د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ثور پاڅون، د كې جې بې دسيسې او شوروي يرغل

سپين سهار 06.11.2007 13:04
د كتاب نوم: د ثور پاڅون، د كې جې بې دسيسې او شوروي يرغل
ليكوال: محمد اقبال وزيري
خپرندوى: د پښتونخوا د پوهنې دېره_ پېښور
مخونه: 258
د ليكنې ځاى: د هالنډ دوردرېخت ښار
د افغانستان دې څو لسيزو زړه بوږنوونكيو پېښو نه يوازې د افغانانو سرنوشت بدل كړ؛ بلكې په نړۍ كې يې هم يو شمېر ناشوني بدلونونه شوني كړل، چې ژوندۍ بېلګه يې د شوروي اتحاد ماتېدل وو.
د افغانستان پر دغه دېرش كلن ناورين باندې په هېواد كې دننه او له هېواده بهر ډېرو ليكوالو په دې پار ليكنې وكړې، چې ددغې دورې تاريخي پېښې هېوادوالو او بهرنيانو ته روښانه كړي. د محمد اقبال وزيري دا ليكنه هم د همدې لړۍ يوه كړۍ ده.
محمد اقبال وزيري په سهيلي وزيرستان كې زېږېدلى، د خوشال خان له لېسې څخه له فارغېدو وروسته د كابل پوهنتون په طب پوهنځي كې شامل شوى او ورپسې د لوړو زده كړو لپاره مسكو ته تللى او هلته يې د مسكو د دولتي پوهنتون د فيلولوژۍ په څانګه كې د ماسټرۍ ديپلوم تر لاسه كړى. هېواد ته له ستنېدو وروسته يې د پوليتخنيك په انسټيټيوټ كې د روسي ژبې د استاد په توګه دنده ترسره كړې.
محمد اقبال وزيري د محمد داود د حكومت په وخت كې د سياسي فعاليت له كبله بندي شو، چې د ثور له انقلاب وروسته د دهمزنګ له زندانه خوشې او د افغانستان د وسله وال پوځ د سياسي چارو د عمومي رئيس په توګه وټاكل شو. پر افغانستان باندې د سره ښكېلاك له يرغل سره جوخت د څرخي پله په زندان كې لس كاله او درې مياشتې بندي شو. نوموړى اوس د هالنډ په دوردريخت ښار كې اوسېږي.
"د ثور پاڅون، د كې جې بې دسيسې او شوروي يرغل" د لومړي افغان دولت بنسټ اېښودونكي، ملي لارښود ميرويس نيكه اروا ته ډالۍ شوى.
په كتاب كې د ليكوال په يادونه پسې د پوهاند ډاكتر محمد حسن كاكړ سريزه او ورپسې ليكوال خپلې خبرې پيل كړې.
پوهاند ډاكتر محمد حسن كاكړ پخپله سريزه كې ددې كتاب په اړه ليكلي، چې دغه ليكنه دوه برخې لري، لومړۍ برخه يې د ليكوال د ژوند د لومړيو وختو، زده كړو، ګوندي فعاليتونو او د دهمزنګ په زندان كې د بنديتوب او دويمه برخه يې د هېواد سياسي تاريخ ته ځانګړې شوې.
كتاب په كابل او مسكو كې د ليكوال له زده كړو پيل شوى او د ډاكتر نجيب الله د واكمنۍ تر پايه پورې پېښې پكې رانغاړل شوې، چې ډېرى برخه يې د ليكوال سترګو ليدلې پېښې دي.
د كتاب په لومړي څپركي كې په كابل او مسكو كې د ليكوال زده كړې، په مسكو كې ګوندي فعاليت، شوروي اتحاد ته د نور محمد تره كي لومړى سفر، د مسكو ګوندي سازمان، په دوهم څپركي كې د محمد داود كودتا، په كابل كې ګوندي فعاليت، په پوځ كې ګوندي جلب او جذب، د دهمزنګ په زندان كې د ليكوال بندي كېدل، د كې جي بي په دستور د پرچميانو له خوا د د داود پر ضد د كودتا وړانديز، د مير اكبر خيبر ترور، په درېيم څپركي كې د ثور انقلاب څنګه ترسره شو؟، د نور محمد تره كي واكمني، ليكوال د وسله وال پوځ د سياسي چارو د سروال په توګه، د شورويانو د وينا او عمل تر منځ تضاد، د دولتي بيرغ هسكول، شوروي اتحاد ته د لوړ رتبه پلاوي رسمي سفر، په څلورم څپركي كې د ثور انقلاب او د كې جي بي دسيسې، د هرات پېښه، د اسمار د غونډ پېښه، هاوانا ته د نور محمد تره كي سفر، په مسكو كې له برېژنيف سره د تره كي ليدنه كنه، د كې جي بي دسيسه، د تره كي او امين مقابله او د تره كي پاى، په پېنځم څپركي كې د حفيظ الله امين واكمني، د امين پر ضد د كې جي بي ناكامه كودتا، شوروي مشاوران، خلقيان او پرچميان، پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد وسله وال يرغل، په شپږم څپركي كې د جدي په شپرمه زما ليدنې كتنې، د ببرك كارمل واكمني، د څرخي پله زندان، په زندان كې پايوازي، په اووم څپركي كې د ډاكتر نجيب الله واكمني، د تڼي و ګلبدين كودتا، د ډاكتر نجيب الله د واكمنۍ پاى او د شوروي يرغل د پايلې تاريخي پېښې په ښه ډول روښانه شوې.
ليكوال د كتاب په دويم چاپ كې د پېښو، نېټو، نومونو او نورو سمونو، كمونو او زياتونو لپاره د لوستونكيو وړانديزونو ته هركلى ويلى. د تاريخ مينه والو لوستوال دې د افغانستان له تېرې دېرش كلنې دورې څخه د ځانخبرونې په پار دغه ګټور تاريخي اثر هرومرو ولولي.