د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غفلت قاتل دی

احمد شاه حقوقي 18.01.2017 13:41

له غفــــــــــلته رابیدار شه په تـلوار!
خورد وینا سره عمل کوه  خــــروار
ابادی د انسان موخه ده دنـــــیا کې !
له پخې خاورې جوړشوی زموږ پلار
پنځه وخته سرپه ځمکه په سجده شه !
په خــــزان وړه به دې راشي ګلبهار
د هوس عبث بازار کې سودا مه کړه!
د حکمت په سورلې وکړه ترې فـرار
ورانول او سوزول شیطاني خوی دی
د فســـــــــاد له هر عمل نه شه بېزار
پرمختګ دژوندون چاروکې حتمي دی
له حسود نه که تا پټ کړل خپل اسرار
د منصب په چــــلم کله نېشه نه شــې
د ارټ منګوټــــي اوړي وار پـه وار
تشه ناسته غندل شوی ده اسـلام کې
هرهدف ته رســـــــېدلای شو په کار
له غېــــــــــبت او له تهمته ژبه ساته
خوله هم ساته له سګرټ او له نسوار
تـېروتـــنه هر انسان سره تړلــــــــی
ګنـاه دا ، چې په ګــناه کوی اصــرار
نیت رهبرد هرعمل دی په محصول کې
 "حقوقی" یم، حق به وایم په بــار بـــار