د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ ډاکټران ولی نه پوهیږی

ډاکټره نادیه 05.02.2015 11:58

درنو لوستونکو دا چی زمونږ ډاکټران اړینه مسلکی پوهه لری که نه، یواځی لدی څرګندیږی چی هره ورځ مو سلګونه او زرګونه هیوادوال د درملنی په موخه بهرنیو هیوادونو لکه: پاکستان، هندوستان، امریکا، فرانسی او نورو ته روان دی مګر یو پاکستانئ، هندوستانئ، امریکایی یا بل بهرنئ زمونږ هیواد ته د درملنی په موخه نه راځی. مګر پدی رڼا اچوو چی ولی زمونږ ډاکټران نه پوهیږی.
۱ – د ډاکټرانو د مسلکی ناپوهئ لمړئ تر ټولو لوی لامل د کابل د طبی پوهنتون بی کفایتی ده، پدی پوهنتون کی په دنده بوخت په سلو کی نوی استادان اړینه مسلکی او ښوونیزه وړتیا نلری. دا ښاغلی پدی نه پوهیږی چی د طب د فاکولتی یوه زده کوونکی ته باید کوم څیزونه ووییل شی او کوم څیزونه پریښودل شی چی پخپله یی زده کړی. پدی ډؤل زمونږ ښاغلی ډاکټران د نورو هیوادو په پرتله ډېر څه لولی، ډېر ستړی کیږی مګر داسی څه نه لولی چی د عمل په ډګر کی ورته په درد وخوری. داسی هم ډېر کیږی چی د یوه مضمون یواځی ابتدایی معلومات هم نه وی خلاص ، بشپړ مضمون نالوستی پاتی وی او سمستر خلاص شی. پایله یی دا وی چی ډاکټر هغه مضمون هیڅ نه وی لوستلی مګر آزموینه یی پکی ورکړی او نومری یی ورته د نتیجو په پاڼه کی رسیدلی وی.
۲ – زمونږ ګڼ لوړپوړی ډاکټران او پوهاند صاحبان محصلینو ته په زده کړه ورکولو کی بخیلی کوی او قصدا نه غواړی چی محصل یا نوی فارغ شوی ډاکټر څه زده کړی. دا لدی کبله چی له یوی خوا د مسولیت احساس نکوی او له بلی خوا ویریږی چی که نور ډاکټران پوه وی نو د دوی معاینه خانی ته به ناروغان رانشی، پدی ډؤل محصلین او نوی فارغ شوی ډاکټران تری په غلا زده کړه کوی.
۳ – د روغتون د ننه د ډاکټرانو ترمنځ د همغږئ نه شتون بله ستونزه ده چی زمونږ د ښاغلو ډاکټرانو موقف یی په نړئ کی له خاورو سره خاوری کړی ده. د بیلګی په ډؤل کله چی په روغتون کی یو ډاکټر ناروغ معاینه او تشخیص کړی وروسته یی بل ډاکټر یا هیڅ نه ګوری یا یی سرسری ګوری. کوم درمل چی ورته لمړی ډاکټر لیکلی که ناروغ ورسره ښه شوی هم نه وی نو بیا کتنه ورته نه کیږی، په تشخیص او درملنه یی بیا غور نکیږی. دا ښاغلی داسی استدلال کوی چی مونږ لمړی ډاکټر ته احترام لرو کوم تشخیص او درملنه چی ناروغ ته هغه پیل کړی همدا صحیح ده. په پایله کی ناروغ په ناروغ حالت له روغتون نه خارجیږی. ډېر لیدل شوی چی ناروغ په روغتون کی بستر شوی وی، درملنه او تشخیص یی ټول غلط شوی وی او په ناروغ حالت بل بهرنی هیواد ته تللی او هلته یی له بستر کولو پرته په ډېرو معمولی درملو درملنه شوی وی. اصول وایی چی کله ناروغ بستر کیږی نو ورته یو یا څو احتمالی تشخیصونه ایښودل کیږی. د بستر په وخت نوموړی تشخیص باندی بیا غور کیږی، ټول ډاکټران پری مشوره کوی او په ګډه یی تشخیص او د درملنی پلان جوړوی. که ډاکټر اړینه مسلکی پوهه ولری نو همدا لمړی تشخیص شاوخوا اتیا په سلو کی صحیح راځی. له بده مرغه چی زمونږ په روغتونو کی دی اصل ته پام نکیږی، که د ناروغ حالت له درملنی سره نور هم خراب شوی وی تشخیص او درملنی ته بیا کتنه نه کیږی، له بل ډاکټر سره پری مشوره نه کیږی.
۴ – د عامی روغتیا د وزارت د تخصص د پروګرام نیمګړتیا یوه بله لویه ستونزه ده – دا پروګرام یواځی تش په نوم د تخصص پروګرام ده، زمونږ هغه ښاغلی ډاکټر صاحبان چی تخصص اخلی او ان هغه چی دوی ته تخصص ورکوی، که دقیقه څېړنه یی وشی په سلو کی پنځه نوی یی د یوه معالج ډاکټر په کچه مسلکی وړتیا هم نلری. دا پروګرام په حقیقت کی ولس ته د ګټې په ځای زیان رسوی، ګڼ دا متخصص ډاکټران ان دومره هم نه پوهیږی چی ناروغ د کومی څانګی پوری اړه لری او کومی څانګی ته باید واستول شی. فرض کړئ یو ناروغ سر درد لری، که د غوږونو، پوزی او ستونی متخصص ته ورشی هغه ورته وایی چی دماغ کی دی مکروب (چرک) ده، د چرک درملنه ورته کوی، ان پوزه یی مینځی یا د پوزی عملیات ورته کوی مګر د ناروغ سردرد نه ښه کیږی. که همدا ناروغ عصبی ډاکټر ته لاړ شی هغه یی د خپګان سردرد تشخیص او درملنه ورته شروع کوی، که د داخلی ډاکټر ته لاړ هغه په بشپړ ډؤل بل څه ورته وایی، کله ورته وایی وینه دی غوړه ده، کله یی د معدی له کبله سردرد بولی، کله د وینی لوړ فشار او دی ته ورته نور ګڼ نومونه پری ږدی. په پایله کی له ناروغ نه لاره ورکه او د درملنی په ځای یی ناروغی نوره هم ډېرېږی. له بده مرغه چی همدا تش په نوم متخصص په روغتون کی د مشر ډاکټر په دنده ګمارل کیږی او وروستئ پریکړه د همدی متخصص وی. ډېر ځل دا هم کیږی چی معالج ډاکټر ناروغ صحیح مګر متخصص غلط تشخیص کړی او غلطه درملنه یی ورته کړی وی. په پایله کی ناروغ په ناروغ حالت له روغتون نه خارج او بهرنیو هیوادونو ته ځی. که د دی پروګرام دقیقه څېړنه وشی دا په هیڅ ډؤل تخصص نه بلکه یوه فورمالیټی ده چی یو ډاکټر باید څو کاله په یوه بخش کی د روغتون د ننه کار وکړی او د مودی له بشپړیدو وروسته تری تش په نوم متخصص فارغ شی. د دی پروګرام په پایله کی د هیواد په ګوټ ګوټ کی بی شماره متخصص ډاکټران د مرخیړیو په څېر راټوکیدلی چی نزدی ټول یی د تخصص په نوم د شرم یو داغ ده. حقیقت دا ده چی دا پروګرام باید یا رښتینئ تخصصی پروګرام شی او یا په بشپړ ډؤل بند شی ځکه دمګړئ یی له ګټې څخه ولس ته زیان ډېر ده. ګڼ متخصص ډاکټران یواځی خپل تش په نوم تخصص ته ګوری او نورو برخو ته هیڅ پام نکوی. دوی استدلال کوی چی زما مسولیت یواځی دا ده چی د خپل تخصص د اړونده ناروغئ درملنه وکړم د بلی ناروغی درملنه به یی اړوند متخصص کوی. دا کار پدی معنی ده چی دا ناروغی یی باید روغه شی که بله ناروغی یی ډېریږی هم زما پری کار نشته او اړوند متخصص به یی درملنه کوی. یوه بیلګه یی د اورتوپیدی متخصصین دی. راځئ وګورو سټیروییډی درمل له ټولو ډېر د اورتوپیدی متخصصین کاروی نزدی په هره ناروغئ کی اوږد اغیز لرونکی قوی سټیرویید درمل کاروی. که ناروغ د وینی لوړ فشار لری نو دی ته پام نکوی چی هغه به نور هم لوړ کړی، که د معدی زخم لری ورته پام نکوی چی هغه به لا شدید شی، که توبرکلوز لری نو ورته پام نکوی چی توبرکلوز به یی شدید شی. سره لدی چی د یوه متخصص وظیفه ده چی د یوه ناروغ داسی درملنه وکړی چی بله ناروغی یی شدیده نکړی. مګر دوی دا دلیل راوړی چی نوری ناروغئ یی د اړوند متخصص کار ده او زما پری کار نشته. پدی ډؤل سړی په زغرده وییلی شی چی دا تخصص ټولنی ته د ګټی په ځای زیان رسولی ده.
۵ – بله لویه نیمګړتیا د لابراتواری معایناتو تیروتنی دی. دلته ګڼ لابراتواری معاینات غلط دی، اړوند ډاکټر هم دا وړتیا نلری چی د لابراتواری معاینی نتیجه د ناروغ له شکایت سره تطبیق کړی بلکه په پټو سترګو په لابراتوار پسی ځی. د یادؤنې ده چی دا پرکټس په بشپړ ډؤل غلط ده. د لابراتوار معاینه هغه وخت صحیح ده چی د ناروغ له شکایت سره سمون ولری. یو پوه ډاکټر د لابراتوار هغه نتیجه ګوزاروی چی د ناروغ له شکایت سره سمه نه وی. ښایی ډېر مو لیدلی وی چی کله ډاکټر ته ورشئ نو د خبرو له پیل سره سم درته وایی چی بشپړ معاینات دی وکړه، هر څه چی په معایناتو کی راوځی بس همدا مو د ناروغی تشخیص وی، ډاکټران د لابراتواری معایناتو نتیجی د ناروغ د شکایت سره نه پرتله کوی او تشخیص په بشپړ ډؤل د لابراتواری معاینی په نتیجه کوی. بل لور ته ګڼ ډاکټران له لابراتوارونو سره اړیکی لری او معلومه فیصدی تری اخلی پدی ډؤل له اړتیا پرته ناروغ ته ګڼ معاینات کوی او هسی په هسی د ناروغ پیسی ضایع کوی، وروسته یی تشخیص او درملنه دواړه غلط او ناروغ د رغیدو په ځای نور ناروغه کیږی (هغه ښاغلو ډاکټرانو ته دی درناوی وی چی دا کار نکوی). وییل کیږی چی ناروغ ته باید هغه وخت لابراتواری معاینه وشی چی ډاکټر مطمین وی چی د لابراتوار نتیجه ممکن د درملنی په پلان کی بدلون راوړی. که د عمل په ډګر کی وګورو په کلیوالی سیمه کی هغه ډاکټر چی هیڅ یی د طب پوهنځئ نده لوستی هم نزدی هر ناروغ ته سیفټرایګزون ورکوی او په مرکز کی لوی متخصص او پوهاند هم نن سبا هر ناروغ ته سیفټرایګزون ورکوی. دی ټکی ته په پام ناروغ حق لری چی پوښتنه وکړی چی کله چی د هر ناروغ او هری ناروغئ درملنه سیفټرایګزون دی نو د لابراتواری معاینی اړتیا څه ده.
۶ – ګڼی داسی ناروغئ شته چی ناروغ ته تکلیف وی مګر هیڅ ناروغی پکی نه وی. نزدی هر سیستم خپلی دا ډؤل ناروغئ لری. د دی ناروغیو لپاره که هرڅومره لابراتواری معاینی وشی نو کومه نتیجه تری لاس ته نه راځی. دا لدی کبله چی اصلا ناروغی شتون نلری. دا ډؤل ناروغئ په طبی اسطلاح کی د وظیفوی یا Functional ناروغیو په نوم یادیږی. دمګړئ که څېړنه وشی نو سړئ دی پایلی ته رسیږی چی زمونږ د هیواد په پوهنتونو کی دا ډؤل ناروغئ هیڅ نه لوستل کیږی او زمونږ ښاغلی ډاکټران تری هیڅ خبر نه دی. زمونږ ډاکټران هڅه کوی چی په بدن کی د هری ناروغئ اصلی لامل پیدا کړی او وظیفوی ناروغیو ته هیڅ پام نکوی. د دی په پایله کی ډېر ځل داسی کیږی چی یوه وګړی ته هیڅ ناروغی نه وی مګر دری څلور بی بنسټه تشخیصونه ورته په یو وخت شوی وی. ښایی لیدلی مو وی چی کله یو څوک د بیلابیلو لاملونو له کبله شدید خپګان وکړی نو د زړه په ساحه کی ورته درد پیدا کیږی. کله چی دا ناروغ دلته ډاکټرانو ته لاړ شی نو ګڼ معاینات لکه د زړه ګراف، د وینی د غوړ معاینی، د زړه تلویزونی معاینه او د دی په څېر نوری معاینی ورته کیږی. په پایله کی یا د معایناتو د غلطئ یا د ډاکټرانو د مسلکی ناپوهئ له کبله هغه د زړه تکلیف تشخیص کیږی. د ناروغ اندیښنه او خپګان نور هم ډېر او له ویری بل بهرنی هیواد ته ځی او په نوموړی هیواد کی د خپګان ضد درملنی سره روغ رمټ بیرته راځی. ډېری داسی پېښې شوی چی دلته ډاکټرانو یوه وګړی ته بیځایه سودا وراچولی وی او ناروغ له ډېری سودا بهرنی هیواد ته تللئ وی او کومه لویه ناروغی هم ورته نه وی. پدی ډؤل زمونږ ګڼ ډاکټران د بهرنیو هیوادونو له ډاکټرانو سره مرسته او خپلو هیوادوالو ته زیان رسوی.
په درنښت.