د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راډيويي پروګرامونه

سپين سهار 29.10.2007 11:11

ليكوال: Ralph Milton
ژباړه او زياتونې: ډاكتر محمد عيسى ستانكزى
مخونه: ۲۲۶
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
راډيويي پروګرامونه نومې كتاب، چې د راډيو كاركوونكيو ته وړاندې شوى د Ralph Milton له خوا ليكل شوى او ډاكتر محمد عيسى ستانكزي له يو شمېر زياتونوسره پښتوته راژباړلى.
كتاب د راډيو كاركوونكيو ته د پرمختګ لار ورښيي او د يوه لارښود استاد په څېر يې له لاسه نيسي اود پرمختګ تر بريده يې رسوي.
په تېرو پېنځوكلونو كې زموږ په هېواد كې زيات شمېر تلوېزيونونه، راډيوګانې او نورې ټوليزې رسنۍ رامنځته شوې، چې له يوې خوا يې كتونكي او اورېدونكي د نړۍ له پېښو خبر كړي او له بلې خوا يې يو شمېر ځوانان هم د ژورنالېزم په ډګر كې روزلي، كه څه هم ددغو ځوانانو ډېرى برخه ناڅانګيز ژورنالستان دي، يعنې د ژورنالېزم ځانګړې زده كړې يې نه دي كړې، خو عملي كار يې د يادونې وړ دى. ددې اثر لوستل به له دغو ځوانانو (ويندويانو، د پروګرامونووړاندې كوونكيو، د ډرامې لوبغاړيو، د ګردي مېز جوړوونكيو او نورو...) سره پام وړ مرسته وكړي.
ليكوال په دې اثر كې په دغو مطالبو رڼا اچولې:
يوه دقيقه يي وينا،
پېنځه دقيقه يي وينا،
راډيويي مطلب اووينا،
ژباړه، لېږدونه او اقتباس،
تحقيق، لنډ شعارونه – ستاسو غږ،
مركه او راپور،
ګردى مېز،
د اورېدونكيوپېژندنه او مطالعه،
موسيقي،
خبرونه،
د خبرونوخپرېدل،
خبري ويناوې، مستند او مجله يي پروګرامونه،
ډرامه
او نور...

ياده دې وي، چې دا اثر  دانش خپرندويې ټولنې په جرمني كې د نوي افغانستان د جوړېدود ۲۶۰ نړيوال جشن په وياړ د چاپ په  ګاڼه  پسوللى.
په راډيوكې د كار كولومينه وال دې راډيويي پروګرامونه اثر له ځان سره ولري، ودې يې لولي او ګټه دې ترې پورته كړي.