د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قوم یا ملت ساتنه

سورګل تڼی 16.11.2007 15:32
لکه څرنګه چې طبیعت ساتنه یانې غرونه اوپه هغو کې ټول ژوندی اوغیرژوندی شیان،دښتې اوپه هغو کې ژوندی اوغیرژوندی شیان،سمندرونه،دریابونه اوپه هغو کې ژوندی اوغیرژوندی شیان،هوا اودهغې اړوند څیزونه، د بشریت له خوا ساتنې اوپالنې ته اړتیا لری اوکه انسانان دهغو په اړه بې پروایی او ناغیړی وکړی په نړۍ کې ډېر ژوی اونورڅه زیانمن کیدلی، له منځه تللی اوورک کیدلی شی،لکه چې په ځینو برخو کې دغه ډول پېښې رامنځه ته شویدی. د یو شمېرژوو ،ونو او بوټونسلونه یا بشپړ له منځه تللی یا هم د منځه تللو په درشل کې دی.
همدا ډول که د یو قوم اوملت خلک په خپله د خپل قوم اوملت ساتنه،پالنه،ښوونه اوروزنه ونکړی اوټینګه پاملرنه په ونه لری،د وخت اوزمانې سره سم یی له هره پلوا(په خاصه توګه په اوسنۍ زمانه کې دپوهې اوتخنیک،...)لوړې کچې ته پورته نکړی،هغه قوم اوملت په طبېعی یا مصنوعی توګه ړنګیدلی،ورو ورو ورک کیدلی او له منځه تللی شی. ددې خبرو د آمریکا بومی قوم هندیان یوه ښه ژوندۍ بېلګه ده چې اوس یی یوازې ژوبڼ ته ورته ساری لیدل کیږی.
د پښتون قوم دغه د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې د هغو آمریکایانو چې د آمریکایی خاورې بومی وګړو(هندیانو قوم) نسل یی له منځه یووړلو، د ناتو نورو غړو دولتونو کوم چې زیاتره یی د اوسنیو آمریکایانو نیکه ګان کیږی،یوځای د پنجابی دولت سره کوم چې د جوړیدو په دغو نیږدې شپتو کالونو کې یی تل د پښتون قوم بې اتفاقه کړی،د زدهکړې،اقتصادی ـ ټولنیز پرمختګ په لارو کې یی خنډونه ورته جوړ کړی،د تمدن څخه یی د لېرې ساتلو هڅې کړی او اسلامی بنیادګری یی لوړپوړ ته پکې جګه کړیده، اوس یو ځای په ګډه د پښتون قوم ترخپل ساتور لاندې نیولی دی او ورځ په ورځ یی د وژلوـ سټولو تر څنګه د زدهکړی،اقتصادی او ټولنز لوری د لا زیاتو بربادۍواونابودیو کندې په لور ورټېله کوی.
که اوس دغه پوښتنه وشی چې ایا په نړۍ کې داسې قومونه شته چې وګړی لری خو قوم نشی کیدلی؟ ځواب یی هو! دی. د ساری په توګه مسالیان چې څوک ورته کوټنیان،څوک ورته جټان اوپه نورو ژبو کې ورته نور نومونه اخلی اوپه ټوله نړۍ کې تیت دی، په هېڅ هېواد کې دوی دهغې هېواد دنورو قومونوغوندی ځای نلری،نه یی ځانته سیمه شته،نه یی ځانته ژبه شته،نه دهغو ملکونودبشپړو حقونو لرونکی دی،هېڅ
قوم او ملت یی په ځان نه ورګډوی، دوی هرڅه له لاسه ورکړی دی او په هېڅ ډول په هېڅ ځای کې د خپلواکه شتون غوښتونکی نه دی، هر چېرې ټېله او پورېوهل کیږی، په هېڅ هېواد کې په هېڅ برخه کې د هغو هېوادونو چې پکې اوسی دنورو قومونوسره سم اوبرابر حقونه نلری،یا ووایو چې نه ورکول کیږی، عملاْ ددوی لپاره د زدهکړو اوکارکولو برابر حقونه هېچېرې نشته دی. ددې ستر ناورین اولویی بدبختۍ د منځ زړی موږ یوازې اویوازې ددې خلکو د تېرو نسلونو یانې غور نیکه ګانو په بې اتفاقۍ اوناغېړیو کې بللی شو،ځکه د نورو بهرنیوعاملونواوسببونو ترڅنګه ستر عامل دا بې اتفاقی ده چې د قومونو او ولسونو دټولو رنځونو اوبلاوو د راپیدا کیدو او دټولنو د تباهۍ سبب ګرځی .
همدا ډول بله لږبل شانتې بېلګه د کوردانو قوم یادولی شو، خو دغه قوم دمسالیانو سره په ورته جامه کې نه دی. دغه قوم چې د خاورې اوپولو په اوسنی وېش کې په ایران،عراق اوترکیه کې مېشت دی یا داسې ووایو چې ددوی ځای ځایکی اوخاوره ایران عراق اوتورکیی سره وېشلی دی. دغه اوسنې ناوړه پېښې اوحالاتونه چې په دوی باندې اوس تېریږی، لری یی اوورسره لاس اوګرېوان دی، خامخه ددوی دنیکونو د بې پرواییو،بې اتفاقیو،یواوبل د نه منلو اونه زغملو له امله منځ ته راغلی دی،ددې ترڅنګ ضرور ددوی ګاونډیو او زورورو ددوی دپورته یاد شویو ناوړه حالاتوڅخه ګټه اوچته کړیده، که نه نو دومره ډېر ولس د دومره اوږدې مودې لپاره په دومره بد ډول پېښو کې ګیر نه پاتې کیدلو. دوی پوره اوږد وخت پرله پسې د یو جلا خپلواکه دولت د جوړیدو غیر منظمې،ګډوډې هلې ځلې کوی خو اوس هم پربېلو ډلو وېشل شویدی چې کله کله په خپل منځی شخړو او مرګ ژوبلو نه یوازې وخت له لاسه ورکوی بلکه دهغوی د مختلفو ډلو ترمنځ د بې اتفاقۍ اولېرې والی کچه لوړ پوړ ته خیږی چې د نورو سختو خنډونو تر څنګه دغه ناورین هم په ورزیاتیږی او ددوی دخپلواکه دولت د جوړیدلو هڅې اوهاندونه په اوبو لاهو کیږی. په همدا اوس وختونو کې د بهرنیو علتونو ترڅنګ ددوی د مشرانو ځان غوښتنې،د یوشمېر مشرانو په بهرنیو استخباراتو پټه څان خرڅونه، ددوی د بېلو بېلو قبیلو ترمنځ د بې اتفاقۍ په راوستلوکې اود یوه مېز ترشا کېناستلو په لاره کې خنډونه جوړوی اود بهرنیو غرضونو د عملی کولو لپاره چارې اسانوی. ددوی دیوخپلواکه هېواد دجوړولو هڅې اوزیارونه دخپل منځی شخړو ترڅنګ د ایران،عراق اوتورکیی دولتونواوهغو هېوادونو له خوا په شا تنبول کیږی چې هغوی دکوردانوپه اوسنی حالت کې ګټې لری یاهم د تورکیی،عراق اویا ایران سره ښې اړیکی لری. په هرصورت کوردانوتراوسه خپله سیمه،خپله ژبه اوکلتورساتلی دی،که خدای کول داسې وخت به راشی چې ځانته خپلواکه دولت ولری.
که څه هم په اوسنی اوتېرو وختونوکې ورته بېلګې نورې هم شته خو زه خبره اوږدږل نه غواړم اصل مطلب ته راځم.
افغانستان یوډېرقومیزهېواد دی،دغه قومونه چې دتاریخ په اوږدو کې په دې خاوره کې اوسیدلی دی،تل یی له دې خاورې په ګډه په مېړانۍ ساتنه اوپالنه کړیده. ټولو وطنوالوپه سرشیندنو اوقربانیوورکولوسره دهرډول بهرنی دښمن د لاس تیری څخه دغه خاوره ژغورلی ده. افغانستان دټولو افغانانو ګډ کوردی. دافغنستان دمیشتو قومونو ښکلوکلتورونو یوځای کیدلو اویو په بل کې سره ګډیلودهېواد دګډ کلتور طیف نوره هم ډېرزیات ښکلی،رنګین اوزرین کړیدی. موزیمونه اوځنډن اثارلکه دکابل موزیم، د هرات،غزنی،بلخ دتیمریانو د وخت معمارۍ، دبامیانو،لوګردرو اوننګرهارولایت د اډې د بودیزم دوختونو مجسمې،د ای خانم اثار اونور ګڼ شمېرتاریخی شیان اوڅلی د ټول افغان ولس ګډ میراث دی. برسېره پردې دتاریخ په اوږدو کې دافغانستان دټولو قومونو ترمنځ د خوندیو،لوڼو راکړه ورکړه اوګڼ شمېر وادونه تر سره شویدی او یو د بل ماماګان خوریونه ګرځیدلی دی، ددې یوې خاورې د اوبو، هوا،غرونو،ونوـ بوټو، غلو ـ دانو او میوو څخه یی ګټه اخستی ده،وینه اوهډوکی یی ورڅخه جوړشویدی. په پېړیو پېړیو او زرونه کالونه په دې ځای اوسیدلی دی اویو ملت یی جوړکړی دی، ځکه ددې هېواد ټول اوسیدونکی ددې خاوری په هرڅه اوهرځای کې یوشان اوبرابرحقونه لری.
زه غواړم دغه دبرابرو حقونو په برخه لرلوکې دپښتنود قوم د خپلو ځانی ناغېړیو اوددې نا غېړیو څخه د راپیدا شویو اوراپیدا کیدونکو اوورځ تربلې ورځې زیاتیدونکوستونزواوزیانونو سره برسېرن غوندې تماس ونیسم اودهغو نوروپښتنو په څیر چې تراوسه یی تلاش کړیدی چې ددې قوم د وګړو پام د دوی کمزورو ټکو ته واړوی ،زه هم په خپل وار سره د دغه قوم د وګړو پام لږ غوندې خپلو نیمګړتیاو ته راوګرځوم او د هغومشرانو په نظریواو خبرو څه نه څه غواړ ورزیات کړم.
زما خبره د پښتنود قوم د ټولو مشرانو، پوهانو،لیکوالانو،نظرڅښتنانو اوټولو لویانو اوځوانانو سره، په دې باندې ده، چې دغه قوم دافغانستان دنورو وروڼو قومونو سره په ګډه تراوسه خپلواکه هېواد(یوه برخه تراوسه دپنجابیانو ترولکې لاندې ده)لری،خو دتاریخ په اوږدو کې یی دخپله لاسه، بیا وایم دخپله لاسه ژبه اوکلتورتل په تیاره کې دی. ځکه که د تیمورشاه نه د وروسته وخت څخه راونیسو بیا تراوسه چې څه د پاسه دوه سواکاله به کیږی چې په دې خاوره او ملک کې د درباریانو،دربارته ځان رسوونکو اونورو ټولو لوړغوښتونکواوځان غوښتونکوترمنځ په ډول ډول نومونو اوپلمو یو دبل،یوې ډلې دبلې،یوې پښې دبلې،یوې قبیلې دبلې په مخ کې خنډونه جوړ کړی اوجوړوی،یو اوبل د پښو نه غورځوی چې ناوړه اغېزې یی نه یوازې په ټول پښتون ټبر پرېوزی بلکې ټول هېواد دزیانونو سره مخ کوی. دبې اتفاقیو ترڅنګه ددې قوم وګړو د خپل ژوند د بقا یو بل مهم ټکی ته ورشا کړیده،هغه ددې قوم مورنۍ ژبه اوکلتوردی. حال دا چې پښتنو خپل غیرت،مېړانه،سړیتوب هرڅه په پښتو کې رانغښتی دی اوچې لږغوندې خراب کار څوک وکړی نو وایی چې پلانکی سړی بې پښتو دی اوهغه یی ډېر بې پښتو کار ول چې ویی کړلو. یا که خراب کاروی هغه نه کوی او وایی چې ددې کارپه کولو سره مې بیا پښتو خرابیږې،خو دبلې خواته یی دغې سترې او ویرجنې پېښې اوسترې غمیزې ته سم پام نه دی نیولی چې دا پښتو خو دبېخه مخ په ورک کیدو اوختمیدو ده.
دا څرګنده ده چې په ټول وخت کې اوپه خاصه توګه د۱۹۸۰ـ موکالونو راپه دې خوا دافغانستان ټولې ژبې اوپه پایله کې کلتورد ګاونډیانو ژبو اوکلتورونوپه ناوړه توګه اغېزمن کړیدی،په تېره بیا پښتو ژبه اوپښتنی کلتوردکوردننه پاچاهانواو درباریانوډېر سخت په شا وتنبول،ځکه تردغونیږدې وختونو پورې اولا تراوسه نه دا چې په غیرپښتنی سیمو اودربار کې، بلکې په بشپړپښتنی سیمو کې هم ټولې دفتری چارې اوښوونځی په دری ژبه ول نو ځکه دپښتنو لاتراوسه دا ډاراوشرم په مغزو کې پاتې دی چې که په پښتوخبرې وکړی،په پښتو ژبه ښوونځی اودفتری چارې ترسره کول خپل حق وبولی او ویی غواړی، څوک به پرې وخاندی یا به یی په بل ډول لفظونو(فاشست ...)یاد اومتهم کړی. دبلې خوا پردې برسېره چې دوه ناآشنا پښتانه یوله بله سره په دری خبرې کوی، دهر بهرنی سړی سره هم پښتانه په دری خبرې کوی، سره ددې چې هغوی نه دری زده وی اونه هم پښتو. که د پخوا وختونوپړه دهغو وختونوپه واکمنو ورواچوو اوداسې یی وبولو چې پخوا پښتانه زیاتره نالوستی ول،اوس دا پورته حالت خوددې لوستونکو،روڼ اندو په منځ کې دی. دهغو پښتنو چې ښځه یی دری ژبی ده اولادونه یی دری ژبی شویدی،برسېره پردې څوک چې ددری ژبو وګړو سیموته څېرمه اوسی یا دهغوی سره ګډ اوسی دهغوی کورنۍ ژبه دری شویده. شاوخوا د لس سلمه پښتانو کورنۍ ژبه دری ګرځیدلی ده. دری زموږ د هېواد یوه خوږه ژبه ده خو دپښتنو لپاره هغه خوند چې په خپله مورنۍ ژبه کې پروت دی په بله هېڅ ژبه کې نه موندل کیږی، دبلې خوا لکه چې دمخه وویل شول ددوی ټول ښه کړه ـ وړه په پښتو کې نغښتل ښویدی.
که د نورو ژبو زدهکړه کمال دی خو دمورنۍ ژبې هېرول،نه زده کول اود ودې اوبشپړتیا په لیاره کې یی زیار نه ګالل دځان،اولاد،قوم سره سترظلم اوجفا ده اوداچې مورنۍ ژبه بلل کیږی نومور ته هم سپکوی دی، چې په نړۍ کې هېڅوک داسې نشته چې مورته دې سپکوی وغواړی.
که د افغاستان بلې ښکته خواته ور کوزشو، پښتونخواته ورواوړو،هلته خو هډو پښتو له سره په دوربین کې هم پوره نه ښکاری. هلته په اړدو اوانګرېزۍ اتیا سلمه پښتانه لیک،لوست اونیږدې ټول په اړدو خبرې کولی شی،خو په پښتو ژبه یوازې ممکن لس سلمه لیک لوست وکړی شی.
ایبټ آباد چې په پښتونخوا سوبه پورې تړلی پښتنی سیمه ده،یوازې داچې اسلام آباد ته څېرمه پراته ده ټول پښتانه دی، خو کورنۍ ژبه یی اوس اړدوشویده. باید ووایم چې اړدو ژبه مور اوپلار نه لری یانې دهېڅ کوم یوقوم ژبه نه ده. دبنو څخه چې د پنجاب په لور ځۍ،څرنګه چې پنجاب ته ورګډ شې دلته ډېرزیات دنیازیو قوم پروت دی دا ټوله پرخه سیمه د نیازیو پښتنو ده چې اوس یی کورنۍ ژبه پنجابی شویده ،ددې سیمو خلکو کلتور پنجابی شویدی، دا دوه ځایه ما یوازې دبلګې په توګه یاد کړل نورداسې ډېرځایونه اوکه مبالغه و نه شی په میلیونو پښتانه دی چې په پښتوخبرې کول یی زده نه دی،په پښتو ژبه لیک اولوست خو لکه چې دمخه مې یدونه وکړه په سلو تنو کې لسو تنو هم نه دی زده . په پښاور،کوهاټ اونوروپښتنی سیمو کې ډېرلږ لږ،خال خال ځایونو کې اندکو ژبی وګړی اوسیږی،هغه پښټانه چې دوی سره ګاونډی اوسیږی ټول اوس په اندکو پوهیږی اودغو خلکو سره اندکو وایی.
دا خبرې خو بیخی په اثبات رسیدلی دی چې که کوم څوک،کومه قبیله،کوم قوم خپله مورنۍ ژبه ونه ساتلی شی،هغه خپل نور کلتورهم نشی ساتلی او هرقوم چې خپله مورنۍ خوږه ژبه اوکلتور له لاسه ورکړیدی،هغه قوم نوره دیوقوم په څېر یو استوګنځی،یوه خاوره،یوهېواد نه لرلی دی،نه یی لرلی شی،نه د یو ملت په ډول شتون لرلی اونه یوملت جوړیدلی شی،نه خپلواکه واک چلولی اونه د یو قوم په څېر ژوندی پاتې کیږی.
ددې ټولو یادونو نه موخه داده چې که پښتانه وروسته له دې هم دغو ټکو (دخپلې مورنۍ ژبې اوپښتنی کلتورساتلواو ودې)ته پام ونکړی،یووالی ونه ساتی نو په نیږدې راتلونکی کې دې د دوې نسلونه نه یوازې د کوردانو د قوم د حالتونو بلکې د مسالیانود حالاتو د جوړیدو انتظاروباسی اوهغه به نور نو داسې حالتونه وی چې بیا به نو د قوم کیدو اوقوم جوړیدو په لور ټولې دروازې پر تړل شوی وی.
تراوسه لا وخت شته نو که غواړی چې قوم مو ژوندی پاتې شی سر د اوس څخه ملا وتړی سره یو شئ، خپل یووالی په دې حساسو شېبو کې د سترګو د تور په څېر وساتئ. دنورو قومونوپه ژبو اوکلتور مه وربلوسېږی او دهېڅ بل قوم د خلکو او سړو څخه دغه طمع هم مه لری اونورڅوک په تیږو هم مه ولئ چې ولې ستاسو لپاره ستاسو ژبې اوکلتورته خذمت نه کوی. دبلې خوا خپلې مورنۍ ژبې اوپښتنی کلتورته ستاسو خذمت کول نه یوازې ستاسو داسې حق دی لکه ستاسو دخپلې مورشیدې، دا ستاسو فرض دی چې ادا یی کړئ ترڅو د خپل قوم او خپل راتلونکی نسل پور مو په ښه وجه ادا کړی وی. په دغه چاره کې دهېچا څخه ډار اوشرم مه کوی،په رډو اوغړیدلو سترګو د خپل اولاد، راتلونکی نسل اودخپل قوم ددې پورپه ادا کولو کې په ډېره مینه ځان ځانله او په ګډه د دغې بار اوچتولو ته مټې راونغړی ترڅو د قوم دراتلونکی وخت د مسؤلیت،دغیابی پړې او محاکمې(په مړوستون کې پړه اومحاکمې) څخه ځانونه بچ کړی اوخپل راتلونکی نسل د سترې تباهۍ اوناوړه نابودۍ څخه وژغوری.
په دغه ستره چاره کې ستاسو د لویو بریالیتوبونو په هیله!