د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سپورت سپورتمینانو ته وسپارئ!

همایون نایل 01.04.2016 00:03

سپورټ نه یوازې د انسان د بدني ښکلا، ځواک او پیاوړتیا سبب ګرځي؛ بلکې د ملي یوالي د رامنځته کېدو، د تعصب د لمنځه تلو او په ټوله کې د یوه هېواد د ځلانده پرمختګ تر څنګ د اتلولیو، ویاړونو او لاسته راوړنو بې ساری لامل ګڼل کېږي.
که څه هم افغانستان د امنیت، اقتصاد او په ځینو نورو برخو کې له یو شمېر سپورټسیالو هېوادونو نه یو څه وروسته پاتې دی؛ خو په کور دننه سپورتي انجمونونه د دې سبب شوي چې د کرکټ ملي لوبډله د پرمختللي سپورت درلودونکو هېوادونو له پیاوړو لوبډولو سره سیالي وکړي او د نړیوال شهرت ترڅنګ د ټول افغان ملت او په نړیواله کچه د ګڼو سپورتپالو مینه او پاملرنه راواړوي، په داسې حال کې چې دې لوبډلې په تېرو څو کالو کې ګڼ د سرو زرو، سپینو زرو او بېلابېل نور کپونه، مډالونه او د نغدي مکافاتو تر څنګ ستاینلیکونه تر لاسه کړي دي.
د فوټبال ملي لوبډلې، رګبي، تکواندو، بوکس، کامفو او مختلفو ورزشي انجمنونو له خپلو ځینو سیالانو بریاوې خپلې کړي او په خورا په زړه پورې توپیر یې ماتې ورکړې ده چې د حکومت او هېوادوالو او پام یې را ګرځولی دی.
خو له بده مرغه دغه ډلې کله نا کله د سیاسي او نورو اختلافاتو له کبله، خپل هدف ته درسېدو لار ورکوي او په هغه ډول چې لازم دی پرمختګ نه شي کولای. د افغانستان د المپیک ملي کمېټه ډېری وخت د خپل منځي اختلافاتو له کبله تر نیوکو لاندې راغلې ده. د مثال په ډول درې کاله وړاندې یې د چین په لوبو کې د ملي سرود پرځای د یوې ډلې نغمه نړۍ ته واوروله.
که څه هم چې د ورزش په چارو کې د شته ستونزو د حل او د راتلونکي لپاره د اصلاحاتو د رامنځته کېدو په موخه ولسمشر محمد اشرف غني یو په زړه پورې فرمان صادر کړ چې د ګڼو ورزش پالو او مینه والو له خوا یې تود هر کلی وشو؛ خو د المپیک د ورزشي فدراسیونونو رییسانو او ورزشکارانو له خوا چې پکې د ورزش د قانون طرحه، د فدراسیونونو د مشرتابه پلاوي انتصابي کېدل او له مالیې وزارت سره د ورزشي ادارو د مالي چارو تنظیم هغه څه دي چې دوی یې د هر کلي تر څنګ یو ښه او پر ځای اقدام بولي.
د ولسمشر د فرمان دغو ملاتړ کوونکو چې د تېرې سه شنبې پر ورځ سره راټول شوي ول، له حکومته غوښتنه وکړه چې په اړه دې عملۍ اقدامات تر سره شي؛ څو ژر تر ژره سپورتکاران د خپلو سپورتونو په راس کې راشي، نه دا چې نور په سیاسي ملحوظاتو هلته نصب شي او په دې ډول لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.
همدا راز د بدني روزنې مسوولینو ته دنده سپارل شوې ده چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې باید د ورزش قانون جوړ کړي چې له دې وړاندې د یاد فدارسیون له لوري د قانوني او حقوقي کړنو د څار یوه کمېټه هم جوړه شوې ده چې د نوي قانون چارې به لا نورې هم اسانه کړي.
خو بیا هم د یو شمېرمخالفو ورزشکارانو له خوا د ولسمشر په نوي فرمان ن نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده چې باید له سره پرې غور وشي او هم د بدني روزنې مشر همایون خیري چې غواړي ورزش، ورزشکارانو ته وسپارل شي هغه دې هم له دندې ګوښه شي.
دوی د ورزشي فدارسیونونو په راس کې د مسلکي کسانو د ګمارنې غوښتنه کړې ده؛ په داسې حال کې چې د ملي المپیک د کمېټې مشر ظاهر اغبر په دې تورن شوی چې کواکېد ورزش لپاره له ټاکل شوې بودیچې ناوړه ګټه پورته کوي او د دوی لپاره ټاکل شوې پیسې پروخت او حتی هیڅ هم نه ورکول کېږي.
دا او دې ته ورته ګڼ نور اختلافات او اختلاسونه د دې لامل شوي دي چې ملي لوبډلې یې کله نا کله د ناکامۍ ښکار کرځولي دي. د هغوی شته حقوق چې د حکومت او ورزشي قوانینو له خوا ورته ټاکل شوي ورکول شوي نه دي. له همدې امله د ولسمشر وروستۍ فرمان پر ځای او د سپورتي ودې لپاره وړ ګام دی؛ خبره دا ده چې د ولسمشر ګڼ فرمانونه کله نا کله د هغو ډلو او ټپلو له خوا تر نیوکې لاندې راځي او پر وړاندې یې اختلافات را پارول کېږي چې اصل د هېواد له پرمختګ سره یې اړخ نه لګي، هغوی یوازې د ځان غوښتنې دود پر مخ وړي او هېڅ کله به د اصلاحاتو بهیر ته هر کلی ونه وايي.
دا فرمان د ولسمشر د هغۍ اصلاحي او سموني لړۍ له ډلې څخه دی چې په دې وروستیو کې یې په ګڼو ادارو کې د ژور بدلون او سمون غوښتنه شوې او لا روانه ده چې ممکن پایله یې د راتلونکو څو میاشتو په اوږدو کې څرګنده شي. د دې فرمان پر وړاندی مخالفتونه د هغو خلکو هڅه ده چې تل یې د پرمختګ په لار کې خنډونه زېږولي او لارې یې پرې تړلي دي.
د کرکټ د ملي لوبډلې له ورستۍ بریا وروسته، په خواله رسنیو کې داسې ویدیو خپره شوې ده چې د کرکټ لوبډلې ته پکې سپکاوی شوی دی چې دا هم د ورزش او سپورټ په ډکر کې د پرمختګ د مخنیوي لپاره د مخالفانو هڅه ده.
ورزش ته پاملرنه د هېواد د ځوانانو او د هغه ځواک چې د ملا تیر یې بولو خورا مهم دی، دا چې تر اوسه یې په بېلابېلو لاملونو او د تعصب او وېشنې ښکار ګرځولی، ولسمشر غواړي له دې وروسته په دې ډګر کې هم شته ستونزې له منځه یوسي او پر ځای یې د داسې یو پاک او سپیڅلي بنسټ پر وده او پیاوړتیا کار وکړي چې د اختلافاتو پر ځای به پرمختګ ته وزګار وي.
که په واقعي ډول هغه اشخاص چې تورن دي؛ خو د ورزش د پیاوړتیا لپاره ژمن وي، د مهربانۍ له مخې دې باید و لسمشر د فرمان د هر کلي تر څنګ د اړتیا په صورت له خپلې دندې او حتی تر دې د ستختو قربانیو اتلولۍ ته چمتو و اوسي، هغه خلک چې د ورزش مینه وال دي، پرته له ځنډ او خنډه باید د هر ډول اصلاتو ملاتړ وکړي. ځوانانو ته دې موقع ورکړ شي چې ځانونه وځلوي او افغانستان ته ویاړ ور په برخه کړي.