د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زمونږ هیوادوال او د آمیب ناروغی

ډاکټره نادیه 15.10.2015 11:32

د آمیب ناروغی او زمونږ هیوادوال:
درنو لوستونکو دا چی په هیواد کی د آمیب د ناروغی کلمه نزدی د کولمو په هر ډؤل ناروغئ کی د روغتیایی کارکوونکو او ناروغانو په خوله ډېره ښکته پورته کیږی نو باوری یم چی تاسی به هم لدی کلمی سره ښه بلد یاست. د دی لیکنی موخه دا ده چی څېړنه وکړو چی د روغتیایی کارکوونکو دا تشخیص څومره سم او څومره غلط ده.
که کوم وګړئ کلونه کلونه قبضیت لری هم د آمیب ناروغی لری.
که کلونه کلونه نس ناسته لری هم د آمیب ناروغی لری.
که کلونه کلونه د ګیډی د ننه د باد (ګیس) څخه نالښت کوی هم د آمیب ناروغی لری.
که لسګونه کلونه وار په وار څو ورځې قبضیت او څو ورځې نس ناسته لری هم د آمیب ناروغی لری.
ان که د ګیډی د ځنډنئ نس ناستی څخه نالښت کوی هم د آمیب ناروغی لری.
ډېره د حیرانتیا خبره لا دا ده چی که په کلیوالی سیمه کی یوه معالج ډاکټر ته دا ناروغ ورشی هم آمیب لری.
که په روغتون یا شخصی کتنځئ کی متخصص ډاکټر ته ورشی هم آمیب لری.
او که له ټولو پوه ډاکټر یا پوهاند صاحب ته ورشی هم همدا د آمیب ناروغی لری.
ټولو ورته د ډکو میتیازو معاینه کړی او آمیب یی تشخیص کړی وی.
یواځی په دومره توپیر چی سیمه ایز روغتیایی کارکوونکی ورته پنځه ورځې درملنه ورکوی.
متخصص ورته شل یا پنځه ویشت ورځې درملنه ورکوی.
او پوهاند صاحب ورته څو میاشتی درملنه ورکوی.
د یادؤنی ده چی له نوموړی درملنی سره یا ناروغ هیڅ نه رغیږی یا همدومره وخت روغ وی چی درملنه کاروی او چی درملنه بشپړه شی نو بیرته هماغه ناروغی وی او هماغه ناروغ.
د ښاغلی پوهاند صاحب وروستی ځواب بیا ناروغ ته دا وی چی په خندا خندا ناروغ ته په ناز او نخره ووایی چی:
(چه کنم بچیم آمیب است مقاوم شده به دوا جواب نمیدهد) یا ورته وایی (شما پرهیز نمیکنید و نظافت را مراعات نمیکنید).
پوښتنه دا ده چی آیا زمونږ په هیواد کی له آمیب پرته بله داسی ناروغی هم شته چی د دا ډؤل ستونزو سبب کیږی؟
آیا زمونږ ډاکټران او پوهاند صاحبان له آمیب پرته بله ناروغی هم پېژنی که نه؟
آیا آمیب کولی شی چی لسګونه کلونه دا ډؤل ستونزی یوه ناروغ ته پیدا کړی؟
آیا زمونږ لابراتواری معاینی دومره د ډاډ وړ دی؟
آیا د آمیب داسی شکل هم شتون لری چی ناروغ ته کومه ستونزه نه پېښوی؟
آیا بله داسی ناروغی هم شتون لری چی په ناروغ کی د آمیب ناروغی ته لاره هواروی او باید د هغی لټون او درملنه وشی؟
آیا د دی هم کوم لامل شته چی د کورنئ لس یا شل غړی همدا یو ډؤل خواړه کاروی نور ټول روغ رمټ خو همدا یو بد نصیبه ته د آمیب ناروغی پېښوی؟
آیا بله داسی ناروغی هم شتون لری چی له آمیب پرته د دی ډؤل ستونزو ډېر عام لامل وی؟
آیا زمونږ په پوهنتونو کی له آمیب، جیاردیا او نورو پرازیتونو پرته د نورو داسی ناروغیو زده کړه هم ورکول کیږی چی د پورتنیو ستونزو لامل کیدای شی؟
هو کی نوری داسی ناروغئ هم شتون لری چی په خلکو کی له آمیب نه ډېری لیدل کیږی او نزدی ټول عمر ښایی ناروغ ته پورته یادی ستونزی پیدا کړی.
ان داسی هم شونی ده چی د ناروغ په کولمو کی هیڅ کومه ناروغی نه وی مګر پورته ستونزی پکی شتون ولری چی دا ډؤل روغتیایی ستونزو ته په طبی اسطلاح کی وظیفوی ناروغئ یا Functional Diseases وایی.
خو له بده مرغه روان وضعیت ته په پام سړی وییلی شی چی ښایی د کابل په طبی پوهنتون کی نه دا ډؤل ناروغئ څوک پېژنی او نه یی ډاکټرانو ته زده کړه ورکول کیږی.
زه په باور وییلئ شم چی شاوخوا په سلو کی ۹۵ هغه پېښې چی زمونږ په هیواد کی آمیب تشخیص کیږی هغه آمیب نه بلکه یوه وظیفوی ناروغی ده چی د کولمو د التهابی سندروم یا Irritable Bowel Syndrome (IBS) په نوم یادیږی. خو له بده مرغه چی دلته یی له پوهاند صاحب نه نیولی تر متخصص او معالج ډاکټر پوری څوک نه پېژنی.
لدی هم ډېره د شرم خبره دا چی دلته ناروغ د آمیب په ډؤل ډؤل درملو (فلاجیل، اینټامیزول، دایودوکوین، فورازولیدون، ډیپینډال – ایم، ټاینیډازول او سیکنیډازول) دومره ټنډ کړی وی چی د نوم په اوریدو یی نور زړه بد بد کیږی.
خو بهرنیو هیوادونو لکه: پاکستان، هندوستان او نورو ته چی لاړ شی نو یواځي سپغول ورته ولیکی او په تشخیص کی یی ورته لیکلی وی چی IBS او د دی لپاره چی زمونږ پوهاند صاحب یی ښه پوه کړی وی نو په قوس کی یی ورته (Functional) هم لیکلی وی چی پدی ډؤل ورته ښه څرګنده کړی چی هسی ناروغ د آمیب په درملو مه وژنه ناروغی نشته بلکه وظیفوی ناروغی ده.
بله پوښتنه دا ده چی تر کومی به زمونږ ډاکټر دومره ناپوهه وی چی په ټولنه کی یوه ډېره عامه ناروغی نه پېژنی؟
تر کومه به زمونږ د کوچنی ډاکټر، متخصص ډاکټر او پوهاند ډاکټر په نسخی پوری د بهرنیو هیوادونو ډاکټران خاندی؟
تر کومه به دا هیواد د نورو هیوادونو د خندا وی؟
تر کومه به زمونږ ناروغان د خپلی درملنی لپاره بهرنیو هیوادونو ته روان وی؟
آخر کله به د کابل پوهنتون رښتینی پوهنتون کیږی؟
آیا نیم علم د ځان او نیم عالم د ټولنی لپاره لوی غم نده؟
تر کومه به زمونږ ډاکټر نیم ډاکټر وی او د متخصص او پوهاند صاحب لوړی لوړی رتبی به هسی په هسی اخلی؟
تر کومه به زمونږ هیوادوال په نیمه ډاکټرانو، غلطو تشخیصونو او ناوړه درملو ناروغ او وژل کیږی؟
کله به اړوند چارواکی دا پوښتنه کوی چی ولی زمونږ هیوادوال د درملنی لپاره بهرنیو هیوادونو ته ځی؟
کله به د عامی روغتیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت پوهیږی چی دوی مسولیت لری چی ټولنی ته رښتینئ متخصص، رښتینی پوهاند او په ټوله کی رښتینئ روغتیایی کارکوونکی تربیه کړی؟
دی پوښتنو ته د ځواب په هیله.
په درنښت.