د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افلا تبصرون

احمد شاه حقوقي 31.01.2013 00:18

 سترګې او غوږونه ورته چا ورکړي؟
       پښې او لاسونه ورته چا ورکـــړي؟
      دسر کاسه يې په مغزو ښکلې ده.
       پوزه او خوله غاښونه چا ورکــــړي؟
      د پلار له ملا نه دمورنس کې پرېوت.
      د دې نطــــــفې روزنه چا کـړې ده ؟
      دنهــــــو مياشتو په اوږده موده کـې.
      ددې ماشــــــوم ساتنه چا کړې ده.
     پــام چې پرده د رحِم ونه شکيږي !!
     دا لارښـــــــــــودنه ورته چا کړې ده ؟
     له مودې وروسته چې دنيا ته راځـي
     دغه بلنــــــــــــــــــه ورته چا کړې ده؟
     د ناروغۍ نه چې روغيــــــــــږي کلـه  
     درمــــــل د چا پالنــــــــه چا کړې ده ؟
     عامه پوښــــــــتنه ورونو داسې کوم !
     رب نه دشپـــې منـــــنه چا کړې ده !
     ډنډ دګناه ګې چې همېش پرېوځــي
     کومه غوښتــــــنه يې په ژړا کړې ده؟
     پيل د نطفې نه د ژوند ترپايـــــــــــــه
     ټــــــــوله څـــــــــــارنه يو الله کړې ده
     د حقوقي ژبـــې همدا وليـــــــــــــکل
     پوره ستايـــــــــــــنه يو اشــناکړې ده
-------------------------------------------------