د عمل درس
27.02.2013 17:36دخوږو خوند باندې هېڅ نه پوهــــېـږي
چاچې تريخ شخوند يوځل ژولى نه وي
هغه انسان به روغتـــــــــيا ونه ګوري
زانګو د درد چې زنګولــــــــى نه وي
دارو به خوري اثر به هېـــڅ نه لــري
څوچې طبــيب دحال کـــــــتلى نه وي
دفـــــضيلت مقام ته نه رسيـــــــــــږي
د حــق بـــيرغ يې چې نيـــولى نه وي
اســتادبه نشي په تنـــــها لوســـــــتلو
دعــمل درس يې که لوســـتلى نه وي
ترهــغه وخته يې ټولـــــواک مه ګڼئ
دمـــلت درد چې کـــــــــــړولى نه وي
ترځـــوبه مــــــــشرچاته هېڅ نه وايم
چې په کـــشرانو رحــــــمېدلى نه وي
حق دکـــشرانو ساقطــــــــــيږي هلته
که احتــــــــــرام يې پېـــژندلى نه وي
دهغه چــــــــــاسره په لاره مه ځــئ!!
له پـــاک الله چې وېـــــــرېدلى نه وي
حقوقي ځان ورڅخه يوطــرف کړه !!
قانـــون درب يې چې مـــــنلى نه وي