د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اوښكو زنځيرونه

سپين سهار 04.12.2007 14:43

د كتاب نوم: د اوښكو زنځيرونه
ويناوال: ډاكتر ذبيح الله "حسن"
خپرندوى: پخپله ليكوال
مخونه: 174
دا د ډاكتر ذبيح الله "حسن" دويمه شعري ټولګه ده، چې په ښه كاغذ او مجلده پښتۍ د چاپ په ګاڼه پسولل شوې.
"د اوښكو زنځيرونه" شعري ټولګه باندې شهسوار سنګروال سريزه ليكلې.
ده د ډاكتر صاحب شعر پخپله ادبي مينه نمانځلى او وايي، چې كله مې د ډاكتر صاحب په لاندېني شعري سترګې ښخې شوې:
طبابت دې كه حـــــــــــسنه لــــكه شعـــــــــر وي
بيا خو كاش چې ټول مَېن ستا رنځوران واى
نو پوه شوم چې د ښاغلي "حسن" په زړه كې شاعرانه تخيل ځاى نيولى دى....
... د لويديزې نړۍ شاعرانو ته شنې سترګې او طلايي وېښتان د ښكلا رنګين سمبولونه دي او په شاعرانه تخيل يې نمانځي، خو د ښاغلي حسن په څېر د ختيزې نړۍ شاعرانو ته بيا توري زلفې او تورې سترګې لا تراوسه د ښاېست ښكلي تصويرونه جوړوي:
يوازې ځان ګڼمه د شنو سترګو په محفل كې
راولـــــېږه پردېس ته يو سلام د تورو سترګو

ډاكتر ذبيح الله "حسن" اوسمهال په لندن كې مېشت دى او ددې شعري ټولګې ډېرى شعرونه يې په پردېس كې ويلي. په دې ټولګه كې يې غزلې، ازاد نظمونه او څلوريزې سره راټولې كړې او د شعر مينه والو ته يې د لوستلو لپاره ډالۍ كړې.
د شعر مينه وال لوستوال دې د ډاكتر صاحب ددغې دويمې شعري ټولګې شعرونه په غور ولولي او خوند ترې واخلي.