د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتاریخ بیرحمانه قضاوت ۵

محمدآصف خواتی 11.08.2015 00:33

                                         پنځمه برخه           
                                       مصیبت راوړونکی بری
د۱۹۶۴ کال داساسي قانون پربنسټ  په هیوادکې نوی سیاسي بهیر دملي او مترقي ځواکونو او  سمونپالوکړیوله ملاتړ نه برخمن شو خومحمدداودیې په نه پخلاکیدونکي دښمن واړاوه ۰ دداودخان ديوه خواخوږي په خبره دهغه نه یې« ټپي پړانګ» جوړ کړ۰ محمدداود نوي بهیر ته دستونزواو خنډونو دجوړولوسربیره دهغه دنسکورولولپاره هم هلې ځلې پیل کړې۰ دمحمدداوددداډول دریځ غوره کول له هرڅه دمخه دنوموړي په رواني ځانګړتیاووکې چې دځان غوښتنې اومقام پالنې تله یې خورا درنه ده ولټول شي ۰ میرمحمدصدیق فرهنګ دخپل کتاب ددویم ټوک په اوم مخ کې پدې هکله داسې لیکي : «سردارمحمدداود له هغوکسانوڅخه و چې په  ژوند کې هیڅکله په دویم مقام راضي نه واو هغه غوره ګڼله چې په کلي کې لومړی وي نه په هیوادکې دویم۰» محمدظاهر دخپل دتره زوی په هکله  د۲۰۰۵ کال دسپتمبرپه پنځمه دبی بی سی دخبریالې مینه بکتاش سره په مرکه کې داسې وایي :« خلک شته چې دوست لټوي اوخدمتګارلټوي اوخلک هم شته چې غلام لټوي ۰ داودخان دهغو کسانوڅخه وچې غلام یې لټولو۰ داودخان ځان غوښتونکی  وهیڅکله خپل وطن ته دخیانت په فکرکې نه و۰»که یو څوک ښه صفتونه لکه وطنپالنه ،  تقوا او سپیڅلتیا  ولري چې محمدداودهغه لرل خو که دهغوسره  ځان غوښتنه مل وي  پورتني ښه صفتونه یې په صفرکې ضربیږي یعني چې په هیڅ اوړي۰ د حربي  پوهنتون په وروستي کال  کې دقوماندانیت په نوم یومضمون تدریسیده۰  فکر کړم چې دقوماندان ځانګړتیاوې دوولس ښودل شوې وې چې یوولس یې مثبت اویوه یې منفي وه چې هغه ځانغوښتنه ده۰ استادویل که یوقوماندان داټول صفتونه ولري هغه یوناکام اوبد قوماندان دۍ اولامل یې دهغه د ځان غوښتنې ځانګړتیا ده۰ ماته هغه مهال داستاد داخبره دمنلووړنه بریښیده چې څرنګه یو قوماندان یا یوفرد یوولس غوره اویومنفي صفت ولري اوهغه بد قوماندان یا بدسړی وي۰ خوکله مې چې دهیواددوروستۍ نیمې پیړۍ ناخوالې ولیدې اودهغو دلاملونو په اړه ولوستل اوواوریدل دنورو لاملونوسربیره دځینو  سیاستوالواودولتي مشرانوځانغوښتنې اومقام پالنې پکې ټاکونکی رول لوبولی دۍ چې په غیرجهادي سیاستوالو کې دنورو په پرتله  دمحمدداود، ببرک کارمل اوحفیظ الله امین تله خورا درنه ده ۰ دنوموړوکړو وړو اودهغوپایلو متیقین کړم چې د قوماندانیت د استادخبره سمه وه۰ دنوموړو دریو تنوسیاسي لوبو اوکړووړو دهیوادمترقی غورځنګ اوولس ته خورا سترې ناخوالې او بدمرغۍ ډالۍ کړې۰  دسردارداود د ځانغوښتنې اومقام پالنې دې ځانګړتیا چې نوموړی په هیوادکې لومړۍ  اودده پریکړه وروستۍ وي خبره دې ته ورسوله چې په یوه غیرقانوني کار( پوځي کودتا) لاس پورې کړي۰ نوموړي اساسي قانون چې ملي میثاق ګڼل کیږي ترپښولاندې کړ اود  سیاست څخه بې خبره ځوان احساساتي افسران او واړه ظابطان داساسي قانون څخه دسرغړونې سربیره عسکري لوړې ته شاه ګرزونې ته وهڅول او دعیبونونه ډکې ځوانې، خوامیدواروونکې  دموکراسۍ یې مرګونی ګوزار اوبرید وکړ، پوځ سیاسي شو ، ټیکاو زیانمن اوراتلونکوپوڅي کودتاګانو اوکودتایي هڅو ته یې لاره پرانیستله۰ وایي اتل هغه څوک دۍ چې پیل یې کړي پردې بنسټ محمدداوددپوځي کودتا ګانوداتلولی ویاړلري۰   
   د۱۹۷۳ کال دجولای په اولسمه  محمدداود دصدارت څخه داستعفي څه دپاسه لسوکلو وروسته  دراډیو څخه دسپینې پوځي کودتا دبري زیری ورکړاوهغه یې د انقلاب بری وباله خوددې قلم له انده دابری افغان ولس ته یومصیبت جوړونکی بری شو۰ محمدداودپخپله وینا کې سلطنت ړنګ شوی اعلان اودمعقولې دموکراسۍ دټینګښت ژمنه یې وکړه۰سردار د دموکراسۍ لسیزه اودده له لوري د پوځي کودتا پریکړه دا ډول ارزوي : «۰۰۰ بهرصورت نتیجه آن شدتا آن امیدهای دیرینه وآن آرزوهای نیک بیک دموکراسي قلابی که ازابتدآ تهداب آن برعقده ها ومنافع شخصی وطبقاتی برتقلب ودسایس وبردروغ وریا ومردم فریبی استوارګردیده بود مبدل ګردید۰خلاصه آنکه دموکراسی یعنی حکومت مردم بیک انارشیزم ورژیم سلطنت مشروطه بیک رژیم مطلق العنان مبدل شد۰۰۰ لذا همه وطن پرستان ، خصوصآ اردوی وطنپرست تصمیم ګرفت که دیګربراین نظام فاسد خاتمه داده شود۰» پدې اړه باید وویل شي چې دمحمدداود پرته تردې مهاله هیچا هم  د دموکراسۍ دلسیزې حکومتونه او یا پاچا مطلق العنان نه دي ګڼلي ۰ که دمحمدداودموخه دمحمدظاهردسلطنت په لومړیودیرشوکلونوکې شوی استبداد اوواکمن اختناق وي  ګوته سردارمحمدهاشم اوپخپله سردارمحمدداودته نیول کیږي۰ له بله پلوه انارشیزم دمطلق العنانۍ سره هیڅ سرنه خوري ۰ مطلق العنان رژیمونه هدیرو ته ورته دي چې هلته سکوت اوسکون برقرار دۍ اوهلته دانارشۍ  اوګډوډۍ څرک نه لګیږي۰ دمحمدداود د سیاستونو ملاتړي ددموکراسۍ په لسیزه کې  انارشي دمحصلینواوزده کونکومظاهرې ګڼي چې ګواکې هرڅه یې په ټپه درولي وو۰ دې مظاهرویوازې په نوموړوپوهنیزوبنسټونوکې دزده کړې په بهیرمنفي اغیز درلودنه یې امنیت ، نه یې سیاسي ټیکاو اونه یې دوګړوخوندیتوب ته ګواښ جوړاوه اونه یې دتولیدپه بهیر اونه یې په اداري چاروناوړه اغیزدرلود۰ لدې امله دهیوادپه کچه دګوتوپه شمارپه  څو پوهنیزو مؤسسوکې مظاهرو ته انارشي ویل په واقعیت کې ددموکراسۍ په لسیزه کې دمشروطه رژیم  په وړاندې  دکرکې اوعقدې څرګندول دي ۰ دمحمدداودپه پورتنۍ وینا کې داخبره  دحیرانتیا اوتامل وړده چې ټولو وطنپالو اوخصوصآ وطنپال اردوپریکړه وکړه چې دې فاسدنظام ته دپای ټکې کیږدي۰  ددې خبرې څخه داسې بریښي چې هغه مهال ټولووطنپالو اویا وطنپال پوځ دټولپوښتنې اویاټاکنو  په پایله کې دې پوښتنې ته چې کودتا وشي یا نه ، مثبت ځواب ورکړ چې داتیا تنوشاه اوخواه ټیټ رتبه افسران دشپې په تیاره کې کودتا وکړي ،واکمن «فاسدنظام» نسکور اوجمهوریت اعلان کړي۰ دا خبره پخپله دعوامفریبۍ یوه څرګنده بیلګه ده ځکه چې پوځي کودتا په خوراپټ ډول ترسره کیږي دیوه هیوادټول وطنپال اویا ټول پوځ دهغې په اړه پریکړه نه کوي۰ په هرصورت سپینه پوځي کودتا بري ته ورسیده اوجمهوریت اعلان شو،  داسې جمهوریت چې نه دغونډوجوړولواجازه وه ، نه سیاسي ګوندونو دفعالیت حق درلود اونه آزادورسنیودخپرونومجوز۰ جمهوریت یعني سیاسي ګوندونه، ټاکنې، آزادې رسنۍ، دویناآزادي، پارلمان،  سیاسي مشارکت ، دځواکونو تفکیک، مدنې بنسټونه ،غونډې او ټولنې۰  دافغانستان په جمهوریت کې  دجمهوریت دپورتیویادوشوو مواردوڅخه یوه هم شتون نه درلود ، داڅه ډول جمهوریت و؟ دمعقولې دموکراسۍ څخه موخه داډول دموکراسي وه چې د دموکراسۍ یو اصل هم پکې ترسترګونشي؟  دانقلاب په بري سره اساسي قانون لغوه شو اوبل کوم قانون اویا لایحه جوړه نشوه چې دهغوپربنسټ دددولت چارې تنظیم شي ۰ په هیوادکې پوځي حالت اعلان شو۰ ټول واک دملي رهبر په لاس کې پریووت ( ددولت رئیس ، ددفاع وزیر ، دبهرنیو چارووزیر) ، صدراعظم هم موجودنه و۰ ددولت لوړدولتي ارګان مرکزي کمیټه وه چې دیوه تن پرته نورټول متقاعداو برحاله کودتایي پوځیان وو۰ په حکومت کې بیا هم یا کودتا چیانوبرخه لرله یا دکودتا مشرته وفادار کسان، اود سیاسي کړیوڅخه یوه کړۍ چې نیمایي حکومت دهغې په برخه رسیدلی و۰ دانقلابی دولت لومړی اقدام دا و چې کودتا چیانوته دوې دوې ترفیع اوچاچې دکودتا چیانوشهکاري !؟تائیده کړه  یوه یوه ترفیع ورکړل شوه یعني داچې هغوپوځیانو چې اساسي قانون ترپښولاندې کړ اوعسکري لوړې ته یې شاه وګرزوله هغوی د ستاینې او د مکافاتووړدي۰ ټولو وړوظابطانو ته چې شمیریې د شپژوزروشاه اوخوا و دریم بریدمني ورکړل شوه۰ بیله دې چې دخدمت کلونو، وړتیا اودزده کړوکچې ته یې وکتل شي۰  انقلابي حکومت دې ته متوجه نه وچې دومره دریم بریدمنانوته دهغوی درتبې سره سم چیرې دنده ورکړي ځکه چې دپوځ په تشکیل کې دومره ددریم بریدمنۍ بستونو شتون نه درلود۰  ددې شپژوزرو دریم بریدمنانودتنخوا مسئله بله ستونزه وه چې ځکه چې زیاترویې عملآ ددریم بریدمن څخه زیاته تنخوا لرله ۰ یوه ګډوډي او رسوایي راپورته شوه بالاخره تصمیم داشوچې دریم بریدمنۍ ته رسیدلي واړه ضابطان به پخپلوپخوانیو دندو اوامتیازاتوسره خپلې دندو ته ادامه ورکوي۰ دکودتا وروسته په پوځ کې نوی ویش(  انقلابي اوغیرانقلابی ) رامنځته شو۰ ضمنآ په جمهوریت کې  مادون په آمراوآمر په مادون واوښت۰ ځکه چې انقلابیون اودهغوی پلویان قوماندانان اوآمرین شول او یوازې په دوی بشپړ باور وچې دانقلاب په ګټه کوټلي ګامونه اوچت کړي او یا په اصطلاح  دانقلاب ضد توطئې اودسیسې شڼدې کړي ۰ په پوځ کې دې ډول  ناسمو پریکړو خورا ناوړه اغیزپریښود تردې چې دحربي پوهنتون محصلینواعتراضیه مظاهره وکړه اوحکومت اړشوچې دامؤسسه یوه میاشت تعطیل کړي۰ ښایي دنوموړې مؤسسې په تاریخ کې دالومړۍ مظاهره وي۰ له بلې خوا په دولتي ادارو اوپوځ کې سلطنت ته دوفادارو، اخوانیانواوضعیف النفسه ملګرو په نامه  څنډنه پیل شوه چې پدې توګه خورا مجرب  لوړپوړي چارواکي، جنرالان اوافسران یا له کاره ګوښه اویا په پاسیفو دندو وګومارل شول چې ځای یې بې تجربه کودتاچیانواوفرصت غوښتونکوغوړه مالانو ونیو۰ دې څنډنې له یوه پلوه په دولتي ادارو اوپوځ کې دناباورې فضا واکمنه کړه اوله بلې خوا یې دپوځ په پوځي چمتووالي ناوړه اغیز پریښود۰په بهرني سیاست کې ددودیز بیطرفانه سیاست پرځای یوه اړخ( سوسیالستي سیستم) اوپه ځانګړي ډول شوروي اتحاد ته دښوئیدو اوبل اړخ( پانګوال سیستم ) اودهغه دسیمه ئیزو متحدینو په مخالفت کې دریدلو ته لومړیتوب ورکړل شو۰ دا ډول کړنلاره ددې لامل شوه چې پاڼګوال سیستم، کمونست چین، ایران اوپاکستان هم دجمهوریت دمخالفینوسره همغږي وښيي اود افغانستان په کورنیو چاروکې لاسوهنې پیل کړي۰ که چیرې دپوځي کودتا او دکودتایي دولت دتګلارو او کړنومنفي پایلې  وارزول شي په دووجملو کې یې رانغاړلی شو:       
الف-  دهیواد سیاسي ډلې دې نتیچې ته ورسیدلې  چې واک ته درسیدو لنډه لاره  پوځي کودتا ده۰ هماغه دي چې سیاسي ګوندونه پخپل قوت سره پوځي اوامنیتي بنسټونوته ننوتل ۰                        ب- افسرانوهم ولیدل چې دکودتا له برکته کودتاچیان دواک اوځواک ،شان اوشوکت خاوندان شول اوپه ترفیع ونازول شول دوی هم  دې دریځونواوامتیازونو ته درسیدو په موخه سیاست اوسیاسي ګوندونه ته مخه کړه اوپه ډیره آسانۍ سره سیاسي ګوندونو،دواک دمدعیانو اودپردیوښکارشول۰
هماغه دي چې دکودتاګانو،کودتایي هڅو، بغاوتونو اواړودوړولړۍ پیل شوه۰ ضمنآ نوې واکمنۍ هم د مطرح سیاستوالو اوسیالوډلو دکمزورولو اوله ډګره دایستلو په موخه دانقلابي ضدکړنواوکودتایي هڅو په تور نیونې اوځپنې پیل کړې۰ دمحمدهاشم میوندوال ، جنرال میراحمدشاه ، مولانا فیضاني  اود اسلامي نهضت په نامه کودتاوې اوکودتايي هڅې ، د۱۹۷۵ کال دانقلاب دکالیزې په دریمه ورځ په ځینوسیمواوپه هغوکې په پنجشیرکې اړې دوړې یې څرګندې بیلګې دي۰ هیره نشي چې دمیوندوال سره دکودتا په تورنیول شوي جنرالان اوفسران، سوداګر اوقومي مشران دملي خیانت په نامه اعدام او یا بندیان شول۰ دلته داپوښتنه پیداکیږي که چیرې کودتا ملي خیانت وي، دسرطان انقلاب اتلانو هم دکودتا له لارې واک ترلاسه کړی وچې دوی هم دملي خیانت داکرغیړن تورله ځانه سره ووړ۰البته میوندوال دځانوژنې په نامه دتحقیق پرمهال ووژل شو۰ دمیوندوال  وژنه لدې امله وه چې نوموړی دکودتایي مشرتابه لپاره یومطرح سیال ګڼل کیده۰ دالدې نه جوتیږي چې کله محمدداوداودهغه کودتایي مؤتلف دکودتا لپاره چمتووالی نیوه دخپلې شبکې له لارې یې دخلکوداذهانودمغشوشولواودراتلونکو نخښودپلې کولوپه موخه داتبلیغات پرمخ وړل چې ګواکې میوندوال اوسردارعبدالولي دکودتا خیال لري۰
که چیرې ددموکراسۍ لسیزه اوجمهوریت  سره پرتله شي  د دموکراسۍ په لسیزه کې  دکومو دولتي ضد اړودوړو،کودتاګانو، اعدامونو ، ډله ئیزوزنداني کولواووژلو څرک نه لګیده اوهمداراز دمرموزو قتلونوپه اړه خبره هم نه کیده خوپه جمهوریت کې دې ټولوشتون درلود۰  د۱۹۷۳ کال دکودتا وروسته بهیراو پیښووښودل چې پایلې یې هیواد اوولس ته خورادرنې تمامې شوې۰ ځکه چې دکودتا وروسته په هیوادکې په سیاسي اومدني آزادیوبندیزولګید ،پوځ سیاسي شو (کله چې په ۱۹۷۶ کال کې د جمهوري دولت اساسي قانون تصویب اودهغه له مخې دیوازیني  دولتي ګونددجوړولوهڅې پیل شوې  په امینتي ارګانونوکې رسمآ دې ګوندته جلب اوجذب پیل شو چې مسؤلیت یې ددې ارګانونومشرانوهر یوه سردارغلام حیدررسولي اوعبدالقدیر نورستاني چې په بې کفایتۍ کې دبې کفایتو سالاران ګڼل کیدل درلود ) ،  دهیوادسیاسي  ټیکاوزیانمن شو،  دکودتاګانو ،کودتایي هڅو ، اړودوړواوسیاسي فتلونو او وژنو لړۍ پیل شوه، دهیوادپه کورنیوچاروکې دپردیو لاسوهنې پیل ،  دسیاسي مخالفینودځپلو لاره غوره شوه اوترور اواختناق واکمن شو۰ په یوه ځانګړي هیوادکې دداډول بهیرپیلیدل، واکمنیدل اود هغو دوام  دیوه ملت لپاره د ناورین پرته بل څه نه دي۰ لدې امله ویلی شو چې په هیواد کې دسرطان دپوځي کودتا بری افغان ولس ته مصیبت جوړونکی بری اودهیواد دتباهۍ لامل شو۰ دې مصیبت جوړونکي بري  افغانستان دسړې جګړې په تاوده ډګر واړاوه اودسړې جګړې د لوبغاړو لښکرې یو  په بل پسې دې خاورې ته راننوتلې اوددې ولس په برخلیک واکمنې شوې۰  پدې اړه غوث الدین فایق دمحمدداود کودتایي ملګری چې ترپایه محمدداودته وفادار پاتې شو دخپل کتاب  په ۸۴ -  ۱۳۷مخونو کې چې محمدداود « دهیوادنومیالی دولتي شخصیت، دهیوادتاریخ نابغه، پوه ، نوښتګر، دوطن رښتینی اوسرشندونکی بچی، دعدالت ، دموکراسۍ اودترقۍ اوپرمختګ الهام ورکونکی،  دپاکۍ اوتقوا بیلګه، دوطن خادم » اودې ته ورته نوروغوره ځانکړتیاوولرونکی  معرفي کوي ددې نه سترګې نشي پټولی چې دجمهوریت په ټینګښت سره هیوادپه یوه ګواښمن لور وخوزید چې په هغه کې دمحمدداودرول ته داسې ګوته نیسي  :« دسپین انقلاب په بري سره محمد داود خان ته داجل پیک راورسید چې سترګې یې دحقایقودلیدوڅخه ړندې اوغوږونه یې دحقیقت د  اوریدو څخه کاڼه شوي وواوددوست اودښمن ، صادق اوخاین ددرک او پیژندلو نه عاجزپاتې و، ده ته دوړتیا او لیاقت معیار غوړه مالي اوصفت و، دهمدې خوشباوریو اود ظواهرو لیدل وچې زموږ هیواد د روسي لښکرواو دانګریزانو دنوکرواو غلامانو د بریدونوموخه وګرزید، خودکامه، دیکتاتورمشرب او  مستبدالرآی محمدداود ددې پرځای چې خپلوخانداني دوستانو او دپوهې اونظرخاوندانوته مراجعه وکړي دخپل قبر کیندونکوڅخه یې کابینه ترمیم کړه ، ۰۰۰  دغوراوۍ  کمزوري او خوشباوري  داودخان ځان دمرګ پولې او هیواد تباهۍ ته یووړ۰»   
 نوربیا۰۰۰