د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انار دانې

سپين سهار 13.06.2008 12:30

د کتاب نوم: انار دانې

شاعر: سعدالله جان برق

خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه

مخونه: ٢١١

انار دانې د پښتو ژبې د تکړه او منلي طنز ليکوال ښاغلي سعدالله جان برق په زړه پورې طنزيه شعري ټولګه ده، چې د نورو نثري ليکنو په څېر يې دا هم د طنز پوره خواږه لري.

ښاغلى برق د طنزيه نثري او شعري ليکنو تر څنګ تکړه ډرامه ليکوال هم دى او ددې تر څنګ يې سنجيده شاعري هم ډېره په زړه پورې ده.

د برق صاحب د نامه په اورېدا د سړي ذهن ته دده يو ډېر مشهور غزل راشي، چې وايي:

هــــــر يو ګل دى پاڼې پاڼې، نشته ساه يو غوټۍ کې

په سپرلي کې هم خزان دى، وير ژړا ده په ښادۍ کې

 

په هر ډول، د ښاغلي سعدالله جان برق له دغې په زړه پورې طنزي ټولګې -چې په دې وروستيو کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا د چاپ په پساله پسولل شوې- يو څو بېلګې ستاسو مخې ته ږدم:

يه کوکۍ ميراته شې صفا خبرې مکوه
هسې بې فضوله دا رښتيا خبرې مکوه
ما نن د شرابو مينه بيا په شوملو ماته کړه
پرېږده چې اوده شمه اشنا خبرې مکوه

ستا د تورو زلفو ولونه، کله داسې کله داسې
په سپين مخ وهي ټالونه، کله داسې کله داسې


دا ستا د کور شوملې مې په شورا منلې دي
سړې سړې ټوکړې مې په حلوا منلې دي

ښارونه بازارونه مونږه وژني په چل چل
راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل

امونه دې بيا کم شو نور امونه رالېږه
پښېمانه پرې زه نه يم کرېټونه رالېږه

يار ه عاشقۍ کې، دي داسې وختونه
مينې دې سايکل کړم غواړمه ټېرونه

برېتې دې بمبل دي په بمبل ولونه څه له ږدې
ته پخپله غل يې نو په غل لاسونه څه له ږدې

"انار دانې" دغه راز نور په زړه پورې خندوونکي شعرونه هم لري، چې ډېرى يې د نورو شاعرانو پر شعرونو ليکل شوي دي. په ډاکترانو، باباګانو، ټولټاکنو، دلالانو، غلو، پخوانيو مشرانو، مسکالونو، مستريانو، ګلکارانو، د دوو ښځو په خاوندانو او نورو پسې يې هم ښه په زړه پورې طنزيه شعرونه ليکلي.

"انار دانې" په دغو پتو تر لاسه کولاى شئ:

پېښور: دانش کتابپلورنځى، ډهکي نعلبندي، قصه خوانۍ بازار پېښور.

ټليفون: ٢٥٦٤٥١٣

کابل: پخته فروشۍ کوڅه، سرچوک، دانش کتابخانه.

کندهار: افغان کتابپلورنځى، ارګ بازار، کندهار.

جلال آباد: ګودر کتابپلورنځى، اسحاقزى مارکيټ، ځمکتل.

Anar Daney