د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راحل شريف د پوځيانو د روزلو وړانديز کړی

پاچا 18.11.2014 11:58

دروند ولسمشر محمد اشرف غني ته :
راحل شريف د پوځيانو د روزلو وړانديز کړی
درست ده چې له پاکستان سره دوستي به زموږ د ستراتيژيکو ګټو سره سمون لري، خو په دې شرط چې خپل اسلامپال او ږيره خريېلی نظامي تيوريسن مفتي مهار کړي. مدارس يې کنټرول او د افغانستان پر ضد د تبليغ او تخريب لپاره نور وړانده طالبان ونه زيږوي

مولانا فضل الرحمن :
((د افغانستان داخلي امن او د دې د مستقبل په حواله باندې مونږ په افغانستان کې د خارجي قوتونو شتون ته جايز نه وايو او د هغه په ضد چې کوم دفاعي عمل روان دی هغه ته جايز وايو، خو بيا هم د افغانستان داخلي امن باندې اتفاق دی چې هغه ته لاره جوړه شي)). مولانا فضل الرحمان وويل چې ګوند يې په افغانستان او سيمه کې د هر هغه حرکت ملاتړ کوي چې د سولې ټينګيدلو سره مرسته کوي.

مولوي فضل الرحمن او مولوي سميع الحق دواړه د طالبانو په راتګ کې دوو برتانوي لوړ پوړو چارواکو هڅولي وو او برتانيه د ائتلاف يوه عمده غړی دی. له دې ډول فتواو به ورته د خپل ځان او خپلې ټولنې اصلاح اړينه وي. که د بهرنيانو شتون پلمه وي، نو د هوايي، زمکني او بحري امکاناتو مرسته کوونکي supplier حکم به څه وي؟ بناءً د مولانا فتوی له شرعي وحقوقي او هم له سياسي واخلاقي پلوه د اعتبار وړ نه ده. په بله مانا د يو سياسي ذليل محکوم فتوی مدار د اعتبار نه ده چې له لاسوهنې او سياسي انګېزې پرته بل پيغام له ځانه سره نه لري. بناءً موږ او کشميريانو ته کوم شرعي مجوزيت نه لري

يو وخت زه د مولوي فضل الرحمن پلار مفتي محمود ته عقيدتمند وم، خو د ګران هېواد ناخوالو دې نتېجې ته ورسولم چې ولې د وخت يو نوموتی مفتي د کمونېست بوټو او زوی يې د لور لکۍ ټينګه کړې وه؟ اګر چې پلار يې يو وخت بوټو په سرحد بند کړی وو. مشرف موږ ته په کابل کې، هم يې نړۍ ته او هم يې په اسلام اباد کې د کرزي په سفر کې امرالله صالح ته د اسامه په باره کې دروغ ويلي وو، خو پکې پخپله رسوا شول. قاضي صاحب ته يې هم شنې سترګۍ وراچولې وې، هندو ترې په ډاکه کې د اسلام بيرغ راکوز، خو د لارډ ميکائيل تر قانون لاندې يې بيا پر کريملين، آمو او پر کابل رپولو.


ښاغليه ولسمشره ،
تاسو ته پته ده چې افغانان يو ساده او سپين زړی ملت دی. له همدې وجهې نه خو موږ تل د تاريخ په اوږدو کې سختې څپېړې خوړلي چې تر ننه يې تاثيرات لا پاتې دي او تر ننه لا پر خپلو پښو باندې ونه درېدلو. ځکه خو کله ناکله نړۍ زموږ او موږ د نړۍ پر ژبه پوه نه شو او له احساساتو نه راڅخه ډېر څه خراب شي.
له غازي امان الله خانه راواخله تر شهيد داود خان او له کارمله تر دې دمه د نړۍ د قدرتونو ترمينځ په ساړه او تاوده کې جنګ کې وځپل شو. ملا صاحب ورته خپل امارت په لغته وواهه، خو بې ننګي يې ونه زغمله. کرزي يو ته ورور او بلې ته يې خور ويله، خو نه يې ورور- ورور شو او نه يې خور – خور او نه يې په ديارلس کلونو کې په دومره سفرونو کې ورسره شل کړه. د فضل الرحمان، سميع الحق، عمرانخان او نورو په شمول يې هر پښتون ملا او سياستوال ته ليکونه واستول او هم يې ورسره مخامخ کتنې او غوښتنې وکړې، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه. البته ځينې نيمګړتياوې زموږ خپلې هم وې چې په لوی لاس يې د سولې پروسه له ننګونو سره مخ کړې وه.

ښاغليه ولسمشره ،
ستا به هم پر ياد وي چې کله پخوانی پوځي ولسمشر ديکتاتور مکار پروېز مشرف کابل ته راغی او هلته يې پارلمان ته وويل چې ((زه يو ساده نظامي يم او له سياست سره دومره اشنا نه يم))، خو دې ساده توب يې نه يوازې موږ، بلکې مشر لالا ((امريکا))، برتانيه او ټولې نړۍ ته دوکه ورکړه، نو سياستوال به يې څومره مکار او دوکه مار وي؟ نه يې ملا خپل حد پېژني، نه يې سياستوال خپل حد پېژني او نه يې استخبارات ونظاميان، خو خپل ځان او خپلې ملي ګټې ښه پېژني. ځان ته هوښيار، خو موږ ته ساده ګان دي چې همدې ساده توب يې زموږ سياسي سرنوشت په خپل واک واختيار کې ساتلی دی او نه يې راکوي. د ضياء په وخت کې چې له موږه د بهرنۍ پالېسۍ واک لاړ لا تر ننه تللی او څوک يې نه راکوي. ځکه خو د مولانا غوندې خلک هم زموږ په سرنوشت کې خبرې کوي او ځان مطرح بولي.

ښاغليه ولسمشره ،
زموږ جهادي مشران ان تر ولسمشر کرزي پورې يې له جهادي پيره تر دې دمه په يخ تېر ايستل او له موږ سره يې د بوسو لاندې اوبه تېرې کړې، خو داسې نه چې تاسو ته هم دوکه درکړي. له يوې سوړې په کراتو وچيچل شو، خو چې دا ځل بيا ونه چيچل شو چې بيا به يې جبيره ډېر وخت واخلي. پاکستان زموږ د هجرت کور دی او موږ ترې منندوی يو، خو دوی خپل امينتوب او اعتبار ونه ساته، نو ځکه زموږ اوسنۍ خبرې بايد ډېرې رسا او پرېکنده وي نه شف شف او دارمدار چې نه موږ ته ګټه کوي او نه دوی ته. مسلم و غيرمسلمو ټولو ته يې دوکه ورکړه، خو نن مشرف پخپله له خپلو کړو وړو سره په محکمه کې لاس وګرېوان دی.
دوی خو به زموږ افسران يا پوځيان روځي، خو دومره جهاديان وطالبان يې راته روزلي چې ان د پنجاب د عصمت الله معاويه پورې په خپله خاوره کې تبليغ جايز، خو زما په خاوره کې جهاد فرض بولي. حقاني، ملا صاحب ومفسر پرې د نورو اسلامپالو سره ځانونه چوپ کړل.
زموږ د حقانيه مشر مولانا صاحب هم ويلي وو چې په افغانستان کې په سلو کې پينځه نوي فيصده طالبان زما له مدرسې نه دي چې نوموړی دلته له اسلامي زاويې نه د خپل ځان او که له سياسي زاويې نه د خپل پوځ و استخباراتو استازيتوب کوي؟ که له اسلامي زاويې نه خبرې کوي، نو بيا خو دوی په پيل کې دوو تنو برتانوي لوړ پوړو چارواکو دې کار ته هڅولي وو نه د ايماني جذبې له لورې چې دلته خو بيا د اسلامي جذبې او د برتانوي لوړ پوړو چارواکو هڅونه سره په ټکر کې دي. د افسوس وړ ده چې يو خلقی جنرال او د کورنيو چارو پخوانی وزير زموږ د جهاديانو او طالبانو مربي او پلار پاتې شوی او موږ ترې د اسلامي حکومت او د اسلامي امارت تمه کوله. موږ خو همدلته بايلودې وه چې د خپلو او د نورو د کمونېستانو فرق مو نه شو کولی چې خپل راته کافر او د نورو راته پرېښتې ښکارېدې، کنه شعوري ايډيالوژي خو يو شانته وه. چا کور، ډوډۍ، کالي غوښتل او چا بيا هلته روټي، کپړا، مکان غوښتل.
د جهادي فتوی لپاره خو بيا تر عمرانخانه وبلور پورې ټول مفتيان دي، خو د ملا ضعيف د ورکونې، د ملا عبيدالله او نورو د وهلو وټکولو او وژنو په باره کې بيا ټولو سکوت اختيار کړی دی. لږ د ځان پېژندل په کار دي. زما ملا، مجاهد ومفسر او سياستوال دې نور په دې پوه شي چې تر څو به د نورو د فتواو پسې روان يو، ولې پر خپل علم او ځان باندې اتکاء نه لرو؟

ښاغليه ولسمشره ،
له تاسو نه د خلکو د يو عالم، پرفيسور او د يو نړيوال متفکر په توګه هيله کيږي چې په ملي مسايلو او ملي ګټو کې بايد يو قاطع (پرېکنده) اوسئ او د هېواد ملي ګټو ته هماغسې ژمن ومتعهد پاتې شې، لکه څنګه چې مو د کمپاين په وخت کې وعده کړې وه او که خير وي چې يوه ژمن او ښه کاري ټيم ځانته وټاکئ. دولت، جهادي او خاني سيستم سره بايد تفکيک شي. قضا، څارنوالي، پوليس او عدليه له سره ورغول شي چې د بيا فساد لپاره پکې جرړې پاتې نه شي. د بيت المال او د خلکو د شخصي او ملي حقوقو کې بايد د هېچا مراعات ونه شي. هېڅوک بايد له قانونه لوړ نه وي او نه د چا لپاره استثناآت راشي، نو بيا اميد الله تعالی ته شته چې دا وطن به جوړ او بيا له سره ورغول شي.

افغانان مولانا صاحب ښه پېژني. دغه لاندې پاراګرافونه د نوموړي د تشخيص پوره سپيناوی کوي :
In Pakistan, a controversy cropped up between the politico-religious parties, which, however, ebbed down with the changing situation. Addressing a meeting of the workers of the Jamaat Islami at the Jamia Ahya-ul-Ulum, Prang, Charsadda on Feb. 19, 1995, Professor Muhammad Ibrahim, provincial Amir of Jamaat Islami, said; “Taliban were organised by the European countries and backed by the communist forces who were paying 300 dollars to each member per month”. “Similar statements were attributed in the press to Hikmatyar also. On the other hand Maulana Samil-ul-Haq, leader of Jamiat-ul-Uluma-e-Islam (S), considered this phenomenal achievement an hour for his madrassas which had produced the Taliban. Maulana Fazl Rahman also approved it, although silently.

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (PP. 17-20). Resume of his article is produced here-in-under:

“The American CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the maulvis of the madrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force”.

نو بناءً مولانا صاحب ته زما مشوره دا ده چې تاسو په پيل کې د دوو لوړ پوړو برتانوي چارواکو د سياسي هڅونې نه متأثره شوي ياست او د ملک برحال قانون مو هم اسلامي نه، بلکې د لارډ ميکاييل په وسيله جوړ شوی او د تأسيس له ورځې نه تر ننه هماغه سيکولر قانون چليږي، د لارډ ميکاييل قانون ته خو اسلامي قانون نه شو ويلی، نو بناءً د يو بونګه شوي سياسي ذليل محکوم فتوی به د د داسې يو سيکولر قانون تر چتر لاندې له پېړيو پېړيو راهيسې پر اسلامي ملک باندې څنګه مشروعيت او مجوزيت ولري؟ نه يې مقبوضه او نه يې ازاد کشمير ته لري. تاسو يو سياسي ذليل محکوم ياست او د سياسي ذليل محکوم فتوی مدار د اعتبار نه ده. ځکه چې هغه د بل استازيتوب، د جګړې دوام، نامشروع لاسوهنه او سياسي انګېزه له ځانه سره لري. له تاسو خو هغه سيکولرې هم کله ناکله سپينې او په زغرده خبرې کولې.

پورتنۍ highlighted شوې جمله د مولانا صاحب اسلامي وسياسي هويت تر پوښتنې لاندې راولي او له اعتباره يې غورځوي. دلته د دوی اسلامي او د بل په نغوته سياسي هڅول شوې جذبه سره له ورايه معلوميږي. دغه جمله د بېنظيرې د هغې خبرې مصداق کوي چې ويلي يې وو :
د طالبانو پروژه د برتانيې طرحه وه، امريکا او سعودي عربستان يې مالي ونظامي ملاتړ کولو او موږ ورته ټرينينګ يا زده کړه ورکوله او زموږ د اهدافو لپاره جنګيږي. پرته له شکه چې تاسو هغې ته ډېر نژدې هم وئ. د ښاغلي حامد مير له مرکې نه هم له ورايه څرګنديږي چې آغلې رابين رافيل ورته د رسمي سفر په وخت کې ويلي وو چې تاسو ولې د طالبانو ملاتړ نه کوئ؟ ملا عمر پرې غبرګون ښوولی وو.

بناءً زه پر خپلو ګرانو هېوادوالو، رښتينو مجاهدينو او رښتينو طالبانو، علماو او سياستوالو باندې غږ کوم چې د ګران هېواد افغانستان په اړه د خود غرضه ملايانو د فتواو په اړه هوښيار اوسي. مذهب، دين او اسلام د چا ټيکه او شخصي ملکيت نه دی، بلکې دا د نړۍ د ټولو مسلمانانو شريک ميراث دی، ان د غيرمسلمو لپاره هم خلاص دی هېڅوک يې د اسلام راوړلو ممانعت او مخنيوی نه شي کولی. مولانا صاحب په سيمه کې تر ټولو لوی سفارت په اسلام اباد کې دی. تاسو څه فکر کوئ چې هلته به پکې پينځه وخت جماعت وتلاوت کيږي او که د سيمې په کچه به پکې سياسي واستخباراتي فعاليتونه هم ترسره کيږي؟ ولې مو بلک واټر ته د فعاليت اجازه ورکړې؟ هغه خو بهرنيان دي چې ستا په خاوره کې د القاعدې، جهاديانو او طالبانو پر ضد فعاليتونه کوي، نو هغه څنګه توجيه کوئ؟ تاسو خو يو وخت د امريکې له سفيره د صدارت غوښتنه هم کړې وه، خو چا درسره نه وه منلې. اګر چې اسفندريار ولي ته وړانديز شوی وو، خو هغه ترې انکار کړ وو. ځکه چې ګوند يې د دواړو لويو حزبونو په پرتله اکثريت کې نه وو، نو تا څنګه ورته بډې راوهلې وې؟ شرم خو په تا کې نشته چې د خپل کور واک له بله غواړې. هلته ته ترې د واکمنۍ غوښتنه کوئ او دلته يې بيا پر ضد جنګ يا دفاعي عمل جايز بولئ. همداسې نور ډېر مسايل درواخله.

بناءً زما مشوره مولانا صاحب تا دا ده چې تاسو يو ځل مو ورځنی، هفته يي، مياشتېنی او کلنی عايد مو پاک او تصفيه کړئ، داسې نه چې د خزانې له مشکوکو پيسو معاش اخلئ او هغه بيا پر خپلې کورنۍ او لا په ديني بنسټونو کې پر طالبانو لګوئ. تاسو څه فکر کوئ چې د خزانې پيسې مو له سودي نظامه پاکې دي؟ ايا د ماليې (ټکس) پيسې مو پاکې دي؟ ايا د دا ډول پيسو لګښت په جهادي او ديني بنسټونو کې څنګه دی؟ بناءً زما مشوره مولانا صاحب ته دا ده چې په سياسي او اسلامي امورو کې محتاط اوسه. علم دين يوازې ستاسو ميراث نه دی، بلکې د هر چا ميراث دی.

په درنښت
سيدحسين پاچا

د پاکستان لوی درستیز په خپل هیواد کې د افغان پوځي افسرانو د روزنې غوښتنه وکړه
http://www.taand.com/archives/33626

پاکستان غني ته خپل درېیم پیغام را استولی دی
http://www.dawat.no/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=17127

د فضل الرحمن څرګندونو ته دې افغان حکومت ځواب ووايي
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/11/141115_hq_afghan_government_should_react_to_fazal_rahman_views

عزيز: پاکستان د سولې په برخه کې مرستې ته چمتو دی
http://www.pashtovoa.com/content/sartaj-azizi-pakistan-is-ready-to-help-afghan-peace-talks/2520146.html

http://www.pashtovoa.com/?refresh=1