د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتاریخ بیرحمانه قضاوت اوومه برخه

محمدآصف خواتی 18.08.2015 13:19

                                  تاریخ  زما اوستا په شان قضاوت نه  کوي
 ددې لیکنې په لومړۍ برخه کې یادونه شوې وه  چې دسردارمحمدداود دشخصیت او کارنامو په هکله لیکنوکې دپام وړمعلومات اونا ویل شوې خبرې ترسترګوکیږي۰ دانوي معلومات اوناویل شوې خبرې تاریخ پوهانوته ښه مواددي چې دهغوپربنسټ خپلوڅیړنوته دوام ورکړي، ویې ارزوي،  دقضاوت په تله کې وتلي ، اود هیوادددې تاریخي خودډراماتیکواوخونړیوپیښوډک پړاوپه هکله آفاقي آثار راتلونکو نسلونوته ډالۍ کړي ۰ ددغو ناویل شووکیسوڅخه یوه دمحمدهاشم میوندوال اوبله د محمدداود دکورنۍ دغړو وژنه ده۰ ددې لیکنوترخپریدوپورې داویل کیدل چې ګواکي محمدهاشم میوندوال دافغانستان د خلک دموکراتیک ګوند دپرچم فرکسیون پورې تړاولرونکوغړوله لوري دتحقیق پرمهال دوهلوټکولو له امله ساه ورکړه اود ۱۳۵۷ کال دثور پراتمه محمدداود،اودهغه دکورنۍ غړي دنوموړي ګوند د خلقي اړخ له لوري ووژل شول۰ خودوروستیولیکنولړۍ کې داسې نوې خبرې ترسترګوشوې چې ددې دواړو وژنوپه هکله بایدنوې کتنه وشي۰ ځکه چې دمیوندوال وژنه دوخت دکورنیو چارو د وزیر عبدالقدیر نورستاني  دارادې اواجازې پرته ناشونې وه۰ او دمحمدداوددکورنۍ یوشمیرغړي د دې کورنۍ د یوه غړي په واسطه سهار وختي وژل شوي دي ۰داخبره دنوموړي کورنۍ یوه غړي چې دوژنوشاهد وهغه چا ته چې پدې اړه څیړنې کولې  افشاه کړې ده۰ پدې هکله دوه تنه څرګندونې لري خو دواړه دوژنودلامل ، دوژل شوودشمیراودشاهد په اړه چې څوک دۍ څه نه وایي۰ یوددغودرنولیکوالو څخه لیکي چې یوه افغان تاریخپوه ده ته ویلي چې ددې دواړو مسئلوپه هکله اړینه نه بریښي څه خپاره شي ترڅوددواړوقتلونومسئولیت په کمونستانوواچول شي۰سربېره پردې دا ښاغلی تاریخپوه  ددې وژنو څیړونکي ته  داسې مشوره هم ورکوي: « ددې موضوع خپرول دکمونستانوپه ګټه دي او هغه ښاغلي شاهدته دده لخوا ووایم چې داموضوع دکورنۍ د راز«!» په توګه وساتي او پریږدي چې د محمدداودخان دټولې کورنۍ مسئولیت دکمونستانوپه غاړه وي۰ »  دلته وینوچې زموږ ځینې  پوهان او څیړونکي ترکومې کچې رالویدلي ، یوه شخص یایوې سیاسي ډلې ته دخوشبینۍ اویا بدبینۍ له امله په سړه سینه تاریخي حقایق پټوي اونوروته  مشوره ورکوي چې رښتيا ونه وایي۰که چیرې دې ډله پوهانو ته د څوکۍ ، مقام اوپیسوژمنې وشي ، دڅومره وطنپالودشخصیت دترورپه اړه به مذمت نامې اوتومت نامې ولیکي او دپردي پالواوجاسوسانوڅخه به اتلان جوړکړي ۰ دا ډله پوهان او څیړونکي په یادولري چې دتاریخ قضاوت نشوکولای په تبلیغ ،درواغو،دحقایقوپه تحریف اویا پټولوسره ړوندکړو۰دمحمدداوددکارناموپه اړه لیکنوکې دمثبتواړخونواو نویومعلوماتو سربیره لویه تشه داده چې ډیری لیکوالانویې په دې موخه بحث ته نه دي رادانګلي چې د دموکراسۍ دلسیزې اود۱۹۷۳ کال دپوځي کودتا وروسته دمحمدداودپه واکمنۍ انتقادي نظرواچوي بلکې یوشمیر یې دمحمدداودپه دفاع اودمحمدظاهر په مخالفت اونور بیا د محمد ظاهرددریځونواوتګلارو د تائیداودفاع دمورچل څخه پر محمدداود بریدونه کوي۰ځینې یې بیا دخلکوخبره الا بلا بګردن ملا لاره یې غوره کړې ده ، ددموکراسۍ دلسیزې دناکامۍ اوپه جمهوري نظام کې دناخوالوپړه اوملامتي دافغانستان د خلک دموکراتیک ګونداچوي۰ پدې اړه دلیکنوڅخه معلومیږي چې ډیری لیکوالان یې دمحمدظاهر او محمدداود دواکمنیوپرمهال مطرح دولتي ماموران اویا سلطنتي کورنۍ ته دباوري کورنیوغړي دي۰   ددوی په بحثونوکې کله ناکله دیوبل خلاف څرګندونې اودیوبل څخه ګیلې هم تر سترګوکیږي۰ لاندې تبصره چې همدا نن(  ۲۰۱۵ کال -اګست اوولسمه ) په هغه ویب پاڼه کې کومه چې پدې اړه داڅو میاشتې تاوده بحثونه روان دي څرګنده بیلګه ده :«۰۰۰نظر شما واقعآ یک نظر ملی است من صد در صد موافق نظرشما هستم. امید وارم یکعده دوستان این پرتال بزرګان مارا ارام بګذارد تا وقایع ګذاشته ( ګذشته)را به شکل که بوده بررسی نماید، نه اینکه پدرم ، مامایم ، باجه برادرم، شوهر خاله ام، کاکایم در ان وقت ان کاره و این کاره بود. امروز وخشتهای( وحشتهای)، خشونتها، کشتارها ۷ و ۸ ثور بجای ماند. ما بجان یکدیګر افتیدیم۰»
 دواړه ډلې دتاریخي حقایقو دبیان ، بیطرفۍ اوبې پریتوب ادعا کوي خودلیکنوڅخه یې په څرګنده توګه معلومیږي چې څوک دچا په پلوۍ اودچا په مخالفت کې ولاړ دي۰ دځینولیکنې بیا مظاهره یې تبلیغاتواوشعارونوته ورته دي چې خپل اتل داتلانوسرسالار او مقابل لوری بیکاره اوبې کفایته معرفي کړي۰ ددې مباحثې یوشمیر پرمخ وړونکي دخپل اتل دواکمنۍ بریاوې د هغه دپوهې، وطنپالنې او درایت پایله ګڼي، ناکامۍ او ناخوالې یې په ټیټ پوړوچارواکو اچوي۰ دا ډول دریځ دجهادي دووسیالو  تنظیمودپلویانو له خوا دهغوتبلیغاتو سره هیڅ توپیرنلري چې دخپلو اتلانو ګلبیدین حکمتیار او احمدشاه مسعوددسپیناوي په اړه ویل چې حکمتیارښه رهبردۍ خوڅارګره اداره یې ښه  نده ، مسعود بدقوماندان نه دۍ  خو څارنوالان اومستنطقین یې کرغیړن دي۰ ددې تریخ حقیقت ویل هم ضرور بریښي چې د افغانستان داوږدمهاله ( څلورولسیزو ) روان کړکیچ پرمهال دومره اتلان لرو چې دهیوادپه وروستي دری سوه کلن تاریخ کې یې نلرو۰ پدې دری سوه کلنه موده کې یوازې دریو تنو میرویس نیکه ، احمدشاه بابا اوغازي امان الله  دملي اتلانو ویاړترلاسه کړی دۍ اودهغوی شهکارۍ اوتلپاتې کارنامې دوست اودښمن ته څرګندې دي۰ خوددې وروستیوڅلورولسیزو کابوټول مشران ملي اتلان دي۰ دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند دمشرانو څخه  یوازې نورمحمدتره کی داتل ویاړنلري اونوردری ( حفیظ الله امین، ببرک کارمل ، نجیب الله ) دهغودپلویانولخوا اتلان  ګڼل کیږي۰ دجهادي تنظیمونو غړي اوپلویان نه یوازې خپل مشران ملي اتلان ګڼي بلکې دخدای په لاره کې دجهادسپه سالاران هم تبلیغوي۰ احمدشاه مسعود رسمآ د حامدکرزي له لوري ملي اتل اعلان شو اودملت استازوهم دهغه په اتلولۍ خپل لاسلیکونه او مهرونه لګولي دي۰ دهغو کسانوسره چې د وروستیو څلورولسیزو مشرانوته داتلانولقبونه ورکوي داپوښتنه نده پیداشوي چې د دوی اتل څه شهکارۍ اوکومې غوره کارنامې لري؟  داوروستۍ څلورلسیزې ددې هیواددتاریخ خورابې ثباته ، کړکیچن ، دمصیبتونوڅخه ډک  اوناورین زیږوونکی پړاو دۍ۰  دداسې یوه غیرنورمال پړاو پړه دهر چا نه مخکې دهیوادپه مشر پرته ده۰ سلیم عقل دانه مني چې دیوه بې ثباته پړاومشرانوته اتلان وویل شي چې نه یوازې یې دثبات په راوستلوکې کوچنی بریا نلري بلکې دبې ثباتۍ عاملان پخپله دوی وو۰
دمحمدداود دکارنامواړونده لیکنونه داتریخ واقعیت جوتیږي چې موږ داختلاف وړمسئلې په هکله پدې موخه بحث نه کووچې خپل معلومات سره مبادله کړو، دحقایقوتل ته ځان ورسوو، دمسئلې ناڅرګندې برخې اود اختلاف وړټکي راوسپیړواویوې  پایلې ته ورسیږوبلکې موږدمقابل لوري دملامتولوپه موخه مقاله لیکویا بحث کوو۰د خپل نظردسموالي اودمقابل لوري دناسموالي په موخه دمختلفوآثارو څخه هغه برخې را اخلوچې زموږپه مزاج برابرې دي اودچا خبره دیوه شاخ نه بل شاخ ته ټوپونه وهوترڅوځان خپل مزل ته چې د خپل نظرحقانیت ثابت کړوورسوو۰ همدې تشې ته په کتوسره مې د دموکراسۍ دلسیزې دناکامۍ اودروان کړکیچ دمنځته راتلواوژوریدو په اړونددپخواني پاچا اود  جمهوریت دمؤسس ځای اورول ته په تیرو شپژوبرخوکې ځغلنده کتنه وکړه چې په هغوکې تیروتنې اوکمزوري اړخونه لږ هم نه دي۰ خوپه دې هکله ددې خبرې یادول اړین ګڼم چې ددموکراسۍ  د لسیزې، دچنګاښ دپوځي کودتا اود جمهوریت څخه زما اودنورواخیستنې او قضاوتونه دقضاوت یوازینی معیار نشي کیدای ۰داسې واقعبینه اوژمن څیړونکي لږ نه دي چې هغوی به  دا اونورې لیکنې ، پدې اړه لیکل شوي کتابونه اورسالې دقضاوت په تله کې تلي اودآفا قي اوارزښتمنو آثاروپه څیرراتلونکونسلونوته وړاندې کوي۰ لدې امله مې دلیکنې ددې برخې سرلیک« تاریخ  زما او ستا په شان قضاوت نه  کوي » غوره کړ اوبیله شکه به تاریخ پدې اړه خپل بیرحمانه قضاوت وکړي۰ تاریخ دځینولیکوالو په شان چې هغوی اویا یې پلرونواوخپلوانو په دې یا هغه درباراویاحکومت کې ښه مقام درلود، اویا یې درهبر سره قومي تړاو درلود ارزښت نه ورکوي ، تاریخ د رهبراودهغه د حکومت کړنوته ګوري۰ تاریخ د رهبرانو نیتونواوهیلوته نه ګوري ، تاریخ یوازې اویوازې درهبر کړنې اودهغوپایلې ویني او د همدې کړنو اود پایلو پربنسټ قضاوت کوي۰ تیرې شپژ لیکنې چې ددموکراسۍ دلسیزې  او جمهوریت ټولټال پنځلس کلن زماني پړاوانتقادي ارزونې ته ځانګړې شوې په لاندې ډول په څو کرښوکې راټولوم:     
لومړی- دموکراسۍ ته مخه یا مشروطه پاچاهۍ ته تګ یوضرورت اوپخپل وخت یونیک اقدام وچې باید ټولو دهغې دودې اوپرمختګ لپاره رښتینې هلې ځلې کړې وای۰
دویم - مشروطه پاچاهۍ ته تګ دپاچا له لوري یومجبوري حرکت وچې اصلي لامل یې په واکمنه کورنۍ کې دواک دمدعیانومخالفتونه اوسیالۍ وې۰ په سلطنتي کورنۍ کې دصدارت څوکۍ په نوبت سره دپاچا دترونو( کاکاګانو)اودترو زامنوته رسیده چې نوبت دسردارعبدالولي وخومحمدداودنه غوښتل نوموړی دده ځای ناستی وي لدې امله یې پاچا ته په نظام کې دبدلون راوستلووړاندیزوکړ چې سلطنت اوحکومت سره جلاشي ۰ دپاچا ځواب داوچې اوس یې وخت نه دۍ۰ محمدداودلدې امله د صدارت څخه استعفی وکړه۰ پاچا دنوموړي داستعفی ومنله اوبیله ځنډه د محمدداود دوړاندیزله مخې یې سلطنت او حکومت سره جلا اودداسې نوي اساسي قانون دجوړولوسپارښتنه وکړه چې دسلطنتي کورنۍ غړي دسیاسي فعالیتونوڅخه محروم اولوړدولتي پوستونه اودپارلمان غړیتوب ونلري۰ دپاچا لدې دریځ څخه بریښي چې غوښتل یې محمدداودپخپله خوښه دصدارت څخه لاس په سرشي اوپه راتلونکې کې هم دده دشرنه ځان خلاص کړي۰ پاچا لکه یوشمیرافغانان پدې باوروچې  محمدداود ځانغوښتونکی اودواک تږی دۍ ۰لدې کبله یې دنوي اساسي قانون له مخې ده ته دواک درسیدوقانوني لارې وتړلې اوفکریې کاوه چې محمدداودبه دیوه مجرب سیاستوال په څیرواک ته درسیدوله هڅواو خیالونولاس په سرشي چې دپاچا داتصور ناسم راوخوت۰
  دریم - نوی اساسي قانون په سیمه اواسلامي نړی کې یودموکراتیک اومترقی قانون وخوپه هغوکې دپاچا واکونه خورا زیات و۰ که پاچا ددې واکونوڅخه ددموکراسۍ دودې په موخه ګټه پورته کړې وای غوره پایلې یې لرلې ۰ له بده مرغه دهغوڅخه یې دخپل واک دټینګښت اودوام په موخه ګټه پورته کړه۰ په اساسي قانون کې سردارمحمدداود سلطنتي کورنۍ غړی ګڼل شوی دۍ ۰دنوموړي پلویان داکورنۍ تړاو دمحمداود په حق کې بې انصافي ګڼي اودنوموړي د کودتا څخه په همدې دلیل هم ملاتړکوي۰ پدې اړه باید وویل شي چې په اروپايي شاهي رژیمونو کې دپاچا یا ملکې اولادونه، وروڼه اوخویندې ، ترونه اودتروزامن اولوڼې دسلطنتي کورنۍ غړي منل شوي اودسیاسي فعالیتونو څخه بې برخې دي۰ دایومنل شوی غوره تدبیر دۍ چې دشاهي کورنۍ غړي د کورنۍ داتوریتې اوواکونوڅخه ناوړه ګټه پورته نکړي۰ که چیرې محمدداوددسلطنتي کورنۍ غړی نه وای اونه یې غوښتل ددې کورنۍ له اتوریتې، واک، امتیازاتو اوامکاناتوڅخه ګته پورته کړي ولې یې په پنځه ویشت کلنۍ کې د۹ میاشتنې پوځي کورس دبشپړولووروسته جنرالي ، فرقه مشري اونایب الحکومګې ومنله؟ داډول حیرانونکي اونه منونکي امتیازات دسلطنتي کورنۍ دغړي پرته ددې هیوادبل کوم وګړي ته نه ورکول کیدل؟ دمحمدداودپلویان دي یوکس هم راوپیژني چې د۹ میاشتني پوځي کورس وروسته  راسآ تورن اودټولي مشرشوی وي۰ یا داچې ددموکراسۍ ترلسیزې پورې دې غیرخانداني صدراعظم را وپیژني۰ دمحمدداودپه هکله دخلکوداخبره چې « دغوښې سره پخلا اوله ښوروا سره مرور» پوره سرخوري ۰محمدداود یوازې داغوښتل چې دواک خاوندوي ۰هغه مهال چې سلطنتي کورنۍ ټولواکه وه نوموړي ځان ددې کورنۍ غړی شمیره اوکله چې داکورنۍ له پورتني امتیازه بې برخې شوه ځان یې ددې کورنۍ غړی نه شمیره اودا تړاو یې دلعنت طوق ګاڼه۰  
څلورم- ددموکراسۍ په لسیزه کې دپاچا اومحمدداوددکړنونه داسې نتیجه ترلاسه کیږی چې دواړه په هیوادکې ددموکراسۍ ټینګښت ته ژمن نه واوغوښتل یې ددموکراسۍ څخه دیوې وسیلې په توګه چې یوه دخپل واک او اقتداردساتنې اوټینګښت، اوبل واک ته درسېدولپاره ګټه پورته کړي۰
پنځم - ددموکراۍ لسیزه سره لدې چې زیات عیبونه یې لرل ، دخلکودکړاوونوډک ژوندکې یې کوم مثبت بدلون را نه ووړخودآزادورسنیوشتون اودوینا آزادۍ دذهنونودروښانولواودخلکودراویښولوپه چاره کې غوره رول درلود۰نیمه علني ګوندونودسیاسي مبارزې اوتبلیغاتو له لارې هڅه کوله په خلکوکې نفوذوکړي ، دهغوی ملاتړترلاسه کړي چې داډول تفکراوچلنددسیاسي ټیکاودټینګښت او د زورزیاتۍ اوکودتایي هڅوپه وړاندې یومنل شوی اوتجربه شوی تفکراوچلندو ۰ ددې بهیرپه وړاندې دریدنه ، هغه ته د ستونزواوخنډونوجوړونه او پرهغه بریدپه هیڅ دلیل دتوجیه وړنه دۍ۰
شپژم- په خواشینۍ سره ولیدل شول چې دمحمدداودپه مشرۍ دپوځي کودتا له لارې دموکراسۍ اود نوموړي په وینا مطلق العنان سلطنت ته دپای تکې کیښود، دجمهوریت اورښتینې دموکراسۍ دټینګښت ژمنه یې وکړه۰ داسې جمهوریت یې ټینګ کړچې نوموړی ددولت درئیس، صدراعظم، ددفاع او بهرنیوچارودوزارتونوواک په خپلومنګولوکې ونیو۰ دوینا په آزادۍ، آزادورسنیواودسیاسي ګوندونوپه فعالیت یې بندیزولګاوه چې دجمهوریت ترپایه دې بندیزونودوام وموندهغه څه چې د جمهوریت او دموکراسۍ سره سرنه خوري بلکې د دیکتاتوري نظامونووڅرګندوی دي۰ سربیره پردې دپوځي کودتا اوکودتاي واکمنۍ مؤتلفین ( محمدداود اوببرک کارمل) دخپلوځانګړوپټوموخوپر بنیاد جوړجاړی کړی واودخلکوخبره یوبل ته غله ووچې دراتلونکوناوړه پیښواومصیبتونوپه راتګ کې یې خورا منفي رول ولوباوه۰ په سیاست کې داډول کړنې دملتونودژونداوبرخلیک پر سرلوبې دي اویوه هیوادته دغمیزو او مصیبتونوپرته بل څه نه راوړي۰
اووم – که چیرې په ګران افغانستان کې ددموکراسۍ لسیزه اوجمهوریت سره پرتله شي ویلی شوچې په شلمه پیړۍ کې یوازې د دموکراسۍ لسیزه د سولې اوآزادۍ پړاو وچې جمهوریت دې پړاوته دپای ټکی کیښود۰  
په پای کې غواړم داخبره وکړم چې ددموکراسۍ په لسیزه اوهمداراز دجمهوریت پرمهال دافغانستان دآبادۍ اودخلکودسوکالۍ په موخه ټاکلي ګامونه هم اوچت شوي دي چې په لیکنه کې نه تر سترګو کیږي۰ لامل یې دادۍ چې دنوروبشري ټولنواوګاونډیانوپرمختګ ته په کتوسره  دهغوکچه خورا ټیټه ده۰ داچې دې قلم ددې زماني پړاونیمګړتیاوواوددې پړاو دولتي مشرانومحمدظاهراومحمدداود د کړنوپه منفي اړخونوزیاته ډډه لګولې ده لامل یې منفي بافي یا دنوموړومشرانوپه وړاندې دمخالفت ښودل نه ، بلکې موخه داوه چې پرهغو انتقادي نظر واچول شي۰  
د آباد، پرمختللي اوخپلواک افغانستان په هیله۰
   پای