د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دیوې لیکنې په اړه څوکرښې او دری پوښتنې

محمدآصف خواتی 28.12.2015 14:12

دټول افغانستان په ویب پاڼه کې دیوه محترم لیکوال یوې په زړه پورې خو هیښونکې لیکنې اړایستم په دې لیکنه لاس پورې کړم اوضمنآ تمه لرم چې دلیکنې دښاغلي لیکوال څخه دخپلو پوښتنو ځواب هم ترلاسه کړم۰ ځکه مې لیکنه هیښونکې ګڼلې چې ښاغلی لیکوال دهیواد پیښو اوقضایاووته دقومي اوژبني تړاوونوله کړکۍ کتلي کوم چې له یوې خوا واقعیت نلري اوله بله پلوه داډول تفکر ددې ګڼ شمیره وروڼو قومونو او توکمونو ټاټوبي دملت جوړونې بهیر ته زیان رسوي، قومي بې باوریو، مخامختیا او دښمنیوته لمن وهي، کرکه اونفرت زیږوي هغه څه چې ددې هیواد اودافغان میړني ولس دښمنان یې غواړي۰ ښاغلی لیکوال په خپله لیکنه کې دهیواددوروستۍ پیړۍ ځینوپیښوته چې د نوموړې له انده یې هیوادته بدمرغۍ ډالۍ کړې اوناوړه پایلې لرلې د پښتنوله لوري ګڼي اوپدې هکله داډول پوښتنې طرحه کوي۰

- آیا داماني نهضت دچپه کیدو باني همداپښتون نه و؟

۲ - آیا دثوردسترانقلاب ! یعنې داکتوبردسترانقلاب ددوام باني همداپښتون نه و؟

۳ - دږیرې داحتکار (طالبي لندني کودتا) باني همداپښتون نه و؟  

۴ - آیا ترنن پورې کوم چا داثابته کړې ده چې کوم غیرپښتون شخص په بازار۰۰۰ ،کې یاځان اویا نور په بم کې الوزولې وي ؟            
دپورتنیوپوښتنوپه اړه غواړم یوازې په ددوووروستیوچې دهیواد دننيوپیښو، ترینګلي وضعیت اوروان بهیر سره تړاولري مکث وکړم۰  که چیرې دښاغلي لیکوال « طالبي لندني کودتا» ته ځیرشو دې کودتا  دشمال تلوالې شر اوفساد، وحشت اوبربریت ، غلا اوفحشا ته دپای ټکی کیښود اودګران افغانستان دتجزیې مخه یې ونیوله۰ که ددې کودتا پروګرام په لندن کې جوړشوی وي، یا ریاض، واشنګتن، اسلام آباد ،کندهار اویا بل کوم ځای کې اویا طالبانو ترسره کړې وي هغه یونیک او دستاینې وړکار و چې نوښتګراوپلي کونکي یې نه داچې انتقاد اووټکول شي باید  ونازول شي۰ دشمال تلوالې دوحشت اوبربریت په وړاندې دطالبانودتحریک راڅرګندیدل نه یوازې یومنطقي اوپرځای غبرګون وبلکې دوخت ، زمانې او واکمنو حالاتوغوښتنه هم وه ۰ کله چې دطالبانوغورځنګ ځواکمن اوسرتاسري کیده او دهیواد په کلیواو ښارونوکې یې دخلکوژوند،مال اوپت خوندي کاوه دجهاد پیژندل شوو ټیکه دارانوهم طالبان  دسولې ملایکې، خودجوشه ولسي غورځنګ اودپاټکونو ماتونکي بلل اوخلکو دزړه له کومې دهغوی هرکلی اوملاتړ کاوه۰ که څوک وغواړي اویا ونه غواړي تاریخ به دیوه عادل قاضي په توګه دشلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې طالب غورځنګ  دشمال تلوالې د شراوفسادختمونکی ،دافغانستان دتوټې کیدو مخنیوونکی اودهیواد دځمکنی بشپړتیا  تضمین کونکی ثبت کړي۰ داڅرګندتاریخي واقعیت دلمرپه شان دپټیدونه دۍ که هرڅومره دورځې په نرخ لیکوالان اودانګلوساکسونی اشغالګروپه  شیطاني تبلیغاتواوکوډوتیروتي  وګړي ددې واقعیت دپټولوناکامې هڅې وکړي ۰ بل داچې هیڅ ژوندی آزادخیال ولس دپردیو غلامۍ ته غاړه نه ایږدي اودا خپل رسالت او  دنده ګڼي چې د خپلواکۍ دلاسته راوړلو په موخه دټولو شونتیاووڅخه ګټه پورته کړي ، خپلواکي ترلاسه اوپدې توګه ددې جوګه شي چې د خپلواک ولس په توګه خپل برخلیک په خپله وټاکي۰
پدې وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې چې د ترهګرۍ سره دمبارزې په نامه دافغان ولس په برخلیک پردي واکمن دي ،په هیوادکې دپردیو غوبل جوړدۍ، دولسونوترمنځ دښمنیو ته لمن وهل کیږي ،فساد او لوټماري لوړې کچې ته رسیدلې اود هیواد دچارو واګې په پردیو پورې تړلو سیاستوالو، جګړه مارانو ، څرګندو قاتلانو اومافیایي کړیوپه لاس کې دي ددې ناوړه له زغمه وتلي حالت په وړاندې دریدنه اومبارزه اودخپلواکۍ دګټلو په موخه فکر اوتدبیر، مجاهدت اوسرشندنه دهر مسلمان افغان ملي او اسلامي مسئولیت  دۍ۰ دبحث لاندې لیکنې محترم لیکوال پام لاندې ویډیو ته راګرزوم چې نوموړی دخپلې دې پوښتنې ځواب  اوخپله غلطه انتباه او اخیستنه پکې ومومي چې دهیواد د خپلواکۍ دلارې دمیړنیو سرشندونکو په لیکوکې دپښتنوپرته د هیوادغیرپښتانه شریف وطنوال هم شتون لري۰  په ویډیو کې دافغانانواوپه تیره دپښتنوسترقاتل عبدالرشیددوستم  هم دبحث لاندې مقالې دلیکوال په څیر دنني بلواکه واکمنۍ په وړاندې دریدلی افغان یوازې پښتون ګڼي۰  
https://www.youtube.com/watch?v=PaieszSx4eI
      دلیکنې په دې برخه کې  دمحترم لیکوال څخه هیله لرم  ووایي چې د افغانستان  د وروستی پیړۍ په پیښو کې پورتنۍ دری پیښې چې ده ورته ګوټه نیولې هیواداوخلکوته خورا ګواښمنې وې یا داچې :
۱ – د ۱۹۷۹ کال ددسمبر د اوه ویشتمې نیټې پیښه ( په افغانستان باندې دشوروي لښکروخونړۍ یرغل اودهیواد لس کلن اشغال۰)                                                                                ۲ -  د۲۰۰۱ کال داکتوبر په اومه دسرې اردوپه څیرد امریکایي- انګریزي پوځونو وحشیانه یرغل۰ ۳– د۱۹۹۲ کال داپریل په اته ویشتمه چې دملګروملتودسولي پنځه فقره یي پلان شنډ کړل شو اود شراوفسادتلواله واک ته ورسول شوه۰
داچې ښاغلي لیکوال دادری دراماتیکې – خونړۍ پیښې چې په لومړیو دووکې  هیواد خپله خپلواکي له لاسه ورکړه اودخلکوپه سرنوشت اشغالګر واکمن شول اودریمې یې دافغانانوملي هویت اوتاریخي ویاړونه ترپوښتنې لاندې راوړل ،اسلام اواسلامي ارزښتونو ته سپکاوی وشو ګوته نده نیولې خپل دلایل وړاندې کړي۰ ددې قلم له نظره ښایي لامل یې داوي چې ددې دریو پیښو بانیان غیرپښتانه وو ځکه چې دمحترم لیکوال له لورې ددریو نومول شووپیښو بانیان پښتانه  معرفي شوي دي۰ دلته اړینه ګڼم دې موضوع ته ګوته ونیول شي چې سیاسي اوتاریخي پیښوته دقومی ، ژبنیواونژادي تړاونو له دریځه کتل نه داچې سم اومنطقي نه دي بلکې ځانګړي قوم ،توکم او نژاد ته سپکاوی هم دۍ  اوله بله پلوه دړانده تعصب اوقومپالنې خطرناکه بڼه نندارې ته ایږدي۰ داډول تفکرلدې امله سم اومنطقي نه دۍ چې په هره سیاسي پیښه کې که هیوادته یې مثبتې یا منفي پایلې ډالۍ کړي دي  دګډو سیاسي او ایدئولوژیکي اندونواو باورونولرونکو افرادوشتون له ورایه دلیدووړدۍ۰ دبیلګې په توګه په شمال تلوالې کې نه یوازې غیرپښتانه سیاستوال اوډلې ترسترګوکیدلې بلکې پښتنوهم شتون درلودچې کیدای شي دحاجي عبدالقدیرکورنی ، عبدالرب رسول سیاف  اوداسې نورویادونه وشي۰     
پای