د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل طبی پوهنتون د عمل په ډګر کی

ډاکټره نادیه 15.12.2014 23:19

د هیواد ټولو اوسیدونکو په ځانګړی ډؤل علمی کدرونو ته په ډېر درناوی سره غواړم ووایم چی د هیواد د ننه د ټولو روغتیایی ستونزو ریښه د کابل په طبی پوهنتون کی ده او د لوړو زده کړو وزارت او د عامی روغتیا وزارت ورسره برابره ونډه لری. د کابل په طبی پوهنتون کی یو شمیر وژونکی ناروغی شتون لری چی په لنډو ټکو یی په لاندی ډؤل یادولئ شو.
لمړئ: د پوهنتون په چارواکو کی د ځان غوښتنې ناروغی: دا پوهنتون د یوی ځانګړئ ډلی په ولکه کی ده، دا ډله د هیواد په کچه د روغتیایی زده کړو تر ټولو لوړه ملی ښوونیزه اداره د خپل پلار او نیکه نه ورپاتی میراث ګڼی، دا ډله یواځی خپل ځان غواړی او پوهنتون ته د نورو ډلو د راتګ په مخنیوی کی له هیڅ ډؤل چل ول او خنډ جوړولو نه ډډه نکوی. ګڼ شواهد شته چی په بهرنیو هیوادونو کی ښه روزل شوی مسلکی وګړی د نورو ملی ادارو په څېر دی اداری ته د کار کولو په موخه راغلی مګر هغوئ ته په بیلابیلو نومونو خنډونه جوړ او اړ شوی چی بیرته بهرنیو هیوادونو ته لاړ شی. یو ددی ډؤل خنډ څخه دا ده چی هغوئ ته وییل شوی چی د پوهنتون چارواکی به تری ازموینه اخلی. د حیرانتیا ځای دا ده چی پدی چارواکو کی یو هم داسی څوک نشته چی د هغوئ په کچه پوهه او علمی رتبه ولری مګر بیا هم ازموینه هغوئ ته یو شرط ټاکل کیږی. نه پوهیږم چی دا چارواکی څنګه جرات کوی چی له هغو نه آزموینه واخلی ځکه د دی مثال داسی ده لکه له شپږم ټولګی څخه یو فارغ شوی زده کوونکئ چی د دولسم ټولګی څخه د خلاص شوی زده کوونکی څخه آزموینه اخلی. داسی بیلګی هم شته چی د یو شمېر داسی وګړو د آزموینو په نتیجو کی د همدی پوهنتون چارواکو ګوتی وهلی او په یوه یا څو مضمونو کی یی مشروط کړی چی پدی ډؤل په پوهنتون کی د استادئ د حق نه بی برخی شی.
د حل لاره: له هرڅه ړومبئ باید دا پوهنتون د یوی ډلی، یوی ژبی او یوه توکم له ولکی ؤځی او رښتینی ملی پوهنتون شی.

دوهم: د ناپوهئ ناروغی: پدی پوهنتون کی دوهمه وژونکی ناروغی د ناپوهئ ناروغی ده چی په لاندی ډؤل یی په څو برخو ویشلی شو:
الف - مسلکی ناپوهی: د پوهنتون د مشرتابه په ډله همدارنګه علمی کدرونو کی ګڼ داسی وګړی شتون لری چی مسلکی پوهه یی ډېره ټیټه ده. ګڼ هغه استادان چی لسګونه کاله یی په یوه مضمون کی تدریس کړئ که په همدی مضمون کی په نړیواله کچه ازموینه ورکړی نو پکی پاتی کیږی. زمونږ هغه محصلین چی یو شمیر استادان ورته ښه تکړه او په خپل مسلک کی پوه ښکاری لامل یی دا ده چی دوی رښتینی استادان ندی لیدلی، که د یوه رښتینی استاد درس ته کښینی او د هغه د تدریس طریقه وګوری نو پرته له شک نه به ووایی چی دوی پخپل قضاوت کی تیروتنه کړی او اړوند استاد د دوی وخت ضایع کړی نه دا چی دوی ته یی تدریس کړی ده. د دی پېښې ناوړه اغېز په ټولنه کی له ورایه څرګند ده. ټول هیوادوال خبر دی چی په دولتی او خصوصی روغتونو کی زمونږ د ډاکټرانو مسلکی پوهه دومره ټیټه ده چی د ډېرو کوچنیو ناروغیو درملنه نشی کولی، هر کال سل ګونه او زرګونه معالج او متخصص ډاکټران فارغیږی مګر هیوادوال مو د درملنی په موخه بهرنیو هیوادونو ته روان دی او پدی لړئ کی هیڅ کمښت نه تر سترګو کیږی.
د حل لاره: ددی ستونزی د حل په موخه باید د څه وخت لپاره بهرنی استادان پوهنتون ته راوغوښتل شی او لمړئ دی د پوهنتون شته استادانو ته مسلکی او د تدریس د لارو چارو روزنه ورکړی. که شونی وی نو پدی تدریسی پروګرامونو کی دی ښاغلی محصلین هم شامل شی چی پدی ډؤل محصلین رښتینئ استاد او د تدریس رښتینی لاری چاری په سترګو وګوری او د یوه استاد د مسلکی پوهی او د تدریس په طریقه قضاوت وکړی. د حل بله غوره لاره دا هم کیدای شی چی په بیلابیلو وختونو کی د استادانو د ارزؤنی یو سیستم جوړ شی، غوره به دا وی چی نوموړی ارزؤنه پخپله ښاغلی محصلین وکړی. داسی چی د ارزؤنې پاڼی په محصلینو وویشل شی او د خپل نوم له لیکلو پرته د اړوند استاد د مسلکی پوهی، د تدریس په طریقه او محصلینو سره د چلند په اړه تری پوښتنی وشی. لږ تر لږه په سلو کی ۹۰ محصلین باید د استاد د مسلکی پوهی، د تدریس د میتود او عام چلند څخه راضی وی. د رضایت د دی کچی په نه شتون کی باید اړوند استاد پخپله خوښه یا د چارواکو پوسیله له دندی ګوښه او بل وړ استاد ته د راتګ لاره هواره شی.
ب - په ژبو کی ناپوهی: د یادؤنې ده چی د کابل په طبی پوهنتون کی ګڼ نالوستی استادان شتون لری چی د هېواد په دواړو ملی ژبو لیک لوست نشی کولئ، پدی بنسټ کوم کتابونه چی لیکی که د مسلکی او ژبپوهنی له نظره وڅېړل شی له ګڼو تیروتنو ډک دی. محصلین یی له لوستلو ستړی کیږی، ککری یی په لوستو پړسیږی مګر څه تری نشی زده کولئ. اکثره دا استادان له ایرانی کتابونو او نورو پخوانیو کتابونو څخه موضوعات راپټوی او خپل نوم پری لیکی. لدی نه هم څوک سترګی نشی پټولئ چی اکثر نوی معلومات په انګلیسی او نورو بهرنیو ژبو خپریږی چی زمونږ ښاغلی استادان پری نه پوهیږی، نوی معلومات خپلو ژبو ته نشی ژباړلئ چی محصلینو ته یی تدریس کړی. که احیانا کوم استاد دا نوښت وکړی او له بهرنیو ژبو نه نوی معلومات محصلینو ته وژباړی نو دا چی نه په بهرنئ او نه پخپله ملی ژبه پوره واکمن دی ژباړل شوی کتاب کی له یوی موضوع نه داسی اچار جوړوی چی هیڅ لوستونکئ نشی کولئ چی په نوموړی اچار کی بانجان، رومی او نور سره بیل کړی.
د حل لاره: په پوهنتون کی باید داسی استادان وګمارل شی چی د هیواد په دواړو ملی ژبو ښه لیک لوست وکړای شی، سریبره پردی یی لږ تر لږه یوه بهرنئ ژبه ښه زده وی. دا چی ډېر علمی معلومات په انګلیسی ژبه دی نو غوره به وی چی انګلیسی ژبی ته پدی برخه کی د لمړیتوب حق ورکړل شی. دمګړئ زمونږ ګڼ د پوهنتون استادان نه په بهرنیو ژبو او نه پخپلو دواړو ملی ژبو دومره پوهه لری چی کتابونه ولیکی یا له بهرنیو ژبو نه خپلو ملی ژبو ته کتابونه وژباړی. دا چی له کتاب څخه ډېر محصلین استفاده کوی نو بله د حل لاره دا هم کیدای شی چی د استادانو له خوا لیکل شوی یا ژباړل شوی کتاب د پوهاند صاحبانو په ځای د محصلینو قضاوت ته وړاندی شی او تری وپوښتل شی چی کتاب څومره ساده لیکل شوی؟ آیا محصل په آسانه پری پوهیدای شی؟ آیا موضوعات خو پکی ګونګ ندی پاتی شوی؟ آیا د کتاب متن کی مطلب روښانه ده که هسی سلګونه او زرګونه پاڼی ډکی، یو مطلب پکی څو څو ځل تکرار او د محصل وخت ضایع پکی ضایع شوی ده؟ دا ارزؤنه به پدی کی هم مرسته وکړی چی هر استاد ته بیځایه د پوهاند، پوهندوی، پوهنمل او دی ته ورته نورو نومونو علمی رتبی ورنکړل شی. دمګړئ ګڼ داسی پوهاند صاحبان په پوهنتون کی شتون لری چی نه یی کوم کتاب لیکلی، نه یی ژباړلئ او که احیانا کله یی ژباړلئ وی نو هغه د استفادی وړ نه وی او د محصل وخت پری ضایع کیږی. د دی ډؤل کتابونو ناوړه اغیز دا ده چی زمونږ ښاغلی ډاکټر صاحبان د نورو هیوادونو په پرتله ډېر څه لولی، ډېری هلی ځلی کوی، ډېره ستړیا ګالی مګر دا چی ګټؤر څیزونه یی نه وی لوستی، له فارغیدو وروسته د نورو هیوادونو د ډاکټرانو سره سیالی نشی کولئ.

ج - په ملی او کلتوری ارزښتونو د ناپوهئ ناروغی: د یادونی ده چی یو وګړئ هغه وخت د بیګانه کلتورونو او ارزښتونو تر اغیز لاندی راځی چی د خپل کلتور په ارزښت پوه نه وی. دا ستونزه د کابل په پوهنتون کی ډېره پراخه ده، پدی معنی چی د پوهنتون په ساحه کی د بیګانه لباس، بیګانه کلتور او په خپلو ملی او کلتوری ارزښتونو د ناپوهئ سیورئ له ورایه ښکاری. د بیلګی په ډؤل که د پوهنتون په ساحه کی کوم استاد یا محصل په خپل ملی لباس کی ولیدل شی نو چارواکی یی ګواښی او ورته وایی چی دا پوهنتون ده سرچوک نده، دلته باید هرڅوک په پتلون او نیکتایی کی وی. دا چی نزدی ټوله ټولنه او دولتی اداری د همدی پوهنتون له کړو وړو او نظریاتو نه اوبه څښی نو د دی کړنی ناوړه اغیز په ټولنه او دولتی ادارو کی له ورایه څرګند ده. دمګړئ وینو چی په دولتی ادارو، ښوونځیو او ان عامه ځایونو کی د ملی لباس ځای پتلون او نیکتایی، هندی لباس او دی ته ورته نورو نیولئ ده. د پوهنتون چارواکی یا پدی ټکی نه پوهیږی او یا ورته پام نکوی چی له یوی ټولنی نه د هغی کلتوری، دینی او ملی ارزښتونه اخیستل د هغی ټولنی معنوی مړینه ده چی کابل پوهنتون پکی په پراخه کچه ښکېل ده.
د حل لاره: د پوهنتون چارواکو او استادانو ته دی د دینی، کلتوری او ملی ارزښتونو په اړه زده کړه ورکړل شی او پدی ټکی دی ټینګار وشی چی کوم کار چی دا پوهنتون کوی په حقیقت کی افغانی ټولنه په معنوی مړینه ګواښی.

دریم: د مسلکی ژمنتوب د نشتوالی ناروغی: د یوه ښوونیز بنسټ تر ټولو لویه دنده دا ده چی د زده کوونکی په ذهن کی داسی بدلون راوړی چی په تل پاتی ډؤل د ټولنی خدمتګار او خپل مسلک ته ژمن پاتی شی مګر له بده مرغه د کابل طبی پوهنتون پدی کی پاتی راغلئ چی د سوداګر په ځای ټولنی ته رښتینئ ډاکټر تربیه کړی. د دی ناروغئ اغیز هم په ټولنه کی له ورایه څرګند ده، هیوادوال دی قضاوت وکړی چی زمونږ ډاکټران ډېر ډاکټران دی که تجاران. زمونږ د ښاغلو ډاکټرانو ذهنونه د ښه کیدو په ځای پدی پوهنتون کی خراب شوی دی – هیوادوال شاهدان دی چی دلته طبابت ته د عبادت په سترګه نزدی هیڅ نه کتل کیږی بلکه په لویه کچه ورته د تجارت په سترګه کتل کیږی. داسی هم ډېر ځل کیږی چی په دولتی روغتونو کی زمونږ ښاغلی ډاکټران د ناروغ درملنه نکوی، ان په دولتی روغتون کی ناروغ ته د خپلی شخصی معاینه خانی ادرس ورکوی چی پدی ډؤل تری فیس واخلی، په بیځایه معایناتو تری پیسی واخلی، بیځایه ورته لس او پنځلس ډؤله درمل ولیکی او ډېری پیسی تری وګټی. دا ډؤل کړه وړه طبی فساد ده چی ریښه یی د کابل په طبی پوهنتون کی ده. د دی ډؤل فساد ناوړه اغیز په ټولو دولتی او نادولتی روغتونو کی له ورایه څرګند ده. که د هیواد د ننه د دولتی او خصوصی روغتونو ناپېېلی څېړنه وشی نو په روښانه ټکو به جوته شی چی پدی روغتونو کی د دومره ناروغانو درملنه نه کیږی څومره چی په غلطو تشخیصونو او ناوړه درملو ناروغ او ان وژل کیږی. هېوادوال مو د یوی کوچنئ ناروغئ د درملنی په موخه لس ګونه کوچنیو ډاکټرانو، روغتونو، متخصص صاحبانو او پوهاند صاحبانو ته ځی، لس ګونه ډؤله معاینات ورته کیږی، لس ګونه ډؤله درمل ورته ورکول کیږی، لس ګونه زره روپئ لګوی مګر نه یی د ناروغئ صحیح تشخیص او نه درملنه کیږی، په پایله کی بهرنیو هیوادونو ته ځی او هلته د یوه عادی ډاکټر له خوا په لږ لګښت بیرته روغ رمټ راځی. بل ناوړه اغېز یی دا ده چی زمونږ یو هیوادوال کلونه پدی پوهنتون کی زده کړه کړی وی خو داسی ذهن نه وی ورکړل شوی چی خپلو دینی، کلتوری او ملی ارزښتونو ته ژمن پاتی شی مګر که کوم بهرنی پوهنتون ته د څو اونیو یا څو میاشتو لپاره لاړ شی د بیرته راتګ په وخت یی له ځان سره د نوموړی هیواد مفکوره راوړی وی، دا پېښه زمونږ ټولنه له ډؤل ډؤل ناوړه ستونزو سره لاس او ګریوان کوی.
د حل لاره: دا پوهنتون باید د یوه ملی ښوونیز بنسټ په ډؤل پدی پوه شی چی لویه دنده یی دا ده چی د محصلینو په ذهن کی داسی تل پاتی مثبت بدلون راوړی چی هغه د خپل ولس خدمتګار او خپلو دینی، ملی، کلتوری او مسلکی ارزښتونو ته ژمن او د طبابت سپېڅلی مسلک ته لږ د تجارت او ډېر د عبادت په سترګه وګوری. وایی چی د نړئ په مخ تر ټولو معقول ځای پوهنتون وی ځکه پوهه، عقل او منطق پکی واکمن وی. دی اصل ته په پام سره باید دا پوهنتون خپل مسولیت درک کړی او ټولنی ته داسی ډاکټران تربیه کړی چی خپل کلتور، دین، لباس او په ټوله کی خپل مسلک ته ژمن او د تجار په ځای د ولس خدمتګار وی.
په درنښت.