د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پنجاب تنورﻻګرم دی

سورګل تڼی 04.06.2009 18:06

د بشري تاريخ په اوږدو کې، د وګړو په ژوندانه او د قومونو د ژوند په لړکې، يو نيم وخت او کله کله داسې ډول پېښې پېښېيږي او خاص چانسونه او وختونه وګړو يا قومونو ته په ﻻسونو ورځي چې په زړه پورې وړګټې ورڅخه اوچتې کړي، دا بيا په هغو وګړو يا د قومونو او هيوادونو په مشرانو پورې اړه نيسي چې دغه شېبې څنګه درک کوي او دهغو څخه څنګه ګټې اخلي. د شلمې پېړۍ په اتيا يمه لسيزه کې د شوروي اتحاد د پېړۍ د يوې څلورمې برخې اوږدې مودې زاړوکارو مشرانو او واکمنو پښې و ښوئيدلې او خوټې یی د برغنډ په چاود کې بند شوې، يانې دا چې پرافغانستان یی پوځي تېری وکړ. دغه وخت په پاکستان کې د هندوستان څخه مهاجرپوځي جنرال ضيا الحق، د کوم چې ﻻپلارد انګرېزانو په خدمت کې و، او په خپله هم د هغوی روزل شوی (په انګلستان کې یی پوځي زدهکړې کړي وې) نيالګی و، د پوځي کودتا له ﻻرې د واک په ګدۍ ناست و. هغه څه موده د مخه ذوالفقارعلي بوتو، کوم چې د پاکستان د دې وخت د يوه سترپيپل ګوند بنسټ اېښودونکی او مشراو د هيواد صدراعظم و، له سياسي واک(صدارت) څخه ايسته کړی او پانسۍ کړی و. په دې ډول جنرال ضيأ له يوې خوا د دولت د ننه د پيپل پارټۍ او د بلې خوا د پاکستاني ټولنې د يوې سترې برخې وګړو په خاصه توګه د سنديانو د نارضايت سره مخ و.
ضيأ چې نوی یی د دولت مشرتوب د پوځ په زورګوتو ته کړی و، پردولتي او پوځي واک برسېره د صدارت چارې هم پخپله غاړه اخستي وې. خو د دې دپاره چې په ټولنه کې یی پښې په مځکه ولګيږي، نو د يوې خوا د اسرائيلو څخه په الهام اخيستو چې هلته مذهب او ايديالوژي د دولت تګﻻره ده، ده هم داسې فکرکوه چې په پاکستان کې هم د هرډول ملت جوړولو اصولو د شته والي پرته، د انګرېزانو په سلاو او هدايتونو، يوازې د اسلام ترنوم ﻻندې مختلف قومونه د پوځ په اوږو او زور، راټول کړل شوی دولت دی، ځکه دی هم د خپلو پښو پرمځکه اېښودو دپاره بايد بنسټپالو اسلامي ډلو ته غېږه پرانيزي او هغوی د خپلو موخو لپاره په ځان راټول کړي، ترڅو په دې وسيله هم د پاکستان د جوړيدو نظريه عملأ نوره هم پخه کړي او هم دی په ټولنه کې د ډډو او پښو لګولو ځای ومومي. خو له دې کبله چې له يوې خوا جنرال ضيأ د پوځ په زورد کودتا(غيرانتخابي يا غيردموکراتيکې) له ﻻرې واک ترﻻسه کړی و، د بلې خوا یی ډډه په اسلامي بنسټپالانو ولګوله، چې د هغه دا دواړه دريځونه د لوديځوالو، په خاصه توګه د امريکا متحدو ايالتونو د زياتې پاملرنې او تشويش وړوګرځيدل. د پاکستان د پوځي واکمن په اړوند د امريکايانو تشويشونه هغه مهال ﻻ نورهم ډېرشول چې د ١٩٧٩ کال په وروستيو کې د اسلام آباد د قائد آعظم پوهنتون محصلانو د ايران د محصلانو په ملاتړ، کومو چې هلته په ايران کې د امريکا سفارت کارکوونکي يرغمل کړي وو، په اسلام آباد کې د امريکا پرسفارت بريد وکړاو د هغه يوه برخه یی وسوزوله. خو د دې پېښې سره نيږدې، يوازې لږلنډه موده څټ ته، کله چې پرافغانستان باندې د شوروي اتحاد د پوځي تېري خبره رامنځ ته شوه، نو د دواړو(پاکستان او امريکا) دولتونو او ولسونو، ټول تېرپه تېره هېرکړل او ټول پام یی د شوروي د مستۍ پرلورواوښت. د شوروي اتحاد د پوځي تېري له امله، جنرال ضيأ له يوې خوا سخت ډاراخستی و، او د بلې خوا یی داسې فکرکوه، لکه چې غوا یی ننګه شوي وي. د امريکا واکمن هم دشوروي اتحاد د پوځي تېري د غږپه اوريدو سره په پيل کې له دې امله چې په ايران کې د سياسي ماتي خوړلو او بد شګون ترڅنګ چې امريکایی پلوه شاهنشا رضأشاه د هيواده تښتيدلی و، هلته واکمني د هغو اخوندانو په ﻻس ورغلي وه، کوم چې د بېخه د امريکا دوښمن وو. د دې ترڅنګ د ايران په سفارت کې امريکايې کارکوونکي يرغمل نيول شوي وو، نو په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د پوځي تېري د کيدو، د پېښې په پېښيدو سره د امريکا متحدو ايالتونو واکمنان او سياستوال نورهم کواکه شول. هغوی (امريکايانو) ته د افغانستان په ګاونډ کې د هيلو او مخ وراړونې يوازنی ځای همدا نيمه زښت شوی پوځي- مذهبي دولت يانې پاکستان ورپاتې و. جنرال ضيأ په لومړي سرکې د سعودي عربستان په لور منډې واخيستې. خو په دې پوهيده چې سعوديان یی له بلا څخه ژغورلی نشي. هغه و چې د امريکا سره یی، کوم چې د شوروي اتحاد سيال دوښمن دولت و، اړېکي ونيول. دا څرګنده وه چې د شوروي اتحاد پوځي تېري د پاکستان او امريکا متحدو ايالتونو دواړو زړونه لړزولي او بګنولي وو. د دواړو دولتونو واکمنان او سياستوال په دې اند وو چې شوروي اتحاد نورې خرنې هم کوي، تودو اوبو او د پارس خليج ته ځان وباسي، او په دغه ﻻرکې یی پاکستان هم ترخوراک ﻻندې دی. له همدې کبله د دواړو دولتونو واکمنان، سياستوال او استخبارات، د وړو او زاړو خبرو په پټو خولو سره تېرشول او د يو او بل په لورته ورپه منډو شول او يو، بل ته یی غېږې پرنېستې. خو بايد ووايو چې ښاغلی جنرال ضيأالحق دا د انګرېزي زبېښاکګرزمنګی بريالی شو چې د امريکا واکمنان ترخپل اغېزﻻندې راولي.
جنرال ضيأ که هرڅومره د دې خبرې ډاريده چې شورويان به په نېغه پرپاکستان بريد وکړي، که په نېغه بريد ونکړي نو د ډېورنډ د کرغېړنې کرښې هغه بلې خوا پښتانه به خامخه ولمسوي، پيسې او وسلې به ورکړي او د پنجاب پرضد به یی راپورته کړي. د هغه سترګو ته د دې ټولو ګواښونو د ودريدلو سره سره، ضيأ دا خبره هم ژوره درک کوله چې امريکايان د نړی په دې حساسو شېبو کې چې شوروي پوځونه د افغانستان په خاوره ورننوتلي دي، هغوی (امريکايان) په دې نوي جوړشوي نړيوال چاپېريال کې، په داسې حال کې چې د ايران سره یی نوي سخته تربګني پيل شوي ده، نو د پاکستان سره نيږدې ښو اړېکو ته ژوره اړتيا لري. نو ځکه جنرال ضيأ، د رېګن سره په ليدنه کې، کله چې هغه (رېګن د امريکا جمهوررئیس) د ٤٠٠مليونه ډالرو د مرستو ژبه وکړه، ضيأ خرنې پيل کړې چې دا خو ډېرې لږدي او هغه ژمنه یی په ګوتړکه ووهله. ترڅو رېګن اړشو چې د ضيأ بيا ښه غوښنه برخه وکړي، يانې برسېره پردې چې د درې زره دوه سوه(٣٢٠٠) مليونه ډالرو د ورکړې ژبه یی ورسره وکړه، د اف١٦ جنګي الوتکو د پېرودلو اجازه یی هم ورکړه. بايد ووايو چې تردې دمه د امريکا کنګرس له لوري، د دغو الوتکو د اخيستلو اجازه يوازې او يوازې د ناتو غړو هېوادونو او جاپان له پاره وه.
بل مهم بری چې جنرال ضيأ د امريکا د واکمنو څخه په ﻻس راوړ، هغه دا و چې په هغه یی دا خبره هم ومنله، چې ټولې هغه مالي، تخنيکي او د وسلو مرستې، د وګړنيزو(بشري) مرستو په ګډون، چې د بهرڅخه د افغان مقاومت او د کمپونو اوسيدونکو سره کيږي، هغه ټولې به د پاکستاني واکمنو، په خاصه توګه د ای اس ای په ﻻس وي. د دې ترڅنګه د هغه(ضيأ) دريمه غته بريا، دا وه چې رېګن دې خبرې ته هم غاړه کېښوده چې د افغان مقاومت پوځي روزنه هم، يوازې او يوازې پاکستاني پوځيان بايد وکړي. د ضيأ څلورمه بريا او ګټه دا هم وه چې د هغه هيواد د اتومي وسلو په جوړولو، د امريکا دولت سترګې پټې کړې. د دې ټولو خبرو پايله دا کيږي چې امريکا او د هغه اتحادچيانو، هرڅه د پاکستان غېږې ته ورواچول او په خپله یی يوازې د لوژستېکي او اکمالتي دندو د ترسره کولو چارې په غاړه وې.
د امريکا متحده ايالتونو د دولت او د سعودي عربستان پاچاهي رژيم ترمنځ هم داسې تړون وشو: هرڅومره پيسې چې د امريکا دولت، د افغانستان مقاومت د وسلو لپاره بېلوي، هغومره به سعودي عربستان دولت په ورزياتوي. د بېلګې په توګه يو رقم ياده وو؛ په ١٩٨٧ کال کې امريکا شپږسوه دېرش(٦٣٠) مليونه ډالر* د افغان مقاومت جنګيالو ته د وسلو د پېرودلو او ورکولو د پاره تحصيص ورکړ، سعودي هم اړ و چې دومره يانې شپږسوه دېرش مليون ډالره د امريکا د استخباراتو، سي آی اې په اختيارکې ورکړي چې ټولې پيسې يو مېليارډ دوه سوه شپېته مليونه ډالرجوړيدل. امريکایی استخباراتو سي آی اې به په پيل کې د مصر، چين او ځينو نورو هيوادونو څخه په روسيه کې جوړې شوي وسلې اخيستلې، پاکستان ته به یی رسولې او هلته به یی د ای اس ای په اختيارکې ورکولې. دغه د وسلو بهيرپه وروسته کې پسې وغځيده او اوږد شه، يانې د نورو هيوادونو او په هغه ډله کې د انګلستان د الوتکو ضد توغندي هم د دولت د مخالفو جنګياليو په اختيارکې ورکړل شول. په وروستي پړاو کې امريکا خپل د ستنګرنوي جوړشوي، الوتکو ضد توغندي(شاوخوا ٢٤٠٠توغندي) د مجاهدينو په ﻻس ورکړل. دا خبره بايد ياده کړو، د هغو توغنديو وروستی جمع او خرڅ چې ټولنيزو رسانيو ته راوتلی دی، شپږسوه(٦٠٠) توغندي یی ورک دي. د دې ورک شويو څخه، که داسې وګڼو چې نيم به یی د ایران او نورو هيوادونو ﻻس ته ورغلي وي، نو نيم نور یی داسې ګمان کيږي چې د پاکستان پوځ به د هند سره، د ممکنه پېښيدونکو جګړو د پاره پټ کړي وي.
پاکستان برسېره پردې چې د افغان مقاومت د جنګياليو د پوځي روزنې ګڼ روزنځايونه جوړکړي وو، او په هغو کې نه يوازې افغان جنګيالي، بلکې د کشميرد پاره جنګيالي او د نورې نړۍ جنګيالي کوم چې د افغانستان د مقاوت د ملاتړپه نومونو، د نړۍ د مختلفو هيوادونو او ګوټ ګوټ څخه پاکستان ته، د شوروي د تېري د ټولو مخالفو هيوادونو د استخباراتو له خوا تشويق او اجيرکيدل او مخ په پاکستان روان وو، روزل کيدل. د دې روزنځايونو ترڅنګ، د سي آی اې په ﻻرښوونه، د سعودي عربستان په مالي غټو مرستو، برسېره پرهغو اته زره( ٨٠٠٠) ديني مدرسو چې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د روزنو د پاره پاکستان ﻻ د مخه لرل، ای اس ای شاوخوا درې دېرش زره (٣٣٠٠٠) نورې نوي، يوازې په نوم ديني مدرسې چې په هغو کې د ديني زدهکړو ترنوم ﻻندې د جنګونو او جګړو، د کفراو الحاد، په خاصه توګه د شوروي او کمونيزم پرضد، او همدارنګه، د اسلام د ننه د فرقه ايزو اختلافونو اچولو په اړه، د کينو او نفرتونو درسونه ورکول کيدل او ورکول کيږي، جوړې کړې. دغه ټولې مدرسې په پښتونخوا او کوېټه کې جوړې شوي دي او د پښتنو بچيان پکې روزل کيږي. حال دا چې د پښتنو د قبائلي سيمو د پاره د پاکستان دولت ﻻ په دې دوه شپته کالن تاريخ کې دوه زره ښوونځي هم نه دي جوړکړي. دغه ټول ځوانان په دې يوويښتمه پېړۍ کې، د منځينيو پړيو په ذهنيتونو( د اوس زمانې د بنيادګرۍ) په مفکورو سره، وروزل شول او روزل کيږي. همدا مدرسې دي چې د اسلامي بنسټپالو لښکرې ورځ په ورځ په نويو ځوانانو پياوړي کوي.
پاکستان برسېره پردې چې د افغانستان د کډوالو د جنګياليو په نوم چې څه ﻻس ته ورتلل، د هغو يوه برخه دوی د خپلو پوځي، اقتصادي او ټولنيزو اړتياو د پاره لګوله، د نړيوالو څخه په خاصه توګه د امريکا متحدو ايالتونواو د هغه لوديځو متحدينو، همدا ډول د سعودي عربستان او يو شمېرنورو اسلامي او غيراسلامي هيوادونو څخه زياتې قرضې او مرستې په نېغه د پاکستان په نوم هم، له دې کبله ترﻻسه کولې چې هغه هيواد، د کډوالو د سختو ستونزو سره مخ دی. بايد ووايو چې د پاکستان دولت همدغه د شوروي اتحاد پرضد جګړو په موده کې، د ګڼو بهرنيو مرستو د ترﻻسه کولو او پرهغوی باندې د امريکا د اقتصادي او پوځي بنديزونو د لېرې کولو او کنترول نه ساتلو، له امله په سيمه کې په يو سترپوځي او ذروي وسلو لرونکي قوت بدل شو. پوځ او پوليسو یی نوي وسلې ترﻻسه کړې. د شوروي اتحاد د ماتي خوړلو وروسته هم امريکا داسې وګڼله چې افغانستان بايد د پاکستان د ګټو سيمه وي او هم پاکستان په سيمه کې په همدغه نيت خپلو هڅو او تلاشونو ته په پياوړي توګه دوام ورکړ. د پاکستان دولت، کله چې د تنظيمونو په منځ کې د خپلې خوښې څوک ونه موندل چې واک ته یی ورسولی شي، نو د خپلو امريکایی، انګرېزي او سعودي سالکارانو په سلاو یی يوه نوي ډله چې زياتره د مشرتابه غړي یی د دوي اجنټان وو، د طالبانو په نوم را ډګرته کړه چې ترننه پورې د هغوی په سرونو په سوداو باندې په مېليارډونو ډالره اخلي. د پاکستان دا پرخه دولتي مافيه يوازې د طالب په سرسودا نه ده، بلکې د ټول پښتون قوم په سرسودا ده، ځکه ټول قوم پکې سوزي، تباه او مړيږي. د پاکستان دغه تنورﻻ تراوسه ګرم دی. په دغه د مافيه یی فعاليتونو په سودا کې، په ښکاره توګه يوازې د امريکا متحدو ايالتونو څخه د کال مېلياردونه ډالرلکه د باج په څېر،ترﻻسه کوي.
د ١٩٨٠ کال څخه بيا تر٢٠٠١ اکتوبرمياشتې پورې او بيا تراوسه، د افغانستان د وګړو په سرد لوبو په لومړيو وختونو کې، د شوروي د پوځي تېري ترنوم ﻻندې، او په وروسته کې بيا د افغانستان د ګاونډيو او په افغانستان کې د ګټو لرونکو دولتونو سره، د خپلو موخو د ﻻس ته راوړلو د جګړو په سياليو کې، د نورو ذيدخله دولتونو ترڅنګ، په ځانګړي توګه د پاکستان پوځ ډېرې غټې تجربې ترﻻسه کړې. او همدا ډول هغه خواږې مېوې چې دوی( دپاکستان دولت، په خاصه توګه پوځ او ای اس ای) د خپل هيواد د آبادۍ، د پوځ او پوليسو دپاره نوي وسلې او د کشمېرد پاره د افغاني، عربي او نورو اسلامي هيوادونو د ځوانانو په ليا(مفته) جنګي قوا، کومه چې د دوی په ﻻسونو ورتلله، او د ګټو- وټو، ټول هغه اړخونه چې پاس ياد شول، په دغه معامله کې د يادولو وړدي. همدا ډول په دې پورته ياده شوي موده کې، په پاکستان کې د مخدره توکو قچاق لوړې کچې ته وخوت، د هغه ترڅنګ د وسلو قچاق او د انسانانو او د هغوی د بدن د غړو قچاق چې ډېره برخه یی قچاقګرو ته په ليا(مفته) په ﻻس ورتلل، د نړۍ په کچه، خپل لوړ پوړ ونيو. د دغو ټولو ګټو د ﻻس ته راوړلو، مزې او نېشه وې، د پاکستان د رنګه رنګ مافيه ډلو( چې په ټوله کې دولتي مافيه ورڅخه جوړه ده) په دماغونو کې د تل لپاره ناسته ده. يا په بل عبارت، د ١٩٨٠ کال څخه نيولي بيا ترننه پورې ټوله موده کې د پاکستان دولت، په خاصه توګه د هغه استخبارات، د اسلامي بنيادګرۍ د جوړولو او پاللو او په هغو پورې د تړلو ګټو، له امله د دغو چارو په يو ډول مافيه یی سازمان اوښتی دی، کوم چې د دولتي مافيه رنګ او شکل خپل کړی دی. نو ځکه هغه د القاعده او طالب بنيادګرۍ ډلې، د کومو چې د امريکا د سي آی اې په مشرۍ، د سعودي عربستان استخباراتو، د هغو(القاعده او طالبانو سازمانونو) د بنسټ ډبره ايښي او نيالګيو ته یی اوبه ورکړي او د پاکستان ای اس ای یی په نېغه نرسري او پالنه کړي ده، تراوسه هم د هغوی د روزلو، پاللو او په کاراچولو څخه ﻻس نه اخلي. پاکستانی پورته ډول مافيه یی دولت، تردغه نن ورځې پورې د دغو ذکرشويو چارو له امله، يوازې د امريکا متحدو ايالتونو څخه د کال مېليارډونه ډالرﻻس ته راوړي او د بلې خوا تر دغه نن ورځې پورې یی د دغو اسلامي بنيادګرو ډلو په زورخپل رقيب ګاونډی دولت هند، په پرلپسې د فشارونو ﻻندې ساتلی او وخت په وخت ازارونه ورکوي.
همدا غټ علتونه دي چې د پاکستان دولت، ﻻ تراوسه د طالبانو او القاعده لمنې ټينګې نيولي دي او نه پرېږدي چې هغه سازمانونه سره وشړيږي. او همدا ډول یی، د خپل بادارامريکا، له خوټوهم ځان ځوړند کړی ساتلی دی او په دغو پلمو( القاعده او طالبانو) دومره يو څه ورڅخه لوشي چې ﻻړې یی په تېريږي. خو د دې ټولو(١٩٨٠- ٢٠٠٩ ...کلونو) تندرونه، د افغانانو په ځانګړي توګه د لرو او برو پښتنو په کورونو رالويدلي دي او رالويږي او د دوی د لړمنو ټوټې، هره ګړۍ ورڅخه شوکوي. دوی هم سرونه ورته اړم کړي دي، بې له دې چې د قوم او ځان په فکرکې شي. د دې په ځای چې په اتفاق شي او د خپل راتلونکي په اړه ژورفکراو سوچ وکړي د جګړې څخه د وتلو ﻻرې چارې و سنجوي، ټولو په يو او بل پسې دبي را اخستي دي، د يو او بل سرونه په ماتوي، او هريو د نا څرګنده او په ورېځو کې پټ او ورک غم لړلي مشرتوب نيولو په سورو نارو سردی. په وطن او قوم کې یی د وينو د توئیدو، نه يوازې هېځ خيال نشته، بلکې پخپله هم پکې شريک دی. پښتو، غيرت، ايمان، وجدان هرڅه لکه چې ختم شوي وي. دا چې ويل مو: وطن مورده، لکه چې اوس موږ ته د وطن مورکلېمې پرځای يوازې او يوازې دا کلمه پاتې وي چې وطن ګوردی. خو کشکې، دغې کلېمه د ټولو افغانانو د پاره رښتيا شوي وای، ځکه ډېرشمېرافغانانو ته د ورپېښو اړتياو له کبله، د وطن ګورهم په ﻻس نه ورځي. هغوی اړ دي چې په پردېسۍ کې په پيسو اخستي دوه متره اوږد ځای کې، د خپل وطن د ټولو يادونو سره ترخاورو ﻻندې شي، د کوم چا به دوه، درې، څلورتنه د دعا د ﻻس پورته کولو وي او د چا به هغه هم نه وي.
زما د دې ټولنې د يوه وړوکي وګړي په توګه، د دې قوم(ملت) هغو د نظراو فکرلرونکو وګړو، که هغوی د کوم قوم، ټبرمشر وي، د کومې سياسي ډلې مشروي،...، يا د آزاد فکر او خيال څښتن وي، خو په رښتيا سره یی د خپل ملت سره مينه وي، خپل ولسونه پرګران وي، او په دړد او ځوږو یی دړديږي او خوږيږي، نو بې له دې چې د امريکا، افغانستان او پاکستان يا نورو دولتونو په فرمايشونو وي، په خپلو هاندونو او هڅو سره راټول شي.
په خپله په خپل منځ کې سره کېني. په تيرو وختونو يوازې د راتلونکي د پاره يو ځغلند نظر تېر کړي او د هغه څخه په عبرت او ګټه پورته کولو د پاره نوردغه د سرېښو ډنډ څخه چې تل د بهرنيانو له خوا ورته چوړيږي، پښې وباسي او د نړۍ د نوروقومونو سره څنګ په څنګ او په نړيواله ټولنه کې د ګډ ژوند کولو د پاره، د افغان قوم د پاره، د پرمختګ ﻻره رڼا وټاکي، داسې ﻻره چې د نورو هيوادونو زموږ په کورنيو چارو کې د ﻻسو وهنو ﻻرې وتړل شي او افغان ملت د ګاونډيو او د نړۍ د ټولو هيوادونو سره په سوله کې خواږه اړېکي ولري، د راکړې ورکړې او مرستو ﻻرې مو سره پرنستي وي، خو د تېري او زياتي ﻻرې مو سره بند وي.
پوهېږم چې دغه کارد داسې تيت او پرک او بې اتفاقه قوم د پاره ډېر غټ ستونزمن دی، خو د تلاشونو کولو سره هرمشکل، خامخه د حل ﻻره مومي. لکه چې خدای پاک موږ تاسو ته فرمائي: ای بنده! ته حرکت کوه، زه به برکت پکې اچوم.

سورګل تڼی
٣٠مۍ ٢٠٠٩