د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه ریښتینې کیسه

همایون نایل 08.05.2014 11:33

ټوله شپه مې په قیامت تېره کړه، که ریښتیا ووایم په لومړي ځل مې شپه دومره له غمه ډکه وه، د ماشوم دې خبرې مې په ټول بدن دا سې یو ه څپه خپره کړې وه چې زه یې د ښکاره کولو توان نه لرم.
ماښام له دفتر ووتم، څو شېبې په کوټه سنګي کې له ملګرو سره تم شوم، تپه تیاره خپره وه زموږ د سیمې موټر نه پیدا کېدل، ښار ته لاړم چې دا وخت نو په ښار کې ډېر کم خلک لیدل کېدل، په یوه کرولا موټر کې وختم، لا دوه تنه کم ول، د لس یولسو کالو په عمر یو کولالی ماشوم چې توره بکسه یې شاته اچولې وه، د هوايي پله ستن ته تکیه کړې وه، له نیمې ښکته شوې ښيښي مې ورکتل، په زړه کې مې سل خبرې ګرځېدې.
- یاخو چا ته تم دی او یا د لارې کرایه نه لري.
موټروان یو خوا بل خوا د چارهاي قمبر غږونه کول، ګیڼ خوا ته مې یو ځوان چې پوره فیشن یې کړی وو راوخوت، دروازه یې په تېزه ووله، د لوړ قیمت لرونکي موبایل رڼا یې زما سترګې را وبرېښولې، (بریم استاد ناوخت شده...) د خبرو تاکید یې کاوه، فکر یې را خراب کړ، د موټروان او ځوان تر منځ خبرو یو څه زور واخیست؛ خو ما له هاغسې هماغه ماشوم ته کتل، زړه مې سل پوښتنې درلودې خو په خپله به مې ځواب ورکاوه، نور مې نو زړه صبر نه کاوه ور ښکته شوم، په ولو مې لاس ور کښېود له نېږدې نور هم ښکلی ښکارېده په زړه پورې ښایسته سترګې یې را پورته کړې، خدای شته ‌ډېرې اغېزناکه سترګې یې درلودې، په اننګو یې د ښار د څراغونو رڼا پرته وه، خورا ښایسته وو. له ښایسته یې خبرې نه کوم. ترې ومې پوښتل: ګرانه دلته څه کوې؟
سلام ماما: کور ته ځم.
- کور دې چېرته دی؟
- چاراهي قمبر کې.
ـ اهو ګرانه! هغه موټر ځي کنه؟
مسکی شو، یو ډول غم درد او نا چاري پکې نغښتې وه.
سر یې ټیټ کړ ویل یې زه نه ځم.
پوه شوم چې ماشوم د لارې کرایه نه لري.
ګرانه! تا ویل کور ته ځم اوس نه ځې؟
غریب به ځواب را کړی وي، خو د هغه فیشني ځوان لوړ غږ مې پام بدل کړ، په ما پسې یې غږونه کول چې باید لاړشو.
ماشوم مې له لاسه را ونیاوه، زما ښي خواته کېښناست او روان شو.
سل متره به تللي نه وو چې فیشنی ځوان ټلیفون غوږ ته کړ، څه بد الفاظ یې ویل:
در را هستم،
د خبرو په منځ کې یې څو ځله سوړ او له بد بویه ډک حوصلي ویستل.
په موبایل به یې سترګې را برګې کړې او زیاته به یې کړه: یک لودې خداست.
لا یې ټلیفون نه وو بند کړی چې د موټروان مټو ته یې زور ور کړی: استاد لیسانس داري؟
موټروان په خندا شو: هاهاها ترافیک هستي؟
بیا یې موبایل ته خوله ور نېږدې کړه: نګفتم که لوده است؟
دا وخت نو د موټروان له زړه خدای خبر وو، موټر ترې یو ډول خیزونه ووهل،
زما تر څنګ ناست ماشوم په مړاو سترګو کله د یوه او کله د بل خولې ته کتل.
و ډول وېره پرې خوره وه. د دې لپاره چې جرات یې زیات شي وسره مې خبرې شورع کړې.
ښوونځي ته تللی وې؟
غلی وو، لکه چې هېڅ یې نه وي اوريدلي.
له ځنډو پرته مې بیا وپوښته: ګرانه ښوونځی خو په وخت رخصتېږي تا لا تر اوسه په ښار کې څه کول.
اوف چې معاصومې سترګې یې را ګرځولې، په هغه وخت به مې په اندامونو څه ډول څپه خوره وه.
په وچو شونډو یې خوله را خلاصه کړه: ماما! زه ښوونځي کې نه یم.
د هغې د ګلالی څېره یوازې زده کړو او ښې هستوګن لرونکو څېرو ته ورته وه او ان له هغوی هم ښه.
فیشن لرونکی د افشار په سیمه کې ښکته شو، موټروان ته یې کرایه په ښه زړه ور نه کړه، سر بېره پر دې چې لفظي شخړه یې لا پای ته نه وه رسېدلې وویل ( بجې پالیشي) او روان شو.
دا وخت نو ماشوم یو ډوپ وواهه را نیغ شو او بېرته یې ځان را ټول کړ، غږ یې ژړغونی شو، موټروان ته یې وویل: کاکا خیر دی، خیر دی خیردی.
لږ وړاندې ماشوم هم ښکته شو، موټروان ته یې وویل: کاکا! نن مې کار نه دی کړی، کرایه نه لرم، که وي چې بوټان دې رنګ کړم خو نور...