د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان او بارک اوباما

سورګل تڼی 12.06.2009 16:25

د امريکا ولسمشربارک اوباما، د مصرد قاهرې اسلامي پوهنتون په تاريخي وينا کې چې د ٢٠٠٩ کال جون مياشتې په څلورمه نېټه یی وکړه، په هغه وينا کې ده د نړۍ ډېرو پخوانيو او اوسنيو، سختو او ځورونکو ګنډو(غوټو) د رنځلو(خلاصولو) د پاره په زړه پورې ټکي په ياد کړل او د امريکا له لوري یی نړيوالو ته ژمنې و سپارلې چې د هغو غوټو د خلاصولو د پاره به امريکا په رښتوني توګه خپلې هڅې جاري وساتي. د اوباما وينا چې په ليکلي بڼه نه وه، يانې دا چې هره جمله او هره کلمه یی د مخه د سياست او دپلوماسۍ له مخې په ژوره توګه لومړۍ سنجول شوي او بيا ليکل شوي وي، نه وه، د بلې خوا هغه ټولې جملې او مفاهيم، په خپلو نرمو او خوږو خبرو او لفظونو کې ادا کول. له دې کبله هغه متل د ده د وينا په اړه صدق کوه چې وایی: هغه خبرې چې د زړه څخه را ايستل کيږي، په زړونو لګيږي. ده د اوسنۍ نړۍ يو څو غټ رنځونه په بربنډو ټکو کې بيان کړل. د اوباما وينا داسې نه وه لکه د يو ولسمشرکوم چې پېچلي او داسې لغاتونه کاروي چې لږ خلک مطلب ورڅخه اخلي، بلکې د هغه وينا يو استاذ ته ورته وه، هغه چې په ټولګي کې محصلانو ته لکچرورکوي او اوريدونکي د هغه په مطلب بشپړ او ژورپوهيږي. د اوباما د وينا په اړه ما د راديوګانو او تلوېزينونو له ﻻرې د يو شمېراسلامي هيوادونو د وګړو خبرې، د کومو سره چې ژورنالستانو مراکې کړي وې، واوريدې. په هغو مراکو کې زياترو د اوباما خبرې ډېرې خوښې کړي وې، خو ټولو دا خبره تکراروله چې په عمل کې وکتل شي چې امريکايان څه کوي. د اوباما د خبرو په اړوند د امريکايانو عملونو ته ځکه ټول خلک سترګو په ﻻرو دي چې په ټوله کې لوديځوالو سياستوالو او واکمنو تل د دريمې نړۍ هيوادونو ولسونو ته غلې- دانې په لومو کې اېښي دي، نو ځکه دوی د لوديځوالو په اړه هغه ډول چې وایی؛ منګور(مار) چيچلی له پړي وېريږي، دوی هم ډاريږي چې بيا څوک په ګبينو(شاتو) کې زهر ورنکړي.
اوباما دا خبره په ډاګه کړه چې وروسته پاتې ولسونه او په هغه ډله کې د اسلامي هيوادونو يو شمېر وګړي د لوديځې نړۍ سره په دې اختلاف پيدا کړچې لوديځې نړۍ پرمختګ وکړ، او ولسونه یی د تمدن بل پړاو ته واوښتل، نو ځکه یی په دودونو او کړو وړو کې تفاوتونه راغلل، او د دريمې نړۍ يو کوچني شمېر وګړي د هغو بدلونونو سره جوړنه راځي، کرکه ورڅخه کوي او چې وس یی ورسيږي نو ضررونه ورته رسوي. خو بيا په لوديځې نړۍ کې يو شمېروګړي، په اسلامي نړۍ کې د لږشمېربنسټپالو او سختدريزو د عملونو له امله، د ټولو اسلامي هيوادونو په مسلمانانو بدګماني کوي. دغه څه چې اوباما وایی حقيقت دی، په ټوله نړۍ کې بد خلک او د بشريت ترمنځ نفرت اچونکي او د کينو جوړونکي، که هم شمېره یی لږده، خو شته دي. دی ښه وایی د دې د پاره چې ختيځ او لوديځ او ټوله نړۍ کې د کرکې او نفرت او يو او بل څخه د عقيدو په تفاوتونو د دښمنيو زيږونکو تخم ورک شي، نو ﻻزمي ده چې د نړۍ ټول جوړاو سالم انسانان رښتونی ﻻسونه سره ورکړي. هغه همدا خبره د نړيوالو څخه وغوښتله، او ویی ويل چې موږد کرکو او بېباوريو د ختمولو د پاره بايد ﻻسونه سره ورکړو او دغه لړۍ بايد پای ته ورسوو. د اوباما دغه ټوله وينا د امريکا د مخکني ولسمشرجورج بوش سره په يوسل اتيا درجې مخالف لوري کې ده. هغه ټولې نړۍ ته غاښونه چيچل او ويل یی چې هرڅوک چې زموږسره نه دي، هغوی زموږ د دښمنانو سره دي يانې دا چې هغوی هم زموږدښمنان دي او زموږبريد ته دې تياراوسي! اسلامي نړۍ ته خو یی د صليبيانو او مسلمانانو د پراخو جګړو اشارې وررسولې. په عراق باندې د بريد کولو عمل خو یی په ځان باندې د الله پاک له لوري الهام وباله. ان د امريکا د لسيزو دوست هيواد سعودي عربستان یی هم په اوبو خړولو، يانې د القاعده سره په مرستو کولو تورن کړاو پرهغه باندې د بريدونو کولو د پاره یی د بهنو پيدا کولو اوبشپړولو، د ﻻرو چارو په لټولو پيل وکړ. عراق، ايران، لېبيا، شمالي کوريا او يو شمېرنورهيوادونه خو یی بېله هغه هم د شرارت په لېست کې نيولي او اعلان کړي وو، چې د هغوی حساب خو به ورفيصله کوي. په دې نومونولړليک یی لومړی په عراق د جګړې بريد وکړ، او هلته یی د سرېښو په ډنډ کې پښې ونښتې او بندې شوې. د بلې خوا په افغانستان کې امريکایی پوځ او متحدين یی وارپه وار، د تاوتريخوالي سره مخامخ کيدل،، نو ځکه د نورو هيوادونو باندې دبريد په لټه کې نشو. او د دغو عملونو له کبله د بوش د سياست او پاليسۍ ستوری په تورو تيارو او ورېځو کې مخ په ډوبيدو شو. برسېره پرنورو تفاوتونو، د بوش د دغه ناوړه بهرني سياست له کبله هم ده، چې د اوباما خبرې د نړيوالو په تېره د مسلمانانو په زړونو ښې لګيږي.
بارک اوباما، په دې وينا کې د نړۍ د يوې ډېرې سترې بشري غميزې جوړونکي سرچينې يانې اتومي وسلو څخه د نړۍ ژغورلو ته د خپل دولت ژمنتوب څرګند کړ. که امريکا په رښتيا سره دغه ګام د نورو اتومي لرونکو دولتونو په ګډون پورته کړي، په دې کې هېڅ شک نشته چې دا به د بشري تاريخ ترټولو سترو ګامونو څخه سترګام وي. اوباما د امريکا د مخکنيو ولسمرانو په خلاف لومړنی امريکایی ولسمشردی چې د نړيوال چاپېريال ساتلو ته هم ژمن شو او د دې کارد ترسره کولو د پاره یی ځانګړی کس د لوړاعتباراو باورسره وټاکه.
اوباما د فلسطين او اسرائلو ترمنځ د شاوخوا شپېته کلنو اوږدو جګړو او جنجالونو د مسئلې د حل ژمنه، دهغه مسئلې دعيني شرايطو په نظرکې درلودلو سره وکړه. هغه وایی چې فلسطينيان د اسرائلو دولت د شته والي حقيقت بايد ومني او اسرائل هم د فلسطين په خاوره باندې د هغوی د دولت د جوړيدو حقيقت ته بايدغاړه کيږدي. هو! په واقعيت کې دغه د فلسطين او اسرائلو د جګړو او جنجالونو مسئله يوازې د دې دواړو هيوادونو د وګړو مسئله نه ده، بلکې د نړۍ د مسلمانانو، د نړۍ د عيسويانو او يهوديانو مسئله، او ويلی شو چې د ټولو نړيوالو مسئله ګرځيدلي ده. که د دې مسئلې سم جوړاو وړحل رامنځ ته شي، د ډېرو سيمه ايزو او نړيوالو ﻻنجو مخنيوی به وشي. د اسلامي بنسټپالو او سختدريزو د پيداښت، تحريک او تشويق يو ترټولو مهم د بنسټ ټکی همدا د فلسطين او اسرائلو ترمنځ ﻻنجه ده. هغوی په ډېره اسانۍ سره د اسرائلو څخه د امريکا ملاتړچې د لمرغوندې څرګند دی او اوباما هم په هغه باندې پړده ونه اچوله، هرمسلمان ته په ګوته کوي او هغه مرګ- ژوبله چې د اسرائلو له لوري فلسطيني ولس ته وراوړي ويني، نو خامخه زيات شمېرمسلمانان، هم د اسرائلو او هم د امريکا پرضد په آسانۍ سره تحريک کيږي. که چېرې په رښتيا سره اوباما په دې کارکې بريالی شي چې د اسرائلو ترڅنګ د فلسطين دولت جوړشي او اسرائل و فلسطينيانو ته د هغوی څخه نيول شوي مځکې بېرته ورکړي. نو په بشپړباوراو يقين سره به د امريکا او اسلامي نړۍ ترمنځ په اړېکو کې ډېر سترمثبت بدلون را منځ ته شي.
د اوباما د افغانستان په اړوند څرګندونو ته راځو. لکه چې ټول خبردي، لوديځه ټولنيزې رسنۍ د القاعده او طالبانو نومونه زياتره يو ځای او ډېروختونه په يو مفهوم اخلي. په دې کې شک نشته چې د دغو دو نومونو ترمنځ ځينې اړوندونه شته، خو بېلوالی یی هم ډېرڅرګند دی او دغه دواړه ډلې د بېخه سره بېلې دي. د نيږدېوالي ځينې ټکي یی دادي: اسامه بن ﻻدن او يو شمېرانډيوالان یی د افغانستان او شوروي په جګړو کې يو ځای جنګيدلي وو. اسامه چې په سوډان کې و، امريکايانو د سوډان په هيواد فشارراوړ چې هغه د خپل هيواده وشړي، د کارنی په نوم د سي آی اې يوتن دغه غوښتنه د سوډان له حکومته کړي وه. د سوډان دولت د ولسمشرمرستيال علی عثمان طحه امريکا ته په پټه جنرال الفتيح ايروا واستوه. هغه هلته د سي آی اې د استزو سره د بن ﻻدن امريکا ته د وسپارلو په هکله خبرې کړي وې، خو امريکا د ﻻدن امريکا ته سپارل نه و، منل. هغوی يوازې په دې خبره بيا ټينګاراو دړاکه کړی وه چې هغه د سوډان څخه د شړئ. ترهغه وروسته د سوډان ولسمشرعمرالبشيرسعودي عربستان ته د حج کولو په نوم سفروکړاو د سعودي د هغه وخت نائب شاهزاده عبدالله، اوسني د سعودي عربستان پادشاه ته یی وويل چې خپل تبعه او د شاهي کورنۍ غړی اسامه بن ﻻدن له دوی څخه خپل وطن ته بوځي. هغه هم د امريکا ورته ځواب ورکړچې هغه له خپلې خاورې وشړئ!* اسامه ته د سوډان حکومت د امريکا او سعودي د فشارونو له امله وويل شول چې د سوډان د خاورې څخه ووځي. هغه افغانستان ته ﻻړ، دا چې افغانستان یی ولې خوښ کړجلابحث او څېړنه غواړي. خو د دې پرځای چې هلته د عبدالرب رسول سياف سره يو ځای شي، ځکه چې هغه او اسامه دواړه وهابيان او د پخوا څخه یی پېژندګلوي سره لرله، او يا د برهان الدين او احمدشاه مسعود سره چې هم سياف هلته د دوی سره و، او هم دوی یی د جهاد د وخت انډيوالان وو، يو ځای شي، يا هم د ګلبدين حکمتيارسره يو ځای شي، کوم یی چې د جهاد وختونو نيږدې انډيوال پاتې شوی و. هغه د دغو ټولو په خلاف طالبانو ته ورغی، کوم څوک چې د جهاد په وختونو کې ﻻزېږيدلي هم نه وو. د طالبانو د ځواک د رامنځ ته کيدو ترمخه د ملا محمد عمراو همدا ډول د هغه د ګڼ شمېرنورو بړوڅو، اصلأ نومونه هم افغانانو اوريدلي نه وو. افغانان د دغو خبرو چې بن ﻻدن د طالبانو سره ولې يو ځای شو، په راز پوهيږي خو سندونه په ﻻس نلري. يو شمېرخلک داسې ګمان کوي چې د سعودي عربستان د وخت د استخباراتو مشرشهزاده ترکي او د هغه سازمان نور استازي به کله چې د طالبانو د مشرانو سره د ليدو د پاره کندهارته تلل،( پخپله ترکي هم د ١٩٩٨ کال د جون په مياشت کې کندهارته يو ځل سفرکړی و)، هلته به یی، د يوشمېرخلکو په نظر، ممکن چې د بن ﻻدن سره هم پټ ليده کته کول. امريکايانو، د کينيا او تنزنيا د بمي چودنو وروسته د بن ﻻدن د وژلو ګواښونه پيل کړل، چې يو ځل خویی د افغانستان په ژوردره باندی چېرې چې د بن ﻻدن د جنګياليو روزنځای و، د هند له سمندره څخه د رهبري شويو توغنديو بريد هم وکړ چې د نورو وګړو ترڅنګ، يو شمېرد پاکستان د ای اس ای اجنټان هم پکې ووژل شول. دغه وخت د امريکا ولسمشربېل کلېنټن و، کوم چې د لېونسکي پېغلی سره په قضيه کې بند و او ډېرو خلکو داسې ګمان کولو چې هغه غوښتل چې د امريکيانو او نړيوالو پام د هغه معاملې څخه بل لورته وګرځوي. خو امريکايانو، بن ﻻدن د پاکستان دولت او د هغه د استخباراتو ای اس ای څخه ونه غوښت چې دوی ته یی ورتسليم کړي، که یی په ټينګه او د زړه ورڅخه غوښتی وای، خامخه یی ورکوه. په ٢٠٠١کال کې د سپتمبرد يولسمې زړه بګنونکي پېښه رامنځ ته کيږي، د هغه دعوا په نېغه په القاعده سازمان او د هغه په مشر، بن ﻻدن باندې کيږي. امريکا بن ﻻدن د طالبانو څخه غواړي، خو هغوی(طالبان) عمدتأ دوه دليله وړاندې کوي، يو دا چې د افغاني دود پربنسټ کوم څوک چې د چا کورته پناه وروړي، هغه بيا دښمن ته نه سپاري چې دا يوازې د هيواد په د ننه چارو کې د پام وړخبره ده، نه په نړيوالو مسئلو کې، بله خبره چې نړيوال بېزیی درلود هغه دا وه چې طالبانو ويل چې افغانستان د امريکا يا د نړۍ د کوم بل هيواد سره د دعوا ﻻندې وګړو د راکړې او ورکړې تړون نلري. خو بيا هم دوی امريکايانو ته د بن ﻻدن د ورکړې منله وکړه، خو د امريکايانو څخه یی د بن ﻻدن په اړه، د کومو سندونو او شواهدو د ښودلو غوښتنه وکړه چې د سپتمبرد بولسمې په غميزې کې د هغه کوم ډول اړېکي وښئ. مګرامريکايانو د طالبنوهغه خبرې د اوبو خړول وګڼل، او د اکتوبرپه مياشت کې د جورج بوش په امر، په ظاهره په بن ﻻدن پسې د امريکه پوځ افغانستان ته ورولېږل شو. بوش همغه وخت اعلانوي، بن ﻻدن چې هرچېرې ﻻړشي د امريکا پوځ به ورپسې ځي او هغه به نيسي. د افغانستان بشپړاکډريت وګړي د امريکا په دغه عمل خوشاله شول چې بنسټپاله طالبان او دهغوی سرزوري مېلمانه د القاعده مشران د هيواده وشړل شول. خو د هغوی خوښي او خوشالي هغه وخت په شک او نا اميدۍ بدله شوه چې امريکايانو او د هغوی متحدينو افغانان د باران څخه د ترۍ(ناوې) ﻻندې ودرول يانې معامله ګرجنګساﻻران یی پرواکمن کړل. جنرال مشرف هم په خپل کتاب کې ليکلي دي چې ده ته امريکايانو په هغه مهال اخطارورکړچې که پاکستان مرسته ونکړي، هغه هيواد به دومره او داسې وډبوي چې د ډبرې پېړۍ ته به یی بېرته بوځي. خو هغه دا، نه وایی چې زما نه یی بن ﻻدن ﻻس تړلی وغوښت. يقين دی چې که هغه اخطارپه رښتيا سره مشرف ته ورکړشوی وي، نو د هغه سره یی چې د بن ﻻدن ﻻس تړلي سپارل غوښتي وای، هغه کاربه په آسانۍ ترسره شوی و. په هرصورت اوس خو دا څو کاله کيږي چې سي آی اې وایی چې هغه په پاکستان کې دی، خو تراوسه هم د جګړې اورپه افغانستان کې بليږي. هغه د امريکا استخباراتي سپوږمکۍ، استخباراتي الوتکې، د سي آی اې بېشمېره اجنټان، ای اس ای ټول هغه نشي موندلی.
د نړۍ ډېرسياست پوه او سياسي څېړونکي په دې باوراو نظردي چې د امريکايان پوځونه، افغانستان ته د هغه هيواد د جيؤ- پوليتيک موقعيت او د کسپيئن بحيرې د تېلو او غازو د غټو سرچينو او د هورموزتنګي د سياسي او سوداګريزاهميت له امله تللي دي. که داسې وي، نو څرګنده ده چې دغه پوځونه به د خپلو موخو د پاره ډېره اوږده موده په افغانستان کې پاتې کيږي.
د طالبانو او القاعده بله ګډه وجه هم دغه شوه چې بن ﻻدن په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ اوسيده.
د القاعده او طالبانو د سازمانونو ترمنځ تفاوتونه دادي چې القاعده سازمان نړيوال دی يانې په هغه کې د نړۍ د ډېرو هيوادونو څخه ځينې کسان غړيتوب لري. لکه چې اوباما هم د قاهرې په وينا کې القاعده دا ډول راوپېژنده: (القاعده په ډېرې بېرحمۍ سره هغوی ٌ امريکايان ٌ ووژل، او د بريد مسؤليت یی په غاړه واخيششت او حتا اوس هم د خپل دې عزم خبرې کوي چې بيا به په ډله ايزه توګه خلک ووژني، هغوی په ډېرو هيوادونوکې ملګري لري او هڅه کوي چې خپل ﻻس وغځوي او پراخه یی کړي. دا نظريات نه دي چې بحث پرې وشي، بلکې حقايق دي چې بايد چاره یی وشي.) امريکا غږوېبپاڼه. خو د طالبانو سازمان د اوباما په دغه د القاعده چوکاټ کې نه ځائیږي، د هغوی د يو هيواد په کچه سازمان دی. د القاعده سازمان موخې لکه چې اوباما هم اشاره ورته کړي ده، د نړۍ د غيرمسلمو وګړو او دولتونو سره ډغرې وهل دي او طالبان د هيواد د ننه د خپلو هيلو او موخو د ﻻس ته راوړلو په لټه کې دي. تراوسه پورې د هېڅ افغان القاعده ته کوم ډول ورته تلاش دهيواد څخه بهر، د نړۍ په هېڅ کنج کې په سترګو شوی نه دی. هرهغه څوک که په راتلونکي کې هم د القاعده په ليکو کې فعاليت وکړي، نو د اوسني طالبي غورځنګ سره به یی عمل يو شان نه وي، مانا دا چې هغه به نورطالب نه وي، بلکې القاعده شوی به وي. هو! طالبان يوه بنسټپاله ډله ده چې د افغانستان د پاره داسې ډول واکمني غواړي چې د اوسنۍ نړۍ او د ملګروملتونو د يو شمېراصولو، قوانينو او تړونونو سره په ټکرکې ده، او ګڼ شمېرافغانان يانې ټول هغه افغانان چې د طالبانو د ډلې غړي نه دي، د دوی دغه عملونه، نه خوښوي او په ژوره توګه ورسره مخالف دي. د بېلګې په ټوګه هغوی د ښځو د زدهکړو او په دفترونو او عامه ځايونو کې چېرې چې نارينه هم کارکوي، مخالف دي، او هم دا ډول په نارينه و باندې په زوراوجبرږيرې پرېږدي او داسې نور. خو په اوس وخت کې د طالبانو جنګيدل د مذهبي چارو ترڅنګ يو ډول د ملي آزادۍ بڼه خپلوي، هغه هم د بهرنيو پوځونو د خپل سرو، بې عزته او غيرانساني کړنو او د ولسي وګړو د بدريغه وژلو او ژوبلولو له امله. د دې له امله چې په هيواد کې يو څو ډېرې کوچنۍ ډلګۍ جنګسالاران واک ته ورسول شول، اوس په هيواد کې د مخدره توکو، وسلو او نورو ډولونو، مافيه یی ډلګۍ يو ځای شوي او هرډول فساد ته یی پراخه ډګرپرانستی دی، دا ټول هغه څه چې د طالبانو تله ورځ په ورځ درانه کوي او کيدای شي چې په ملي پاڅون واوړي. په هرصورت طالبان، د دې ټولو کورنيو ستونزو سره سره، د بهرنيانو د پاره د هغوی په خپلو هيوادونو کې، لکه القاعده هېڅکله ګواښ نه وو او نه تراوسه ګواښ دي. نو ځکه د القاعده او طالبانو په اړه بايد د امريکا او د هغه د متحدينو پلانونه او طرحې يو ډول نه وي. د دواړو چاره او د هغوی سره د کړنو ﻻرې چارې هم بايد يو رنګ نه وي.
اوس د اوباما په دغه وينا کې، کومه چې د قاهرې په پوهنتون کې یی وکړه، دا لومړی ځل دی چې هغه په دومره ډانګ پيئلي د افغانستان په اړه څرګندونې وکړې. د ده هغه څرګندونې د افغانستان د مسئلې د حل بنسټيزه کلي ده، چې وایی: ( موږ نه غواړو خپل پوځونه په افغانستان کې وساتو. موږهلته د پوځي اډو د جوړولو په لټه کې نه يو. دا امريکا ته د غم او خواشينۍ خبره ده چې زموږ ځوان نارينه او ځوانې ښځې خپل سرونه بايلي. د دې جنګ دوام ګران او په سياسي لحاظ سخت دی. موږ په ډېرې خوشالۍ سره خپل ټول عسکربېرته خپل کورته راولو که چېرې وکړای شو چې دا باورپيدا کړو چې افغانستان او پاکستان کې نورهغه تندروه افراطيون نشته چې دا عزم یی کړی دی چې څومره چې کولی شي او ورته امکان ورته ولري هغومره به ډېرامريکايان ووژني. خو تراوسه پورې ﻻ دا حالت نه دی منځ ته ته راغلی.) امريکا غږوېبپاڼه.
دغه څه چې اوباما وایی، هغه اندېښنې چې د امريکا پوځونه د هغوی د متحدينو سره د نورو موخو د پاره چې پاس یی يادونه وشوه، د اوږدې مودې په نيت دلته راغلي دي، لېرې کړې. دا چې د دوی په خپل هيواد کې د ننه د ډار او خطرو خبرې دي، نه يوازې د امريکا او لوديځې نړۍ حق دی بلکې د نړۍ د هرهيواد دا حق دی چې د هغو د وګړو ژوند په آمن کې وي او بشپړامنيت یی تضمين وي. د افغان قوم(ملت) اوس بايد د سره د اوباما د دې وروستيو خبرو په اړه ژورغوروکړي، په قاطع ډول يوه پايله راوباسي، هغه دا چې د نړۍ ټولو هيوادونو ته بشپړتضمين ورکړي چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د نړۍ د نورو هيوادونو پرضد د هېچا له لوري نه کارول کيږي. خو نړيواله ټولنه هم بايد د افغانستان خلک او خاوره تضمين کړي، چې هېڅ ګاونډی او غيرګاونډی دولت به په هېڅ شکل په افغانستان کې ﻻس وهنې نکوي. بس دي چې د دې هيواد خلک بې ګناه نيږدې دېرش کاله ترټولو په خونړيو ستونزمنو جګړو کې مړه، ژوبل او وکړيدل. اوس افغانستان بايد د سولې هيواد اعلان شي. د اوباما خبرو د عملي کولو د پاره هرڅومره زرچې ممکنه وي، نړيواله ټولنه او ټول افغانان بايد ﻻس په کارشي. هغه ﻻرې چارې چې افغانستان ته سوله راولي او دغه هيواد د جګړې د هيواد څخه د سولې په هيواد بدلوي، ولټوي، پيدا یی کړي او عملي یی کړي.
د خپلمنځتيا وړانديز: د دولتي لوړپوړو چارواکو پرته، د ټولو هغو درنو وطنپالو، په قوم او ولس مئنو، دړديدونکو، غمجن شويو او غمجنيدونکو، سياست پوهو او سياستوالو، ټولنپوهو او ټولنپالو څخه چې د نړۍ په هرکنج يا د هيواد په هرکلي، سيمه او ښارکې اوسيږي، په هره کورنۍ، ټبر، قوم پورې چې تړلی وي، د هرې سياسي ډلې که غړی او يا مشران وي، د هردين او مذهب پيرو وي، په هره ژبه چې خبرې کوي، په ډېرژوردرناوي او د زړه له تله هيله کيږي چې د ترټولو سترې او لوړې موخې يانې د ملي يووالي د ساتلو او د افغان ولس د يووالي او د هغه، د دې سترناورين څخه چې نيږدې دېرش کاله اوږد شه، د خلاصون او نجات د پاره هرڅه تفاوتونه او ناخوالې، تربګنۍ او دښمنۍ هېرې او شاته کړي، يو او بل ته ټينګ ﻻسونه سره ورکړي، په ګډه د جګړو څخه د وتلو او د سولې راوستلو ﻻرې ومومي. اوهرڅوک په هرځای کې چې وي، د خپلو ټولو او هرډول امکاناتو او قوت په کاراچولو سره، په ګډه د دې ګډو موخو د پاره چې يادونه یی وشوه، دا هڅې او هاندونه وکړي چې ټول افغان ولس داسې ﻻرې ته راولي چې د امريکا د ولسمشربارک اوباما، هغه غوښتنې ته چې که د دوی د هيواد د وکړو خطرد افغانستان له خاورې څخه په باوري ډول ورک شي، دوی خپل پوځونه په خوښۍ سره بېرته خپل هيواد ته ستانه کوي، سم او رښتونی ځواب ووایی. بيا وايم چې اوس دا په موږاړه لري چې موږ افغانان بايد د امريکايانو دغې په ځای او په حقه غوښتنې ته بايد په ډېرورين تندي او په ډېراخلاص په مننې سره مثبت ځواب ورکړو. د خپل يووالي په ټينګولوسره په هيواد کې سوله راولو او افغانستان د ملګرو ملتونو او د نړۍ د سوله خوښونکو دولتونو او ولسونو په مرستو، د سولې په هيواد، داسې هيواد چې په دموکراتيکو اصولو وﻻړوي او د ټولو افغانانوعزت اوهرډول انساني(کورني، ټولنيز، اقتصادي...) حقونه په کې خوندي وي، بدل کړو.
هرهغه څوک چې په دې ﻻره کې مخکښ شول، زه او زما غوندې په لسګونو زره هيوادوال به یی په ټينګه ملاوې تړو، خذمتونه به یی کوو او څپلۍ به ورته سموو.
د وروروالۍ په درانښت.

سورګل تڼی
د جون مياشتې اوومه
٢٠٠٩ کال