د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژورناليزم دروهه(دسيسه)

پاچا 04.08.2014 23:07

د ژورناليزم دروهه(دسيسه) !!!
رښتيا ويل کوم  جرم نه دی...اډوارډ سنوډن
دا کومه د حيرانتيا خبره نه ده چی د افغانستان د جګړی په باره کی ليکني تر سره کيږی،ايا په تاريخی لحاظ د شوروی/افغان جګړه او ښکيلاک ډيره جنجاليزه او د پام وړ خبره وه او که يا اوسنۍ سياسی پراختيا، که څوک په دی باندی تورن کيږی چی ځينی پټ پلانونه او دسيسی  يی جوړی کړي وي او يا هم د ځينو ځانګړو ګټو په خاطر دکوم سياسی ګوند او يا کوم دولت مرهون وو، کومه د پام وړ خبره نه ده.
د کلنو په تيريدو سره، د افغانستان د لږه کيو (اقليتونو) په طرفداری د شوروی اتحاد د ښکيلاکګرو (ځواکونو.ژ) په اړه په ډير مهارت سره  کتابونه او مقالي ليکل شويدي. خو ډير معتبر ليکوونکي او تاريخپوهان د رغنده، څرګندونو او باوری منابعوپه استناد اطلاعات راټولوی او د هغو په اساس کوټلی نتيجه ګيری کوی. په لنډ ډول، دغه باوری سر چيني چی پخپله د حقايقو په برابرولوکی مثبت رول لوبوی او د ژورنالستانو او ليکوالانو سره ددوي په ژوند کی حياتی مرسته کوی ډير مهم عنصر بلل کيږی. ددغو ښايسته ليکل شویو کتابونو، مقالو او څيړنيزو ورځپاڼو ګناه يواځی " ژورناليزم ته د متعهدو کسانو دسيسي" څرګند ه وي.
له ارشيفونو څخه:
احمد شاه مسعود ته بيځايه او بی معنی د "پنجشير زمری" لقب ورکړل شوی وو، په اصل کی دا لقب هغه چاته چی د هيواد او بيرغ سره د بی شانه مينی په خاطر د ګوريلايی جګړوپه تر سره کولو سره خپل شجاعت څرګندوی، ورکول کيږی، خو په حقيقت کی دی (احمد شاه مسعود.ژ) يو ډير بی تفاوته انسان وو. لکه چی زمونږ د پلټنو څخه په تفصيل سره جوته شويده، مونږ دا شخص (احمد شاه مسعود.ژ) يواځی خپل قوم(پنجشيريانو.ژ) ته وفادار د قدرت او جا طلب انسان څخه چی د افغانستان او شوروی په خونړيو جګړو کی ثابته شوه بل کوم څيز پيدا نه کړ.
په دی اړه د استخباراتو د يو معتبر مامور تبصری او متن چی د محـدود ځـواک تر عـنـوان لانـدی د پرديس مسافر لخوا په پښتو ژباړل شوی د ملاحظی وړ دي، دا ياداشتونه د شوروی پوځ د پخوانی جنرال بوريس ګروموف لخوا چی په افغانستان کی يی د شوروی پوځ د څلويښتم ځواک قوماندانی  په غاړه وه، د اپريل د مياشتی په ديارلسمه نيټه ۱۹۹۴ کال د ماسکوسکا کمسومول  ورځپاڼه کی خپره شويده.

۱

(جنرال بوريس ګروموف وايی.ژ)
"که چيری رښتيا سره ووايو، (احمد شاه.ژ) مسعود زمونږ (روسانو) سره د کلنو راهيسی اړيکي (ارتباط) درلودلي، او د يوجاسوس (ايجنټ) په صفت زمونږ په واک (تسلط) کی وو. د يو کال په اوږدو کی زمونږ مقامات د هغه (مسعود.ژ) سره په مذاکراتو بوخت وو، او په ګډه سره به يی پريکړي کولي. په دی موده کی چی مونږ به ورته هر څه ويل هغه (مسعود.ژ) به عملی کول (مسافر۶). په ظاهری حالت کی احمد شاه مسعود د اسلامی اساساتو پيروی کوله، خو د خپلو ډيرو نږدی ملګرو سره به يی الکهول (شراب) څکل.
' احمد شاه مسعود د خپلو خلکو(پنجشيريانو.ژ) ډير خيال ساته او د هغوي سره يی مينه کوله. د افغانستان د مقاومت په ټولوقوماندانو کی هغه (مسعود.ژ) ډير په زړه پوری (مشهور) وو. نو په دی خاطر زمونږ د ځواکونو لخوا د هغه (مسعود.ژ) سره يوه ځانګړی دلچسپی موجوده وه دا ځکه چی د هغه د ملګرتيا په خاطر په پنجشير کی د خونړيو پيښو څخه مخنيوی کيده. ددغه هلو ځلو په نتيجه کی د څلويښتم ځواک هيلو او ارزوګانو نتيجه ورکړه. په ۱۹۸۲ کال کی مونږ خپلو اهدافو ته ورسيدو: مونږ د احمد شاه مسعود سره ډير کلک روابط ټينګ کړل او دا تر هغه وخته پوری روغ رمټ روان وو کله چی زمونږ ځواکونه د افغانستان څخه ووتل.'
'تر هغه وخته پوری چی زمونږ ځواکونه په افغانستان  کی موجود  وو، د احمد شاه مسعود سره زمونږ نيکي اړيکي د پرمختيا په حال کی وي. د احمد شاه مسعود مسلحو ځواکونو به زمونږ د نظا می ځواکونو د فعاليتونو په اړه سترګي پټولي. هغه قرارداد چی په ۱۹۸۲ کال کی زمونږ د څلويښتم ځواک او شخصآ د احمد شاه مسعود تر منځ تر سره شوی وو، د دغه قرارداد په اساس مسعود دا ژمنه کړی وه چی د جنوبی سالنګ لار به چی د هغه په کنټرول کی وه د شوروی ځواکونو د عسکری فعاليتونو لپاره ازاده پريږدی.'
'احمد شاه مسعود مجبور وو چی (زمونږ) د قرارداد سره موافقه وکړی ځکه چی د وسلو او لوژستيکی موادو د کموالی سره مخامخ وو...ددی قرارداد په اساس احمد شاه مسعود خپلو جنګجويانو ته آمر کړی وو چی د کابل حکومت ځواکونو په مقابل کی د جنګی عملياتو څخه ډډه (اجتناب) وکړی، او خپلو جنګی عملياتو ته د حزب اسلامی (ګلبدين حکمتيار) د ځواکونو په مقابل کی زور ورکړی.'


۲


دپنجشیر حملي:
د پنجشير د حملوپه اړه کيسي (افساني):
آيا دا حملي چی د بهرنيو خبريالانو لخوا به په ځانګړی ډول شهرت ورکول کيده  (مسعود.ژ) ته د مجازاتو په معنی وي، او که يا دا د غربی رسنيو لخوا صحنه سازی وه چی احمد شاه مسعود د افغانستان په مقاومت کی يوه افسانوی او بی عيبه څيره ښکاره او معرفی کړی؟ سره ددی چی د بهرنيو ژورنالستانو سره په دی اړه ډيړ کم بحث شويدی، خو د (افغان.ژ) مقاومت د قوماندانانو په ډله کی دا ډيره مشهوره وه چی احمد شاه مسعود به د شوروی د څلويښتم ځواک په مقابل کی د جنګ په صحنه کی ډيره کمه ونډه اخسته، په ظاهری ډول به هغه (احمد شاه مسعود.ژ)  داسی ځان ښودنه يعنی اکټونه کول چی ګنی د شوروی يرغلګرو ځواکونو په مقابل کی جنګيږيږی (جهاد) کوی، دا په دی معنی وه چی نړيوالي رسني تير باسی، په واقعيت کی هغه (احمد شاه مسعود) به د شورويانوسره ډيره نږدی همکار کوله او د سالنګ لويه لار او سرنګ (تونل)  چی د شوروی پوځی اکمالاتو لپاره ډيره مهمه وه، ساتنه کوله.
په يوه مره که (مصاحبه) کی چی ما(بروس ريچارډسن.ژ) د افغان – شوروی جګړی د يو پخوانی  روسی عسکر يوری کوربرټ سره چی د جګړی په دوران کی يی د پنجشير په سيمه کی ځانګړی وظيفه تر سره کوله پوښتنه وکړه چی ستاسو ځواکونو به د مسعود پر ضد په حملو کی برخه اخستله، هغه په ځواب کی وويل چی "نــه"، 'مونږ هيڅکله د هغه (مسعود) پر ضد جګړه نه ده کړی.' د نړيوالی اتحاديی ژورنــالــست ايرک س. مارګوليس هم پخپل مشهور کتاب ' د امريکايانو راج، ازادی يا ښکيلاک، د اسلامی نړۍ او غرب تر منځ د شخړو حل'  کی د مسعود د عسکری مبارزی په اړه دی ټکی اشاره کړيده.
' د شوروی ځواکونو سره په لس کلن جهاد کی، تاجک ټبره پوځی مشر احمد شاه مسعود ته د کمونستانو پر ضد د ګوريلايی جنګونو د قهرمانۍ 'د پنجشير زمری' لقب د غرب لخوا ورکړل شوی وو'، خو په حقيقت کی هغه (مسعود) د ډير پخوا څخه د شوروی د کی- جی- بی، جاسوسی سازمان سره اړيکي درلودلي، هغه واقعيتونه چی اوس د شوروی د کی- جی- بی(KGB) جاسوسی سازمان د مامورينو او د جی- آر- يو(GRU)  روسی پوځی جاسوسی سازمان په ياداشتونو کی را برسيره شويدي په دی اړه پوره د باور وړ دي. مسعود به په ظاهری لحاظ داسی ښودله چی د شورويانو پر ضد جګړه کوی، خو په حقيقت کی مسعود خپلي ټولي جګړيزی هڅي د پښتنو مجاهدينو پر ضد وقف کړي وي، د هغوي (پښتنو مجاهدينو.ژ) جهادی هڅي چی د شوروی د اکمالاتو د سالنګ ستراتيژيکه لار او سرنګ (تونل) پکی شامل وو او د پاکستان د جاسوسی سازمان (ISI) د جاسوسانو لخوا يی ملاتړ کيده، د مسعود لخوا به شنډيدلي. له بلی خوا مسعود ماسکو ديته هڅوله چی (ډاکټر) نجيب الله ګوډاګی مشر د قدرت څخه ليری کړی او د هغه (ډاکټر نجيب.ژ) پر ځای هغه (مسعود.ژ) د افغانستان حاکم وټاکی.

۳


د شوروی د څلويښتم ځواک قوماندان، جنرال بوريس ګروموف به هميشه ويل چی زمونږ د څلويښتم ځواک د قواو لپاره دا ډير ستونزمن کار وو چی خپل عسـکر او جــګړيزعــمــلـيـات په سخــتو غرونوکی چی د ټوپوګرافۍ له نقطه نظره د سالنګ سيمه ډيره ويروونکی  وه (پرته د مسعود د ملګرتيا څخه.ژ) پر مخ بوځی نا ممکن کار وو.
' دی مشهور جهادی قوماندان، يعنی احمد شاه مسعود، کولی شول چی د يوی تيږی په غورځولو سره ټوله سيمه د روسيی ځواکونو لپاره يو قبرستان جوړ کړی.'
دا مکاراو هوښيار جنرال ‌(ګروموف) په غريزو جنګونو کی د ډيرو تاکتيکی پيښو او حوادثو سره مخامخ شوی وو، ده (ګروموف) دا با ارزښته تجربي د يوی پيړۍ او يا لا هم زيات وخت څخه چی د (پخوانی شوروی اتحاد) ځواکونه په مرکزی اسيا کی د ګوريلايی جګړه مارانو سره مخامخ په پراخه پيمانه زده کړي وي، نو ددغه تجربو پر بنسټ هغه ورته د حل لاري چاري لټولي. جنرال ګروموف وايی مونږ د مسعود سره د يوی ليدنی (ملاقات) په وخت کی ډير په چټکۍ سره توافق ته ورسيدو او قرارداد مو ورسره لاسليک کړ: دا قرارداد په کال ۱۹۸۲ کی په رسمی ډول لاسليک شو. په هر حال، د تاريخی بيلګو (شواهدو) پر بنسټ مونږ د (مسعود.ژ) سره د لومړی ځل لپاره  د همکارۍ دغسی يو قرارداد په کال ۱۹۸۰ کی هم لاسليک کړی وو. مرحوم احمد شاه مسعود به د ټولو  ژورنالستاتو لخوا که د هغه په باره کی به يی معلومات لرل او يا نه لرل د يو'ازادۍ بخښونکی' مجاهد په صفت ستايل کيده، خو همدغه احمد شاه مسعود لکه د مکاری ګيدری (روبای مکار) په  شان ټول تير ايستلي وو، احمد شاه مسعود يواځی د روسانو په سرو لښکرو تکيه کړی وه او د (KGB) د جاسوسی دستګاه لخوا چی په هر ځای کی به حاضر وو لازمي مشوري تر لاسه کولي. دا هغه  وخت  وو چی په ټوله نړۍ کی  د شوروی اتحاد پوځی ځواک لومړی او يا هم  په دوهمه درجه بندۍ کی شميرل کيده. په هر حال دا افسانوی جګړه چی د يو تياتر بڼه يی درلوده او يواځی په لفظی جګړی ولاړه  د حقيقت سره  يی بيخی توپير درلود چی د شوروی اتحاد د پوځ جنرال  بوريس ګروموف او الکساندر ای. ليخيافسکی په خاطراتو کی يی په مفصل ډول يادونه شويده، د توجه وړ ده، دوی پخپلو خاطراتو کی ليکلی دي چی '  تر هغه وخته پوری چی مونږ په افغانستان کی وو هر څه چی به مونږ  مسعود ته ويل هغه (مسعود.ژ) به هغه اجرا کول، مونږ ( څلويښتم ځواک) هر وخت کولای شول چی مسعود په ډيره اسانۍ سره له منځه يوسو.
د (KGB) د بهرنيو استخباراتو مدير ليونيد شبارشين پخپلو خاطراتو کی ليکلي: يو انجنير چی د اسحاق په نوم ياديده د ۱۹۸۸ کال په اخر کی د سعودی عربستان د طايف په ښار کی په پنجشير دره باندی د پراخو پوځی عملياتو لاپي وهلي وي، ددی خبری پخلی د افغانستان پر ځای د شوروی منابعو لخوا شوی وو:

۴

' مارشال سوکولوف د خپلو استخباراتی مآمورينو د دسيسو او اړيکو په باره کی چی د احمد شاه مسعود سره يی درلودلي پوره معلومات درلودل... خو د شرايطو په نظر کی نيولو سره هغه نه شو کولی چی خپل نظر څرګند کړی:
پنجشير: افغانستان کی چی د پنجشيرد جګړيزو عملياتو په اړه په (رسنيو.ژ) کی په پراخه پيمانه کومی چيغي او سوري په لاره اچول شوي وي، ټولي په ټګۍ برګۍ او تقلب ولاړي وي. ددغه بی شانه تبليغاتو له امله چی د احمد شاه (مسعود.ژ) په اړه به کيدل د بی معنی احمد شاه مسعود څخه يی  په نړيواله کچه يو مهم ملی شخصيت جوړ کړ، ددغه تبليغاتو له امله  احمد شاه مسعود او د مقاومت نورو ډلو ته د متحده ايالاتو او اروپا لخوا د پيسو(ډالرو.ژ) او وسلو سيلاب رامات شو. داد پنجشير د جګړيزو عملياتو ګټه وه چی په نتيجه کی يی زمونږ (امريکا.ژ) ځواکونه د يو ډير وخت لپاره په افغانستان کی پاتی شی.'
شوروی ژورنالست ولاديمير سنګروف(Vladmir Snegirev) هم په خپل ګزارش کی د پنجشير د جګړی او محاصری په اړه  به چی کومي اشاري ورکول کيدلي د رسنيو د صداقت او ريښتينولۍ په باره کی خپل ترديد څرګند کړيدی.
دغه شوروی ژورنالست يعنی ولاديمير سنګروف، وايی چی ' حتی مونږ مخکی له دی چی پر پنجشير باندی حمله وشی په شک کی وو، ځکه د حملی هغه لاري چی د مارشال سوکولوف او آکسيو ميف او پوځی جنرال وارينکوف لخوا زمونږ ځواکونه رهبری کيدل په لويه پيمانه درغلی او جعلکاری وه.' دا موضوع په دی اخرو وختونو کی د  (KGB) د بهرنيو استخباراتو د څــانـګی پـخـوانـی رئـــيس  شبارشين(L. Shebarshin)  په ياداشتونو کی تائيد او خپره شويده.
 دا مطلب په يو 'محرم راپور' کی چی د ۱۹۹۸ کال د آګست په مياشت کی د شوروی د دفاع وزير ديمتری ټی. يازوف (Dmitri T. Yazov) ته ورکړل شوی وو، د جنرال والينتين وارنيکوف (General Valentin Varennikov) لخوا ليکل شوی وو:
' زمونږ په نظر، د ولسمشر د پيشنهاد او تصويب پر بنسټ که چيری زمونږ څلويښتم ځواک چی د احمد شاه مسعود سره په جګړه کی ښکيل دی کله چی د افغانستان څخه خپلی پښي سپکوی (ووځی)  د ډيرو سختو ننګونو سره به مخامخ شی. خو احمد شاه مسعود خپل جګړيز ځواک د شوروی ځواکونو پرضد  د جګړی څخه په پوره قاطعيت منع کړٰ، چی دا کارمونږ په بالقوه ډول پخپلو سترګو وليد. د احمد شاه مسعود په دی همکارۍ او ملګرتيا سره هغه په راتلونکی وخت کی په شوروی اتحاد کی د يوی ځليدونکی سياسی څيری په ډول وپيژندل شو. په قوی احتمال سره ويلی شو چی د احمد شاه مسعود ددی ملګرتيا او همکارۍ په اساس چی زمونږ په ګټه وي نه د يو دشمن بلکه د يو ملګری او همکار په صفت ګڼل کيده.'

۵

ياداشتونه:
کره لاسوندونه (اسناد):
بوريس وی. ګروموف (Boris V.Gromov)، (په افغانستان کی د شوروی.ژ) محدودی نظامی قطعي، پراګرس مطبعه (Progress Press)، پاڼي. ۱۸۸-۱۹۷. ژباړنه: پروفيسر ايان هلفنټ، د سلواکی ژبو او ادبياتو رياست، هارورډ پوهنتون، پاڼه. ۴۰.
ای.ای. لياخوفسکی، پلانيا افګانا، ماسکو: اسکان ۱۹۹۹، پاڼي. ۴۸۵، ۴۸۶، ۶۳۰، ۷۶۴. ژباړنه: ګيری ګولډ برګ، د ساړه جنګ تاريخی پروژه، واشنګټن، او ډاکټر قيوم کوچی.
ليونيد شبارشين، د ماسکو لاس، ماسکو، پراګرس مطبعه، ۱۹۹۲، پاڼي. ۱۷۷-۲۱۴. ژباړنه: پروفيسر ايان هلفنټ، د سلواکی ژبو او ادبياتو رياست، هارورډ پوهنتون.
اناتولی سنګيروف، ماسکو، 'زما په جاسوسانو کی شوروی جنرالان وو'، ټرډ، ۲۲ جنوری ۱۹۹۲: پاڼي. ۱-۲.
والنتين وارنيکوف، ' د جنرال والنتين وارنيکوف لخوا د شوروی دفاع وزير جنرال ديمتری ټی. يازوف ته محرمانه راپور،' آګست ۱۹۸۸. ژباړنه: ګيری ګولډ برګ، د ساړه جنګ تاريخی پروژه، واشنګټن، ډ.سی. ورځپاڼه شميري ۱۴/۱۵،پاڼي. ۲۶۳-۲۶۴.
د شوروی اتحاد د مسلحو ځواکونو داستخباراتو عمومی مرکز، عنوان: د پنجشير زمری، د مقالی لمبر ۱۸، (شميري. ۸۸۲/۸۳ – ۳- ۵- ۷۷، دوسيه ۸۰، څوارلسمه څانګه، لاسوند ۷۷) د ايلنا کريټوا د ژباړنو اقتباس، د اطلاعاتو مرکزونه، ماسکو.
بروس جی. ريچارډسن، د افغان- شوروی د جګړی د يو پخوانی عسکر يوری کوربرټ سره يوه مره که، ۲۸ نومبر کال ۲۰۰۵.
ډاکټر نبی مصداق، افغانستان: سياسی کمزورتيا او بهرنۍ لاسوهنه/مـداخــله، ۲۰۰۶، پاڼي. ۱۶۲، ۲۰۸، ۲۱۰، ۲۱۲، ۳۳۰.
د امريکايانو راج، آزادی يا ښکيلاک، د غــرب او اسلامی نړۍ تر منځ د شخړو حل، ايرک س. مارګوليس، خپرنيز کال ۲۰۰۸، پاڼه.۱۹۶.
سامی يوسفزی، ' پخوانی شوروی قوماندان د (احمد شاه.ژ) مسعود پټ تړون بربنډ کړ،' (Weekly Mirror International)، ۲۳ می کال ۲۰۰۱.
' محدود ځواک' د پرديس مسافر ژباړه، جنرال بوريس ګرموف، ماسکاوسکيا کمسومول، ۱۹۹۴. پاڼي: IV(شپږمه)، ۲۶۴- ۲۶۶.
۶
سنوډن اډوارډ، رښتيا ويل  کوم جرم نه دی، شپيګل، ۴ نومبر ۲۰۱۳.
٭٭ په ورځپاڼو او رسنيو کی د (بهرنيو.ژ) ژورنالستانو او ليکوالانو لخوا د افغانانو د نومونو په ليکنه کی هميشه اشتباهات پيښيږی.
مخکی له دی چی د ژورنالستانو د دسيسو په اړه د ' عقايدو نړيوالی محکمی' ته مراجعه وشی بايد دغه پورته ذکرشوی معيار په نظر کی ونيول شی.'
بروس جی. ريچارډسن
د ژباړن تبصره: درنو لوستونکودغه پورتنۍ ليکنه د ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا په انګريزی ليکل شوی او ما پښتوته واړوله. دلته زه نه غواړم چی د احمد شاه مسعود د خيانت او جنايت په اړه څه وليکم يو عام متل دی چی وايی "چيزيکه عيان است حاجت بيان نيست". د مسعود پنجشيری کاذب او خاين شخصيت نه يواځی افغان تاريخپوهانو ته معلوم دی بلکه د هغه د خيانتونو په اړه د پخوانی شوروی اتحاد د ولسمشر ميخايل ګوربا چوف څخه نيولی هغه جنرالانو چی په سر کی يی بوريس ګروموف او نور ډير د (KGB) لوړ رتبه مامورين شامل وو د مسعود اصلی څيره ټولی نړۍ ته بربنډه کړيده. دا چی اوس مسعود د نظار د شورا د خاينی او پليدی ډلی لخوا په ملی اتل سره ياديږی د ا يو بل داستان دی. زه نور څه ويل نه غواړم ځکه چی د مسعود په اړه تاريخ ډير وختی قضاوت کړيدی، خو د ميرزا عبدالقادر بيدل په دی لاندينی شعر بسنه کوم چی وايی.

زمانه کج روشان را در آغوش کشد 'بيدل'
انکه  راست  گويد  خار  چشم  افلاک است

په ډير درنښت
پـــا چـــا

ژ:ژباړن