د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښکار شوي مسکین پلار د زړه خبرې

همایون نایل 05.08.2013 17:03

د یو مسکین پلار د زړه خبرې

نه دې ګلاب نه دې اغزي کې یمه
نه یم کافر نه بې دیني کې یمه
نه یم قاتل د سرو
نه یم غافل د لمنځو
زه یو غریب مزدور یم
زه په بجو مې مین
زه له پرونه نهر
بجي ماړه ساتمه
له دوی سره ومه زه
د دوی اسره ومه زه
زما په نشتوالي به له لوږې مړه شي
د ابا ناره په خوله به مړه شي
خو زه نهر
سهر وختي له کوره وتی
د غریبۍ بلا له زوره وتی
د خپلې مور له مخې
چې وه سرتوره وتی
د ماشومانو مخکې
له خپله کوره وتی
ماښام زما په تمه
زما واړه په انتظار کې اوسي
له لوږې تندې سوزي
او په انګار کې اوسي
په ځنډېدو مې
د کور وده ماشومان
ها وږي تږي بچي
لا په خوبونو کې ډوډۍ نه ویني
مور یې زما په تمه
چې راوړي سودا په تمه
خپلو بجو ته خفه
دشپې ناوخته پورې
لاس تر زنې ناسته
زما د راتلو په خاطر
شېبې ترخې تېرې کړې
د خوب خوږې ښاپېرې
نوره وده کړه راته
ګړۍ به تېره نه وه
چې په بم ښکار شوی لالی
د ماشومانو ابا
د خپل د سر په وینو
هغه شلېدلې جوړه
په خپل غوښن اندامو
اوس ده وېشلې جوړه
په نا اشنا صندق کې
د ماشومانو مور ته
څو ډلیزو خلکو
غوښې د ښکار را وړې
د نن بېګاه لپاره
د نن بېګال لپاره