د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چې وایې مه راځه راځي

همایون نایل 13.07.2014 14:19

هغه وشول چې موږ یې له کېدو پنا غوښته.
ماشومان کله نا کله په خپلو منځو کې کیسې، ټوکې، چستان او ذهني پوښتنې کوې او ساعت پرې تېروي.
کیسې یې هم خوندورې وي؛ خو چستانونه یې ډېر په زړه پورې او له بلا ماناو ټک وي.
د چستانونو له لړۍ یې یوه دا ډېره مشهوره او لنډه پوښتنه ده چې وایي: دا څه شی دی؟ چې ورته وایي مه راځه، راځي.
د ماشومانو د چستان همدا پوښتنه د روانو حلاتو سره ډېر سر خوري، هغه څه چې موږ یې نه غواړو کېږي، ( چې موږ وایو، مه را ځه هماغه را ځي) موږ وایو چې په راتلونکي حکومت کې دې شفاف خلک وي، جنګ سالارانو ته دې په کې ونډه نه ور کول کېږي، هغه څوک چې یو ځل ازمول شوي باید د بیا لپاره ورته د ازمښت زمینه برابره نه شي، په خپله برخه چې یې قناعت نه وي کړی، هېڅ کله د چا په درد نه دوا کېږي؛ نو باید چې دا د خپلې برخې نه بېزاره ډلې، افراد او اشخاص د ټپي ولس په درملنه ونه ګمارل شي.
یو عالم ژمنې مو وکړې چې موږ د سولې او ثبات، ملي یوالي، شفاف حکومت او د هېواد د پرمختګ لپاره یو ټیم ته رایه ور کوو او یو ټیم بریالی کوو، دا مانا چې منتخب ټیم کې به دا وړتیا وي نو ځکه یې غواړو.
هیلو مو زور اخیستی و، ورځ په ورځ مو هڅې پراخېدې او پایله یې د بیساري ځواک په انځورېدو زموږ د غوښتې د تر لاسه کېدو څرک را لنډاوه.
په لومړي پړاو ټاکنو کې د خلکو ونډه زیاته وه؛ خو ښایي د دوهم پړاو ټاکنو لپاره مو د هېوادوالو سیاسي شعور لا پسې لوړ شوی و، پراخ ګډون یې د نړیوالو لپاره د ثبات غوښتو پیغام پرېښود.
بیا هم په دغه ملي پروسه کې د رایه ور کوونکو غوښتنه همدا د سولې، امنیت، ملي یوالي او پرمختګ لپاره وې.
ښایي د ازل خبرې وې چې د قوي عظم په سره انګار یې اوبه ور تویې کړې او هماغه د تېرې تورې دورې او روان حالت لپاره غېرې مناسبه ډله او خلک یې د مظلوم او زخمي ولس پر سر د نوي چتر په ځنډو کې ونښول.
د مکارۍ څټې تر هغې مقاومت وکړ چې خپلې غوښتنې یې په نړیوالو ور چپه او پر پاکو منزلونو یې و منلې.
د دې پر ځای یوازې زموږ د هیلو او امېدونو مطابق زموږ په نېزد پیاوړې او له خولص ډکې ډلې باید د واک چارې په وړ اشخاصو سمبال کړې وای او د ټپي ولس په ټپونو یې په لازم ډول د ملحم پټۍ تړلې وای.
دا چې د ولس او ملت د غوښتې پر خلاف منحرفې لارې چارې جوړېږي، ورته د منلو نه دي؛ خو یوازې د هغه چا ژمنې ورته با ارزښته دي چې د کاڼي د کرښې حیثیت لري، د همدې لوې خوش باورۍ پر بنسټ تکیه کوو او خپلو موخو ته د رسېدو لارې څارو.