د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امریکا په یوویشتمه پېړۍ کې ، دافغانستان ناورين

سورګل تڼی 23.04.2008 00:22

د یوویشتمې پېړۍ په درشل کې دنړۍ دهېوادونود مختلفوعمرونو وګړو په خاصه توګه ځوانانو د ښه او ډېرغوړیدلی ژوندانه هیلې څرګندولې. په پرمختللو هېوادونو کې به ځوانانو د لا بسیا اوخوشاله ژوند جوړولو رنګارنګ پړدې د سترګو په وړاندې ښکته پورته کولې. په پرمختیایی هېوادونو کې یی بیا د مړو خېټو خوبونه لیدل. یو شمېر سیاستوالو به هم کله کله په نړۍ کې د ورورګلوۍ فضا د جوړیدواوپه رېښتونی توګه د بشری حقونو د ساتلواو پرځای کولو پېړۍ ترسیموله. د شوروی اتحاد په ړنګیدواود وارسا پکت له منځه تللو سره خو د لوېدیځوالو مېډیاوې ټولې هره ورځ په یو ښکلی راتلونکی نړۍ جوړیدنه ډکیدلې.
لارډ جوډ دملکې جګړو او ملکی سولې په نوم کتاب سریزه باندې لیکلی دی چې د شوروی اتحاد د قوت ترماتیدو وروسته په نړیوالو کې خوشبینۍ،هیلې او امیدونه زیات شول. هغه د ډار تیاره چې د کمونېزم له خوا داتومی واسلو د کارولو له امله غوړیدله وه، د سرونو نه لېرې شوه... اوس نو په نړۍ کې د دولتونوترمنځ جګړی نه،بلکه یوازې به د هېوادونو دننه ځینې قومی،نېژادی،اقتصادی، سیاسی،مذهبی ناخوالې اوشخړې وې چې هغوی به یی په خپله حلوی.۱
خو دا تاریخ شودلی ده چې د نړۍ هردولت، کوم کله هم چې پوځې اواقتصادی ـ تخنیکی زور اخستی دی نو زغم یی له لاسه ورکړیدی. د نورو هیوادونواوسیمو د نیولو،زبښلواوپه ټولو وسیلو سره د سیالو دولتونو د په شاتنبولواو پښو غورځولو هڅې او زیارونه یی پیل کړیدی. د امریکا دولت هم ان په یوویشتمه پېړۍ کې ددې طبیعت څخه ګوښه پاتې نه شو. کله چې د شوروی دولت د ړنګیدو په لور وروستۍ سلګۍ وهلې،د امریکا دولتی واکمنو په غړمبه غړمبه خندل او په هغه وخت یی په ککریو کې د نړۍ دبیا وېش اومهمو اقتصادی ـ پوځی ستراتیژيکو سیمو تر سینې لاندې راوستلو او پوځی اډو جوړولو مفکورې ښکته پورته کیدلې. د امریکادولت د۱۹۹۱کال د سیاسې جوړچاپېریال څخه په ګټه اخیستلو دم.م. د امنیت شورا پرېکړه دعراق څخه د کوېټ هېواد د آزادولو په پلمه ترلاسه او په سعودی عربستان اوفارس خلیج کې یی خپلې مڅکنۍ،هوائی او سمندری قواوې ځای پرځای کړلې. د هغو ځایونو یی عراق ترسختو هوائی بریدونو لاندې ونیولو. بوش(د اوسنی بوش پلار)په ۱۹۹۱کال په عراق باندې د جګړې د پیل په شپه وویل چې اوس د نړیوالې ساړې جګړې د پای ته رسیدو سره، موږ ته دا امکان په لاس راغلی دی چې د خپل اوسنی او راتلونکی نسل په ګټه په نړۍ کې نوی نظم رامنځ ته کړو. د جګړو په مهال یی عراق ته ډېر مالی،بشری او پوځی زیانونه واړول او د هغوی هوائی قوا یی نیږدې ټوله له منځه یووړله. عراق اړ شو چې د کوېټ څخه پوځونه وباسی او د جګړې تاوان ورکړی. د جګړې د پای ته رسیدو سره سره امریکایی پوځونه په سیمه کې پاتې شول. په ۱۹۹۲کال د امریکا دفاع وزیررامزفيلډ او د هغې مرستیالانو ولفوویچ اولوئیزلیبی یو سند د ٍدفاعی لارښود پلان ٍ تر عنوان لاندې ترتیب کړ. د دې سند په یو ځای کی راغلی دې چې موږ باید په خپله دفاعی سترتیژۍ کې ژوره پاملرنه وکړو اوپرېنږدوچې په نړۍ کې بیا بل ابرقدرت راجوړشی. موږ باید د یوه دښمن او سیال قوت په لاس کې دیوې سیمې د لویدلو څخه، کومه چې د ابرقدرت په جوړیدو کې رول لوبولی شی،په کلکه مخنوای وکړو. بل ځای زیاتوی چې په دغه ډله کې یوازې چین اوروسیه نه،بلکه زموږ سنتی متحدین هم راځی. دوی زیاتوی چې موږ باید ددې خبرې چې زموږبالقوه سیالان د کومې سیمې یا په نړیواله کچه د رول لرلو شوق وکړی، په جدی توګه مخنوای وکړو .۲
رېچارډ هاس دامریکا د ملی امنیت شورا غړی اود بوش(اوسنی بوش پلار)د وخت د بهرنیو چارو د وزارت لوړپوړی چارواکی په خپل اثر ٍ مداخلهٍ کې لیکلی وو چې امریکا متحده ایالات اوس ددې ډار نه وتلی دی چې په جګړه کې به د کوم ابرقدرت سره مخا مخ شی. له دې وروسته موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کی د غیرمحدودې مداخلې اود عمل آزادۍ ابتکار کولو څخه برخمن یو.۳
په همدې وختونو کې چې نور نړیوال د یوویشتمې پېړۍ په اړه دخپل ښه ژوند خیالونو اخستی وو،د ښې راتلونکی خوبونه یی لیدل، د امریکا دولتی واکمنو د نړې د انرژیو د سرچینو د نیولو اوغصبولو پلانونه ترلاس لاندې نیولی وو. دوی په پرلاپسې توګه داسې نظریی څرګندولې چې یوویشتمه پېړۍ د امریکایانو د هژمونۍ پېړۍ ده. په نړۍ کې یوازې امریکایان باید هر چېرې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هو! یا نه! ووایی، هرڅه چې دوی وایی هسې باید وشی. دوی په هېڅ بیه باید هېڅ دولت پرېنږدی چې ددوی سره ځان پرتله کړی.
د عراق نه وروسته امريکايانو بله پله یوګوسلاویا ته اوبه ورخړې کړلې. یوګوسلاویا یی نه یوازې په اقتصادی اوپوځی ډګرونو کې په هوايي بمباریوسره په ګونډو کړله،بلکه په وړو وړو ټوټو یی ووېشله اود وېشلو لوګی یی اوس د۲۰۰۸کال په لومړۍ څلورمه(کوسوګو) کې هم پورته کیږی.
کله چې د امریکا واکمنو پورته ازمایښتونه په پوره بریو سره سرته کړل نود ځان غوښتنې هژمونېستی شمله یی نوره هم جګه شوه او د غټو ګامونو اخیستلو تکل یی وکړلو.
د امریکا د غټو ګامونو اخیستلو لومړنۍ نښه افغانستان شو. ولې لومړی افغانستان په نښه ښو؟
۱ـ افغانستان د آسیا د ټولې وچې لپاره جیوپولیټیک اهمیت لری.
۲ـ افغانستان پریمانه طبېعی اولاس نه وهلی زیرمې لری.
۳ـ افغانستان کسپیئن بحیرې ته نیږدې پروت هېواد دی. دا ځای(کسپیئن اودهغې په غاړه پراته سیمه) د انرژۍ زیاتې زیرمې لری. دې سیمې ته نفوذ اوددې ځای کنترول د افغانستانه په آسانۍ کیدای شی. د امریکا د غازو اونفتوکمپنی یونوکال د ترکمنستان څخه دافغانستان له لارې د غازو لیکه تېرول په نظر کې لری. له دې کبله په افغانستان کې بشپړد ډاډ وړامنیت راتلوته اړتیا ده.
۴ـ د امریکا ولسمشر جورج بوش ایران،عراق،لېبیا،شمالی کوریا،سپینه روسیه،...،دولتونه د شرارت ځالې بللی وواو ویلی یی وچې ډېر زر به ددوی سره حساب وکړی. نو د امریکا دښمن دولت اېران د افغانستان سره پرپوله پروت دی، امریکا غوښتل چې ایران د ختیځ لوری هم ایسار کړی. ترڅود تصمیم په صورت کې د هغه واکمنی په آسانۍ رانسکوره کړای شی.
۵ـ د افغاستان ولس د شل کلنې جګړې څخه بیخی سخت ستړی شوی و. ټول پوځی ـ امنیتی سیستم او په ټوله کې د دولت اداره ړانګه اووېجاړه شوی وه. حالات داسی وو، هره بلا چې راتلله، ولس یی منلو ته تیارؤ خو چې په هېواد کې یی آرامی راوستلی وای.
۶ـ د امریکا استخباراتو ته پته وه چې د پاکستان پردولتی مشرتابه د امریکا قومانده چلیدای شی او د هغوی پوځی استخبارات ای اس ای پرطالبانو په نېغه اغېز لری.
افغانستان ته د امریکایی پوځونو د ننه ایستلو لپاره دغه ډول چاپېریال ډېر په زړه پورې ؤ.
د امریکایانو هغه پورته وړاندې لید پر ځای ؤ. دوی د لږهوائی بمباریو وروسته وکړی شول چې خپل پوځونه افغانستان ته ننه باسی اوهیڅ ډول مرګ ژوبله ونه وینی. خو دا چې د ۲۰۰۱کال د سپټمبر پېښه په افغانستان باندې د امریکا د پوځی بریدونو پلمه شوه،نړیوال اوس د شک په سترګه ګوری اود یو شمېر سیاستوالونظرونه په دې اړه بل ډول دی.
یوشمېرسیاسی څېړونکی وایی چې امریکا دمخه تردې چې د۲۰۰۱کال سپتمبریولسمې پېښه وشی افغانستان ته د پوځونو د ننه ایستلو نیت درلود،ترڅو د ترکمنستان څخه د غازلیکې تېرولو لپاره هلته وړفضا جوړه کړی. خو د سپټمبر یولسمې پېښې ددوی دغه پروسه چټکه کړه.
خو د یولسم سپټمبر په نوم کتاب لیکونکی پترپرانسن هڅه کړیده چې د ډېر شمېرمعتبرواسنادو په راټولولواوتحلیل سره دا ثابته کړی چې د امریکا استخباراتو په لوی لاس دغه پېښه جوړه کړیوه، ترڅو د نړیوالواوامریکا ولس خواخوږی جلب اوپه اسانۍ سره خپلې هژمونېستی موخې پرمخ بوځی. هغه د یاد شوی کتاب په سریزه کې لیکی چې د امریکا پټو امنیتی سازمانونو ته د الوتکو د تښتوونکو پته وه اوهغوی یی د نیږدې څخه د څار لاندې وو...د هغوی ټول تګ راتګ یی له نیږدې څارلو....خو له دې کبله یی هغوې ته مخه ورکړه تر څو د خپلو دښمنانه بهرنیو سیاسی موخو لپاره ددی کارڅخه ګټه پورته کړی. د اف بی ای مشر، په همغه لومړۍورځ چې د نیویارک نړیوال سوداګریزمرکز ودانۍ ایرو او لوګیو ته ودریدلو،دا څرګندونې، چې ددې پېښې تر شا د القاعده سازمان (بن لادن) لاس دی، د نړیوالو شکونه زیات کړل.
تر دې بله د حیرانتیا خبره لا دا وه چې هلته د ړانګې او سوزول شوی ودانۍ څنګ ته استخباراتی کارکوونکو د یو طرحه ګرالوتکې تښتوونکی تذکره(اډنټیکارډ) پیدا کړو. حال دا چې هغه داسې اور( ۱۲۰۰سانتی ګرېډ درجې) وه چې ټولې اوسپنې یی اوبه کړلې.
پتر پرانسن پورته پېښې(سپټمبرپېښې)باندې د شک کولو له امله د یو شمېر نظر څښتنو مسلکی وګړو نظرونه راټول کړیدی چې ځینې یی داسې دی: پتر د المان د اطلاعاتو او امنیتی چارو پخوانی رئس اېکېهاراځ ورتېباخ له خولې لیکی چې د یوه پیاوړی دولت د پټو سازمانونو د فوق العاده دقیقې اوټکی په ټکی برنامې جوړولو اوعملی کولو څخه پرته دغه کار نه شوونی ؤ. همدا ډول هغه د یو بل المانی اندریاس وان بلوو چې د هغه هېواد پخوانی وزیر، د پارلمان د پټو امنیتی سازمانونو د کنترول د کمېسیون غړی ؤ لیکی چې دغه بریدونه د امریکا د امنیتی سازمانونو له خوا د شنو څراغونو د ورکولو څخه پرته نا ممکن وو اود دغوعملونوڅخه د دوی مطلب د جګړی پدیدې ته د ولسونوپام اړول وو. هغه په سریزه کې بله خبره زیاتوی او وایی چې د مخه تردې چې د سپټمبر د یولسمې پېښه رامنځ ته شی د نړۍ نهه هېوادونو استخباراتی ارګانو د امریکا لوری هممسلکانو ته د پېښو په اړه خبرداری ورکړی ؤ. دغه هېوادونه عبارت له برېتانیا، ارډن، فرانسه، المان،مراکش،مصر،اسرائیل،روسیه او افغانستان( هغه وخت طالبان وو) څخه وو. په همدغه سریزه کې پتر پرانسن د یوه مصری جنرال محمود خلف،هغه چې د برېتانیا دکورنۍ دفاع د سلطانتی انستېتوت اود امریکا پوځ د علمی انجمن غړی دی له قوله لیکی چې د سپټمبرد یولسمې عملیات ډېر پیچلی وو. هغو چا چې په دې عملیاتو کې ونډه درلوده هغوی ته دیوچا له خوا ددې چارودیوې دقیقې برنامې جوړولواړتیا وه، ددې ټولو عملیاتو یو ځای سرته کول د دومره ډېروپټوسازمانونوپه شته والی سره کاملآ غیرممکن وو.۴
یو امریکایی سیاست پوه چارلېس کوپچان چې د امریکایی واکمنوپرافغانستان اوعراق باندې د بریدونومخالف دی، وایی چې امریکا اوس د خپل قدرت د لوړی څوکې څخه مخ په ځوړروانه ده اودا د بوش ادارې د غلط سیاست له امله.۴ دی په دې نظر دی چې د ۲۰۰۱کال د سپتمبر پېښه لکه د دویمې نړیوالې جګړې د وخت، کومه چې د جاپان منظمو هوائی قواو د پیئرل په سمندری بندری پوځونو سرته رسولی وه،غوندې نه وه. د ترورېستی جګړمارو خو ځای ځایکی څرګند نه وې، نو په هغوی پسې پوځونه او لښکرې ایستل او لېږل دعقل نه لېرې کار دی. کوپچان وایی چې موږ باید د انګرېزانو او فرانسویانو د امپراتوریو او خپلو پخوانیو تجروبو څخه پند اوعبرت اخستی وای. دی وایی چې ترورېستانو(کوپچان د آزادۍ جنګیالی ترورېستان ګڼی)انګرېزان اړ کړل چې د فلسطین او آدن څخه ووځی. ترورېستانو فرانسویان اړ کړل چې د الجزایر څخه ووځی. همدا ډول په ۱۹۸۳کال په لېبنان کې په امریکایی اډه کې چاودنو د امریکا عسکر د هغې ځایه وتلو ته اړ ایستل. وروسته د آدن په بندر کې په پوځی بېړۍ کې چاودنو موږ اړ کړو چې هغه ځای پرېږدو اود مېدېترانې سمندرته بېړۍ راولو. خو اوس د بوش ادارې په ترورېستانو پسې په زرګونوکیلومتره لېرې منظم مځکنی،هوائی اوسمندری پوځونه وروخوځول.۵
دا چې پورته خبرې څومره منطقی دی،یوې خواته پرېږدو. راځو دغې خبرې ته چې د۲۰۰۱کال د سپټمبر پېښې لږموده وروسته یانې د همدې کال په اکتوبر کې امریکایی پوځونو پرافغانستان هوائی بمبارۍ پیل کړلې. وروسته د لږ وخت بمباریو د پاکستان په مرسته طالبانو افغانستان پرېښود او د پاکستان په لور( دالقاعده مشرتابه سره) له خاورې ووتل. افغانانو د امریکیانو نه استقبال وکړلو. په افغانستان کې نوی عبوری حکومت جوړ او د دولتی ادارو په جوړښت یی پیل وکړلو. په افغانستان کې لنډمهاله آرامه فضا رامنځ ته شوه. امریکایانو دغه ډول فضا جوړیدل خپل بشپپړ بری وګڼلو اودغرور پزه یی نوره هم لوړه شوه،خو په القاعده پسې یی پل ونه نیولو او د نوروموخو په هڅو کې شوه. خو د یادولو وړ ده چې د افغانستان دغې لنډمهالې آرامې فضا د امریکا مشرتابه ته نور هم جرأت ورکړلو چې د نړۍ د نورو سیمو کومې چې د مخه یادونه وشوه ، یوه پربله پسې د نیولو په موخوِِ زر ملاوې وتړی.

ترایران د مخه پر عراق د امریکا د پوځی برید علتونه :
۱ـ د عراق دولت سره دعراق ولس د دو ستروډلو، کردانو او شیعه ګانو، سختو مخالفتونو اوکورنیو شخړو له امله د امریکایی پوځیانو د زر او آسانه بری چانس زیات څرګندولو.
۲ـ پرلاپسې اقتصادی بندیزونه، کوم چې د م م امنیت شورا له خوا پر لګول شوی وو، دعراق هېواد یی د ناوړواقتصادی ـ سیاسی حالاتو سره مخ کړی اود دولتي مشرتبه څخه عمومی نارضایت په لوړه کچه کې ؤ.
۳ـ امریکایی پوځیانو پرعراق باندې د۱۹۹۱کال هوائی بریدونو تجربه لرله. کردي سيمی لادمخه ددوي دهړائي چترلاندی وی.
۴ـ د عراق د تیلو د زیاتوزېرمو درلودلوله امله،دهغی ترنيول کيدووروسته د امریکایی پوځونو د تیلو د مصرفونو چارې په عراق اوسيمه کې آسانولې.
۵ـ د عراق په نیولو سره پر ایران باندې د امریکایی پوځی اډو کړۍ بشپړیدله اود ایران رانسکورولوچارې یی نورهم آسانه کولې.
نوځکه د ۲۰۰۳کال په پیل کې امریکایانو په عراق پسې د ډله ایزو واسلو درلودلو خبره کلکه ونیوله. د م م دذروی واسلو د کمسیون پلټنې یی بې باوره وبللې او د هغوی نورو پلټنوته یی صبر نه کولو. د ۲۰۰۳کال د فبروری په میاشت کې کولین پاول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د م م امنیت يه شورا کې د خپلو استخباراتی سپوږمکیو او خپلو استخباراتو د عکسونو اوراپورونو په وړاندې کولوسره، ټینګ باورښکاره کولو چې عراق د ډله ایزو واسلو د جوړولو په لټه کې دی،نو هرڅومره زر چې ممکنه وی دوی باید د عراق ددې کارمخه ډب کړی.
په دې اړوند چې امریکا او شریکانو ته یی پرعراق د برید اجازه ورکړل شی اوکه نه؟ د امنیت شورا په دو ډلو(نړۍ په دو ډلو) ووېشل شوه. څرنګه چې د امنیت په شورا کې درې هېوادونو فرانسه،روسیه،چین( درې واړو د ویټو حق لرونکو)دا نظر درلود چې د ذروی واسلو کمسیون ته دې وخت ورکړل شی چې خپلې پلټنې بشپړې کړی، بې له هغه پرعراق د برید کولو مخالف وو. نو امریکا او شریکانو یی د امنیت شورا د پرېکړې پرته پرعراق د برید څپلۍ په پښو او ملا وتړله. پر عراق یی له هوا،مځکی او سمندر څخه بریدونه او ډزې پیل او د صدام حسین دولت یی په لږ موده کې رانسکور کړلو.
د عراق د نیولوڅومیاشتې وروسته په عراق کې د م م دفترونه بمبارد شول او د هغې د مشرتابه په ګډون زیات شمېر غړی یی ووژل. کوفی حنان دهغې وخت د م م سرمنشی وویل چې دغه ورځ زموږ(م.م.) په تاریخ کې ترټولو توره ورځ ده. کوفی حنان د ۲۰۰۴کال په سپټمبر کې وویل چې د امنیت شورا د دویمې پریکړې پرته عراق ته د پوځونو لېږل یو غیر قانونی کارؤ. دی وایی ما دغې ټکی ته اشاره کړیوه چې دا ډول کار د م م د منشور سره سر نخوری او غیر قانونی دی. کوفی حنان په ۲۰۰۶کال یو ځل بیا د امریکا هغه خپل سری عمل وغندلو او ویی ویل چې د نړۍ هیڅ هېواد چې پرنورو خپله برتری وغواړی ،د خپل هېواد امنیت نشی ساتلی.۶
هانس بلېکس د هغه وختونو د م م د ذروی واسلو د کمېسیون مشر ؤ. که څه هم چې بلېکس په دې خبره باوری ؤ چې په عراق کې د ډله ایزو وژنو واسلې نشته خوهغې غوښتل چې په عراق کې د ډله ایزو وژنو د واسلو پلټنو ته دوام ورکړی،ترڅو د امریکا او هغو دولتونو چې لا یی تشویش لرلو چې دا ډول واسلې به په ډېر پټ ډول جوړیږی،قناعت حاصل شی. خو کله چې د امریکایانو په نیت پوه شو چې هغوی خامخه پرعراق برید کوی نو یی له دندې استفأ ورکړه. بلېکس وروسته وویل چې امریکایانو د څرګندوغلطیو په کولو سره د رسوایی څلی جوړ کړلو. په ۲۰۰۷کال ده دعراق جګړه یوه تراژیدی وبلله اویوازې په دې جګړه کې یی د صدام له منځه وړل مثبت ټکی وبللو.۶ خو د صدام حسین په هغه ډول پانسۍ کولو باندې چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ یی تر سره کړله، د نړۍ مسلمانانو زړونه سخت زخمی کړل او د امریکایانو څخه یی کرکه او نفرت نوره لوړې کچې ته جګ شو.
د کولین پاول( دامریکا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر) د دندې ترپرېښودلو یو کال وروسته (۲۰۰۵کال) کله چې امریکایانو د ډله ایزو واسلو درک ونه لګولی شو، وویل چې هغه د م م په امنیت شورا کې، زما خبرو زما د ژوند په لمن ٍ تورداغٍ ٍ جوړ کړلو چې اوس مې سخت ځوروی او په راتلونکی کې به مې هم ځوروی.۷
یو شمېرامریکایان یوویشتمه پېړۍ د امریکایانو پېړۍ بولی او وایی چې په دې پېړۍ که به نړۍ هغسې په یو اړخیز ډول چلیږی چې امریکایان یی غواړی. دوی وایی چې نړۍ اوس یو قطبی ده چې په سر کې یی امریکا ځای لری. خو کوپچان لکه چې د مخه یوځل اشاره ورته وشوه په دې فکر دی چې د امریکا دولت اوس د خپلې لوړې څوکې څخه مخ په ځوړ روان دی. دی وایی دا د اروپا اتحاد دی چې په چټکۍ سره د ودې او بشپړېدو لورته ګامونه اخلی. دی په اقتصادی ډګر کې د امریکا او اروپا اتحاد کالنۍ بودجې سره پر تله کوی،وایی چې په اوس وخت کې د امریکا بودجه لس ترېلیونه ډالره اود اروپا اتحاد اته نیم ترېلیونه ډالره ده خو ددې پېړۍ په دویمه لسیزه کې به د اروپا اتحاد بودجه د امریکا سره انډول شی. برسېره پردې د ایورو ارزښت په چټکۍ سره مخ پرزیاتیدو دی،په دې لنډ وخت کې یی د نړۍ د سوداګرۍ ځینې سیمې لاندې کړلې اوپه بیړه ډالر د نړیوال بازاراود هېوادونو د ارزی زېرمو څخه وباسی.۸
په سیاسی ډګرکې د اروپا اتحاد سنجول شوی کړنې ،څه د ملګروملتونو په غونډو کې او څه هم په نېغه د هېوادونو سره په اړېکو او مرستو کې، ددې اتحاد نفوذ په نړیواله کچه زیات کړیدی.
حال دا چې د بوش ادارې د چیچونکی سیاست له امله، د نړیوالو حساسیتونه د امریکا پر ضد دپخوا پرتله دیرزیات شویدی. په عراق کې،دغووروستيووختونوکی د امریکا د ډېر نیږدې ښی مټی ملګری انګلستان په ګډون ډېرو هېوادونو د امریکا پوځونه یوازې پرېښودل. په افغانستان کې جاپانیانو په خپلو بېړیو کې امریکایی پوځونو ته تیل راوړل ودرول. د ناتو هېوادونه خپل لورونه په لوټو تېره کوی او یوازې شپه ورسره ګوډوی.
دا خبره هرڅوک منی چې امریکا په اصطلاح غول پیکره اقتصاد لري اوغول پیکره واسله لرونکی هېواد دی خوپه زرګونوکیلومترو لېرې د جګړولګښتونه او اکمالول هم که یوهېواد هرڅومره غټه پانګه ولری اوډېرشتمن هم وی،اخېرملاماتی کوی. لاندې رقمونه وګورئ:
تېرمالی کال(۲۰۰۷کال) دعراق اوافغانستان دجګړواوسفارتونولګښتونو(استخباراتي چارو) لپاره د کنګرس څخه منظوره شوی بودجه ۸۴۵ مېلیارډه ډالره وه. حال دا چې د کنګرس د څېړنې څانګې دفتر جوته کړه چې د وېتنام د دولس کالنې جګړې ټول لګښتونه یوازې ۶۷۰مېلیارډ ډالره شوی وو.
جوزف اي.ستګلیڅ د کولومبیاپوهنتون استاذ اود هغې همکار لینډا جې.بیلمېس په خپل ګډ نوی کتاب کې شمېرلی دی چې تراوسه پورې دعراق اوافغانستان په جګړوباندې امریکا درې ترېلیونه ډالر لګولی دی. په ۲۰۰۸کال کې به په دې دواړو هېوادونوکې د امریکا د میاشتې لګښتونه دولس مېلیادو ډالروته وخییږی. دوی په خپلو څېړنوکې لیکی چې که دغه جګړې وغځیږی نوپه ۲۰۱۷کال کې به ددغو جګړو لګښتونه د کال ۱،۷ترېلیونه څخه تر۲،۷ترېلیونو پورې اوچت شی. دوی وایی چې په دغوحسابونو کې موږد سفارتونولګښتونه،دلسګونوزرو ژوبل شویوعسکرو درملنه،په لسګونوزرو روانی ناروغانو(نوي څرګندړنې ښئي، تراوسه پوری په افغانستان اوعراق کی 320000کسه امريکايي عسکر چی20000 دهغو پرهارونوله کبله چی مغزوته يي زيان رسولی او نورد جګړودنوروعلتونوله امله په روحي ناروغيو اخته دي) درملنه، ددې ډلو دکارکولو دتوان له لاسه ورکولوپه حالاتو کې د هغوی د حقوقو ورکول،همدا ډول د جنګی وسائطواووسائلوترمیم،نوی کول اود شرائطو سره سمون ورکول،شامل نه دی. د ساری په توګه یوازې د پوځی موټرو په اضافی سمبال سره چې دلارې ماینونه په هغو کې ناستو کسانوته ځانی زیانونه ونه اړوی، تېرکال۱۷مېلیارده ډالر لګیدلي وو.
د پورته دو تنو یادوشویو پوهانو په عقیده که دغه ډول ټول لګښتونه اوهرکال د تیلواونورو تولیداتو دنرخونو لوړوالی هم په ورحساب کړو،په۲۰۱۷کال کې به د امریکا کالنی لګښتونه پینځو ترېلیونوډالرو ته وخیږی.۹
پرزرونومېلیارډونو ډالرولګښتونوبرسېره یوازی په عراق کې د امریکا څلور زره (دجګړې ترپېځمې کاليزې پورې )عسکرتراوسه وژل شوی اوشاوخوا دېرش زره ژوبل شویدی. لکه چی دمخه اشاره وشوه، په لسګونو زره نورپه روانی نارغیو اخته دی چې ځینو یی ځانونه وژلی دی. په افغانستان کې هم د امریکا اوناتوپوځیان په څه تفاوت سره د ورته حالاتو سره مخ دی. د عراقیانو اوافغانانو دکومويه هېوادونو کې چې بې رحمانه جنګ روان دی،د تېری کوونکوپرتله تر زرونو وارو بد حالات دی. دجګړې څخه راړﻻړې شوي سختې لوږو اوډول ډول ناروغيو ددې هېوادونو وګړي بېدرغه وکړول او کړوي يي.
په عراق کې دجګړی دپیل څخه بیا تراوسه شاوخوا درې لکه کسان به مړه اوژوبل وی(په دې وختونو کې کومې سرچینې شمېره نه ده ورکړی). د ورکړشویو شمېرنو له مخې دوه نیم میلیونه عراقیان په کور د ننه اودومره بهرته مهاجرشویدی. کلی،ښارونه،ښوونځی،روغتونونه،فابریکې،دتیلوچڼ ځایونه،سړکونه،پلونه اونور ړنګ اوپه کنډوالواړول شویدی. په لکونوخلکوکارونه له لاسه ورکړیدی. په سوونه(کیدای شی ترېلیونه) مېلیاردونه ډالره وېجاړۍ هغې هېواد ته اوښتی دی. خو جورج بوش د عراق جګړی د پینځه کالنۍ په ورځ وایی چې دا جګړه ارزی ځکه موږ هلته دموکراسی راولو.
په افغانستان کې د پټوسترګوجګړه پرمخ بیول کیږی. جنګی الوتکې د بمونواوراکټونو سره هوا ته پورته کوی،په هرځای یی چې زړه وغواړی،راکټونه ولی اوبمونه اچوی. د م م د شمېرو له مخې تېرکال اته زره کسان په افغانستان کې وژل شویدی(دا شمېره دومره دقیقه نه ده) او د ژوبلو چې وروسته مړه سویدی هم پته نشته، ترڅنګ یی په لسګونه زره ژوبلیږی. ددوی څخه لږ ترلږه څلوېښت سلمه ښځې،ماشومان،بوډاګان اونوربېګناه وګړیدی. د بېګناه زیانمنو شویو وګړو دتاوانونو ورکړه،د ژوبلو بشپړعلاج،د هغوی دکارکولو د توان له لاسه ورکولوحقونه هېڅوک په غاړه نه اخلی،یوازې دغرونود ځناوروپه شان یی ښکار کړی اویوه ورځ په مډیا کې ویر پر وکړی نور هرڅه هېر شی. که ووايم چی په افغانستان کی ټول خلک په رواني ناروغيواخته دي،لر به مبالغه وبريښي، خو شاوخوا اتيا په سلو کی په رشتوني مانا رواني ناجوړتياوې لري.
په افغانستان کې چې د طالبانوسره د خبروکولو امکانات شته دی،امریکا اوناتو نه غواړی چې دخبرو له لیارې دا غوټه خلاصه کړی،دا ځکه چې تراوسه دوی د کسپیئن د زیرمو په سیمه بشپړ لاس بری ترلاسه کړی نه دی ، له دې کبله باید دلته جګړه اوږده شی ترڅوپه سیمه کې ددوی د شتون اوپاتې کیدو پلمه موجوده وی. ددې ترڅنګ دوی پوخ نیت لری چې په افغانستان کې مقاومت مات نه، بلکه په تدریج سره په فزیکی ډول بشپرنابود اوله منځه یوسي. نوځکه په زغرده وېئلای شو چې افغانان په دې یوویشتمه پېړۍ کې، چې نړیوالو یی د یوې ښې اوښکلی راتلونکی په هیلو اوامیدونو شپې سبا کولې،د یوه ډېر ستریانې جنوسایډ ناورین سره مخامخ دی. نو دا د يوڅوتنو دندا نه،بلکې د ټولوافغانانو دندا ده چې ددې ډېرستراونه جبران کيدونکي ناورين څخه د وتلو لاره ولټوي او ومومي.

مأخذونه:
Civil Wars, Civil Peace page ix(1)
۱۱ سپتامبر مخونه ۵ – ۶ (۲)(۴)
The End of the American Era author in one discussion (5, 8)
BBC News website 14.3.2008 (6, 7)
Authors/U.S. economy could fall casualty to war
From the blogs: controversy, commentary, and debate. CNN. 10.3.2008 (9)