د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سنځلې پرله پسې ۶مه گڼه چاپ شوه

سپين سهار 08.08.2008 22:19

د خپلواکې، کولتوري او هنري مهالنۍ خپرونې "سنځلې" پرله پسې ٦ ګڼه چاپ شوه.
سنځله د کندوز مېشتو فرهنګپالو مهالنۍ خپرونه ده، چې په دې ګڼه کې يې دغه لاندې ليکنې چاپ شوې:
د بيان له آزادۍ سره بايد له مسووليته ډک چلند وشي (سرليکنه)،
کرزى او د امريکا ناکامېدونکې مداخله او د افغانستان لپاره هڅه،
د راتلونکي ماشوم جنس څنګه ټاکل کېږي،
محاکات،
د بيان د علم لنډه پېژندنه،
لرغوني آثار لوټ کېږي او که لوټ کولو ته يې زمينه برابره ده،
رحمان بابا د پښتو خوږ ژبى شاعر،
کندوز ولايت،
د حمزه بابا په شاعرۍ کې د سترګو مقام،
پښتانه د امريکا په پرتله په اروپا کې ډېر فعال او څرګند دي،
رېدي ګل،
ملا او ډاکتر
او
د افغانستان د لرغونې باختري ژبې په اړه ځانګړې مرکه.

پته:
د کويټيانو مسجد تر څنګ، دويمه کوڅه، څلورم کور، خوشال مېنه- کابل
برېښناليکونه:
Ahmad_dir11@yahoo.com
sanzala@yahoo.com