د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټوکه نه بلکې رښتینې پیښه

محمدآصف خواتی 10.02.2016 16:42

نن دفبروري په نهمه مې دټول افغانستان په ویب پاڼه کې د«دری سرې ښامار» او«  دملت دذلیل کولو اوغلام کولو لپاره لارښونه» ترسرلیک لاندې دوې په زړه پورې لیکنې ولوستلې چې یوبل ته  ورته موضوع ته ځانګړې شوې دي۰دواړه لیکنې دنړۍ دشرارت اوفتنې اچونکوشیطاني مرکزونوپه هغوموخو اوکړنو رڼا اچوي اویا دهغوڅخه پرده پورته کوي چې دځان ، جهان اواسلام  څخه بیخبره احساساتي  مسلمانان په حیوان صفته انسانانوواړوي اوبیا هغوی خپلوکرغیړنوموخوته درسیدو په خاطردیابوګانو اوداړونکو حیواناتوپه څیر په اسلامي هیوادونو کې استعمال کړي۰ فکرکوم چې لوستنه یې هغوکسانوته ضروري ده چې دخپل هیوادپیښوته دنړیوالورسنیودخپرونوله کړکۍ ګوري۰  
داقلم دیادوشوولیکنو دمحتوا سره هغږی دۍ ،ځکه چیرې چې ددې شیطاني مرکزونواوبنسټونو له لوري روزل شوو یابوګانو او ځناوروپښه ایښې ده  ،یا په یوه  ځواک اوښتي اویا واک ته رسیدلي دي هلته  وحشت  اوبربریت، جګړې اوشکنجې ،  کرکې اونفرت ، سوځول اوورانول، توکمپالنې اوپردۍ پالنې ، لواطت اومنافقت ،فجشا اوغلا ، فساد اوکسات اودې ته ورته نورومنفي پدیدو رواج موندلی اوهغه په یوه معمولي چلند اوعادت اوښتې دي۰  ددې ځناوروپښه چې متمدنې اروپايي ټولنې ته هم رسیدلې   د هغوی دحیوانیت نښې نښانې اوکړنې کله ناکله راڅرګندیږي اواروپايي ټولنې  اوپه ځانګړې توګه دهغې آسیب پذیره برخه ( ښځې اوماشومان) ترې زیانمنه شوي ده۰ په۲۰۱۶ کال کې په اروپا کې درسنیو له لورې ځینې خپرې شوي پیښې ښيي چې  دافغانستان ، ایران اوعراق کډوالو دخپلو حیواني شهوتي غریزو دپوره کولو په موخه په وړواو زړو هم جنسي تیري کړي اوچاچې ددوی دغوښتنوپه وړاندې  منفي غبرګون ښودلی اویا مخالفت کړی هغه یې وژلي دي۰ دوه ورځې مخکې په اطریش کې یوه عراقي دلمبا په حوض کې دکالیو دبدلولو په خونه کې  پریوه ماشوم جنسي تیری وکړ اوکله چې پولیسودا شهوتي ځناور ونیو په تحقیقاتوکې ویلي چې ده داڅومیاشتې دچا  سره جنسي اړیکې نه وې نیولې نواړشو چې پردې ماشوم خپله جنسي غریزه رفع کړٍي ۰ څوورځې مخکې په سویدن کې یوه  افغان تنکي ځوان یوه۲۲ کلنه نجلی چې له کډوالوسره یې کار کاوه لدې امله ووژله چې ددې ځناور سره یې یارانه نه کوله۰ بل اتلس کلن ځوان افغان بیا په یوه ۷۲ کلنې زړې انا جنسي تیری وکړ۰ دنوي عیسوي کال په شپه د جرمني په یوه ښارکې پنځه تنه ایرانیان لدې امله  توقیف شول چې ښځې یې ځورولې۰ البته په لویدیځ کې هم ځینې کسان پیداکیږي چې دانسانیت له دایرې وتلي وي خو کچه یې داندیښنې وړنه ده ۰ دبیلګې په توګه دنوي کال په شپه دجرمني په یاد شوي ښار کې اته ویشت تنه دښځو دځورولو په تور نیول شوي وو چې دری یې اروپایان اونور ټول ځوان مسلمان کډوال وو۰ دپورتنيو پیښو او یادشوو ارقاموڅخه لوستونکی قضاوت کولی شي چې پدې وروستیوکې داسلامي ملکونونه چیرې چې  دنړیوالوشیطاني مرکزونواوبنسټونو څخه روزل شوي جنګیالي اوډلې  که  واک ته رسول شوې دي یا دواک دغضبولوپه موخه  دسپیڅلي جهادپه نامه جنګیږي اودکوچنیانوپه شمول خلک حلالوي ،سرونه  یې پرې کوي اوحتي دخپلومخالفانوغوښې  خوري  څه ډول ناولی فرهنګ خپورکړی دۍ اوپدې چاپیریال کې راسترشوي نسل کومې ځانګړتیاوې خپلې کړې دي ؟
 دیادوشوولیکنودمحتوا دسم والي ښه ثبوت ددې قلم دخاوندڅوورځني لیدنې کتنې دي چې د کډوالو دیوه کمپ دافغان اوسیدونکوسره درلودې۰څلورکاله مخکې چیرې چې ددې قلم خاوند اوسیږي   دکډوالو یوه موقتي کمپ شتون درلود اوهلته دسلوتنوشااوخوا کډوال چې غوڅ اکثریت یې داسلامي هیوادونو ووژوندکاوه۰  په نوموړي کمپ کې به نویوراغلو کډوالو دری – څلورمیاشتې تیرولې اوبیانورودایمي کمپونوته استول کیدل۰ددې شمیرکډوالو څخه یې ددیرشوتنوشاه اوخوا افغانان ووچې عمرونه یې داتلسو اوڅلویښتو کلوترمنځ و۰ زه  په لومړیوورځو کې کله ناکله هلته ورتلم ترڅودهغوی سره  دزړه خواله وکړم  او ضمنآکه کوم مشکل ولري دخپل وس اوامکاناتوله مخې  ورسره مرسته وکړم۰ دڅوورځوتیریدو وروسته راته څرګنده شوه چې ددوی د زیاترو خبرې ، عادتونه اوکړه وړه  بل ډول دي اوماته بالکل پردي بریښیدل۰ ددې کډوالوڅخه یوچې دټولونه مشراومخکې یې دولتي ماموریت درلود یوه ورځ وپوښتل آیا اوس په افغانستان اوخاصتا په کلیوکې سلام اچول شته که نه؟ هغه وویل هوشته دي اوویې پوښتل چې ولې دې داپوښتنه وکړه ۰ ماورته وویل زه وینم چې داځوانان په سلام اچولو نه پوهیږي اوهیڅکله مې ندي لیدلي چې یوبل ته سلام واچوي۰ دلته غواړم ددې ځوانانوله ډلې څخه دیوه د شرمه ډک کاریادونه کوم چې ښایي لوستونکي ته ټوکه معلومه شي اوویې نه مني ۰ یوه ورځ  دنوموړي کمپ دووتنو ماته کیسه وکړه چې په کمپ کې دوه ټلویزیونه شتون لري ۰ یوپه یوه  صالون کې ایښودل شوی  چې په  هغه کې عادي ټلویزیوني پروګرامونه ګورو اوبل د ویډیوددستګاه سره په یوه کوټه کې ایښودل شوی چې په هغه کې ویډیویي فلمونه ګورو۰ هرڅوک چې کوم دخپلې خوښې  ویډیو کست پیدا کړي بیا یې هلته ګوري۰ دوی ویل یوه شپه څوتنود کوم هندي فلم  کست کتلو۰ پدې وخت کې پلانی راننوت اوویې ویل دازما کست به وګورو۰ نوروورته وویل کله چې دافلم خلاص شوستاکست به وګورو۰ ځوان څوشیبې ناست واوبیایې وویل چې زه غواړم خپل کست ورواچوم او نوروورسره ونه منل۰ ناڅاپه ځوان جګ شو دپتلون په ځنځیر خلاصولویې پیل وکړ خپل ۰۰۰ یې راوایست ،په ټلویزیون یې متیازې وکړې،  متیازې یې لا نه وې خلاصې شوې چې  د ټلویزیون په پرده کې د رڼا سره جوخت یوغږ چې چاودنې ته ورته ووخوت  ،  دټلویزیون پرده توره شوه اوپدې ډول دمتیازو پواسطه ټلویزیون وسوځید۰  
پای