د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په قلم اوحوصله موبرکت هاشمیان صاحب

محمدآصف خواتی 18.02.2016 12:19

  زموږتاریخ دنه پوهیدو یا غلط پوهیدو تاریخ دۍ۰ داهغه درنه اودپام وړخبره ده  چې څه موده مخکې مې  په یوه لیکنه کې لوستې وه  چې ترډیره بریده داخبره دمنلو وړبریښي۰  البته  چې دا تشه یاستونزه ګڼ شمیرلاملونه لري چې پرهغې بحث ددې لیکنې  موخه نه ده۰ خو دنورولاملونو سربیره په تیروکې په هیوادکې  دبیان دآزادۍ نشتون، دواکمنوله لوري دمخالف نظر نه زغم اوپه پوهنیزو بنسټونو کې د حکومتي تاریخ تدریس داستره تشه رامنځته کړې وه او نن مهال  داماني نهضت دنسکوریدووروسته  بهیر، پیښواوقضایاوو  په وړاندې اوددې زماني پړاودواکمنواوسیاستوالو دکارناموپه هکله د غوڅ اکثریت لیکوالو او څیړونکو سیاسي اوایدئولوژیک چلند دۍ چې حقایق تحریف شي، تاریخ جوړکړل شي اودتاریخ په نامه  دپیښو او قضایاوو ناسم انځوروکښل شي۰
عجیبه لا داده چې داډله څیړونکي !؟ خپل نظریات اوخپلې لیکنې دحقیقت یوازینی معیارګڼي اونوربیا په خورا سړه سینه ددې یا هغه رهبر اویا سیاستوال ملاتړي یامخالفان شمیري۰ داشمیر څیړونکي دهیواد  دوروستۍ څه کمې  پیړۍ دې یا هغه رهبر، دې یاهغه سیاستوال  ته دخپلې خوشبینۍ اوبدبینۍ  له کبله خپلې ذهني اخیستنې، احساسات اوعواطف دڅیړنیز کاراویا دحقایقو دوړاندې کولو په نامه په  خپلو څیړنیزو!؟ لیکنو  کې وړاندې کوي ۰  دڅیړنیز کاراودتاریخ دلیکلوپه اړه پیاوړي لیکوال ښاغلي ډاکټر اکرم عثمان څه ښه ویلي دي :« درتاریخ نویسي خاطرخواهی خاله وعمه ورعایت عزت وحرمت رهبر ورفیق شخصی یاسیاسي ګنجایش ندارد۰ این ملاحظه کاری ها فقط درآفریده های ادبی مجاز میباشد۰ تاریخ نویس باید صریح ، روشن وبی اذن رخصت ازاین وآن بنویسد درغیرآن چه بهتر که دنبال کارآسان تروبا صرفه تری برود۰» کله چې په ځینورسنیوکې په اصطلا ح څیړنیزې اوتاریخي مقالې اوپدې وروستیوکې دسیاسي- ټولنیزوپیښوپه هکله یوشمیر چاپ شوي کتابونه ګورم وینم چې هغه ستاینلیکونواویامذمت ناموته ورته دي چې دخپل اتل اورهبر په اړه یې توصیف نامه لیکلې چې رهبر جامع الکمالات اوشارح الاحوالات ،  واجب الاحترام اوغیرمسؤل ، دښواوغوره ځانګړتیاوو لرونکی ، دهیواداوخلکورښتینی خادم، مؤمن مسلمان ، دمیړانې اوتواضع الګو، ملي مبارز او۰۰۰ معرفي شوی چې دملایکې نه هم یوه درجه پورته ښکاري۰  پربله خوایې د خپل سیاسي اوایدئولوژیکي مخالف په پته  مذمت نامه یا هجوه نامه کاږلي چې هغه دتورواوکرغیړنوځانګړتیاوویوه ګډوله ده دي چې یوازې ستر شیطان ترې برخمن دۍ۰
هو! دازموږدنني  افغانستان دسیاسي شوو افغان څیړونکواولیکوالورښتینی انځور ننداري ته ایږدي۰   ددې قلم له انده  داچې په تاریخ  غلط پوه شوه بهتره داده چې په تاریخ هیڅ پوه نشو۰ که څه هم دواړه پورتنۍ خبرې دنه پوهیدو معنا ورکوي خو څرنګه چې موږ د نسبیت په نړی کې ژوندکووداچې غلط پوه شوه ښایي زیان یې  دنه پوهیدو څخه لږ وي۰ دلته دښاغلي ډاکترعثمان په خبره بیا ټینګار کیږي چې  دسیاسي – ټولنیزوڅیړنوپه ستراودمسؤلیت ډک کارکې ملاحظه کاري اودلارښوودعزت اوحرمت ساتل  هیڅ ځای نلري اودهغه نه باید په کلکه ډډه وشي۰
پاسنۍ څوکرښې دا معنا نلري چې په افغان لیکوالو اوڅیړونکوکې داسې څوک نشته چې ناپییلې وي اودخلکوخبره ښه ته ښه اوبد ته بد ووایی اوضمنآدواقعیتوپه لټون اودواقعیتونودبیانولوهوډو لري ۰ الحمدا لله داسې دقلم خاوندان شتون لري خوله بده مرغه چې شمیریې دسیاسي شوو څیړونکوپه پرتله لږ دۍ چې یو دهغه څخه ښاغلی سیدخلیل الله هاشمیان دۍ۰ زه داستاد  په لیکنوکې رښتینولي ، بې پرې توب ،  دواقعیتونودلټون لیوالتیا اودحقایقودبیانولو څرګندې  هڅې اونښې نښانې وینم۰ داستادسره له نږدې پیژندګلوي نه لرم چې وکولی شم دنوموړي نسبي رښتینی انځور وکاږم  خود لیکنوله محتوانه یې داسې بریښي چې ژوند ،اوږدې جلاوطنۍ اودهیوادوروستۍ غمیزې ډیرڅه ورزده کړي اوپه ځانګړې توګه دتدریس دکلونو دتجربې څخه دې پایلې ته رسیدلی دۍ چې همیشه بایدزده کړه وکړي ،  خپله ترلاسه کړې پوهه او معلومات له نوروسره شریک کړي اودیوه ژمن روڼ اندي په څیر دنورو دذهنونو په روښانولوکې خپل رسالت ترسره کړي ۰ ښاغلی هاشمیان په خپلو لیکنوکې  دیوه ښوونکي دریځ لري نه دیوه ځانګړي سازمان دیوه سیاسي مبلغ  په څير چې ددې یا هغه رهبرڅخه اتل اودهیوادناجي جوړکړي اودبل رهبر مخالفت ته ورودانګي۰ داستادهاشمیان په قلم اوحوصله  برکت  اودلوی خدای څخه ورته د  اوږده ژوند  هیله کوم۰
پای