د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوویشتمه پیړۍ اوسترتیژیک واده

سورګل تڼی 21.07.2011 22:12

په نړۍ کې د پیړیو پیړیو راهیسې د هیوادونو ترمنځ وادونه په بیلو بیلو ډولو او نندارو( د جګړو په بیلو پلمو) ترسره شوي دي، خو ترننه پورې دومره په دبدابه، غټو شاندارو او سترو مراسمو، کوم واده په نړۍ کې نه وه ترسره شوی لکه چې د امریکا او افغانستان ترمنځ دا لس کاله د واده لا مخکني ترتیبات روان دي او پای یی څرګند نه دی چې پرکوم ځای به ختمیږي. د دې واده د عشق لمبې د تیرې پیړۍ د اتیایمې لسیزې د وروستیو وختونو څخه پیل شوې. د دې لپاره چې امریکا خپل معشوق ته ځان ورورسوي، لاندې په زړه پورې ډرامه یی جوړه کړه :
یو لیوګی یی پیدا کړ، هغه یی پخپل ژوبڼ کې تر روزنې لاندې ونیو. هغه ته یی د زمري غوندې ټوپونه اچول او لوبې کول ورزده کړل. هغه ذاتأ څیرونکی او داړن وه، خو بیا هم د دې لپاره چې نور ښه او د زمري غوندې پنجې خښې کړي او خوله واچوي یانې د زمري پشان داړې وکړي، نو د ټریننګ ورکولو په موخه به یی نور څاروي[ د دوی له نظره] په داړل. هغه ته یی ډول ډول خوراکونه ورکول، ترڅو جسمن غټ او زمري ته ورته شي. کله چې له هرې خوا په ظاهره د زمري ورور شو، نو یی د زمري څرمن ورواغوسته او له ژوبن څخه یی ایله کړ. کله چې لیوه- زمری (دغه مهال لوی شوی وه، ځکه لیوګی نه بلکې لیوه یی بولو) له ژوبڼه ایله کړل شو، هغه په نیغه خپل د زوکړې ټاټوبي (سعودي عربستان) ته ځان ورسوه. څرنګه چې د لیوه- زمري څښتن د هغه ځای (سعودي عربستان) سره مینه نه وه، نو پرهغه یی ختا ختا ډزې وکړې او لیوه- زمری له پلارني ټاټوبي څخه په ټوپونو ووت او په زغاسته زغاسته یی بل پناه ځای ( سوډان ) ته ځان ورسوه. خو ښکارچیانو یی پل پسې واخیست او بیا یی د پناه سوړی وموند. تر سوړې موندلو څه موده وروسته بیا یی د ډارولو او ویراولو ډزې پرې پیل کړې. دا ځل یی شاوخوا ټولې لوړې څوکې ورته نیولي وې. لیوه- زمري ته یی یوازې یوه لاره خلاصه پرایښي وه چې ترو پر هغه یوه لاره تللی شوای. هغه یی ټوله لاره څاره چې بل لورته لاره کږه نکړي، که لاره یی کږوله، نو بیا یی تر ډزو لاندې راوست. په دې ډول ستونزو سره یی لیوه- زمری د خپل معشوق کور( افغانستان) ته سیخ ورسوه. هلته یی پریښود چې ستونزه وباسي، آرام وکړي او لاس پښې ووهي. کله چې لیوه- زمري ساه وایستله او د بارانونو، بادونو، واورو، ساړه، ګرمیو څخه یی د ځان ژغورلو لپاره سوړه جوړه کړه. بیا یی پخواني څښتن پیری ورځینې جوړ کړ. دغه پیري د افغانستان د لوړو غرونو او ژورو درو څخه زرونه کیلومتره لاره ووهله او د سترو سمندرونو څخه واوښت، ان د نړۍ په هغه بل سر کې یی د خپل څښتن کور ( د نیویارک ښارکې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز او پنتاګون) ته اور ورته کړ. له دې ځایه د دو مینانو داستان په ښکاره پیل شو، پر کوم باندې چې نړیوال د نړۍ په کنج کنج کې خبر شول. اوس نو چې ټوله نړۍ د امریکا او افغانستان په مینتوب خبره شوه، باید د مینتوب څخه د کوژدې برید ته خبره رسیدلي وای.
د کوژده (نامزدۍ) کولو مراسم، لکه چې ومې ویل د پیري په یوه ستره اورلوبه پیل شول. هغه ډول چې اشاره وشوه، د پیري په لاس د څښتن کورته اور واچول شو او مِرګند* جوړکړل شو. په هغه مِرګند کې شاوخوا درې زره پسونه ( وګړي) لغړن او ورته* کړل شول. تر دغه مِرګند جوړلو وروسته، ټولې نړۍ ته اعلان وشو چې د کوژدې په دغو مراسمو کې ګډون وکړي او که ګډون نه کوي، نو بیا به په چوپه خوله د دغو مراسمو ننداره کوي، هیڅ څوک د خولو کږولو او خوځولو حق نلري. هر هغه څوک چې زموږ دغه بلنې او نصیحت ته غوږ ونه نیسي، غوږونه به یی پرې او خولې به ورکږې کړو. د کوژدې په مراسمو کې د ساز او موسیقي وسایل د غږ څخه چټکې الوتکې چې رهبري شوي او په دموکراسۍ ښکلي پوښل شوي توغندي پکې ټومبل شوي وو د افغانستان په لورپه موزیک او اتڼ سره قطارپه قطار لکه د زاڼو سیلونه لاړې. سمندري بیړۍ چې د رهبري شویو او دموکراتیزه کړل شویو توغندیو په پنډو یی غیږې ډکې او سینګار شوي وې، په ناڅه ناڅه یی د هند سمندر پیڅو او لمنو ته ځانونه نیږدې کړل. څرنګه چې سازچیان د افغانستان هوائي فضا ته ورننوتل، په یوغړمب ساز بدل کړل شو، داسې ساز چلن شو چې مځکه او هوا یی ولړزول. په آسمان کې به پړکه شوه، په مځکه به اور بل شو. نښه ویشتونکو په نښو باندې سره اورونه بل کړل او نښې یی یوه په بله پسې ویشتې او ړنګولې. کوربانه یی هک پک او حیران کړل چې دا تندر له کومه راولویده، موږ خو لا تر اوسه د کوژدې کولو خبرې اترې برید ته نه وې رسولي، څرنګه دوی په کور راننوتل؟ کوربانه یی دومره وارختا کړل چې د پاتې کیدو او پوښتنې کولو خو هیڅ مجال نه وو، خو د وتلو او تيښتې دروازې یی ورکې کړلې او هرې خواته د سرونو د بچ کولو په نیت په منډو سرشول، څوک که په توکل په دروازه یا کړکۍ وربرابر شول، نور هرې خوا ته په دیوالونو واوښتل. مخکې له دې چې د کوژدې لاس واړول شي، په زرونو د غره پسونه (وګړي) لکه په آمریکا کې، خو په دې تفاوت سره چې دلته یی لومړی پښې لاسونه وروتړل، وروسته یی په سرټړلو قطیو کې تربت (خفه) او ژوندي پاتې یی له تیغه تیرکړل شول او هلته په آمریکا کې لکه چې یاد شول په اورکې بند پاتې شول. دا لا د کوژدې د ځايي مراسمو پیل وه. دوی خو د مین کورته د هغه لیوه- زمري چې پیری جوړ شوی وه، د نیولو په پلمه ځانونه راورسول. ژمنه یی دا وه چې هغه لیوه – زمری، کوم چې د دوی د ژوبڼ څخه تښتیدلی دی، هغه به نیسي. هغه که هرچیرې ولاړ شي، دوی به ورپسې ځي او خامخه به یی نیسي. خو هغه ته چې د پیري جوړیدو چل دوی ورزده کړی وه، نو دهغه څخه بیا پیری جوړ شو. سره د دې چې د آسمان څخه د ځمکې په هرمربع متر باندې د سپوږمکیو څخه قویترینې کمرې ځوړندې دي، او نړۍ ټوله سترګې سترګې ده، که لږ مبالغه وکړو، چې یو موږک په غار ننوځي او راوځي هم لیدل کیږي، بل دا چې په نننۍ نړۍ کې په هر کیلو متر مربع مځکه باندې نیږدې سل تنه څارګر د ټولو میکروتخنیک استخباراتي وسایلو سره ګرځي راګرځي، په تیره د پاکستان په خاوره کې له هره کوره یو- دوه څارګر راوځي، خو هغه لیوه – زمری په سپین میدان پیری شو او په مځکه ننوت. هغه بل ځل خو آمریکا پیری ورڅخه جوړ وه، دا ځلې لکه چې د پاکستان او آمریکا ګډې جادو د هغه څخه داسې پیری جوړ کړ چې هیڅ ډول کمرو او هیڅ ډول سترګو نشو لیدلی. دا په رښتیا چې ډیره پخه جادو وه، پنځوس ملیونه ډالرو هم نه د چا کمرو ته نوی قوت ورکړ او نه د چا سترګو ته.
هو! لږه موده څټ ته د بن د ناستي سره سم، د کوژدې په کولو( عبوري حکومت جوړشو) لاسونه پورته او دعا وشوه. کوژده وشوه، خو نه د طرفینو په خوښه، بلکې په جبر او زور سره، نو ځکه یی د واده کولو( آرامي راوستل اود آمریکا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک تړون لاسلیک کول) اوږده موده ونیوله او د کوربانو سترې قربانۍ یی د ځانه سره ولرلې. د هغه وخت (اکتوبر۲۰۰۱) څخه بیا ترننه پورې، په افغانستان کې نا بلل شوي ورڅي* او میلمانه د هیواد د ژویو (افغانان په انسانانو کې نه شمیري) سره د بشري چوکاټ څخه وتلي، ناروا چارې ترسره کوي، پر توهین، تحقیربرسیره، غټان ښځې او نر څه چې ماشوم بچیان یی په راکټي او بمي مځکنیو او هوائي بمباریو کې اورتوي او وژني . په جګړو هرکال په لسګونو ملیارډونه ډالر لګوي او په جګړو کې یی په لسګونو زره وګړي ووژل، دا ددې په خاطر چې په افغانانو یی زړونه دړدیږي او خوږیږي چې ولې د دموکراسۍ له دغه سترنعمت څخه محروم او بې برخې دي. تراوسه یی په سونو ملیارډه ډالره د افغانستان په جګړو ولګول، ولې په ملیونو وکړي د بیګه او سبا وچه ډوډۍ نلري، په ملیونو وګړي په ډول ډول ساري ناروغیو او نیږدې ټول په روحي ناروغیو اخته دي، د هغوی لپاره به د آمریکا دغه د دموکراسۍ د تشې، وچې او خالي ټوکرۍ نوم اخیستل، څه ګټه ورسوي؟ آمریکایي دموکراسي، نه د افغانانو د دین سره ډاډه لګوي او نه د کلتور سره. بله دا، موږ چې آوریدلي وو، دموکراسي په یو هیواد کې پخپله د هیوادوالو له خوا په تدریج په ټولنه کې د پوهنې او اقتصاد د ودې او پرمختګ سره یو ځای رامنځ ته کیږي او وده کوي. دا بیخي نوي لکه چې د یوویشتمې پیړۍ خبره ده چې دموکراسي د توغندیو په څوکو کې له یو هیواد څخه بل هیواد ته وړل کیږي.
هو! آمریکایان دا زړه سوی یوازې د افغانستان د ولس سره نه، بلکې د نورې نړۍ سره هم، کوم چې مشران یی خپلسري دي او د دوی سلاو او مشورو ته سم غوږ نه نیسي، لکه عراق د صدام د واکمنۍ په مهال یا اوسنۍ لیبیا د قزافي په مشرۍ، دوی ته یی هم د خپلو عصري توغندیو پر څوکو دموکراسي وربارکړه. دا چې دغه توغندیزه دموکراسي به د نړۍ د کومو نورو بختورو هیوادونو نصیب کیږي، وخت او شرایطو ته اړتیا ده. په عراق کې یی د سونو زرو ژوند واخیست او په ملیونو یی بې کوره او کډوال کړل. د لودیځې دموکراسۍ سردمداران جورج بوش او ټونیبلیر وایی چې زموږ دموکراسي دومره ارزښت لري لکه څومره څه چې په عراق کې پیښ شول. اوپه لیبیا کې د ورته چارو پیل دی، پای یی څرګند نه دی. خو د عراق په خلاف چې هلته صدام زر له پښو وغورځول شو، دلته په لیبیا کې پالیسي داسې ده چې قزافي په تدریجي ډول مرګ ته پخپله غاړه کیږدي.
اوس یی د افغانستان چارې د سیمې سره ولړلې. خو څرګنده نه ده چې څه کوچ ورڅخه راوباسي. د هیواد دننه یی نه یوازې په اصطلاح د ښځې او میړه ترمنځ، بلکې د هغوی د اولادونو او خپلوانو په ګډون ټول یی سره واچول. پارلمان، قضا، حکومت ټول یی یو د بل په مقابل کې ودرول. هره ورځ یو جګپوړی ډولتي چارواکی وژل کیږي او د هغه د وژلو ګوته د خاصو کسانو له لوري، په خصوصي ناستو کې همدا د دولت لوړپوړو نورو چارواکو ته نیول کیږي، ترڅو تنور نوره هم تود او ګرم کړي او د دولت دننه فضا نوره هم په تورو لوګیو ډکه کړي. په سیمه ایزه کچه چې کوم لږ غوندې نیمګړی ګام اوچت شي، په مزائلو او توپونویی وولي او له اعتباره یی وغورځوي.
ترڅو چې د دغه سترتیژیک واده مراسم د ورڅیو* د غوښتنو سره سم پرځای نشي، هره ورځ به دغه د قربانۍ پسونه د هیواد په ګوټ ګوټ کې ذبح کیږي. هغه څوک چې ، په دغه نامتناسبه قوت ( اقتصادي، نظامي، سیاسي،...) کې، د تاریخي مسؤلیتونو له امله، د واده ( سترتیژیک تړون) په سرته کولو کې د افغانستان د ګټو په لټه کې دي، بې غیرد انساني قربانیو او تلفاتو د زیاتولو او د خطرونو( د هیواد ویشل) د رامنځ ته کولو، ممکن نوره ګټه ونکړای شي. خو دغه خبره هم پټه نه ده چې د بې تناسبه او معامله ګر واده کولو په صورت کې، مسؤول کسان تاریخ نه بښي، ولو که د هر مجبوریت له امله یی دغه کار کړی وي.
پای

*مِرګند : څلویښت ـ پنځوس کاله د مخه په خوست ولایت کې یوه مذهبي ورځ چې هلته په خوست کې ښه ـ شپه ورته وایی، د ډیوې د ښې ـ شپې په نوم لمانځل کیده. په دغه ورځ ماښام به د معمول په ډول لکه په نورو ښوـ شپو کې د ماښام له لمانځه لږ د مخه هرچا یو څه ډوډۍ جومات ته راوړه. خو د ډیوې ښې ـ شپې لپاره، یوولس دولس کلنو هلکانو به یوه اونۍ د مخه لرګي تراشل او تورې یی ځینې جوړولې، د همدغه عمر نجونو به پر مزو باندې خټې بندولې او ځنځیرونه به یی ورڅخه جوړول. نجونو به هغه ځنځیرونه په دغه شپه په غاړو او غوږونو کې واچول، هلکانو به هغه ځنځیرونه په تورو وهل او شلول به یی. نجونو به منډې وهلې چې ځنځیرونه یی هلکان مات نکړي، هلکانو به د دوی شاته منډې وهلې او په دې ترتیب یی لوبې او خوشالۍ کولې. د هرکلي ځوانانو به هم یوه – دوې اونۍ د مخه خس او خشاک راټولول. د هغو به یی غټ او لوړ آمبارونه جوړ کړل. په دغه شپه ماسختن به د ټولو کورونو په بامونو باندې هرچا څراغونه ( مزري، آژي، ډیوې،...) بلول. ځوانانو به د باندې په یوه ستره میداني کې چیرې یی چې د سونګ توکي ټول کړي وو، راټولیدل او هغه ته به یی اور ورته کړ چې له لیرې لیرې ځایونو څخه به یی لمبې لیدل کیدې. وروسته چې اور به لږ کمزوری شو، د هغه پرشاوخوا به یی اتڼ واچوه. دغه د اور بلولو ته یی مِرګند ویل.
* ورته د وریتیدل، وریتول د مصدر څخه اخیستل شوی چې د کبابولو مانا ورکوي.
*ورڅي : په خوست کې هغه وګړي چې د نجلۍ کلي او کورته د هلک له کوره په وره ورځي، هغوی ته ورڅي وایی. د خوست خلک د ځي پرځای څي وایی.
سورګل ژمن تڼی

۲۱- ۷ - ۲۰۱۱