د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

احمد شاه حقوقي

18.01.2017 11:41    |   احمد شاه حقوقي غفلت قاتل دی

له غفــــــــــلته رابیدار شه په تـلوار! خورد وینا سره عمل کوه خــــروار ابادی د انسان موخه ده دنـــــیا کې ! له پخې خاورې جوړشوی زموږ پلار

02.10.2016 11:47    |   احمد شاه حقوقي اسیره کړه دوی

د مساوات په نوم مغروره کړه دوی له ډېرو برخو نه مــحرومه کړه دوی

29.07.2016 12:32    |   احمد شاه حقوقي افـــغانه ویښ شه

افـــغانه ویښ شه دښمن وپیژنه تک شین چمن او کفن وپیژنه د ستا له وینو نه چې خوند اخلی له هر افغان بچي نه ژوند اخلی د کونړي سیند د اوبو غــل دی ځکه یې اور په سردرو بل دی

11.02.2016 12:02    |   احمد شاه حقوقي تعـــامل دې الٰهي کړه بـــشر پرېـــږده

تعـــامل دې الٰهي کړه بـــشر پرېـــږده ټول خویونه نبـــوي کړه ضرر پرېږده

24.12.2015 11:58    |   احمد شاه حقوقي سیرت او صورت

د صورت قدر د سیرت سره وي غوره انسان دشرافت سره وي هغه ښکلا چې ښه سیرت نه لري تورو تیاروکې جهالت سره وي

12.05.2014 12:32    |   احمد شاه حقوقي پیل کړی تجارت دی څوپیرانو دیانت کې

پیل کړی تجارت دی څوپیرانو دیانت کې په مخ اوخوله صفا وي قدم ږدي په خیانت کې هدف او مصلحت یې چې په کوم دلیل ثابت وي هماغه دلیل لولي نور ځان تاو کړي جهالت کې

01.04.2014 14:19    |   احمد شاه حقوقي کوم یوډېرخطرناک دی/ شهوتپال که شهرتپال ؟

ویل کیژي چې ناروغان خو دواړه د درملنې وړدي.خو دشهوتپال علاج اودرملنه د نکاح په صورت کې په څلوروښځو سره کیږي یواځې فکر او اند به یې د نفقې او اولادونو او دځان ساتنې او ښه خوراک وي ترڅو چې وکولای شي د څلورو کورودانو فطرتي او ذاتي غوښتونو ته ځواب ووايي ، دا امکان هم شته چې خپلو کورنو ته د یو اتل په شکل د ځان ښودنې په موخه کله ناکله شهرتځپلو سره هم ودریږي خو دا کله ناکله وي دومره د اندېښنې وړ نه ده .

20.03.2014 20:48    |   احمد شاه حقوقي ناپوهه پوهــــــــان

دغه ناپوهه پوهان چا راوســـتل ادب نه تش لیکوالان چا راوستل درنښت،ښکلا دقــلم نه پېژنـــــي دا دشهرت تاجران چا راوســـتـل

24.11.2013 22:49    |   احمد شاه حقوقي وبا ده که غذا؟

دحالاتو په تفسیر کې د دې خلکو په تعبیرکې موسیقی دروح غذا شوه؟ د ناروغه زړه دوا شوه؟

24.09.2013 14:26    |   احمد شاه حقوقي دشعار اوعمل ترمنځ فاصله‎

د مینې به اظهار کې معصــــیت درنه ځرګند شي اقرار کې د وفا یو لوی خیـــانت درنه څرګند شــی

02.06.2013 10:36    |   احمد شاه حقوقي قـــــرآن يا دبشراساسي لارښود

قضــــــاوت او عـــدالت قرآن ښودلى ( کونوا قوّامین بالقسط شهدآء لله !) انســـانيت او بشــــريت قرآن ښودلى ( ولقد کرّمنا بني آدم وحملناهم .... )

28.03.2013 19:26    |   احمد شاه حقوقي قــــــلا او بـــلا

څوک چې ژوند کوي په خوښه دبـــــل چا بې مفـــــــــــهومه به ژونـدون وي په دنـيا دقالـــــــــب او قـــــــــــــاعدې نه بهـرخلک له ديــن پرته به جــــــــــوړ نه شي په دوا که مالــک دعـرش په هروخت يادوي څوک

12.03.2013 19:45    |   احمد شاه حقوقي د دوی مېرمنې

دمساوات په نوم مغروره کړه دوي له ډېروبرخو نه محرومه کړه دوي دعفت باغ نه يې وحشت ته ليـــږي خبررېښتيا ده چې مظلومه کړه دوي

07.03.2013 12:42    |   احمد شاه حقوقي کلنګ

فکر د دوستانو که همــــــرنګ نه شي هلته بياخلاصون له لوى ګړنګ نه شي

27.02.2013 16:36    |   احمد شاه حقوقي د عمل درس

دخوږو خوند باندې هېڅ نه پوهــــېـږي چاچې تريخ شخوند يوځل ژولى نه وي

19.02.2013 19:49    |   احمد شاه حقوقي د زور مېلمه ته

يوځل که تاکړى وى پوښــتنه انګـــــــــرېزانو نـــه لاره او ګودر دې لږ زده کړى وى روســــــيانــو نـه

14.02.2013 21:35    |   احمد شاه حقوقي شرافت

شرافت د هرانسان په صــــــــــورت نه دى په عمل کې اخلاص شرط دى کثرت نه دى خزانې که دمــــــــــال څومره شي پرېمانه چې الله ترې رضـــــــــا نه وي عـزت نه دى

30.01.2013 22:18    |   احمد شاه حقوقي افلا تبصرون

سترګې او غوږونه ورته چا ورکړي؟ پښې او لاسونه ورته چا ورکـــړي؟ دسر کاسه يې په مغزو ښکلې ده. پوزه او خوله غاښونه چا ورکــــړي؟

16.11.2012 11:49    |   احمد شاه حقوقي د دعوت لاره

لاره ددعوت کۍ يې خورا زحمت ګاللی دی ځکه يې په مينه کې ما هر تهمت منلی دی