د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښځه د هر بچي مکتب ده

محمد داود ناظم 09.03.2014 15:00

د ښځې د نړيوالې ورځې په مناسبت:

کله چې څوک په ټولنه کې د استاد يا معلم کلمه اوري نو ځانګړی احترام ورته کوي او د خپل ځان، اولادونو او ټولنوالو تحصيل او پوهه د هغوي د محنتونو حاصل ګڼي؛ خو کله چې د مور يا په ټوله کې د ښځې نوم اوري نو هغه شان ټوله ټولنه د هغوی د زحمتونو حاصل ګڼي او که د دې نکتې ژورو ته ښه ځير شو نو د زړه له تله وايو چې:
هو!
ښځه د هر بچي لومړنۍ مدرسه ده
د هر بچي زانګو ده
د هر بچي مور ده
بچي د دوی د تن ټوټه دي
د وجود له شيدو يې تغذيه شوي
زیر او بم کې د آواز يې
تربيتونه وربښلي
په للو للو يې ويده شوي
په ځار کربان يې پاڅېدلي
په مينه مينه يې
مخ او لاس ورته وينځلي
پاکې جامې يې په تن کړي
په ژړا يې اوښکې پاکې کړي
په خوږو کيسو يې نازولي
په ښو پستو يې خندولي

دا زه هم چې اوس غږېږم
دا زه هم چې اوس غږېږم
ماته مور دي راښودلي
خاله او ترور دي راښودلي
پلار چې بېګا کور ته راغلی
مدرسه کې مې د مور
يو شاباس ماته راوړی
سبا بيا له کوره تللی
مور راته بيا سبق ويلی
تر بېګا يم پوهولی

درنې مور مې
د ژوند په لوړو ټيټو
په مينه هر کتاب ماته راوړی
زه يې له لاسه يم نيولی
له پايـپله تر اتله يم روزلی
زه يې له خاورو تر پاميره رسولی

مور جوغه د شمشاد ماته
پګړۍ کې هسکه ايښودلې
زما يې په هر ميدان
ټينګه ملا تړلې
که ما بايللې
هغې راته ګټلې
که ما ګټلې
هغې مې ملا تړلې
که يې نه منې
نو
راشه ګوره سرښندنې
خديجه او فاطمه مو
ملاله ناهيد او سُميه مو
زرغونه نازو انا ګوره
محمود او احمد شاه ګوره
د ميرويس جوغه رڼا ګوره
د اکبر توره ځلا ګوره

داسې بچي مېرمن روزلي
اتلان يې غېږ کې دي پاللي
د پت زانګو کې يې زنګولي
خپل رب ته په دعا يې
سپين لاسونه پورته کړي

او په دې ښکلو لاسو يې
ټول جهان ده زنګولی
ستر رب ته په دعا يې
ځمکه آسمان ده زنګولی
او خپلو بچو ته يې ډالۍ
قدمو لاندې جنت
پاک سبحان ده زنګولی
الهی پېرزو ته ګوره
چې يې مور ته
ستر نشان ده زنګولی
زمونږ آرمان ده زنګولی
جنت عيان ده زنګولی
دا مې آرمان ده زنګولی
د زړه درمان ده زنګولی

نو اې، خوږې! او با عزته مورې!
ښايېږي چې،
زه دې ښکل کړم قدمونه
له خاورو د پښو دې
ځان ته جوړ کړم تاويزونه
سبا بېګا يې ښکلومه
چې دا خاورې د جنت دي
ماته راوړي بشارتونه
ډېر ستر ستر امېدونه

نو اې خوږې مورې!
مبارک دې شه
داسې ستر مقام
ټول بچي دې لاس په نام
تا ته يې نيولی ده ډک جام
ترې څڅېږي ډېر ادب او احترام
ناظم ولاړ دي په نظام
ښکلوي لاسونه،
ستا سهار ماښام،
ستا سهار ماښام،
سهار ماښام