د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چا وژل مهم نه دي...

همایون نایل 26.05.2013 13:47

ځانمرګي برید او نښتې بیا کابل زخمي کړ؛ خو د خلکو وژنه پکې د تېر په پرتله بې ارزښته ښکاري.
د کابل نښته، چې له ځانمرګي برید وروسته د افغان پولیسو او وسله والو ترمنځ د شهرار په سیمه کې را منځته شوه، دواړو خواو په کې تر ډېره مقاومت وکړ، دا نښته وه؛ خو ورسره همزمان لوبه هم روانه وه.
په دې ورستېو کې د پېښو سیمو ته د رسنېو لاس رسی زیات شوی؛ خو بیا هم د لوبې په ډګر کې د نندارې او د لوبغاړو د پایلې په اړه د رسنیو موسولین نه پرېښودل کېږي؛ څو خپل مسولیت تر سره کړي.
لوبه یې دا مانا، هغه خبریالان چې د تلویزیون، رادیو او ورځپاڼو ته د خبر جوړلو په موخه په کابل کې د محافظت عامه معینت پر ودانې د برید سیمې ته تللي ول، د امنیتي مسولینو لخوا د پېښې سیمې ته پرېنه شودل شول.
د لوبې بل اړخ داسې وو چې راغلو چارواکو یې هم په اړه خبریالانو ته د پېښې په اړوند تازه څه نه ویل، او نه خو وسله والو د چا تلېفون ته ځواب ورکاوه.
کله چې چاودنه وشوه، ډېرۍ کورنۍ دې اندېښنې ځورولې، چې شیرین غړي یې د پېښې ښکار شوي نه وي.
ټول هېواد وال دې ته لېوالو وو چې د پېښې په اړه د تېر په څېر تازه حال واوري، ډېره هڅه یې کوله، د رادیو مجونه یې اړول را اړول؛ څو یوه له دوی د پېښې په تلفاتو خبر ورکړي.
د ټولې ورځې تر پایه چې پېښه په نیمه ورځ کې پیل شوې وه او تر ماښامه یې دوام درلود، هېوادوال یې په لویه اندېښنه کې پریښيي ول، په رسنیو کې به یوزاې د تازه خبر په نامه همدورمره یولی کېدل، چې په کابل کې له ځانمرګي برید وروسته نښته روانه ده.
که دا نښته وه؛ خو امنیتي مسولینو ورته د لوبې رنګ ور کړی و، نه یې غوښتل د لوبې پیاوړی او کمزوری اړخ سره د ډېرو وسایلو نندارچیانو ته په ګوته کړي.
هغه لوبغاړي چې پایله یې د ټولې لوبډلې څرګندنونه کوي، باید بې پایلې پاتې شي، یعنې چاته جوته نه شي چې کومه ډله ګټونکي ده.
خبریالان هم تر ډېره په هڅه کې وه چې داسې کومه لاره پېدا کړي؛ څو اورېدونکي د پېښې له تازه او اصل حاله خبر کړي.
ټول افغانان دا ښي چې افغان ځواکونه مو اوس پیاوړي شوي او د خپلو مخالفینو پر وړاندې ډېره ښه مبارزه کولای شي، تر ډېره یې په عملي بڼه ښودلې هم ده؛ خو دا چې ولې افغان دولت د داسې پیاوړه ځواکونو د لا غښتلتیا او لاسته راوړنو په اړه چې د مخالفینو پر وړاندې یې تر سره کوي، هېواد والو ته په رښتنې بڼه نه ښکاره کوي.
په لوی لاس غواړي هغه باور چې افغان ولس یې په خپلو ځواکونو لري، په داسې ځینو پېښو کې له منځه ولاړ شي.
په دې وخت کې کښلې غاړې یوازې په خپلو کړنو لمن اچوي،او د عامو خلکو وژنه ورته نور دومره ارزښت نه لري.
رسنې د همدې لپاره جوړې شوي چې باید واقیعات د خلکو خبرولو لپاره ورسوي، دا چې ممانعت یې کیږي، د رسنیو لپاره د ورکړل شوي حقونو پېمالېدل دي.
خبریالانو له دې ویرې هم ډېر ټینګار نه کاوه، چې په داسې وختونو کې هم ځینې چارواکي د چا خاطر نه کوي، حتی د وهلو ډبولو کوښښ هم کوي.
ډېر ځل داسې شوي هم دي چې د پېښې په ځای کې د یو ټیټ پوستي امنیتي مسول لخوا په خبریالانو ګوزارونه شوي، چې تر اوسه هم د ځینو په سترګو کې انځور شوي او زړه نه ښه کوي، چې د پېښې په واقیعت ترلاسه کولو ټینګار وکړي.
نو که د پېښې مسولین که هغه له هرې خوا وي، په واقیعتونو سترګې پټوي، نه غواړي خلک پرې خبر کړي، دا د دوی په کمزوری دلالت کوي، د نورو په وړاندې پېښې ته د لوبې رنګ ورکول دي.