د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښکلې ناوې

محمد داود ناظم 07.05.2013 10:15

ښكلې ناوې

د خيالونو په تارو ګلې راځه
يا دعشق په پلوشو ګلې راځه
اغيار تړلي لارې د يارانو
خيرده كله په خوبو ګلې راځه
لمر ستا له خوا راخيجي ورته ګوره
ما ليدو ته په شغلو ګلې راځه
ازغن سيمونه دي اغيار نيولي
له ازغو په وينو سرو ګلې راځه
لاسونه، پښې په وينو سره خالونه
سره په وينو له پيرو ګلې راځه
ازغو نه په كتو مې جذبه راغله
لږه تم شه په ګلو ګلې راځه
دا ازغن سيمونه ټول به نړوم
ښكلي ناوې په فرشو ګلې راځه
ناظمه لر او بر پښتانه يو كړه
د خوشحال په قدمو ګلې راځه