د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر ته د روغتيايي نظام اړوند پرانیستی لیک

ډاکټره نادیه 25.03.2016 15:26

ولسمشر ته پرانستئ لیک:
ولسمشره له خدایه وویریږه او د کابل له ډاکټرانو نه ولس وژغوره.
ښاغلئ ولسمشر: آیا تاسوخبر یاست چی د کابل په دولتی او خصوصی روغتونو کی څه روان دی؟ زه الله پاک ګواه کوم چی له خپلو ډاکټرانو سره هیڅ کینه نلرم خو لدی سره د یوه انسان او مسلمان په ډؤل سخته کینه لرم چی یو ډاکټر دی د هیواد په کچه لوی غل وی او د ناروغ د درملنی په ځای دی هغه لا ناروغ او ان ووژنی. زه درته پدی لیکنه کی څو نیمګړتیاو ته ګوته نیسم، تاسو مهربانی وکړئ په اړه یی پلټنه وکړئ، که رښتیا وه نو خپل ایمانی مسولیت اجراء او مخنیوی یی وکړئ.
لمړئ: تر هر څه ړومبئ د کابل پوهنتون پدی کی پاتی راغلئ چی په مناسبه مسلکی پوهه سنبال ډاکټر ټولنی ته وړاندی کړی خو پدی کار کی یی د نړئ تر ټولو بریالئ ډاکټر تربیه کړی چی د ناروغ د جیب بشپړه پلټنه وکړی او څومره پیسی چی لری ټولی تری په یو او بل نوم واخلی. یوه بیلګه یی دا ده چی د انسان د بدن هر سیستم ګڼی وظیفوی ناروغئ لری چی دلته یی نزدی هیڅ ډاکټر نه لولی او نه پری پوهیږی.
دوهم: په دولتی او خصوصی دواړو روغتونو کی ډاکټران له روغتون نه بهر د لابراتوارونو سره اړیکی لری، ناروغ ته دومره پرمختللی ګران بیه معاینات لیکی چی نه یی دوی بیرته په نتیجه پوهیږی او نه پدی باوری دی چی اړونده تشخیصی مرکز دا معاینه سمه کوی. دا معاینات یواځی د دی لپاره لیکی چی اړوند تشخیصی مرکز ورته په سلو افغانیو کی شاوخوا څلویښت افغانئ ورکوی. د دی ډؤل معایناتو یوه بیلګه سی ټی سکین ده چی له ناروغ څخه پری شاوخوا څلور یا پنځه زره افغانئ یواځی پدی موخه اخیستل کیږی چی نزدی دوه زره پکی ډاکټر صاحب ته ورکوی. دی ته ورته ګڼی نوری معاینی هم شته چی ډاکټران یی یواځی د خپلی ګټی لپاره په دولتی اوخصوصی دواړو روغتونو کی هره ورځ لس ګونه او سل ګونه ناروغانو ته لیکی.
دریم: ګڼ شواهد شته چی په دولتی روغتون کی ډاکټران ناروغانو ته د خپلی شخصی معاینه خانی ادرس ورکوی، ناروغ شخصی معاینه خانی ته غواړی او په هغه او دغه نوم تری له حده زیاتی پیسی اخلی.
څلورم: په جراحی کی منل شوی قاعده ده چی جراحی عملیات نزدی هر وخت ناروغی په بشپړ ډؤل له منځه وړی خو دلته هره ورځ سلګونه او زرګونه ناروغان یواځی د پیسو اخیستلو لپاره عملیات کیږی – د حیرانتیا خبره لا دا چی سربیره پر دی چی اړونده ناروغی یی له منځه نه ځی د ګڼو بیځایه درملو او غلطو تشخیصونو له کبله نوری روغتیایی ستونزی ورته پیدا کیږی. د دی ډؤل جراحی عملیاتونو یوه بیلګه د بواسیرو عملیات ده چی ډېر ځل دلته یواځی د پیسو د لاس ته راوړلو لپاره کیږی پداسی حال کی چی ناروغ هیڅ بواسیر نلری.
پنځم: د کابل په ګډون د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کی د بهرنیو متخصصینو په نوم ګڼ پاکستانی او هندی نرسان، قابلی او نور خلک ګمارل شوی چی خلکو ته پری دوکه او د ولس له ژوند سره لوبی وکړی.
شپږم: داسی بیلګی هم شته چی ګڼ خصوصی روغتونونه په بهر کی د نورو خصوصی روغتونو سره اړیکی لری - د هیواد له داخل نه په بهرنی هیواد کی ناروغان پلوری او په بدل کی یی کمیشن اخلی.
اووم: د عامی روغتیا د تخصص پروګرام هم یواځی تش په نوم ده، د متخصص په نوم داسی ډاکټران تربیه کوی چی په سلو کی پنځه نوی یی د یوه کوچنی معالج ډاکټر په کچه مسلکی پوهه هم نلری بلکه د متخصص په نوم د عام ولس په سترګو کی خاوری اچوی – د دی پروګرام په پایله کی د هیواد هره کوڅه او سړک په متخصصو ډاکټرانو ډک شوی او معالج ډاکټر نزدی هیڅ شتون نلری خو یوه ناروغ ته لږ تر لږه د پنځه یا شپږو ناروغیو درمل په یو وخت لیکی، له اړتیا پرته بی شمیره معاینی ورته لیکی او ناروغ له یوی خوا د ګڼو درملو له بلی خوا د بیځایه ډېر لګښت له لاری وژنی، په پایله کی ناروغ د متخصص صاحب له لس ګونه نسخو سره د خپلی درملنی لپاره بهرنیو هیوادونو ته ځی او هلته د اړوند هیواد ډاکټر پری ملنډی وهی.
اتم: زه په پوره ډاډ سره وایم چی څومره سیفټرایګزون او نور قوی مکروب وژونکی درمل چی یواځی په کابل کی کارؤل کیږی په ټوله نړئ کی نه کارؤل کیږی، مونږ په سترګو لیدلی چی ساده زکام ته هم زمونږ متخصص ډاکټر سیفټرایګزون او دی ته ورته نور قوی مکروب وژونکی درمل لیکی، داسی هم ډېر لیدل کیږی چی دوه او دری قوی مکروب وژونکی درمل داسی ناروغانو ته په یو وخت ورکول کیږی چی هیڅ مکروبی ناروغی پکی نه وی. دا پېښه د دی لامل کیږی چی په راتلونکی کی داسی مکروبونه منځ ته راشی چی دا درمل به هم پری اغیز نکوی او هغه وخت لری نده چی زمونږ خلک به له ډېرو ساده مکروبی ناروغیو نه مړه کیږی او درمل به نه وی چی د ناروغ درملنه پری وشی.
نهم: سټیروییډی درمل هم له اړتیا پرته په ډېره بی پروایی دومره په زور کی کارول کیږی چی په کارپوه ډاکټر ورته هک پک پاتی کیږی. دا درمل د نورو ګڼو زیانونو په ګډون د ناروغئ په مقابل کی د بدن دفاعی سیستم کمزورئ کوی چی ښایی غیرفعال توبرکلوز هم پکی فعال شی – زه په پوره باور وییلی شم چی په هیواد کی د توبرکلوز د پېښو د ډېروالی یو لوی لامل د سټیروييډی درملو بی احتیاطه کارؤل دی. پدی برخه کی زه په ځانګړی ډؤل د هډوکو ځنی متخصصینو او پوهاندانو ته ګوته نیسم چی ښایی د هیواد ګڼ زړه سواندی ډاکټران را سره پکی همغږی هم وی.
په لنډو ټکو سړئ وییلئ شی چی د کابل اکثره ډاکټران د دومره خلکو درملنه نکوی څومره چی ناروغ او ان له بیلابیلو لارو څخه وژنی چی که غم یی ونشی نو ډېری ناوړه پایلی لری.
ځنی رغنده وړاندیزونه:
الف: تر هر څه ړومبئ باید د کابل طبی پوهنتون رښتینئ پوهنتون شی او نور تش په نوم پوهنتون نه وی. د دی موخی لپاره زه وړاندیز کوم چی د هر ډیپارټمنټ لپاره دی یو یا دوه بهرنی استادان ونیول شی او بشپړ صلاحیت دی ورکړل شی چی له هر څه مخکی د پوهنتون استادانو ته روزنه ورکړی او رښتینی استاد تری جوړ کړی. بهرنیو هیوادونو ته د استادانو لیږل ځکه اغیزمن ندی چی دا کار د وړتیا په ځای د بیلابیلو اړیکو په بنسټ کیږی او ښایی د ګټی په ځای ان زیان ولری.
ب: د هر دولتی روغتون د ننه باید د هر ډیپارټمنټ لپاره یو دوه بهرنی متخصصین ونیول شی چی زمونږ متخصصینو او نورو ډاکټرانو ته روزنه ورکړی او پدی ډؤل تری رښتینئ ډاکټر او متخصص جوړ کړی.
ج: د عامی روغتیا د تخصص پروګرام په بشپړ ډؤل یو ناکام پروګرام ده. یا باید رښتینئ تخصصی پروګرام شی او یا نو سمدستی بند شی. د رښتینی تخصصی پروګرام لپاره اړینه ده چی په بهر کی میشت افغان متخصصین یا بهرنی متخصصین راوغوښتل شی چی پدی ډؤل د تش په نوم متخصص په ځای رښتینئ متخصص ټولنی ته وړاندی کړی.
یادښت: ښاغلئ ولسمشر ناپوهه ډاکټر ټولنی ته له هغه سړی وژونکی نه ډېر خطرناک ده چی سړی وژنه یی کاروبار ده، زه په پوره باور وایم چی دمګړئ زمونږ په روغتونو کی د دومره ناروغانو درملنه نکیږی څومره چی ناروغ او ان په غلطو تشخیصونو او ناوړه درملو وژل کیږی، که تاسو یی غم ونکړئ نو له شک پرته به یی پړه ستاسو په غاړه او الله پاک به یی درنه پوښتنه کوی.
په درنښت.