړیواله کچه زوروراوپرمختللی دولتونه څرنګه او په کومو بهنو اوپلمو وهغو هېوادونواوسیمو ته چې غواړی لاندې یی کړی او طبېعی،اقتصادی زېرمې یی د ځانو په ګټه وکاروی یا یی هم د سیالیو کولو څخه وغورځوی،نو ډول ډول چلونه ورته جوړوی او اوبه ورخړوی. زیاتره وختونه د ترورېزم د وسیلې نه هم په دغو سیاسی موخو کې کار اخلی.
ځینې بلګې یی په لاندې ډول دی:
په ۱۹۳۳کال د فبروری په ۲۷نېټه په ۹بجې د رایش پارلمان ماڼۍ ته چا اور واچولو،ددې اور په پلمه دجرمنی نازی واکمنو د جرمنی کمونېست ګوند تورن او دهغې زیات شمېرفعالین یی ونیول اوبندیان یی کړل، دهغوی ترڅنګ یی یو شمېر آزادخیاله کسان، لیکوالان اوژورنالستان کومو چې پرنازی دولت نیوکې کولې هم بندیان کړل. د وخت دولت داسې فرمان وایستلو چې هرډول غونډې یی منع،زیات شمېر ورځپانی یی بندې کړې،پوستلیکونه یی کتل،تېلفونونه یی کنترولول او دکورونو تلاشۍ یی کولی شوې. دغه ډول پلان له پخوا څخه د وخت نازی دولت لرلو خو د پارلمان بلډېنګ اور اچونه ښه بهنه شوه او پروسه یی چټکه کړه. د ډېرو خلکو په ګمان دغه کار پخپله د نازی دولت د استخباراتو له خوا پکاراچول شوی ؤ.
بله پېښه داسې وه چې د دویمې نړیوالې جګړې په درشل(۱۹۳۹کال)کې دهغې وخت جرمنی نازی مشرهټلردخپل پوځ یو ټولی ته د لهستان عسکرو دریشۍ ورواغوستلې اوهغه یی وګمارل چې لهستان ته ورڅېرمه د آلمان د ګلیوېتس راډیو پر مرکز برید وکړی اودا کار به نو دوی ته په لهستان باندې د برید کولو پلمه په لاس ورکړی. دغه کار په همدا شان تر سره شو او جرمنی په دې پلمه پر لهسان برید پیل کړلو چې همدا جګړه د دویمې نړیوالې جګړې پیل هم و.
د دویمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسیدو (۱۹۴۵کال) وروسته د آمریکا متحدوایالاتونو واکمن په دې سوچونو کې شول چې په څه ډول په نړۍ په خاصا توګه په پرمختیایی هېوادونو کې د وخت شوروی دولت د نفوذ کولو مخنیوی وکړی او څرنګه په دریمه نړۍ کې ملی مترقی خوځښتونه وټکوی، نو دا یی وپتیئله چې ددې هدفونو په لاس ته راوړلو کې د نویو لارو چارو کار واخلی، ځکه زړې او کلاسیکې لارې ستونځمنې اوبې اغېزې شوی غوندې وې. دغه نوی لارې چې دوی ګوتې په کېښودلې، په پرمختیایی هېوادنو کې د ملی غورځنګونواو مترقی خوځښتونو په روانی او ترورېستی طریقو ټکول وو. د آمریکا پټو استخبارتی څانګو د هغه وخته په ډېرو هېوادونو کې دغه نوی توره دخپلو ګټو او هژمونۍ ساتلو لپاره وازموئله، په زرونو اولکونو وګړی یی په دغه توره په پرمختیایی هیوادونو کې حلال کړل اودوی(آمریکایانو) هم په خپل وارسره د خپلو وګړوکوم چې په پورته ماموریتونو ګمارل شوی و،زیاتې قربانۍ ولیدلې.
آمریکا په ۱۹۵۰کالونو کې په شمالی کوریا کې دلکونو کوریایانو د وژلو ترڅنګ په زرونو خپل عسکر اودهغې وروسته په ۱۹۶۰ـ مو کالونوکې په وېتنام کې دلکونو وېتنامیانو د وژلو اومعیوبولوسره یوځای ۶۰زره آمریکائی ځوانان له لاسه ورکړل.
په ۱۹۶۱کال د سیا له خوا د ترورېستانویوه ډلګۍ جوړه شوله چې د لږشمېر امریکیانو ترڅنګ ډېره برخه فراری کیوبایان پکې تنظیم وو اوپر کیوبا باندې یی یرغل وروړلو. امریکایانو په دغه عمل سره غوښتل داسې څرګنده کړی چې دا په خپله د کیوبایانو کار دی چې دخپل دولت پر ضد راولاړشویدی.امریکایانو پر کیوبا باندې په دغه برید کې ۱۴۰۰کسان په یوه ورځ له لاسه ورکړل.
ددې پېښې وروسته بیا سیا ۴۰۰آمریکایان او۲۰۰کیوبایان په سپکو او درندو واسلو،چاودیدونکو توکیو،وړوچټکو بېړیو سمبال او بشپړه اندازه پیسې یی په اختیار کې ورکړې. دوی یی وګمارل چې په کیوبا کې په تخریبی عملونو لاس پورې کړی. دغې ډلې په راستورانتونو،فابریکواوکارخانواونورو ورته ځایونوکې چاونې پیل کړلې،د خوراکی توکیواوبورې په ګدامونو کې یی زهرجن توکی وشېندل،د کبانو بېړۍ یی ډوبې کړلې اونور. دوی غوښتل په دغه طریقه دکیوبا وګړی دخپل دولت پرضد راپورته او په ټولنه کې ګډوډی راولی، خو ددوی ددې کار پایلې مایوسوونکی وې، ځکه کیوبایان نه داچې د خپل دولت پر ضد نشول برعکس نورهم په خپل دولت راټول شول.
کله چې سیا دوه ځلې په خپلو دندو کې پاتې راغله، نودهغې وروسته ښاغلی جان کنډې د وخت د پوځ مشرته دندا وسپارله چې د کیوبا چاره وکړی. ښاغلی کنډې د پوځ مشرتابه ته لارښوونه وکړه چې پر کیوبا باندې دبرید کولو ښه پلمه جوړه کړی،ځکه بې له داسې پخه دلیله چې کیوبا پر موږ یا زموږ پرمتحدینو برید وکړلو، له پلمې جوړولو څخه پرته به نړۍ زموږ برید تېری وبولی. نو ځکه هغوی ته په کلکه وویل شول چې لومړۍ سمه پلمه جوړه کړی اوبیا برید پروکړی.
پوځی مشرتابه د مونګوز په نوم یوه طرحه جوړه کړه چې په ګونتانامو کې پرخپله پوځی اډه دوی خپله هوائی برید وکړی او هلته خپل یو شمېر عسکر سټ کړی اوبیا ووایی چې دا برید کیوبا کړی ؤ او پر هغوی د برید پلمه په لاس ورشی. نو بیا  پر کیوبا برید وکړی په زرګونو وګړی یی واوژنی اوټولې آبادۍ یی خاورې کړی.
د امریکایی پوځ مشرتابه دویمه طرحه دا وه چې په ۱۹۶۲کال د فبروری میاشت کې چې جان ګلن د آمریکا لومړنی هواباز چې کله بهرنۍ فضا ته الوزی دهغې بېړۍ راوغورځوی او هغه پر کیوبا وروتړی.
دهغوی دریمه طرحه هم دا وه چې کومه خپله بېړۍ وچاودوی او دهغې مسؤلیت پرکیوبایانو ورواړوی اود هغوی پرضد په جګړه لاس پورې کړی.
په دې ډول خپلو طرحو او پلانونو ته ادامه ورکوی، وایی چې د خپل هېواد په کومه ګڼه ګوڼه کې څو چاودنې رامنځ ته کړی او هغه پرکیوبایانو ورواړوی. خپلو( بی۲۶)او (سی۴۸) الوتکو ته دکیوبا ښکاری الوتکو رنګونه ورکړی او په هغو خپله مسافروړونکی الوتکه راوغورځوی. دغه ټول پلانونه چې د زیات شمېرآمریکایی ملکی اوپوځی وګړو مرګ ژوبله پکې نغښتی وه،د آمریکا غټانو د خپلو موخو لپاره په کارول ترڅو د ملګرو ملتونو او نړۍ وسترګو ته دا ودروی چې دوی په حقه وو چې کیوبا یی په خاورو بدله کړله. خوښاغلی کنډې له دې وېرې چې څومره به یی کوم دغه پورته کوم یو دلیل موجه وګڼل شی، په تشویش کې وو او ویی نه کړی شول چې ټینګه پر وکړی.
په ۱۹۶۹ـ۷۰کالونو کې آمریکا د لاؤس اوکمبودیا پربېدفاع خلکو بمبارۍ وکړلې چې په لاؤس کې یی درې سوه پنځوس زره اوکمبودیا کې یی شپږسوه زره وګړی سټ کړل.
په ۱۹۷۳کال د چېلی د منتخب مشر سالوادور آلندې پرضد یی جنرال پنوچت راپورته کړلو او دیوې کودتا په کولو یی پنځلس زره د چېلی وګړی مړه کړل او دغې دیکتاتور واک په لاس کې واخیست.

همدا ډول د امریکا استخباراتو په لودیځه اروپا کی په ۱۹۶۰ـ مو کالونوپه لسیزه کې ددې لپاره چې کیڼ اړخی ځواکونه وډاروی اوپه ټولنه کې یی پرشا وتنبوی، د وېرې او ډار اچولو ترورستی عملیات د یوشمېر ځایی ښئ لاسو واکمنو په مرستو پیل کړل چې یوازې په اېټالیا کې د۱۹۶۹کال په اوږدو کې ۱۴۵ترورستی پېښې وشولې. په ۱۹۹۰کال کې ددې پېښو پړه په ښکاره سره دسیا یوه غړی ریچارد برېنېک په غاړه وخیستله.
دغه ډول ټولو یادو شویو کړنو او عملونو باندې تاسې ګران لوستونکی قضاوت وکړئ چې څومره( لکه چې دوی دعوی لری) د آزادۍ،عدالت او دموکراسۍ راوستلو سره سمون لری.
د آمریکامتحدوایالتونه نن هم که چېرې دلاتینې آمریکا په هېوادونو، آفریقایی هېوادونو،آسیایی او اروپایی هېوادونوکې کوم څوک ددوی غوښتنو ته په پټو سترګو غاړې نږدی، که هغه دولتونه وی او یا نورملی اومترقی خوځښتونه، په مختلفو لارو اوطریقو(په کومو کې چې هېڅ ډول اخلاقی معیارونو ته ځای نشته) له مخې ورک کوی.
دلته په دې اړه یوازې دآمریکا دبهرنیو چارو دو تنو وزیرانو د خبرو یو څو ټکی د بېلګې په توګه یادوم. په ۱۹۸۴کال د آمریکا دبهرنیو چارو وزیر شولټر اعلانوی:(د شورش پرضد جګړه کې اخلاقی ملاحظات موږ باید کمزوری او فلج نکړی)، دشورش نه یی مطلب هر هغه خوځښټ ؤ چې د آمریکایانو خوښ نه ؤ. په ۱۹۹۶کال د آمریکا د بهرنیو چارو وزیرې ماډلن البرایټ څخه ژورنالست لسلی سټال په یوه یوساعته تلویزیونی مرکه کې دعراق د بندیزونو په اړه یوه پوښتنه کوی کوم چې د آمریکا او انګلستان د فشارونو له امله د امنیت شورا له لوری بر لګول شوی وو،یوه دا ډول پوښتنه کوی ـ پوښتنه:(په عراق کې د لګیدلو بندیزونو څخه پنځه کاله تېریږی، تراوسه د نیم مېلیون څخه زیاتو ماشومانو ددې جزاګانو له امله ژوند له لاسه ورکړیدی. زه غواړم...ووایم چې ددې قربانیانو شمېره د هېروشیما د اتومی بم چاودنې څخه ډېره ده. تاسې فکر نه کوئ چې دغه تصمیم په لوړه بیه تمامیږی؟)
مادلن آلبریت په ځواب کې وایی:( رښتیا ده،سخت انتخاب دی. خو موږ عقیده لرو چې په دا بیه ارزیږی.)

د افغانستان نیږدې پسمنظر.

ددې لپاره چې دافغانستان په حالاتو لږ رڼا واچوو،ښه به وی نه ډېره اوږده زمانه بلکې په لنډو ټکو کې د لږ پخوا وخت یانې دویمې نړیوالې جګړې راوروسته وخت ځغلنده تر نظرتېر کړو. دشلمې پېړۍ دڅلوېښتمې لسیزې په وروستیو کې د آمریکا د موریسن کنیوډسن کمپنۍ دافغانستان دکندهارـ کابل سړک،کندهارهوائی ډګراوهلمند دپراختیا پروژې تړونونه وکړل اوامریکا دولت ددغو پروژو د بشپړولو لپاره قرضه د افغانستان دولت ته ورکړله. ددې پروژو بشپړیدل او پای ته رسیدل ډېر وځنډیل اود څو ځله قراردادونو اړتیاوې یی له دې کبله پیدا شولې چې کمپنۍ به نیمګړی قراردادونه کول. ددې ترڅنګه آمریکا دولت افغانستان ته دنورو مرستو وړاندیزونه هم کول خودا مرستې د شړطونو سره ملې وې،هغه شړطونه داسې وو چې دافغانستان دولت باید د شوروی اتحاد سره خپلې اړیکی شلولی وای، خو څرنګه چې دا تصمیم نیول دافغانستان د هغې وخت دولت ته ګران کار و او ویی نه منلو، نو دآمریکایانو د پاکستان دولت وسکونډلوچې پرافغانستان د کراچۍ بندر څخه د سوداګرۍ مالونو راوړل بند کړی اوافغانستان د اقتصادی تنګسې لاندې راولی او د افغانستان پرضد په پوله باندې تحریکات وکړی.
په ۱۹۵۵کال کې نیږدې و چې د پاکستان او افغانستان تر منځ جګړه ونښلی. په دې حالاتو کې بیا امریکایانو دافغانستان دولت څخه وغوښتل چې دا فشارونه به لېرې شی خو که افغانستان دولت دوی ته اجازه ورکړی چې ددې هېواد په شمال کې پوځی اډه جوړه کړی. دافغاستان دولت یی د پاڼ او پړانګ ترمنځ ودرولو، خو بیا هم د افغانستان دولت وپتیئله چې د آمریکایانو غوښتنو ته غاړه کېنږدی.
د افغانستان کورنۍ سیاسی پېښې چې دلومړۍ ډلې مشروطه غوښتونکو(د نولسمې پېړۍ دوروستیو وختونو) له وخته چې راونیسې بیا تر۱۳۴۳کال پورې ترڅو چې په افغانستان کې داسې نوی قانون راووت چې په هغه کې سیاسی ډلو اوګوندونو جوړولو اومېډیا ته نسبی آزادی ورکړل شوی وه،تل په هېواد کې په پټه یا نیمه ښکاره توګه روڼ اندو اومترقی خوځښتونوپه پرلاپسې ډول سرونه را اوچتول،ځینې زر اوځینې دڅه پرمختګ وروسته دکورنیو اوبهرنیو دترقی اوپرمختګ ضد قوتونو له خوا ټکول شوی، مات اوغلی کړل شویدی.
ددې لړۍ وروستۍ یوشمېر سیاسې ډلې د ۱۳۴۳کال اساسې قانون وروسته جوړې شولې چې په دغو سیاسی ډلو کې یوې ډلې د افغانستان دخلک دموکراتیک(جمعیت) ګوند نوم ځانته غورا کړلو. د افغانستان دخلک دموکرتیک ګوند په۱۳۵۷کال (۱۹۷۸کال اپرېل میاشت)د ثور میاشتې په پاڅون کې واک ته ورسیدلو. افغانستان دغه وخت په اقتصادی اوزدهکړو ډګرونو کې دنړۍ یو له ډېرو وروسته پاتې هېوادونو له ډلې څخه و. د خلکو دموکراتیک ګوند واک ته د رسیدو سره سم یو پر بل پسې ټولنیز او اقتصادی اصلاحات او رېفورونه اعلان کړل. دمځکو اصلاحت یی وکړل شاخوا ۳۵۰زره کورنیو ته یی مځکې ورکړی،د بزګرانو په ګټه یی د مالوچو،چغندرو،غنمو اونورو محصولاتو بیې لوړې کړلې،دکېمیاوی سرو اوکرهڼیزو ماشین الاتو بیئ اوکرهڼیزبانک سود یی ټیټ کړل. یو انګرېز فرېډ هالیډی وایی چې د۱۹۷۸کال اپرېل دمیاشې نه بیا تر۱۹۷۹کال تر مۍ میاشتې پورې دیوکال په موده کې(په کلیوالی سیمو کې) د تغیراتو اندازه د تېرو وختونو د دوه سوه کالونو په اندازه وه.
ښوونې او روزنې چارو ته ډېر پام واړول شو،په لس ګونو ښوونځی جوړ شول اود بېسوادۍ سره جهاد اعلان شو. دغې نوی دولت لکه چې د مخه اشاره وشوله په ټولو ټولنیزو، اقتصادی اوکلتوری برخو کې په نوښتونو راوستلو پيل وکړلو اوپه بیړه یی دپرمختګ په لور ګامونه اوچت کړل.
ددغه نوی دولت یوه غټه تېروتنه دا وه چې په یو اړخیز ډول د شوروی اتحاد سره تر پخوانو دولتونو ډېر نیږدې شولو چې دغې وضعې دسیمې هېوادونو او آمریکا لپاره چې په ایران کې خپل ژورسیاسی شتون له لاسه ورکړلو، نوی تشویشونه پیدا کړل،دغه وسواسونه ددې سبب شول چې هغوی په بیړه لاس په کار شی اود افغانستان دغه نوی کېناول شوی نیالګی زر له ودې ولووی او وچ یی کړی.
دامریکا یو مشهور لوړ پوړی چارواکی اوتحلیلګر ښاغلی ځبیګېنو برژنسکی دفرانسوی ژبی نوول ابزرواتور نشریی سره په مرکه کې ویلی و چې په افغانستان کې د امریکا لاس وهنې د۱۹۷۸کال د جون میاشتې څخه نه، بلکې د مۍ میاشتې همغه د پاڅون نه یوه میاشت وروسته پیل شولې. د ۱۹۷۹کال په جون کې د امریکا ولسمشر کارتر د مجاهدینو سره د پټو مرستو کولو امر ورکړلو. دهغې وخت د سیا مدیر او اوسنی د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس د خپلو خاطرو په کتاب کې لیکلی دی چې امریکا د افغان مجاهدینو سره دشوروی اتحاد د پوځی تېری څخه شپږ میاشتې د مخه خپلې مرستې پیل کړی وې. دپاکستان ای. اس. ای. اوسیا د۱۹۷۸کال دمۍ په میاشت کې دافغانستان پولو ته نیږدې د جنګیالیو لومړنی روزنځای په ورسک کې پیل کړ،وروسته په پاړه څنار، مېرامشا،بجاوړ،سپین وام، چترال اونورو ځایونو کې دا ډول روزنځایونه جوړ اوپه کارونو یی پیل وکړلو. په لومړیو پنځو کالونو کې ددا ډول مرکزونو جوړولو شمېره یوسل شلو ته وختله.
ددې پوځې مرکزونو دپاره دنویو تنکیو ځوانانو د بشپړې روحی روزنې په غرض دسیا په مشورو، د ای. اس. ای. په عملی برخه اخیستنه اودسعودی دولت په مالی تمویل په پاکستان کې په زرونو ظاهرأ دینی مدرسې جوړې شولې. دوی ته د اسلام دپاک دین د زدهکړو تر نوم لاندې د کفراو کافرانو ضد جګړو د ټکوپه کارولوسره د متمدنو انسانانواو متمدېنې نړۍ پرضد روحیه ورکول کیدله او د وژلو،ړنګولو،ماتولوچارې وزده کول کیدلې.
لکه چې ټولو ته څرګنده ده دهند په لویه وچه کې د پاکستان دجوړیدو څخه دمخه انګرېزانو د سیاسی اسلام د بنسټ ډبره ایښی وه او دهغې پر بنیاد پاکستان جوړشولو چې وروسته یی وهغې ته بله پخه ډانډه( پوځ) کېښودله. دا مدرسې څه،هغه ښوونځی چې د جهادی تنظیمونو له خوا جوړ وو،دهغو کتابونه دجنګ جګړو،جهاد په کیسواو مفاهیمو ډک وو. دغو چارو په پاکستان اود افغانستان په لمنو کې د انګرېزانو د وخت دسیاسی اسلام کړۍ او بنسټ نوره هم پراخه او ژور بوتللواو په پخه بنیادګری اوترورېزم یی واړلو.
یوازې د۱۹۷۹کال ترپسرلی پورې د پاکستان سپېشل سروېسیز ګروپ(اس. اس. جی.) چې ښاغلی پروېز مشرف هم اووه کاله په هغه کې دندا اجرأ کړی، دآمریکا د شنو کلاه پوځیانو اوسمندری پوځیانو ډلوپه ګډو مرستو، یو ځای په دغو پورته یادو شویو جګړه ایزو روزنځایونو کې لس زره مجاهدین روزل شوی وو. په همدې(۱۹۷۹کال) کال ښاغلی خلیل زاد د واشنګټن پوست په ورځ پاڼه کې مقاله نشر کړله، په هغه کې راغلی و چې په افغانستان کې د آمریکا یانو دمداخلې هدف دادی چې هلته د امریکا دخوښې رژیم واک ته ورسوی اوبیا په افغانستان کې پوځی اډه جوړه او دشوروی اتحاد د پوځی خوځښتونو څارنه وکړی. دغې کارد ایران څخه د امریکا دلاس لنډیدو سره لا زیات اهمیت پیدا کړیدی.
په همغه کال وروسته بیا فرانسوی ژبی فیګارو ورځپاڼی ولیکل چې امریکا په ایران کې دسختۍ ماتی وروسته هم نه غواړی چې دسیمې څخه ووځی. ددې لپاره چې په سیمه کې پاتې شی اړینه ګڼی چې افغانستان دشوروی اتحاد ضد کمپ ته ورګډ کړی. دا هدف په ټینګه ټاکل شویدی. له همدې کبله به امریکا دمقاومت قواو دپیاوړتیا په لاره کې ډېرزیار وباسی.
کله چې د۱۹۸۰کال په درشل(د۱۹۷۹کال ډسمبر میاشتې په ۲۷نېټه)کې دشوروی اتحاد سرو پوځونو دافغانستان سره د دوستانه اړېکو لرلو د نوم څخه په ګټه اوچتولو زموږ پر خاوره وحشیانه تېری وکړلو او د افغانستان دولت یی رانسکور کړو،پاکستان اوملاتړو یی په پوره اندازه(لس زره تنه) روزل شوی کمندویی،پارټیزانی افغانی لښکرتیار لرلو. د بلې خوا شوروی پوځونو دمخه ټاکل شوو هدفونو باندې یانې د پښتنی ټبر پر کلیو اوبانډو بې مسؤلیته بمبارې پیل کړلې، په زرونو افغانان یی سټ اونورپه میلیونویی په لږه موده کې اړ کړل چې پاکستان او ایران ته کډه شی. دغو مهاجرینو د ای .اس. ای. اوایرانی استخباراتو لپاره دنویو جګړیزو بشری قواو زیاتې زېرمې په لاس ورکړلې. پر افغانستان باندې د شوروی د تېری پر وخت( دشوروی سرو لښکرو تر وتو) د لسو کالونوپه موده کې شاوخوا یونیم میلیون افغانان واوژل او معیوب شول،شورویانو هم پنځلس زره خپل ځوانان له لاسه ورکړل اوپه زرونو یی په مخدره توکو روږدی او د مافیه غېږې ته ورولیدل.
افغانانو د آزادۍ په دغو لس کلنو جګړو کې ستره انسانی مرګ ژوبله ولیدله،کلی،ښارونه اوډېرې زیاتې آبادۍ یی سرو لښکرو په خاورو واړولې. شوروی یرغلګرو قومی،ژبنیو،مذهبی او سیمه ایزو بې اتفاقیو اچولو ته لمن وواهله او دهېوادوالو دفرهنګی وروسته پاتېوالی سبب شول.

د القاعده پیدایشت اود  افغانستان سره غوټه کول

د القاعده ډلې بنسټ اېښودونکی اسمه بن لادن پېژندل شویدی، کوم چې اوس هم ددې ډلې مشری کوی. اسمه په خټه یمنی دی، ددوې کورنۍ د یمن څخه سعودی عربستان ته تللی او هلته دغټې پانګې څښتنان شویدی. اوس وخت ددوی کورنۍ د زیات شمېر کمپنیو څښتنان دی،چې د ټولو کمپنیو څخه د کال پنځه مېلیارده ډالره ګټه ترلاسه کوی. ترټولو ستره کمپنی یی ساختمانی ده،چې دمکې معظمې دترمیم قرارداد یی هم دسعودی پادشاه څځه ترلاسه کړی اودهغې له درکه یی تر اوسه ۱۷مېلیارده ډالر اخستی اولا یی د ترمیم کار روان او لا پای ته رسیدلی نه دی. د نړۍ په ۳۰هېوادونو کې ددوی کمپنۍ استازیتوب لری او۳۲زره کارکوونکی ددوی سره په پورته یادو شویو کمپنیو کې په مزدوری بوخت دی.
د آمریکا د کارلیل ګروپ،کوم چې د آمریکا د دفاعی چارو صنایعو قراردادونه ترلاسه کوی او دهغې په مدیره هئت کې د اوسنی ښاغلی ډبلیو بوش پلار،د امریکا پخوانی بهرنیوچارو وزیرجېمزبېکر،انګلستان پخوانی لومړی وزیرجان مېجرغړیتوب لری او د مدیره هئت مشر یی د امریکا دسیا پخوانی مدیر اوپخوانی دفاع وزیر فرانک کارلوچی دی،د اسمه بن لادن کورنۍ هم لاپخوا یوه چوکۍ اخستی وه اوتراوسه یی هم ساتلی ده. د اسمه کورنۍ د امریکا په یو شمېر نوروسترو شرکتونو کې هم سهمونه لری.
پاتې دې نه وی چې د اوسنی بوش پلاردامریکا پخوانی ولس مشر اوجېمز بېکر دامریکا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر د لادن کورنۍ لیدلو دپاره یو وار په پخوا وختونو کې سعودی ته هم تللی وو.
اسمه بن لادن په ۱۹۸۴کال پښاور ښار ته لاړ او هغه وخته یی د پاکستان د ای.اس.ای. اوسیا سره په ګډه د افغانی مجاهدینو په ملاتړ او مرستو پیل وکړلو. ده دسعودی اونورو عربې او اسلامی ملکونو څخه افغانی مجاهدینو ته مالی او تخنیکی مرستې راټولولې، د هغو ترڅنګ یی د عربی اونورو اسلامی ملکونو څخه ځوانان تشویقول او د افغانستان جګړی ته یی راوستل. دافغانستان جګړو ته د ۱۹۸۲ـ۱۹۹۲کالونوترمنځ موده کې د ۴۳هېوادونو څخه ۳۵ زره جنګیالی راټول شوی وو او جګړو کې یی ګډون کړی ؤ. دغه بهرنیان به په هغو پوځی روزنځایونو کې روزل کیدل کوم چې د افغانانو لپاره پخوا جوړ شوی وو. دغو کمپونوته په کومو کې چې عربان،ازبکان،چیچنیان،...،روزل کیدل، وخت په وخت اسمه هم د ای.اس.ای. مامورینو سره یوځای ورتللو. دهغو ۳۵زره جنګیالیوترڅنګ نوروپه زرونو بهرنیو تنکیو ځوانانو په هغو مدرسو کې چې په پاکستان کې په همدې غرض په غټه کې د افغانی هلکانو لپاره جوړې شوی وې او د مخه اشاره ورته وشوله، زدهکړی کولې.
په ۱۹۸۵ـ ۱۹۸۶کالونو کې د افغانستان جګړه نوی پړاو ته ورګډه شوله، ځکه ښاغلی رونالد رېګن دآمریکا د وخت ولسمشر۱۶۶لمبر فرمان لاسلیک کړو په کوم کې چې دا اجازه وه چې دافغانستان جګړې ته ډېرې واسلې ولېږل شی. دهغې له مخې په کال کې سیا ۶۵زره ټنه وسله د ای.اس.ای. له لارې مجاهدینوته ورکوله. ددې نه علاوه سیا د ستنګر توغندیو د ورکړی اجازه هم د کنګرس څخه تر لاسه کړله. دغو اکمالاتو دشوروی پوځونو ملا کږه کړله اود هغو د جنګی منورو ساحې یی تنګې کړلې او د مرګ ژوبلې اندازه یی نوره هم لوړه لاړه.
دبلې خوا د شوروی اتحاد په مشرتابه کې تغیر راغلو، ګرباچوف کوم چې غوښتل یی په کورنی او بهرنی سیاست کې ژور بدلون راولی، ولسمشر شو. هغې هیله لرله چې د لوېدیځې نړۍ سره اړیکی ښې کړی اوخپل پوځونه له افغانستانه وباسی، ترڅو د هېواد بیا آبادول(د پېرېسترویکه اوګلاسناست په نوم کورنیو پلانونو ته زیات پام واړوی) چټک کړی.
په ۱۹۸۸کال د اپرېل په ۱۴ نېټه شوروی اتحاد په ژېنو کې د خپلو پوځونو د وتلو تړون لاسلیک کړلو او د مۍ په میاشت کې یی دماتی خوړلو پوځونو په وتلو پیل وکړلو. د۱۹۸۹کال د فبروری په ۱۵نېټه یی وروستی ټولی له افغانستانه ووت. ښاغلی اسمه ددې بهرنیو اجیرانو په منځ کې خپل تشکیلاتی فعالیت د انګلستان د دفاعی څېړنو د مرکز د خبر سره سم په ۱۹۸۸کال پیل او دالقاعده دسازمان بنسټ یی همغلته په پاکستان کې کېښود.
ده په ډېره لنډه موده کې ددې سازمان څانګې،ښاخونه او هستې نیږدې شلوـ دېرشو هېوادونو ته وغځولې. دغو هېوادونو کومو ته چې اسمه د خپل نوی جوړشوی القاعده سازمان څانګې وغځولې زیاتره هغه هېوادونه وو، په کومو کې چې امریکا د وېشلو او جلا کولو پلانونه او طرحې له پخوا په نظر کې لرلې. د بېلګې په توګه بوسنیا،د چین خیانجیانګ ،بالکان ،قفقاز(چېچنیا)، دمنځینۍ اسیا هېوادونه او داسې نورې سیمې یادولی شو
کله چې د ښاغلی اسمه بن لادن وزرونه څه ناڅه د افغاستان څخه سپک شول او سیا هم زیات پام د شوروی اتحاد څخه نویو آزاد شویو جمهوریتونو او د شوروی اتحاد پخوانیو هم پیمانه هېوادونو،په لومړی سر کې ختیځې اروپا په لور واوښت، اسمه هم بېرته لومړی سعودی عربستان اوبیا سوډان ته لاړلو. هغې شاوخوا ۵۰۰ د القاعده غړی چې په هغو کې پوځی مربیان، د اقتصادی چارو پوهان،د القاعده ډلې لوړپوړی اړېکی جوړونکی شامل وو، د پاکستانه څخه د ځان سره سوډان ته بوتلل او هلته یی مځکې وپېرودلې او دوی یی پر مېشت او په چارو وګمارل. بن لادن دغه وخت د خپلو فعالیتونو زیاته پاملرنه د ازبکستان،چیچنیا او بوسنیا ولورته واړوله. د پخوانی شوروی اتحاد په زیاترو ختیځې اروپا جمهوریتونو کې په چټکۍ سره لویدیځ پلوا وګړی د دولتونو مشرتابه ته ورسیدل، خو یوګوسلاویا چې یو شوروی پلوا سوسیالستی هېواد او په پوځی لحاظ هم پیاړی و، په پخوانې جوړښت پاتې شولو. د یوګوسلاویا د ماتولو لپاره سیا د بوسنیا مسلمانان وهڅول چې د خپلواکۍ خوځښت پیل کړی. دوی ته مالی او تخنیکی لګښت سیا په غاړه واخیست اواسمه هغلته د اسلامی جنګیالو لېږلو ذمه ووهله. په دې ترتیب په یوګوسلاویا کې کورنیو ګډوډیو او جګړو زور واخیست او لویدیځې نړۍ ته پلمه په لاس ورغلله چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هوکړه( د روسیی د کمزوری دريځ له امله) ترلاسه کړی اوپر یوګوسلاویا د امریکا تر مشرتابه لاندې نېغ په نېغه برید وکړی او هغه دولت وروسته د سختو ځپلو څخه به څو ټوټو وویشی.
د چیچنیا په اړه د یادولو وړ ده چې هلته د یوې خوا روسیی ډېر پوځیان پر ځای کړل او د بلې خوا د روسیی او لویدیځې نړۍ تر منځ کوم پټ جوړجاړی راغی.
ازبکستان هغه وخت له یوې خوا د شنګهای تړون څخه ځان لېرې وساتلو اود بلې خوا یی د آمریکا اولویدیځې نړۍ سره د نیږدېوالی شنه څراغونه او اشارې ورکولې.
کله چې اسمه ته په دغو سیمو کې نوره ضرورت کم شولواود آمریکا پام منځینی آسیا او کسپیئن د تېلو اوغازو سیمو ته واوښت نوافغانستان بیا د آمریکا د پام وړ شولو او اسمه هم بېرته د سوډان څخه د افغانستان په لور وخوځیدلواو هلته مېشت شولو.
دغه وخت د افغانستان حالات: د۱۹۸۹کال په دویمه میاشت کې د شوروی سره پوځونه په بشپړه توګه د افغانستان څخه وتلی و، خو د۱۹۹۲کال پورې لا د افغانستان هغه پخوانی دولت پرځای پاتې و.
په ۱۹۹۲کال مجاهدین د پاکستان او ایران د پوځونو په مرستو بریالی شول چې د کابل دولت رانسکور کړی. د مجاهدینو کابل ته د ورننوتلو د مخه یوه غونډه په پښاور ښار کې جوړه شوله چې پر اوو تنظیمونو برسېره دپاکستان د وخت لومړی وزیرښاغلی نوازشریف هم ګډون پکې درلود. د ای.اس.ای. په اشارو دنوازشریف ترسیورې لاندې ددې پرځای چې یو عبوری حکومت د دو یا دریو کالونو لپاره ټاکل شوی وای، دا تصمیم ونیول شو چې په وارسره به د تنظیم هر مشر د دو میاشتو لپاره جمهور رئس پاتې کیږی. د بلې خوا د ایران او هغې وخت شوروی تراغیز لاندې په همغو وختونو کې چې د پښاور غونډه جوړیدله، په مزارشریف کې بله غونډه جوړه شوله چې د ایران د استخباراتو د استازی په ګډون د وحدت ګوند،جمعیت ـ نظارشورا،ملی جنبش اود وطن ګوند ځینو ډلګېو برخه پکې درلودله. دوی په خپلو ګډو هدفونو هوکړه او ټینګه سره وکړله. کله چې د تنظیمونو مشران کابل ته راغلل د هغو د مخه د شمال ټلوالې په هدایتونو ټولې پوځی اوملکی ادارې، ټول ګدامونه اوشته د یوشمېر شخصی ملکیتونو په ګډون د هغوی د یو شمېر ډلګیو له خوا کومې چې د مخه په کابل کې وې او یا تازه ورننوتلی وې، چور اوتالا شوی وو.
کله چې د مجاهدینو مشران کابل ښار ته ورسیدل ، لومړی یی حضرت صاحب مجددی د پښاور فیصلې سره سم د دو میاشتو لپاره جمهوررئس کړلو، دهغې د دورې په پوره کیدو سره د ښاغلی برهان الدین ربانی دور پیل شو چې هغې بیا د شیطان د تننۍ تننۍ....... سندره پيل کړله. سندره یی تمامیدله نه او هغه(ښاغلی ربانی) د چوکۍ څخه نه کوزیدلو.
دولس تنظیمونه، د هریو تنظیم مشر او بیا په هره سیمه کې د هغوی قوماندانان ځان ځانله جمهوررئسان اوقاضیان وو. په دې ډول افغانستان په ډېرو وړو پاچاهیو ووېشل شو. دهېواد په وړو وړو پاچاهیو وېشلو سربېره، ټولې لارې په پټکونو ډکې وې. څوک به چې د یوې سیمې نه بلې ته جوړاوسالم ورسیدلو،کورنیو به یی په ځانونو باندې خیراتونه اړین بلل. دکابل تاریخی ښار د تنظیمی تودو جګړو ډګر شو،ښوونځی،پوهنتونونه د جګړمارو مورچلونه شول او په زرګونو وګړی سټ شول، دښار زیاته برخه په کنډوالو واوښتله.
سره ددې چې د شمال ټلواله په خپل منځ کې(وحدت ګوند،ملی جنبش،جمیعت ـ نظارشورا)هم په جګړو سره لګیه وو خو پاکستان او ملاتړو(امریکا،سعودی،...) یی له یوې خوا د روسیی او ایران پلوو لاس بری حس کولو او دبلې خوا د افغانستان په جګړو کې یی زیاته پانګه اچولی او زیاتې ستونځې دوی ګاللی وې، ځکه یی ددوی لپاره باید لاسه ته راوړنې هم لرلی وای.
نو دوی د لاس ته راوړنو لپاره بله نوی پروژه د طالبانو ترنوم لاندې(دطالبانو د پیدایښت وخت کورنیو چارو وزیرنصراله بابر له خولې خبره ده) پیل کړله. د طالبانو ډله د تنظیمونو په دننه کې د ای.اس.ای. نه پېژندل شویو څېرو، د مدرسو اوپوځی روزنځایونو نوی روزل شوی ځوانان او یو شمېر هغه کسان چې د تنظیمی جګړو څخه پزې ته رسیدلی وو اوطالبی بنیاد یی ژور نه پېژندلو، د پاکستان استخباراتوله خوا د طالبانو تر نوم لاندې راټول او د جګړې ډګرته یی وړاندې کړل. پاتې دې نه وی چې د افغانستان د جګړو په موده کې په همغو روزنځایونو کې چېرې چې افغان اونور بهرنی جنګیالی روزل کیدل،د پاکستان په لسونو زره داوطلب ځوانان وروزل شول چې د هغو څخه یو شمېر د کشمیر په جګړو اوډېرو یی په افغانستان کې د جګړو عملی تجربې زدهکړلې. دغه لویه ډله هم په طالبانو ورګډه کړل شوله. برسېره پر دغو ټولو دپاکستان کمندو دطابانو ملا پخه او ټینګه کړیوه.
په ۱۹۹۶کال طالب جنګیالو کابل ونیولو او د هېواد د شمال په لور یی مخه کړله. دا هغه وخت دی چې اسمه د سلو تنو ساتونکو سره په دو الوتکو کې افغانستان(جلال آباد ښار) ته راستنیږی. ای.اس.ای. د طالبانو او اسمه ترمنځ اړیکی جوړوی. اسمه لومړی په کابل اوبیا په کندهار کې ځای پرځای کیږی، د هغې ځایه د افغانستان بېلو بېلو سیمو ته تګ راتګ پیلوی.
اسمه په افغانستان کې د بهرنیوجنګیالیو د پاره له سره ۲۳ روزنځایونه پرانیستل چې کله کله به یی د ای.اس.ای.او سیا لوړپوړی چارواکی هم د ځانه سره یوځای د هغوروزنځایونو لیدلو ته بوول. دغو روزنځایونو ته به یی د سعودی عربستان،مصر،یمن،اردن،چېچنی،پاکستان،بنګله دیش،ازبکستان،تاجکستان،سومالی،سنګاپور،الجزایر،تونس،کوېټ اوعربی متحده اماراتواو ځینو نورو ځایونو څخه داوطلب ځوانان راوستل او په دغو اډو کې به جنګی زدهکړې ورکول کیدلې. پاکستان په ټوله نړۍ کې دغه داوطلب ځوانان تشویقول او آزادې ویزې یی ورکولې.
دلته د امریکا د یو شمېر وتلو دولتې څېرو،کومو چې طابان تائدول، د خبروڅو بېلګې راوړو.
ډانا روهاباکر وویل:(د ۱۹۹۴کاله د امریکا متحده ایالتونو بې له ځنډه په سیمه کې د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړیدی او نن هم دا ملاتړ دوام لری. په ضمن کې که د نړیوالو قدرتونو ځینې مرکزونه هڅې وکړی چې د نورو ډلو ملاتړ وکړی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د ویتو له حقه کار واخلی. متحده ایالتونه او پاکستان په افغانستان کې د طالبانو ضد، ټولو ډلو له منځه وړلو هڅې کوی.)
د۱۹۹۴کال په اکتوبر میاشت کې په پاکستان کې د امریکا سفیر جان مونجو دافغانستان سهیلی سیمو ته کومې چې د طالبانو په لاس کې وې،لاړ. د هغې تر کتنې وروسته د امریکا د بهرنیو جارو وزیر وویل:(په افغانستان کې په مثبت لوری وضع د تغیر خواته ځی،داسې چې زدهکوونکی(طالبان)هېواد ته ثبات،اتحاد او یووالی په ارمغان راوړی.)
د طالبانو لخوا د کابل نیولو لس ورځې وروسته ښاغلی خلیل زاد په واسنګتن پوست کې ولیکل:(لازمه ده چې متحده ایالتونه د افراطی طالبانو سره مرستې وکړی...هغه ضد امریکایی احساسات چې په اېران کې دی، د طالبانو په قوتونو کې نه لیدل کیږی. دوی په خپلو کړنو کې د سعودی لاره نیولی ده.)
د امریکا د تیلو کمپنی (یونوکال) د طالبانو د پرمختګ نه خوشاله وه او د هغو یی هرکلی کولو. په کال ۱۹۹۷ کې دغې کمپنی د طالبانو یوهیئت امریکا ته مېلمه کړلو تر څو د غازو دهغې پیپ جوړولو په لارو چارو چې دوی د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د هند سمندر ته غځول غوښتل، ورسره وغږیږی.
د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کیدو څه موده وروسته، ددوې د منځینیو پېړیو د کړنو له امله ورځ په ورځ د خلکو نارضایتونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې مخ په زیاتیدو شول،په ۱۹۹۸ـ۱۹۹۹کالونو کې نورد زغم څخه وتلو بریدونو ته ورسیدل.
د ۱۹۹۷کال څخه آمریکایانو غوښتل چې په افغانستان کې هرڅومره زر آرامی راشی اودوې د غازو نل لیکه جوړول پیل کړی. دوی د ۲۰۰۰کال څخه دطالبانو اوشمال ټلوالې ترمنځ د ګډ منځمهالی حکومت جوړولو هڅې چټکې کړلې، خو د ۲۰۰۱کال له پیل نه بیا د هغې کال تر نیمه یی( ان جولای میاشتې) پورې امریکایانو دغې کار ته چې طالبان او شمال ټلواله ګډ حکومت جوړ کړی، ځانګړی پاملرنه وکړه، خو پایلې یی ونلرلې. ځکه دغه د جوړې خبرې د اسمه بن لادن چې دا وخت د طالبانو په منځ کې د پوره باور څخه برخمن و، د خولې په مزه جوړې نه وې.
ان په هغو لومړیو وختونو کې چې اسمه خبر شولو چې امریکایان دطالبانو او شمال ټلوالې ترمنځ په جوړ جاړی لګیه دی، دا کارونه دده په خیالونو او طبع سم نه لګیدل،هغه و چې دالقاعدې ډلې د ۱۹۹۸کال په اخیرو کې په نایروبی اودارالسلام کې د آمریکا سفارتونو کې چاودنې وکړلې او د آمریکا او القاعدې ترمنځ فضا خړه غوندې شوله.
د کنیا او تانزانیا له پېښو دولس ورځې وروسته آمریکایانو د هند د سمندر نه د بن لادن په څلورو پوځی روزنځایونو باندې د خوست په سیمه کې راکټی وارونه وشول چې۲۵تنه پکې مړه شول،پنځه یی د ای.اس.ای.افسران وو،خو اسمه هلته نه و.
د فرانسې د لې فیګارو ورځپاڼی اواېنټرناسیونال رادیو چینل دا خبره په ډاګه کړله چې د آفریقا د پېښو سره سره سیا او القاعده دواړه لا د ګډو هدفونو په لارو کې یو د بل سره د مرستو کولو هیلمن دی. ددې خبری رسنیو په حواله اسمه بن لادن د وروستی ځل لپاره د سیا استازی سره د۲۰۰۱کال د جولای په میاشت کې په دوبۍ کې کتنه و کړه. دغې سرچینې هغه وخت ولیکل چې اسمه د جولای میاشتې په۴نېټه د پاکستان څخه په الوتکه کې دوبۍ ته د علاج لپاره لاړلو،هلته په یو امریکایی روغتون کې د بډوډی د ناروغۍ له امله یورولوژی ډاکټر تېری کالاوې تر علاج لاندې و، ده هلته د دوبۍ د سیا مشر سره په روغتون کې کتنه لرله. د جولای په ۱۴ هغه بېرته افغاستان ته ستون شولو. دا خبر د نړۍ نورو مېډیاو هم د همغې فرانسوی سرچینې له قوله خپور کړلو.
د ۲۰۰۱کال د سپتمبریولسمې ناوړه پېښې وروسته د آمریکا ولسمشرښاغلی جورج ډبلیو بوش وویل چې موږ به د ترورېزم ځلې هرچېرې چې وی ړانګې او هرڅوک چې په دې جګړه کې زموږ سره نه وی، هغوی د ترورېستانو سره دی.
د سپتمبر یولسمې د پېښې په ماښام د امریکا د بهرنیوچارو پخوانی وزیر هنری کیسینجر له خولې د واشنګټن پوست ورځپاڼی وېب سایټ ولیکل:(موږ باید دغه ټول تشکیلات له منځه یوسو. موږ باید د ترورېستانو وروستی نفرهم ووژنو. ټول ترورېستی سازمانونه اوټول هغه رژیمونه چې د ترورېزم سره لاسونه ولری، د خپلو عملونو درانه بیه به ورکړی.)
د امریکا د دفاع وزیر مرسیال پل ولفوویچ په دې اړه داسې وویل:( موږ به په یووار د ټولو هغو دولتونو سره حساب تصفیه کړو چې د ترورېزم ملاتړی دی.)
د آمریکا دولت د طالبانو څخه د اسمه اوالقاعدې ډلې د لوړپوړو چارواکو بې دلیل ویلو، تسلیمول وغوښتل،خو طالبانو د سپتمبریولسمې په پېښه کې د القاعده دلاس لرلو د اسنادو غوښتنه لرله. هغه و چې د اکتوبرپه میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو اوالقاعده پرمرکزونو، دکابل اوکندهار پر ښارونو آمریکایانو بریدونه وکړل. طالبان او د القاعده غړی پاکستان ته په پوله ورواوښتل خو آمریکایان په افغانستان کې پاتې شول، په تروېزم پسې لکه څرنګه چې دوی په پیل کې ویلی وو، پل ونه اخیستلو. د هغې پرځای یی د جوړې نړیوالې فضا څخه د ګټې اوچتولو په غرض عراق ته مخه کړله.
ددې لنډې لیکنې وروسته قضاوت تاسو لوستونکو ته پرېږدم چې سیمه او افغانستان چا د ترورېزم مرکز ګرځولی دی؟
سره ددې چې ترورېزم په نړۍ کې اوږده تاریخچه لری خو د افغانستان عامو وګړو ته څه، ان روڼ اندو ته هم تر دغو نیږدې وختونو پورې اصلأ د ترورېزم اصطلاح نا اشنا وه.
وروستۍ خبرې
ـ آمریکایی پوځیان افغانستان ته د ورننوتلو سره سم د هېواد په ختیځو او سهېلی سیمو کې ځای پرځای شول او دکابل امنیت ساتلوته یی د ملګروملتونو امنیت شورا له لارې د ایساف قوتونه راوبلل. خو امریکایانو په سهېلی اوختیځو ولایتونو کې د بیا آبادیو د پیلولو او ولس سره د ولسدارۍ کولو پرځای د خلکو سکونډل پیل کړل.
ـ د القاعده سازمان چې د افغانستان څخه شړل شوی و، د وخت نه په ګټه پورته کولو سره خپل جوړښت له سره نوی،ژور،پراخه اوپه ټوله نړۍ کې ولی وغځولې،په نویو وسلو او وسایلو سمبال شول. خپل زیات شمېر جنګیالی یی وروزل او ټرېنېنګ یی کړل،په خاصه توګه د ځان مرګو برید کوونکو ځوانانو ډلې یی دېرې او پیاوړی کړلې.
ـ طالبان هم له سره منظم شول، خپل صفونه یی پراخه کړل، جنګیالی یی له سره د نویو شرایطو سره سم وروزل او په نویو وسلو یی سمبال کړل. د پارټیزنی جګړو تر څنګ یی ځان مرګی بریدونه غبرګ کړل او د هېواد په سهیلی، ختیځو او کابل کې یی د ناقراریو او نا امنیو په راوستلو لاس پورې کړلو.
ـ له بله پلوه په دغه وخت کې د افغانستان د ملی پوځ اوپولیسو په جوړولو کې ډېره ناغېړی وشوله، د ملی پوځ اوپولیسو په جوړولو کې پخوانی کارکوونکی او صاحب منصبان له پامه وغورځول شول ،د پوځ اوپولیسو د پاره د سره د نویو ځوانانو روزلو او تنظیمولو بهیر هم د مېږیانو په مزل روان دی. د ملی پوځ او پولیسو ټاکلی شمېره چې په پای کې وهغې کچې ته اوچته کړل شی،بیا هم د هېواد د مستقلې دفاع او ساتنې له لپاره په پام کې
نیول شوی نه ده، ددې ترڅنګ تراوسه ددې شتو پوځیانو اوپولیسو ټولګی په نویو وسلو او تخنیک سمبالولو لا پیل هم شوی نه دی. هوایی قوت چې د هرهېواد دپوځ اصلی،مهمه، بنسټیزه برخه ده، بیخې له پامه غورځول شویدی.
ـ افغانستان ته د امریکا او ایساف قواو(په ایساف کې عمده شمېره ناتو قوتونه دی) په راتللو سره د کوکنارو کښت او اپیمو تولید د ۱۲۵ټنه(۲۰۰۱کال)څخه اوس(۲۰۰۷کال) تر۷۰۰۰ټنه اوښتی دی چې د ټولې نړۍ د اپیمو تولید ۹۳سلمه جوړوی. ددې اپیمو زیاته برخه په هغو سیمو کې تولیدیږی چېرې چې د امریکا،انګلستان او ناتو پوځیان پراته دی.
ـ د ۲۰۰۱کال څخه بیا تراوسه اداری فساد ډېرې لوړې کچې ته ختلی دی، د افغانستان په تاریخ کې دومره په لوړه کچه اداری فساد هېڅ کله هم لیدل شوی نه دی.
ـ په دغه موده کې ملی یووالی هم د پخوا پر تله نور هم لړزیدلی او چاود یی ارت شویدی.
پورته حالاتو زما له نظره د افغانی ټولنې دودونه،رواجونه او کلتورسخت او ناوړه اغېزمن کړیدی. که افغانان دا وروستۍ دوې فقرې خوندی ونه ستل شی، ټولنه به خدای پاک دې نکړی، د تل لپاره په ناڅرګند لوری په ژور ګدال کې ډوبه او غرقه شی.
پایله داده چې اسمه بن لادن او ملا محمدعمر به تر هغو پټ وی ترڅو چې آمریکایان په سیمه کې خپلو موخو ته رسیدلی نه وی.
په دې لیکنه کې د( سپمبر ۱۱) په نوم کتاب څخه ځینې مفاهیم په خاصه توګه نقل قولونه اخیستل شویدی.