د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سندرو پاچا هارون پاچا

همایون نایل 20.05.2013 15:25

ماهر سندرغاړی دی چې د شعر په انتخاب کې له ډېرو ښه پوهېږي، د ویلو انداز یې ځانته خوند کوي، د هرې سندرې په اورېدو سره یې په مینه والو کې څو برابره زیاتوالی راځي.
د مینانو د زړونو تعبر، د حالاتو ترجماني، د مینوالې دود او دوستور ټول یې د سندرو په ویلو کې انځور شوي او را نغښتي دي.
د پښتو ژبې د غوره سندر غاړو په کتار کې تر لومړيتوبه رسېدلی او د پښتنو د زړه نوو اوزاونه ډېر ښه تمثیل کولای شي.
دا جادو لرونکی خوږ غږی سندرغاړی لکه د سندرو پاچا چې دی نوم یې هم پاچا دی.
هارون پاچا په ۱۹۷۲ میلادي کال د پښتونخوا د صوابۍ په پینچ پیر کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي.
د شپږو کالو په عمر وو چې د زده کړو لړۍ یې پیل کړه، لومړنۍ زده کړې یې د همدې کلي د پنج پیرنامي ښونځي کې وکړې.
په ۱۹۹۲میلادي کال کې یې د اډوارډز کالج کې تر سره کړې، د مور د غوښتې او هیلې د پوره کېدو لپاره یې له ډېر زیار او کوښښ وروسته له په ۱۹۹۴ میلادي کال کې ېې د ټولنپوهنې په برخه کې د ماسټرې دوره هم پای ته ورسوله او ځان یې د دې مقام په نامه ونوماوه.
دی وايي کله چې زه په ښونځي کې داخل شوم، او د زده کړو مزه مې ولیده د زیاتې علاقې او زړه پورې توب سره مې وکولای شوی ټولګي والو ته ځان د یو تکړه او با استعداده زده کونکي په توګه ور وپېژنم.
همداسې وشول، ټولو زده کونکو په یو ښه نوم پېژندم او ځينو به له ما څخه هم څه ناڅه زده کړې کولې، د چا به چې کورنۍ دنده پاتې وه او لیکلې به یې نه شوه، ما به ورسره پوره همکاري کوله، ډېر مې په دې وپوهول چې څنګه باید خپلې زده کړې په مخ یوسي.
یو ځل چې به مې چاته کورنۍ دنده ولیکله او یا به مې ورته په کومه موضوع خبرې وکړې، هغوی به راته حیران وو، ډېر ژر به یې ټول څه یاد کړي وو.
استادان مې هم د نورو په پرتله ټول له ماڅخه خوشحاله وو او همېشه به یې تشویقولم.
هارون پاچا له وړکتوبه سندرې ویلو سره مینه درلوده، سره له دومره درسونو به یې بیا هم کله ناکله سندرې اورېدې او کله به یې چې واورېدې په هماغه انداز به یې له ځانه سره بار بار زمزمه کولې.
هیله یې درلوده چې په راتلونکي کې یو ښه سندرغاړی شي، د همدې لپار هیې په ځو ځو ځله په ښونځي کې ترانې ویل پیل کړل.
له کورنۍ نه یې یوازې همدومره اجازه تر لاسه کړه چې کله نا کله دې ترانه وواي.
خو دا چې د جادويي اواز خاوند دی او په یو شېبه ترنم کې ځان څرګندولای شي.
له وړکتوبه یې د درنم ښاپېرې همداسې ځوانې او ښکلې وې، یو ځانګړی وضاحت به یې درلود.
له هماغې وخته به یې ټولګي وال او نور هغه د څنګ ملګري چې ځینې وخت به یې د دې د خواږه اواز لپاره چوپتیا کوله، د اواز مینه وال یې ول، په چک چکو به یې ولمانځه او تل به یې ورته د تشویق ډاډونه ورکول.
همدا شان یې دې خواږه اواز په کورنۍ کې هم څه بې شان څپه خوره کړې داسې اغېز یې پرې وکړ، چې بې له ځنډه او د دې په یووار غوښتنه یې وکولای شو د سندرو د ویلو لپاره، هم ترې اجازت واخلي.
کله چې په دې بریالی شوو، له همدې ځایه یې د ژوند یو نوی پړاو پیل شو، چې د هارون پاچا لپاره یو با ارزښته پړاو وو، دا یې د ژوند تر ټولو لویه لاسته راوړنه وه چې د سندرو میدان ته د دا خلېدو او پکې د لوبېدلو چانس پیدا کړ.
له دې سره سم یې د سندرو د ویلو تکل پیل کړ، په لومړي یې ځل یې د یو ټلویریون په پرده خپله ښایسته څېره د ترنم د سرچینې په دود را ښکاره کړه، په لیدو سره یې ډېرو خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړ، تلویزیون هم پرې یو څه شهورت پېدا کړ، له دې وروسته، یې د ملګرو او دوستانو د زیاتو هڅو په پایله دې ته مخه کړه؛ څو د سندرو لپاره د یو البوم چارې پیل کړي، سم دلاسه یې د دې البوم په جوړولو او پرمختګونو غور وکړ، په هر اړخ یې فکر وکړ.
بې له دې چې څومره دوستان به ورته ویلي وي، خو کله چې دا د(رنګونو ماښام) په نامه د سندرو ښکلی البوم خپرور شو لیدونکو او اورېدونکو یې داسې وستایه او خوښ یې کړ، لکه همدوې چې ورته د دې البوم لپاره ټینګار کړی وي او هڅولی یې وي.
له دې سره یې د سندرو د اورېدو او د هارون پاچا د ښکلې څېرې لیدو مینه وال په را څرګندېدو شول، داسې چې تصور به یې هم نه کېده؛ خو کله چې یې د لنډېو (ټپو) یوه بې سارې ښکلې څپه او د ویلو په ښکلي انداز دا البوم ( اول به کله کله عم و...) اورېدونکو او مینه والو ته وړاندې کړ، دوی خو پرې سم مین شول؛ خو نورو نوو اورېدونکو او لیدونکو چې کله دا ښکلی البوم ننداره کړ، له خواږه اواز سره یې سم زړه وتاړه.
د سندرو په ویلو یې ورته بېل بېل نظرونه پیل کړل، چې ټول به مثتبت نظرونه ول.
د دې لنډیو او ټپو په یولو سره هارون پاچا په د ټولې پپې په لوستلو او ویلو یو څه بیل شان اغېز وکړ، نورو سندرغاړو هم دې ته مخه کړه چې ټپې وواي؛ د بېشمېره سندرغاړو په ویلو سره د دې مقام چا ونه نیاوه.
هرون پاچا ته د دې ټپو دومره شهورت ور کړی چې په کوسه او بره پښتونخوا کې څه چې په ټول پاکستان او افغانستان کې یې مینه وال را ښکاره شول.
په بار بار اورېدو خو ځکه ارزېدل چې ډېر خوند به یې درلود، دا خوند یې زر مکل کېدونکی نه وو، لا به یې په اورېدو سره د هر چا په زړه چاپه اچوله او ځان به یې ورته د خوږو څلې ور ښکاره کاوه.
چې دا ډول ښکلا خوند او مزه ورته یوازې هرون پاچا په خپل جادويي اوزا او د موسیقي د سینګار په فن سره وربښلې وه.
هارون پاچا نورې د ټپو کېسټي هم ډکې کړي، چې کمپوزونه یې بیلابیل دی او ټول یې خپله ورته جوړ کړي دي، نو همدا علت دی چې په کمپوز کې هم تر ډېره ښه مهارت او شهورت لري.
ډېر خلک یې خوښوي او ځینې سندر غاړي یې تقلید هم کوي، خو تر اوسه دې ته ورته ښکلې ټپې هېڅ کوم یو سندر غاړي نه دي ويلي او نه دې ته ورته خوږ اواز د کوم سندر غاړي په حنجره کې خوځېدلی.
خو کله یې چې یې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د ( غنچکونه) په نامه نوی البوم جوړ او خپور شو، شهورت یې د هېوادونو په کچه روښانه شو، له دې سره نو هر چا ښه وپېژنده، مینه وال یې توپاني را زیات شول.
په دسندرو کې یې دومره خوند ور پېچلې و، چې اورېدونکو به پرې خپله هنري تنده ماتوله، داسې ښکلې انداز کې ویل شوي چې ناست خلک به ورته د یو لزت لرونکي سمندر په څپو کې ښکته پورته ګرځېدل.
نه یوازې پښتانه یې سندرې اوري بلګې هندیان یې هم د سندرو لو اورېدلو بلا خوند اخلي، د هغوې په زړنو یې هم د جادویي اواز او مینې مهرونه لږولي دي.
هارون پاچا د سندرو ویلو لپاره داسې د غزلو او شعرونو انتخاب لري، چې جزاب وي.
هغه غزلې ډېرې وایي چې ښه پیغام ولري، د هېواد او پاکې مینې اظهار پکې وی، حسن وستايي، او ټولې هغه غزلې چې د اورېدونکو له ذوق او د هارون پاچا زړه پرې اوبه وڅښي انتخابوي.
نو همدا علت دې چې دې دې په دارنګه غزلو او شعرونو د اتخاب او ترڅ په ویلو سره او د اورېدونکو په بیا بیا ځل اورېدل او خوند اخیستل ټول هغه څه دي چې ډېرې ځوان سندرغاړي دې ته هڅوي ترڅو همداسې شعرونه انتخاب او د دېته ورته ترز کې سندرې وواي.
نوموړي د خپل خوږ غږ په زمزمو کې ولسي سندرې، چاربېتې، لنډۍ ټپې او داسې نور غزلونه او شعرونه د موسقي پا ګاڼه سینګار کړي دي.
له همدې وجهې پښتانه زیات خوښوي او دی هم په خپلو غزلو کې د پخواني نامتو شاعروانو، په کوزه پښتونخوا کې د غني خان، رحمت شا سایل، ډاکټر اسرار اتل، شمس القمر اندېش، صاحب شاه صاربر، عزیز منیروال، منیر حمزه خان شینواري، او په پورته پښتونخواکې د پیرمحمد کاروان، دروېش دراني او داسې نورو پیاوړه او منلو شاعرانو شعرونه په خپلو سندرو کې را اخلي.
دی وایي د دوی شعرونه نظمونه او غزلې د دې لپاره وایم چې، لوړ انداز لري، ښکلي پیغام او انځورنو ته پکې ځای ورکړل شوی وي، زما په ګډون د ټولو پښتنو خوښېږي او دا شاعران پښتنو منلي دي؛ ځکه خو زه هم ورته منلي شاعران وایم او هڅه کوم د دوی له کلام څخه استفاده وکړم.
د همدوی غزلې او شعرونه دی چې زما مینه وال یې خورا زیات کړي او زه پرې ستایل شوی یم.
دی واي د سندرو په جوړولو کې راسره صاحب ګل مرسته کوي چې ما ورڅخه ډېر زیات څه یاد کړي دي.
او تر اوسه یې د تجربو او مهارتونو کار اخلم.
هارون پاچا: په پاکستان، هندوستان، پاکستان، هند، دوبی، اروپا او داسې نور ځایو نو کې سندرې ویلي.
چې په هر ځای کې مې ډېرې مینه وال را څرګند شوي، او زه یې ستایلی یم، خو په ټوله کې له افغانانو ښې خاطرې لرم چې زما په هر محفل کې یې چې ګډون کړی وي، څه بیل شان مینه خلوص پکې وینم.
له ماسره ډېره زیاته مینه کوي او زه هم د دو په زړه سندرې وایم.
ټپې مې ټول هغه څوک ډېرې خوښوي چې مینان وي او زه هم د همدې لپاره او د دوی ذوق ته په کتو سره سندرې انتخابوم.
د رنګونو ماښام، غنچکونه، پرخه په لمبو کې، یا قربان، ولولې، نظرمات، چورلکونه، قدمونه، لاله زار، او درمان د هارون پاچا د سندرو هغه غوره او مشهور البمونه دي چې ډېرو مینه والو یې تر لاسه کړي او په ډېرو سیمو کې اورېدل کېږي.
همدا البمونوه دی چې هارون پاچا ته یې یو ستر ویاړ ور کړی او په دې سره په ډېر سیمو کې په بیلابلی انداز نازول شوی.
ستاین لیکونه یې تر لاسه کړی او د مینه والو په چک چک خو په هر محفل کې بدرګه کېږي.
خو ډېرو ټلونو په جایزو نازولی چې، د غوره ولسي سندر وینکی په نوم یې یوه غوره جایزه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د پښتونخوا له یو ځایي ټلویزیون څخه تر لاسه کړه چې د ده لپاره لوی ویاړ وو.
ډېرې مینه وال یې په دې عصر کې د پښتنو لپاره لویه شتمني ګڼي.