د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل د طبی پوهنتون پوهاند صاحب ته:

ډاکټره نادیه 13.07.2015 12:02

پوهاند صاحب منم چی د یوه مشر او سپین ږیری په ډؤل دی باید درناوئ وکړو.
ولی نور قضاوت ستا په لاس چی آیا باید درناوئ مو وکړو که څنګه؟
په ایمان ووایاست چی تاسو له کوم وخت نه په کابل طبی پوهنتون کی استادی پیل کړی کوم د میړانی کار مو ټولنی ته کړی؟
رښتیا ووایاست تاسو ټولنی ته داسی ډاکټر روزلی چی د خپل هیواد د خلکو سربیره ان د بهرنیو هیوادونو خلک د درملنی لپاره ورته راروان دی او غوره درملنه یی کوی – که دا کار مو کړی وی نو بیشکه چی باید مونږ مو درناوئ وکړو او که نه نو قضاوت ستاسو په لاس.
کوم کتابونه مو چی لیکلی رښتیا ووایاست چی هغه مو پخپله لیکلی که له نورو کتابونو مو پټ کړی دی؟
آیا ستاسو لیکل شوی کتابونه ډاکټر پوه کوی که وخت یی ضایع کوی؟
آیا هغه څوک چی په بهرنیو ژبو پوهیږی نو ستاسو لیکل شوی کتابونه لولی؟
هغه ډاکټران چی تاسو تربیه او ټولنی ته وړاندی کړی رښتیا ووایاست چی د ډېرو ناروغانو درملنه کوی که ډېر روغ خلک ناروغه کوی؟
رښتیا ووایه چی ستا له خوا روزل شوی ډاکټر د ناروغ ناروغی ډېره لټوی که د هغه جیب؟
د ناروغانو په درملنه کی څومره بریالی ده؟
یو ښه ډاکټر ده که یو ښه سوداګر؟
آیا تاسو دا پړه منئ چی ستاسو روزل شوی ډاکټر ډېر لږ ډاکټر او ډېر زیات سوداګر ده؟
کله چی ستا له خوا روزل شوی ډاکټر پخپله ناروغ شی نو د دی پوهنتون له خلاص شوی ډاکټر نه تداوی کوی که د تداوی لپاره کوم بهرنی هیواد ته ځی؟
کله چی تاسو پخپله یا مو د کورنئ کوم غړئ ناروغ شی نو تداوی یی پخپله کوی که نه په بهرنیو هیوادونو کی یی کوئ؟ آیا تر اوسه یو هندو، پاکستانئ، ایرانئ یا بل بهرنئ چا لیدلی چی د تداوئ لپاره ستا روزل شوی ډاکټر ته راغلی وی؟
آیا د دی پړه تاسو په غاړه اخلئ که نه سترګی تری پټوئ؟
رښتیا ووایاست چی د کابل طبی پوهنتون مو د نړئ په کچه یو غوره پوهنتون کړئ که په شرمونو مو شرمولئ ده؟
که یوه افغان ته په بهرنی پوهنتون کی د زده کړی فرصت برابر شی نو آیا ستاسو په کابل پوهنتون کی به زده کړه وکړی؟
که ستا خپل ځوی یا لور ته په بهرنی پوهنتون کی د زده کړی چانس برابر شی نو په کابل پوهنتون کی به پری زده کړه وکړی؟
رښتیا ووایه چی تر اوسه له بل پوهنتون نه خلاص شوی ډاکټر ځان ته لیکلی چی لوړی زده کړی په کابل پوهنتون کی؟
آیا دا شرم نده چی د کابل پوهنتون نه خلاص شوی ډاکټر ځان ته لیکی چی لوړی زده کړی په هند، پاکستان یا بل بهرنی هیواد کی؟
پوهاند صاحب په ایمان ووایاست چی کابل پوهنتون ته د دی سپکاوی مسول تاسو یاست که نور څوک؟
آیا دا پړه منئ چی تاسو دا پوهنتون په شرمونو شرمولی ده؟
آیا تاسو منئ چی ټولنی ته مو خدمت کړئ ده؟
تاسو خپله قضاوت وکړئ چی آیا ستاسو درناوی پکار ده؟
پوهاند صاحب ټولنی ته سپینه چپن، او تکه سپینه څیره نه بلکه پوه ډاکټر پکار ده. دا ستاسو مسولیت ده چی ټولنی ته پوه ډاکټر وړاندی کړئ. باید خپل دا مسولیت وپېژنئ. باید خپل مسولیت پوره کړی. که دا مسولیت نشئ پوره کولای نو مهربانی وکړئ ګوښه شئ او ځای نورو په کارپوه خلکو ته پریږدئ.
په درنښت.