د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عامی روغتیا د وزارت د تخصص ماشین دی سمدستی ودرول شی

ډاکټره نادیه 30.06.2015 20:42

درنو لوستونکو له بده مرغه که د عامی روغتیا د وزارت د تخصص د پروګرام کره څېړنه وشی نو دا پروګرام لدی پرته چی د بی وزله افغان ولس د عام وژنی یوه وسیله ده نور هیڅ ګټه نلری لدی کبله باید سمدستی ودرول شی. بی ځایه به نه وی که پدی اړه داسی یوشمیر شواهد وړاندی کړو چی ټول ولس ته معلوم او د لمر غوندی روښانه وی.
لمړئ – د دی له ټولو لوی ثبوت دا ده چی د عامی روغتیا د وزارت د تخصص د ناکاره ماشین څخه دومره په لوی شمیر متخصص ډاکټران خلاص شوی چی هره کوڅه او دښته پری ډکه ده، په لویو ښارونو کی خو څوک معالج ډاکټر نشی پیدا کولئ مګر سلګونه او زرګونه هیوادوال مو د خپلو ناروغیو د درملنی لپاره هره ورځ بهرنیو هیوادو ته روان دی.
دوهم – یو رښتینی متخصص نیغ په نیغه په هدف ګوزار کوی پدی بنسټ ډېر ځل ناروغ ته یواځی دوه یا دری درمل لیکی مګر زمونږ د دی ماشین نه وتلی متخصص لمړئ له اړتیا پرته د ناروغ زرګونه روپئ په معایناتو لګوی، له معایناتو وروسته ورته د یوی په ځای د شپږ یا اووه ناروغیو درمل په یوځل لیکی مګر ناروغ بیا هم نه ښه کیږی. دا پېښه له یوی خوا د ناروغ پیسی ضایع کوی له بلی خوا د ډېرو درملو د زهرجنو اغیزو له کبله هغه نور هم ناروغه کوی. په پای کی څه پیسی چی لری هغه ټولی تری متخصص صاحب دلته اخیستی وی او بهرنیو هیوادونو ته د درملنی په موخه غریب ناروغ اړ وی چی پیسی پور او خپله درملنه وکړی.
دریم – له بده مرغه هغه متخصص ډاکټران چی د دی ماشین د ننه متخصص ډاکټرانو ته روزنه ورکوی هغوی پخپله هم متخصص ندی. ګڼ داسی د متخصصینو ټرینران شتون لری چی هغوی د فاکولتی په موده کی په هر سمستر کی په دوه مضمونو کی پاتی شوی او نور یی په بشپړ ډؤل د پاتی کیدو له کبله د ناروغئ په پلمه قصدا پریښی دی. نو دلته پوښتنه دا پیدا کیږی چی هغه څوک چی پخپله متخصص نه وی او ان په هر سمستر کی مشروط شوی وی هغه به څنګه یو په کار پوه متخصص وروزی.
څلورم – د هیواد د مرکز په ګڼو دولتی او شخصی روغتونو کی همدا متخصص ډاکټران په کار بوخت دی مګر که د دوی د کار څېړنه وشی په پوره باور سره سړئ وییلی شی چی پدی روغتونو کی یواځی هغه ناروغان جوړیږی چی هغه له درملنی پرته پخپله هم جوړیږی او هغه ناروغان چی رښتینی درملنه غواړی پدی روغتونو کی هیڅکله نه جوړیږی. سربیره پر دی ګڼ دا ډؤل ناروغان په غلطو تشخیصونو او له اړتیا پرته په ګڼو درملو ان نور ناروغ او وژل کیږی. پدی ډؤل د عامی روغتیا د وزارت د تخصص دا ناکاره ماشین په تل پاتی ډؤل بی وزله افغانان وژنی.
پنځم – لدی ماشین څخه راوتلی متخصص ډاکټران ډېر ځل د طبی علم نوری برخی په بشپړ ډؤل له پامه غورځوی او ځان ته دا دلیل راوړی چی زما د مسلک کار لدی ناروغی سره ده او د بلی ناروغی درملنه یی د اړونده متخصص کار ده – پدی ډؤل د خپل تخصص د اړوند ناروغی درملنه یا کوی یا نه مګر ناروغ ته نوری روغتیایی ستونزی پیدا کوی. پدی اړه ژوندی بیلګی په کابل کی د هډوکو او بندونو متخصصین دی. راځئ وګورئ له ټولو ډېر قوی او اوږد اغیز لرونکی سټیروییډی درمل دوی کاروی، د ملا په معمولی درد، د بندونو په دردونو او همدارنګه په نورو ناروغیو کی سمدستی ناروغ ته قوی ستیروییدی درمل لیکی. پایله یی دا کیږی چی د ناروغ د ملا او بندونو دردونه یا ښه شی یا نه مګر د بدن مقاومت یی دومره کمزوری شی چی غیرفعال توبرکلوز پکښې فعال او له توبرکلوز څخه ناروغ مړ شی یا له پخوا څخه د ناروغ د وینی لوړ فشار نور هم لوړ او د زړه یا دماغ د سکتی له امله ناروغ مړ شی.
شپږم - لدی ماشین نه راوتلی متخصصین تر ټولو قوی د مکروب ضد درمل کاروی، ډېر ځل داسی هم کیږی چی یوه ناروغ ته په یو وخت دوه یا دری ډؤله د مکروب ضد درمل لیکی. د یادؤنی ده چی درمل له ناروغی سره د ډاکټر د جنګ وسله او د انسان بدن د جنګ ډګر ده نو هر څومره چی په جنګ کی درنده وسله کارول کیږی همدومره پکی مرګ ژوبله ډېرېږی پدی ډؤل ناروغ ته په یو وخت د ګڼو قوی درملو له کبله بی شمیره نوری ناروغی پیدا کوی. داسی ډېری بیلګی شتون لری چی یو ناروغ بهرنیو هیوادونو ته د درملنی په موخه تللی وی هلته یی یواځی درمل پری بند کړی وی او ناروغ روغ رمټ راستون شوی وی. سربیره پردی د مکروب ضد درملو دومره بی احتیاطه کارول یوه بله ستونزه هم زیږوی هغه دا چی مکروبونه له درملو سره بلد او په راتلونکی کی نوموړو درملو سره له منځه نه ځی چی دا ښایی ان د ټولی نړئ لپاره د یوه لوی ناورین لامل وګرځی ځکه په نزدی راتلونکی کی به یو ناروغ د یوی کوچنئ مکروبی ناروغئ له کبله مړ کیږی مګر درمل به نه وی چی ورته ورکړل شی.
اووم – د جراحی د برخی کارونو ته که وګورو نو هم وبه ګورو چی کله یوه ناروغ ته عملیات کیږی نو تر میاشتو یی د عملیات زخم نه رغیږی او چی زخم یی روغ شی نو نوری ګڼې ناروغئ ورته پیدا شوی وی.
اتم – لدی ماشین څخه راوتلی متخصص ډاکټران دومره ناپوهه دی چی پدی هم نه پوهیږی چی ناروغ د کومی څانګی مربوط او کومی څانګی ته باید ولیږل شی. ډېر ځل داسی هم کوی یوه ناروغ ته هیڅ ناروغی نه وی بلکه یواځی یوه سودا ورته پیدا شوی وی خو دوی پکی بی شمیره ناروغی راویستلی او د ناروغ سودا یی نوره هم ډېره کړی وی.
پورته یادو شویو او ګڼو دی ډؤل نورو ټکو ته په پام سره دا پروګرام په هیڅ ډؤل ټولنی ته په درد نه خوری او ان د ټولنی په زیان ده لدی کبله باید سمدستی ودرول شی. هغه چا چی دا پروګرام لمړئ ځل پیل کړی نو له شک پرته به د هغه خلکو په وژنه کی تری الله پاک پوښتنه کوی چی دا ناپوهه متخصصین یی هره ورځ وژنی او که شته چارواکی یی هم د بندولو اقدام ونکړی نو الله پاک به یی د هغه خلکو په مړینه ونیسی چی د دی ناپوهه متخصصینو له خوا هره ورځ وژل کیږی.
په درنښت.