د ډيورن کټارې
08.05.2013 15:24اغيار راته نيولي كټارې
سيمونه د اغزو دي شرارې
بابا لمسى، ورونه، اكا زمن
ريښې د قبايلو غواړي پرې
مين زړونه تړلي ځوروي
له دې نه بدې نشته نظارې
نه هېريږي لر او بر پښتنې
كه شي له وينو پورته فوارې
نه پريږدمه ستا دسيسې پلې
كه ولويږي اسمان نه ستارې
دامونه په مسجد او بت خانه
تا ايښي نه منم د منارې
ما به دلبر ځنې جدا نه كړې
كه وباسې ګولۍ يا چړې سرې
ويښ دي مليتونه نه غوليږي
راښكاري هغه سترګې خونخوارې
رګو کې د ناظم ده پيوستون
همدا مې ولولې دي او نارې
همدا مې ولولې دي او نارې