د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوسا پارلمان

محمود نظری 27.07.2014 09:37

طنز
موږ نران داسې ټاکنې کوو چې بازنده نه لري
موږ نران کاږه وکیلان لرو چې یو سیده نه لري
خدای دی دنورو هیوادو دخلکو له حاله ساته
موږ نران کاندیدان لرو چې دشرم پزه نه لري

طنز

 

 

موږ نران داسې ټاکنې کوو چې بازنده نه لري

موږ نران کاږه وکیلان لرو چې یو سیده نه لري

خدای دی دنورو هیوادو دخلکو له حاله ساته

موږ نران کاندیدان لرو چې دشرم پزه نه لري

بزرګان مو د بادار په ګمشو داسې خره نشه دي
واکمنان مود فسادمار چیچلي هیڅ اوده نه لري
هر یو غل یې لکه فرعونان په خپل سر ډنګوي
وکیل مو دخپل تاوده تنور دګټې سړیده نه لرې
د غلاپوستین دی زړه یې چپه که راسته یې اغوندي
نه پوهیږي په کوم ځای یې ومنډي بسیده نه لري
اول نرانو ځانونو د قتل اوغلا دګناه معاف کړل
اوس تک سپین سول پاکي یې ملایکه نه لري
ددنیا ټوله د امتیاز مډالونه یې ځان ته ورکړه
داسې یې ځانونه اوبه کړه اوس بله تنده نه لري
اوس له مړینه وروسته ځان ته غواړې غرامت
څه اوڅه یې په توره وهلي بس بله دنده نه لري
سیاسي پاسپورت ، بادیګارد ،تنخواه اوعزت
دا ټوله غواړی هغه وخت چې بله عهده نه لري
بیا به نران وکیلان ځان ته د فردوس جنت غواړي
ځان ته یې هر څه کړي غم د بل خوار بنده نه لري
دداسې نرانو وکیلانو کارونه ډیر خوند کوي
پوخ قانون جوړوي چې یو پو ته دریده نه لري
ټوله خانزاده ګان سوي په بې شرمي دلته بزرګان
په واک کې دا وطن یو اصیل شهزاده نه لري
دا نظام دداسې لوچکو بې شرمانو جوړ سوی
په غلا اوچور کې یې هر یو بله جوړه نه لري
***
خا صه اوسره بې شرمي ده هرچیرې روانه
سرزوري ده یو یې عقل د یوه ساده نه لري
دا دولت دداسې یوه لوغړن ټوکره جوړسوی
چی دهغه مردارتارونه هیڅ سپخیده نه لري
که دا دیموکراسۍ ده خدایه موږ ترې ساته
پارلمان خوسا سوی دهغه ښورول ګټه نه لري
اوس یې لا بد بویو خوړسکو ټوله دنیا نیولې
نوره کومه ګټه د وکیلانو دکونو پټیده نه لري
هغه لوڅ کوني چې په خپله کونه نه شرمیږي
هغه پردو ته څه باک دسر دخمیده نه لري
دې عصري غوجل ته مه وایه افغانه !پارلمان
ددوی هرکار څه توپیر د ځناور او بوده نه لري
بوده هم دنس په غم کې دي خوري اوکوي
نس ډکوي په هغه توپير وچ اوتانده نه لري
دامریکا په زور غله د دیموکراسی سارنده ږغوي
خپلوغلوته واک غواړی په نورو سوده نه لري
پردو زورورو یوازې دخپل مور دلالان په کار دی
هغه چې بیله پیسو اوواک بله کیسه نه لري
«نظری» مه ښوروه په دې مداریو کې نورلرګی
کڼو ته ږغول ددې ډول کومه ګټه نه لري
دځینو داسې مړی سترګې دي چې شرمیږي نه
دډیروسترګې څیري لکه مفعول رپيده نه لري
زموږ دپارلمان دلسو کلنو لاس ته راوړینې دا دي
د پارلمان هر کار د هغو په ګټه په ولس اړه نه لري
د هغو ټول قانونونه اوومه دی یویې بنیاد نه لري
ټوله اومي خښتې دې یوه خښته پخه نه لري
اساسی قانون ، دټاکنو قانون اونظام یې
دجان کری یو ډز ته یو ګړی ټنګیده نه لري
داغله نه پوهیږي وطن د بل په فقر چلیږي
له خرو څخه بیله لغتي څوک بله تمه نه لري