د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتاریخ بیرحمانه قضاوت ۶

محمدآصف خواتی 15.08.2015 14:16

                                      ولې مصیبت په مصیبت پسې ؟
دلیکنې په پنځمه برخه کې یادونه شوې وه چې دسرطان د پوځي کودتا بری دافغان ولس لپاره مصیبت جوړونکی بری شو۰ دنوموړې  کودتا وروسته ترنن مهاله وینوچې یوپه بل پسې پردې مصیبت ځپلی ولس ډول ډول مصیبتونه راغلل اولا راځي۰ یوځل دقطبي خرس  مصیبت په دې خاوره کې مصیبت راووست ، بیا دتنظیمونو دشراوفساد مصیبت داولس دلیونتوب کچې ته ورساوه ، وروسته دطالب د متروکې مصیبت خلک په خپلو کورونوکې ایسارکړل اوداپوره څوارلس کاله کیږي چې داولس د انګلوساکسوني  بافرهنګه وحشیانود مصیبت سره لاس اوګریوان دۍ۰ دانقلاب ، جهاد اومقاومت په نامه دجګړو، ملیشو ، د مخدره توکو ، پاټکونو، جنسي تیریو، دځمکو اوجایدادونوغضب، پردۍ پالنې ، اربکیانو ، مهاجرتونو ، دمړونڅاوو، دانسانانوپه سرونوکې دمیخونودټکولو،  دغوږونواوژبو دپرې کولو، په کانتینرونوکې دانسانانودخفه کولو، دقومي اومذهبي دښمنیو درا پارولو، القاعده ، داعش اوګڼ شمیر نورو کورنيو اوبهرنيو  مصیبتونو دې ولس ته  دځمکې په سرمحشر جوړکړی دۍ۰ دې افغاني او غیرافغاني مصیبتونوته په کتوسره دعاقل انسان سره  څه چې لیونيانو ته هم دا پوښتنه پیدا  کیږي چې ولې مصیبت په مصیبت پسې ؟ څرنګه چې په مخکنې برخه کې دهیوادداوږدمهاله کړکیچ  او ناخوالود لاملونوڅخه یولامل دځینو افغان واکمنواوسیاستوالو ځانغوښتنه اومقام پالنه ګڼل شوې وه چې دپاسنۍ پوښتنې د یوې برخې  ځواب پکې لیدل کیږي  خوبنسټیز لاملونه یې دپوهې نشتوالی ، واکمن استبداد اوخشونت پالونکی فرهنګ دۍ۰ دامتلونه «چې ډب نه وي ادب نه وي» یا« اصیل ته اشارت اوکم اصل ته کوتک» زموږپه تولنه کې داستبداد، خشونت پالونکي فرهنګ اوناپوهۍ څرګند ساري دي۰ د پیړیوپیړیو واکمن استبدادپه ولس څه چې په ځینو  دقلم اونظرپه خاوندانوکې دا تفکرواکمن کړی دۍ چې استبداد  اومستبدین دې هیواد ، دې ولس ،دولت اوټولنې دغوره ادارې اولارښونې لپاره  یو ضرورت وګڼي اود مستبدینو اودیکتاتورانودمدافع وکیلانوپه شان دهغوی دکړنونه دفاع اوملاتړ ملاتړوکړي۰ دداډول تفکرپربنیادهغوی سردارمحمدداودته د « زړه سواندي دیکتاتور» ، « خیر غوښتونکي مستبد» او«باکفایته دیکتاتور» لقبونه ورکوي۰ پدې توګه هغوی نه یوازې دمحمدظاهر دسلطنت دلومړیودیرشوکلونو پرمهال د مشروطه غوښتونکو، سمونپالواود مترقي خوځښت دځپلوپه بهیردتائید مهرایږدي  بلکې ننیو پردیو واک ته رسولوجنګسالارانواوجګړه مارانو ته دزړه قوت وربخښي چې خپل زورزیاتي ، ناروا اوملي ضدکړنو ته دوام ورکړي۰ که پورتنیو لقبونویا صفتونوته وګوروهغه متضاد ترکیبونه اویا ددوو متناقضو مفهومونوڅخه جوړشوي ترکیبونه دي۰  څرنګه شونې ده چې شر اوخیر، ظلم اوانصاف  ، وژنه اوزړه سوی په یوه قالب کې  واچول شي؟ ځینې محمد داود دیکتاتورنه ګڼي اودا دلیل راوړي چې نوموړي دمعمرالقذافی او صدام حسین په شان زرګونه کسان نه دي وژلي۰  خبره یوازې په وژنوکې نه ده بلکې خبره دحکومت د  چارودڅرنګوالي په مخته وړلو،  دسیاسي مخالفینوپه وړاندې دواکمنۍ چلند  اودخلکوعزت اوحقوقو ته پاملرنه ده ۰پدې هکله اړینه بریښي د دیکتاتورۍ په باب څه وویل شي۰ دیکتاتوري یوه لاتینه کلمه ده چې معنا یې دواکمنۍ شکل دۍ ۰په یوه سیاسي سیستم باندې دیوه فرد واکمنۍ ته دیکتاتوري اونوموړي واکمن ته دیکتاتوروايي۰ یا هغه څوک چې په متمرکزډول بې کچې او نامحدود واک ولري هغه ته دیکتاتورویل کیږي۰ یا هغه دولتي سیستم چې د قانون یا دخلکونماینده ارګان  پرته خپل شتون ته دوام ورکړي دیکتاتوري نظام ګڼل کیږي۰ دیکتاتوران دیوه هیواد خلک  دځانګړو دستورونو ، لوایحو او فرمانونوپه صادرولوسره  دپولیسو، پوځیانواودفشاردنورووسیلواوبنسټونوڅخه په استفادې سره اداره کوي۰ که چیرې د  جمهوریت پنځه کلنې دورې ته وکتل شي  پورتنۍ ځانګړتیاوې لري چې په تیره پنځمه برخه کې پر هغولږشانتې رڼا اچول شوې ده ۰ دپورته یادووشوولقبونوڅخه به د باکفایته دیکتاتورانوپه هکله لنډه تبصره وکړم۰ باکفایته دیکتاتوران ځکه  با کفایته دي چې هغوی دخپل پلان یا نخښې دپلې کولو لپاره  دچا نظر نه غواړي اوکه ویې غواړي هغه نه مني۰ دخپل  پلان اوارادې دپلې کولوپه موخه دټولوروا اوناروا امکاناتوڅخه که خلکو اوهیواد ته ځاني اومالي  زیانونه ورسوي اویا غمیزې هم راوړي  ګټه پورته کوي اوپدې اړه ځان کوم دولتي ارګان ته مسئول نه ګڼي داځکه چې هغه شتون نلري اوکه شتون لري خپلواکي نلري  لدې امله په پوره جرئت سره هغه پرمخ وړي اوموقتي یا لنډمهاله بریاوې هم لري ۰ که د دیکتاتورانو دې ډول بریاوو ته چې دزرګونواومیلیونوککرۍ وخوري،  ستر مالي زیانونه راوړي اوهیوادته غمیزې ډالۍ کړي  که هغه ته باکفایته دیکتاتوران وویل شي دا نوجلا خبره ده۰ آدولف هتلرپه پوره کفایت سره وکولی شول آلمان په نړۍ باندې واکمنولو ته چمتوکړي، په لنډه موده کې داروپا او دپخواني شوروي اتحادیوه برخه ونیسي ۰خوپه پایله کې فاشیستي هتلري لښکرو دبیساره مرګ اوژوبلې سره سره ماتې وخوړله ، د آلمان  کلي اوښارونه وران ، جرمني په دووبرخووویشل شو اوپه برخلیک یې نورواکمن شول۰ دسرطان دکودتا پایلې هم پرله پسې مصیبتونه شول چې لړۍ یې لانده دریدلې۰ عجیبه لا داده چې د سرطان دکودتا یوملاتړی هغه لیکوالان کوم چې د۱۳۵۲ کال پوځي کودتا غیردموکراتیک عمل ګڼي پدې ملامتوي چې ګواکي محمدنادرشاه او محمدظاهرشاه هم په دموکراتیک ډول واک ته نه وو رسیدلي اوهغوی ته خلکویا ملت رایه نه وه ورکړې۰که دښاغلي لدې نظرسره توافق وښودل شي چې محمدنادراومحمدظاهرپه دموکراتیک ډول پاچاهۍ ته نه وورسیدلي ،دایوناسم ، غیرقانوني عمل  و اوتیروتنې یې کړې دي نوترقیامته دې دهغوی ناسمې، غیرقانوني کړنې او تیروتنې تکرارشي ؟  یولیکوال اوڅیړونکی دددې ناسمواو غیرقانوني کړنو اوتیروتنودتوجیه لپاره مټې راونغاړي ۰ سربیره پردې دې داښاغلی  لږترلږه یو شاهي رژیم  وښيي چې هلته دپاچا اویاملکې دمرګ وروسته  خلکودهغه دځای ناستي دټاکلولپاره دټولپوښتنې یا ټاکنوله لارې خپله اراده څرګنده کړې وې داځکه چې شاهي رژیمونه انتخابي نه بلکې میراثي دي۰ د سپه سالارمحمدنادرترمشرۍ لاندې سقوي وحشت ته  دپای ټکی ایښودنه نوموړی هغه مهال ددې پیاوړي دریځ نه برخمن کړچې دپاچاهۍ وړوګڼل شي۰ ښايي دښاغلي لیکوال موخه داوي چې نادرشاه ولې بیرته دافغانستان دخپلواکۍ اتل اوروڼ اندي شهزاده، شاه امان الله ته تخت اوسلطنت ونه سپاره ۰ دمحمدنادرشاه اودبل هرچا څخه داتمه چې خپل ژوندته د ګواښونو دمنلو سره سره  اوداوږدوجګړو وروسته واک ترلاسه کړی و، واک بل چاته ډالۍ کړي د سیاست اودسیاسي لوبو څخه بیخبري نندارې ته ایږدي۰ ښايي په نړۍ کې داسې کسان تیرشوي وي چې پخپل زوریې واک ترلاسه کړی وي اوبیا یې واک  بل چاته سپارلی وي چې ددې قلم خاونددهغوی په اړه معلومات نلري خوفکرکړم چې هغه به ډیرکم یاهیڅ شتون ونلري۰  دمحمدنادرشاه په هکله تاریخ خپل بیرحمانه قضاوت کړی دۍ چې دافغان- انګریز دخپلواکې په دریمه جګړه کې دپکتیا په جبهه کې دنورودووجبهو په پرتله خورا بریالی واودنوموړي ترقیادت لاندې جبهه کې بریالي پوځي عملیات ددې سبب شول چې انګریزان متارکې ته غاړه کیږدي اودافغانستان سیاسي خپلواکي په رسمیت وپیژني۰ همدارنګه دحبیب الله کلکاني په راپرزولوکې دهغه دټاکونکي مثبت رول څخه تاریخ سترګې نه پټوي اوبیا دده دسلطنت پرمهال شوی استبدادپه کلکه غندي۰
بله مسئله چې دې هیوادته دمصیبتونوپه راوړلو کې بې اغیزه نه ده اوهغې ته پام نه راګرزول کیږي هغه په دربارونو کې دهیواددواکمنو چارچاپیر دسلاکارانو، وزیرانو ، غلام بچه ګانو اوشاعرانو په  نامه راغونډشوي غوړه مالان دي چې دایا هغه واکمن اوکورنۍ یې دهیواددادارې اولارښوونې لپاره مناسب اووړبللي ، دهغوی هرګام ، حرکت اوپریکړه یې بیله دې چې مثبت اومنفي اړخونه اوپایلې یې وارزوي په پټوسترګو تائید، ستایلې اوملاتړیې کړی دۍ اودایې هم ورغبرګه کړې ده چې یوازې داواکمن اوکورنۍ یې داوړتیا لري چې داناپوه ملت رهبري کړي۰ خلیلي، فرهادي ، رحیم پنجشیري، رښتیا، فرهنګ اولسګونه نوریې چې سلطنتي کورنۍ ته وفاداره کورنیوپورې تړاو درلود څرګندې بیلګې دي۰ دلته مې ځکه دنوموړو څو تنومونه راوړي دي چې هغوی پخپل وخت کې  دسلطنتي کورنۍ دډاډاوباوروړکسان وو، دواک ، شان او شوکت نه برخمن وواوپه اصطلاح ددربار یا واکمنۍ  هرکاره ګڼل کیدل خوکله چې داکورنۍ له واکه ګوښه کړل شوه همدوی دسلطنتی کورنۍ يا ددې کورنۍ ددې یا هغه ځواکمن غړي په پته دښمنانه تبلیغات او ببولاوې پیل کړې اوپدې اړه یې کتابونه ولیکل ، مقالې یې خپرې کړې اومرکې یې ترسره کړې اوپه هغوکې یې روااوناروا ، سمې اوناسمې څرګندونې وکړې۰ ددې مدیحه سرایانو او همدارنګه دارتجاعي روحانیت دټګۍ برګۍ  ډکوتبلیغاتوپایله داشوې ده چې یوشمیر لیکوال اوحتي تاریخ لیکونکي هم ددوی لاره تعقیب کړي ، دسلطنتي کورنۍ دغړواوحتي محمدزیودپوهې اووړتیا په اړه څرګندونې وکړي یوددوی څخه داسې لیکي:« نسل محمدزایي درمجموع که دارایی سطح عالی تر کلتور، زندګی وتحصیل وبرخوردخوش آیند با مردم بودند ۰۰۰» داښاغلی دې ته ځواب نه ورکوي چې دمحمدزیونسل دا لوړکلتور، تحصیل اوژونداوښه چلندڅرنګه زده کړیا داچې محمدزي ذاتآ دا غوره ځانګړتیاوې لري اودا ځانګړتیاوې یې میراثي دي۰ پدې هکله دیادولووړ بریښي وویل شي۰ لومړی داچې ټول محمدزي دښه ژونداولوړوتحصیلاتونه برخمن نه وو چې منطقآ دښه ژونداولوړوزده کړودنه لرلو له کبله  هغوی دلوړکلتورڅخه نه برخمن  کیدل۰  دویم داچې هغه محمدزي چې دواکمنې سلطنتی کورنۍ سره راشه درشه، ناسته پاسته لرله  دسلطنتی کورنۍ دلورینې له امله کلیدي دولتي مقامونه ترلاسه کړل، دشان اوشوکت خاوندان اودلوړو  تحصیلاتونه برخمن شول۰ لوړتحصیلات اولوړمقامونه، دبهرنی نړۍ لیدنه، شتمني اوهوسا ژوند انسان ته ډیرڅه اوپه هغو کې ښه چلندورزده کوي۰ دیوه  کوچي اوبزګربیسواده زوی اولورچې یوازې د پسه ، غویي ، اوښ ، وزې، چرګې ، پټي ، دښتې اوصحرا ، یوم اوښاخۍ ، دمالدارۍ اوکروندې دتولیداتوسره سراوکارلري څه ډول به لوړکلتورخپل کړي۰ وګورۍ محمدظاهر اومحمدداودخپلې متوسطه زده کړې په فرانسه کې بشپړې کړې!؟ محمدظاهرپه اتلس کلنۍ کې چې پلاریې پاچا و د معارف وزارت معاون او محمدداود دپلي ۹ میاشتني پوځيٍ کورس دبشپړولو وروسته راسآ جنرال ، دفرقې قوماندان اونائب الحکومه شو۰ دا ډول امتیاز، دریځ ،واک ، خانداني تړاواونورتسهیلات منطقآ سړي ته ډیرشیان اوپه هغوکې دخلکو سره مناسب اوښه چلندورښيي۰ په دربارکې دغوړه مالانو شتون اودپاچا اودنوروسردارانوپه پته دفرصت طلبو سیاستوالواویوشمیرلوړپوړوچارواکوله لوري دهغوی دوړتیا، پوهې، درایت اووجاهت په اړه صفتونه او د شعرونوویل ددې کورنۍ غړوته دا ناسم تصور ورکړی وچې هغوی په هرڅه پوهیږي ، یوازې دوی ددې جوګه دي چې دا ملت رهبري کړي، صدارت، وزارت اوسفارت  ددوی وي،  که دموکراسي راوړي بایددوی دهغې نوښتګراوپلې کونکي وي۰ که سیاسي ګوندونه جوړیږي بیا هم دوی دهغوپه مشرۍ کې ځای ولري که ددوی دکورنۍ پرته بل څوک دهغوپه مشرتابه کې راڅرګندشي دا هیواد تباه کیږي۰ دسلطنتي کورنۍ داډول  ناسم تصور دمشروطه پاچاهۍ ته دتګ پرمهال دپاچا او محمدداود ترمنځ دمکتوبونودمراسلې څخه اوددواړو دعملي چلندنه ښه جوتیږي۰ د۱۳۴۱ کال دچنګاښ په نهمه صدراعظم محمدداودپاچا ته یولیک واستاوه چې په هغوکې یې په هیوادکې سلطنتي نظام په مشروطه پاچاهۍ واوړي غوښتنه کړې وه۰ دمحمدداودله دویم مکتوب نه  چې  پاچا ته استول شوی بریښي چې پاچا دنوموړي کال دوږې په دوولسمه دمکتوب ځواب ورکړی چې « په اصولوکې دده سره همغږی دۍ اوحتی هغه یې دخپل شهیدپلاراعلیحضرت محمدنادر شاه له هیلوګڼل خودهغوپلي کول یې مناسب وخت اوهغه کسان چې هغوی وکړای شي دهغومسئولیت په غاړه واخلي پریښودل۰ »  دپاچا دځواب لدې برخې «هغه کسان چې دهغومسئولیت په غاړه واخلي» معلومیږي چې نوموړي دهغه مهال افغان سیاستوالوکې داسې څوک نه لیدل چې دحکومت دمشرۍ وړتیا ولري  لدې کبله یې ددې  سیاسي بدلون راوستل راتلونکې ته پریښودل۰  دې خبرې دامعنا لرله چې افغان ولس وروسته پاتې ولس دۍ په دوولس یا دیارلس میلیوني ولس کې څوک نه ترسترګوکیدل چې د حکومت  دمشرۍ د مسئولیت دروند پیټۍ  مزل ته ورسوي۰ له بده مرغه پاچا دې ته پام نه راګرزاوه چې یوشمیر پوهان اوپه هغوکې مارکس اوانګلس افغاني ټولنې ته داډول  ګوري : « افغاني ټولنه یوډول فطري دودیزې دموکراسۍ ته جوړه ټولنه ده دغه شمیرپوهان اوڅیړونکي پدې باوردي چې دمیرویس هوتکي، دراني احمدشاه اوشاه امان الله ټاکنه د افغاني ټولنې ددودیزې دموکراسۍ له مخې شوې دي۰»همدارنګه محمدداوددخپلې واکمنۍ پرمهال په نوي اساسي قانون کې سیاسي ګوندونوته دفعالیت اجازه ورنکړه او دادلیل یې راوړه چې دسیاسي  ګوندونوتعددانارشي راوړي یوازې یوګوندچې مشري یې دی پخپله ولري کولی شي دافغانستان په شان هیوادته ګټورتمام شي۰  البته  دایې نه ویل خوعملآ یې هغه پلي کول۰ یعنې داچې یوازې دده  ترمشرۍ لاندې سیاسي ګوندکولی شي هیوادپه ښه توګه رهبري کړي ، ده دخپل ځان پرته دې سترمسئولیت ته بل وړڅوک نه لیدل۰  سردارمحمدداودجمهوررئیس اودیوازینې واکمن ګوندمشر، ددفاع وزیر سردارغلام حیدر رسولي ، دبهرنیوچارواصلي متصدي سردارمحمدنعیم ۰ صدراعظم ، پارلمان اوسیال ګوندشتون نلري۰آیا دادیوې کورنۍ واکمني نه ښيي؟ آیادادمتمرکزبې کچې واک ښکارندوی نه دۍ؟  لدې امله یوشمیرافغانان دمحمدداودجمهوریت ، سلطنتي جمهوریت ګڼي۰ ددموکراسۍ دلسیزې مخکې  ( سلطنتي واکمنۍ ) کې هم صدارت، ددفاع اوبهرنیوچارووزارتونه دسلطنتي کورنۍ په انحصارکې وو ۰ دلته لوستونکی دمحمدداودپه اړه دمحمدداوددکوتایي ملګري غوث الدین فایق ددې ارزونې سره چې نوموړی «خودکامه، دیکتاتورمشرب او  مستبدالرآی » ګڼي په بشپړډول همغږی شي۰ دمحمد داود خودکامګۍ، دیکتاتورمشربه اومستبدانه کړنې دلیکنې دسرلیک یوې برخې او دپوهې نشتوالی ، واکمن استبداد اوخشونت پالونکی فرهنګ یې پاتې برخې  ته ځواب وایي۰   
نوربیا۰۰۰